د دیني قضاوت، منبر، او فتواوو ادراکي او ټولنیز-رواني بنیادونه

د افغاني ټولنې د هوساینې او بقا لپاره د علم او حکمت اړتیا

 

د لیکوال یادونه

لیکوال نه ځان د قاضي په مقام کې مطرح کوي او نه د مفتي په توګه د فتوا د صادرولو دعوه لري. دا لیکنه د رسمي قضايي یا افتايي حکم بدیل نه ده، بلکې د یوه مسلمان لوستونکي او څېړونکي  تأمل دی.

لیکوال د خپلې مطالعې تر بریده د قرآن کریم، تفسیر، حدیث، او اسلامي فکري متونو لوست کړی، او ترڅنګ یې د طب له زده کړو سره د ارواپوهنې (Psychology) او ټولنیزې ارواپوهنې (Social Psychology) له بحثونو سره هم اشنايي لري. له همدې زاویې، دا موضوع دلته په علمي، انساني، مؤدبانه، او اصلاح‌محوره بڼه څېړل شوې ده.

 

لنډیز

دا مقاله د دې بنیادي پوښتنې علمي ارزونه کوي چې:

د افغاني ټولنې د هوساینې، سکون، او دوامدارې بقا لپاره دیني قضاوت، منبر، او فتواوې له علم او حکمت سره څه ډول تړاو لري؟

د مقالې اصلي استدلال دا دی چې دیني قضاوت، منبر، او فتوا یوازې د حکم او تعبیر مسئله نه ده؛ بلکې د فکر، ژبې، قضاوت، او ټولنیز مسؤولیت مسئله هم ده.

له همدې امله، د معاصرو ادراکي او ټولنیز-رواني بحثونو په رڼا کې دا پوښتنه ارزول کېږي چې کله فکري کلکوالی (جمود)، تور-سپین فکر، د ناڅرګندتیا نه زغم، د ژر قطعي نتیجې غوښتنه، د خپلې ډلې په ګټه تمایل، او د ګواښ احساس غالب شي، د ټولنې د اعتماد، زغم، او رواني سکون پر فضا څه اغېز پرېوځي.

د مقالې موخه نه د اشخاصو محکومول دي او نه د رسمي فتوا صادرول؛

بلکې د هغو عامو ادراکي او ټولنیز-رواني میکانېزمونو تشریح ده چې د دیني قضاوت او عامه لارښوونې پر کیفیت اغېز کوي.

همدارنګه، مقاله هغه منبري او عامه و یناوی او تعبیرونه هم د مهم علمي بحث په توګه رااخلي چې په کې «  ….. نر او غیرتې هغه دی چی دوه،دری او څلور ښځی وکړې ……» او «……خط ښځی ته مه ښیوۍ .لوراو خور ته چی دی خط و ښود بیا به صبا ته پری خپه ې ….د مکتب بنیاد می و ا لله بدی ر اځې……» په څېر  و یناوی او نقلونه مطرح شوي دي، او دا څرګندوي چې دغه ټکي په افغاني سیاسي، فرهنګي، کلتوري، اجتماعي او اسلامي چوکاټ کې د افغان ولس لپاره ځانګړی اهمیت لري.

په همدې لړ کې، مقاله دا هم روښانوي چې د ښځې، نکاح، او کورني ژوند په باب هر هغه دیني خطاب چې د انساني کرامت، اسلامي ادب، او ټولنیز وقار خلاف وي، د علم او حکمت له معیار سره سمون نه لري.

 

۱. سریزه

په افغاني ټولنه کې دیني قضاوت، منبر، او فتوا یوازې د الفاظو او احکامو ساحه نه ده؛ بلکې دا د خلکو پر احساس، اعتماد، ټولنیزو اړیکو، او د اختلاف پر زغم هم ژور اغېز لري.

ټولنه یوازې حکم نه غواړي؛ بلکې له دې عدلي او قضايي مقامونو څخه عدل، سکون، وضاحت، او د ګډ ژوند د ساتنې حکمت هم غواړي.

له همدې امله، د دې ډګر ارزونه باید یوازې د نصوصو په ظاهري استعمال محدوده نه وي، بلکې د هغې تر شا د قضاوت د سبک، د ژبې د توازن، او د ټولنیز اثر د کچې له مخې هم وشي.

معاصرې ارواپوهنې او ټولنیزې ارواپوهنې دا راښودلې چې د سختو او قطعي دریځونو تر شا ډېر ځله یوازې د معلوماتو کمښت نه وي، بلکې د فکر ځانګړي سبکونه، د ناڅرګندتیا کم زغم، وېره، د ژر پرېکړې تمایل، او تړلي یقین ته لېوالتیا هم رول لري.

 

۲. د بحث اساسي پوښتنه او اهمیت

د دې مقالې اساسي پوښتنه دا ده: د افغاني ټولنې د هوساینې او بقا لپاره علم او حکمت د دیني قضاوت، منبر، او فتواوو په باب څه غوښتنه لري؟

د دې پوښتنې اهمیت په دې کې دی چې هره فتوا او هره قضايي یا منبري پرېکړه یوازې د یوه فرد پر حال اغېز نه کوي، بلکې د ټولنې پر اعتماد، ذهني سکون، او اخلاقي فضا هم اثر کوي.

که حکم له علمي ژورتیا، ادراکي تواضع، او ټولنیز بصیرت سره مل وي، ټولنه له تشنج نه سکون ته نږدې کېږي.

خو که فکري کلکوالی، ژر قطعیت، او د خلکو د حال له درک پرته شدت غالب شي، د شک، وېش، او بدګومانۍ احتمال لوړېږي.

 

۳. نظري او میتودولوژیک چوکاټ

دا مقاله نظري-تحلیلي او ادبیاتي-بیاکتنیزه بڼه لري.

د مفاهیمو د تعریف لپاره د اې.پي.اې د ارواپوهنې له قاموس (APA Dictionary of Psychology) څخه ګټه اخیستل شوې،

او د تحلیلي استدلال لپاره له علمي او هم‌ارزول شوو (Peer-Reviewed) څېړنو کار اخیستل شوی دی.

ادراکي ارواپوهنه (Cognitive Psychology) دا راښيي چې انسان معلومات څنګه اخلي، څنګه یې تنظیموي، څنګه یې ساده کوي، او څنګه پرې حکم جوړوي.

ټولنیزه ارواپوهنه (Social Psychology) د ډلې، هویت، تعصب، او د «موږ/هغوی» د وېش میکانېزمونه تشریح کوي.

د قضاوت او پرېکړې مطالعه بیا دا ښيي چې ناڅرګندتیا، وېره، د ژر پرېکړې تمایل، او تړلي یقین ته لېوالتیا څنګه د پرېکړې پر کیفیت اغېز کوي.

 

۴. مهم ادراکي او ټولنیز-رواني فکتورونه

 

• فکري کلکوالی (جمود)

Cognitive Rigidity

پر قضاوت او فتوا اغېز: د اختلاف زغم کموي او له احتیاطه تر قطعي ژبې واټن لنډوي.

• تور-سپین فکر

Dichotomous Thinking

پر قضاوت او فتوا اغېز: پېچلې مسئلې په دوو قطبونو کې بندوي او د صف‌بندۍ فرهنګ پیاوړی کوي.

• د ناڅرګندتیا نه زغم

Intolerance of Uncertainty

پر قضاوت او فتوا اغېز: له «تفصیل غواړي» ژبې څخه تېښته او فوري وضاحت ته میل زیاتوي.

• تړلي یقین ته تنده

Need for Cognitive Closure

پر قضاوت او فتوا اغېز: ژر ځواب غواړي او د بیاکتنې او مشورې ساحه تنګوي.

• د خپلې ډلې په ګټه تمایل

Ingroup Bias

پر قضاوت او فتوا اغېز: بې‌طرفي کمزورې کوي او «زموږ/هغوی» واټن ژوروي.

• د ګواښ احساس

Threat Perception

پر قضاوت او فتوا اغېز: د دفاعي او شدیدو تعبیرونو احتمال زیاتوي.

• افراطي اخلاقي یقین

Moral Absolutism

پر قضاوت او فتوا اغېز: عادي اختلاف د اخلاقي انحراف په ژبه تعبیرولای شي.

• ټیټه ذهني پېچلتیا

Low Integrative Complexity

پر قضاوت او فتوا اغېز: نص، واقع، نیت، او مصلحت په یوه ځای نه شي ساتلای.

• د تأیید لټون

Confirmation Bias

پر قضاوت او فتوا اغېز: یوازې هغه شواهد مني چې له مخکېني نظر سره برابر وي.

• له مخکې جوړ شوي ذهني قالب سره تړاو

Mental Set

پر قضاوت او فتوا اغېز: نوې پېښې په پخواني، او کله ناکله ناسم، قالب کې تعبیروي.

• د واک تر سیوري لاندې قضاوت

Authority Bias

پر قضاوت او فتوا اغېز: د منصب او شهرت له امله پر نقد او سنجش فشار راولي.

• احساساتي استدلال

Emotional Reasoning

پر قضاوت او فتوا اغېز: غوسه، وېره، یا «  بی ځا یه »غیرت د تحلیل پر ځای پرېکړه رهبري کوي.

• د وېرې پر بنسټ پیغام

Fear-Based Messaging

پر قضاوت او فتوا اغېز: په خلکو کې سکون کموي او دفاعي روحیه زیاتوي.

• د ډلېز فشار اغېز

Group Conformity

پر قضاوت او فتوا اغېز: د خپلواک قضاوت پر ځای د حلقې موافقت ته ارزښت ورکوي.

• د مخالف نظر د مشروعیت کمزوري کول

Delegitimization of Dissent

پر قضاوت او فتوا اغېز: اختلاف په بدعت، انحراف، یا بدنېتۍ بدلېدای شي.

• د عواقبو نه سنجول

Outcome Neglect

پر قضاوت او فتوا اغېز: د فتوا او حکم ټولنیزې پایلې نه ارزوي.

 

پورته فکتورونه ټول په یوه اندازه او یوه بڼه نه فعالیږي؛

خو هر کله چې دا په دیني قضاوت، منبر، او فتوا کې له توازنه ووځي، د حکم پر کیفیت او د ټولنې پر سکون منفي اغېز کولای شي.

 

۵. فکري کلکوالی (جمود)

Cognitive Rigidity

فکري کلکوالی هغه حالت دی چې ذهن په خپل تعبیر او فهم کې انعطاف له لاسه ورکړي او له بدیلو احتمالاتو، نوو شواهدو، او نورو لیدلورو سره په اسانۍ تعامل ونه کړای شي.

د اې.پي.اې د تعریف له مخې فکري کلکوالی د بدلون پر وړاندې سخت مقاومت ته ویل کېږي.

په دیني قضاوت کې دا تمایل د فقهي اختلاف زغم راکموي، د شرطونو او موانعو تفصیل کمزوری کوي، او له احتیاطه تر قطعي ژبې واټن لنډوي. د ټولنې لپاره یې زیان دا دی چې د نرمې مشورې او ځان‌ارزونې پر ځای انحصاري تعبیر پیاوړی کوي.

 

۶. تور-سپین فکر

Dichotomous Thinking

تور-سپین فکر پېچلې مسئلې یوازې په دوو قطبونو کې ویني: یا مطلق سم، یا مطلق ناسم.

د اې.پي.اې په تعریف کې تور-سپین فکر هغه ذهني سبک ته ویل کېږي چې مسئلې په متقابلو قطبونو کې ویني.

کله چې دا سبک د منبر او فتوا په ډګر کې غالب شي، د «تر کومه حده»، «په کوم شرط»، او «په کوم سیاق» پوښتنې کمزورې کېږي. ټولنیزه پایله یې دا ده چې اختلاف د علمي تنوع پر ځای د تقابل او بدګومانۍ په ژبه تعبیرېږي.

 

۷. د ناڅرګندتیا نه زغم او تړلي یقین ته تنده

Intolerance of Uncertainty / Need for Cognitive Closure

د ناڅرګندتیا نه زغم هغه تمایل دی چې انسان ناڅرګند حالت په سختۍ زغمي او ژر یو روښانه ځواب غواړي. له دې سره نږدې مفهوم «تړلي یقین ته تنده» ده چې ژر، تړلی، او نه‌پوښتل کېدونکی ځواب لټوي.

په دیني قضاوت کې دا دواړه تمایلونه د «نه پوهېږم» او «دا تفصیل غواړي» ژبه کمزورې کوي. د ټولنې لپاره یې خطر دا دی چې خلک له ژور فکر، صبر، او تدریج څخه لرې او له چټکو، ساده، او شدیدو ځوابونو سره عادتوي.

 

۸. د خپلې ډلې په ګټه تمایل

Ingroup Bias

دا هغه حالت دی چې خپله ډله، حلقه، یا مکتب د حق او اعتبار پټه سرچینه وګڼل شي.

د دیني قضاوت په ساحه کې دا تمایل بې‌طرفي کمزورې کوي، د «زموږ» او «هغوی» واټن زیاتوي، او د بل لوري اشتباهات په غټ تعبیرولو کې مرسته کوي. د علم او حکمت غوښتنه دا ده چې د ډلېز تمایل پر ځای د عدل او توازن ژبه حاکمه وي.

 

۹. د ګواښ احساس او دفاعي قضاوت

Threat Perception / Defensive Judgment

کله چې هر بدلون، هره نوې پوښتنه، یا هر متفاوت نظر د «خطر» په سترګه وکتل شي، د علمي تأمل پر ځای دفاعي او شدید تعبیر پیاوړی کېږي.

په ټولنه کې یې اغېز دا دی چې د پوښتنې فضا تنګوي، خلک په دوامدار اضطراب کې ساتي، او د اصلاح پر ځای د محاصرې احساس زیاتوي. د هوساینې لپاره اړینه ده چې د خطر واقعي سنجونه له عمومي وېرې او پرله‌پسې تشنج څخه بېله وساتل شي.

 

۱۰. د قرآن کریم د حکم آیت او د حکم د حکیمانه تطبیق مسئله

د غلا د حد په اړه د قرآن کریم آیت په سورة المائدة (۵:۳۸) کې راغلی دی:

 

وَالسَّارِقُ وَالسَّارِقَةُ فَاقْطَعُوا أَيْدِيَهُمَا جَزَاءً بِمَا كَسَبَا نَكَالًا مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

ژباړه: «د غله او غلې دواړو لاسونه غوڅ کړئ، دا یې د هغه کړنې بدله ده چې کړې یې وه، د الله له لوري عبرتناکه سزا؛ او الله برلاسی، د حکمت څښتن دی.»

د دې آیت په پای کې د «حکیم» کلمه دا راښيي چې اسلامي حکم یوازې د لفظ په لوستلو نه، بلکې د حکمت، عدالت، او مناسب تطبیق په رڼا کې سنجول کېږي. همدا ټکی د قضا او فتوا د ساحې لپاره بنیادي ارزښت لري:

حکم د قرآن دی، خو د هغه تطبیق د علم، شرایطو، او موانعو د دقیق فهم غوښتنه کوي.

له همدې امله، د قضا او فتوا کار یوازې د آیت تلاوت نه دی؛ بلکې دا هم دی چې وپېژني: قضیه عادي جرم دی که اضطرار؟

آیا ټول شرایط پوره دي که نه؟

آیا عدالت په سمدستي مجازات کې دی، او که لومړی باید د فقر، لوږې، او ظلم بنیادي علتونه کم شي؟

 

۱۱. یوه بنیادي فقهي-قضايي پوښتنه:

ولې  حضرت عمر  ( رض )د قحطۍ پر مهال قضا او فتوا د غلا د حد په تطبیق کې توقف یا تعلیق غوره کوي؟

د اسلامي تاریخ له مهمو مثالونو څخه یو د حضرت عمر رضي الله عنه د خلافت د «عام الرمادة» قحطي ده. په فقهي او تاریخي ادبیاتو کې په پراخه توګه نقل شوی چې د عامې لوږې او قحط پر مهال د غلا د حد په باب عادي حالت ونه ساتل شو، او له عمر رضي الله عنه څخه عبارت نقل شوی: «لا قطع في عام سنة»؛ یعنې د قحط په کال کې د لاس پرېکول نه کېږي.

د دې تاریخي مثال اصلي مانا دا نه ده چې ـ نعوذ بالله ـ قرآني حکم لغوه شو؛

بلکې مانا یې دا ده چې قضا او فتوا د قرآن د حکم تر څنګ د شرایطو، اضطرار، موانعو، او د عدالت د روح سنجونه هم کوي.

ځینو فقهي لیکنو دا حالت «تعلیق» بللی، نه «تعطیل»؛ یعنې حکم په اصل کې پر خپل ځای و، خو د تطبیق شرایط د عامې لوږې او سخت اضطرار له امله بدل شوي وو.

دلته اساسي پوښتنه دا ده: که د یو عمل ظاهري بڼه «غلا» وي، خو د هغه تر شا اصلي محرک فقر، قحطي، او د بقا اضطرار وي، نو آیا قضا او فتوا باید یوازې د عمل ظاهري بڼه وویني، که د هغه تر شا ټولنیز او انساني علتونه هم وسنجوي؟

د حضرت عمر رضي الله عنه له مثال څخه راوتونکې نتیجه دا ده چې اسلامي عدالت دوهمه لاره غوره کوي.

په بل تعبیر، فقهي قضا او فقهي فتوا یوازې د جزا د تطبیق وسیلې نه دي؛ بلکې د عدل د علت، د ظلم د دفعې، د ضرر د کمولو، او د ولس د هوساینې د ساتنې وسیلې هم دي. که د خلکو لاسونه د جرم‌پسندۍ له امله نه، بلکې د لوږې او بې‌وسۍ له فشار څخه په ټولنه کې وغځېږي، نو د اسلامي عدالت لومړۍ پوښتنه باید دا وي چې: ولې فقر موجود دی، ولې اضطرار رامنځته شوی، او څنګه د هوساینې بنیادي شرایط بېرته تأمین شي؟

له همدې امله، دا مثال د مقالې له عمومي بحث سره ژور تړاو لري: اسلام د جبر او بې‌تحلیله مجازاتو دین نه دی؛

بلکې د عدل، رفع حرج، دفع ضرر، او د ټولنې د اصلاح دین دی.

د قضا او فتوا اصلي کمال دلته څرګندېږي:

حکم د قرآن دی، خو تطبیق یې د علم، حکمت، او د ټولنیزو شرایطو د دقیق فهم غوښتنه کوي.

 

۱۲. د توازن، حکمت، بصیرت، او دعوت قرآني لارښوونه

له پورتني فقهي او تاریخي بحث څخه دا څرګندېږي چې د قرآن د احکامو تطبیق یوازې د ظاهري الفاظو مسئله نه ده، بلکې د عدل، توازن، حکمت، بصیرت، او دعوت غوښتنه هم کوي. همدا وجه ده چې اسلامي قضا، فتوا، او دیني وینا باید د حکم تر څنګ د انسان حال، د ټولنې وضعیت، او د اصلاح مصلحت هم په پام کې ونیسي.

په همدې معنا، د دین قوت یوازې په شدت کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې حق په علم، حکمت، او مناسب انداز وړاندې شي.

په همدې سیاق کې الله سبحانه وتعالی خپل رسول صلی الله علیه وسلم ته داسې ارشاد فرمایي:

 

قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِّثْلُكُمْ يُوحَىٰ إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَـٰهُكُمْ إِلَـٰهٌ وَاحِدٌ…

ژباړه: «ووایه: زه ستاسې په شان یو بشر یم؛ ما ته وحي کېږي چې ستاسې معبود یو واحد معبود دی…»

دا آیت دا ښوونه کوي چې د دیني خطاب بنسټ باید له تواضع، حق‌بیانۍ، او هدایت سره مل وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم، سره له دې چې د وحی امین دی، د خطاب په پیل کې د بشریت اعلان کوي؛

یعنې دیني وینا باید د انسان له درک، اخلاقي وقار، او اصلاحي مقصد سره یوځای وي ، نه د خود خواهۍ او خود ستاې د پاره.

له همدې امله، څوک چې د قضا، منبر، یا فتوا په ډګر کې خبرې کوي، باید پوه شي چې د دیني وینا رښتینی کمال یوازې په سختۍ کې نه، بلکې په علم، حکمت، توازن، او د حال په درک کې دی.

همدا قرآني لارښوونه د مقالې له عمومي بحث سره ژور تړاو لري:

که د دیني قضاوت او عامه لارښوونې په ډګر کې علمي ژورتیا، حکمت، او بصیرت کمزوري شي، نو وینا د اصلاح پر ځای د تشنج، او د هدایت پر ځای د واټن سبب کېدای شي.

خو که خطاب له قرآني ادب، علمي پخوالي، او ټولنیز مسؤولیت سره مل وي، نو هم د شریعت وقار خوندي پاتې کېږي او هم د ټولنې د سکون، اعتماد، او اصلاح لاره پیاوړې کېږي.

 

۱۲-الف. د دیني وینا ادب، د ښځې کرامت، او د حکیمانه خطاب اړتیا

د ښځې، نکاح، او کورني ژوند په باب دیني وینا باید له عقل، ادب، او رحمت سره مل وي.

نکاح د انساني سکون، متقابل مسؤولیت، او اخلاقي مشارکت پیمان دی، نه داسې رابطه چې ښځه پکې یوازې د شهوت یا خدمت تر سطحې راکمه شي.

هر هغه خطاب («  ….. نر او غیرتې هغه دی چی دوه،دری او څلور ښځی وکړې ……»   او ….  «……خط ښځی ته مه ښیوۍ .لوراو خور ته چی دی خط و ښود بیا به صبا ته پری خپه ې ….د مکتب بنیاد می و ا لله بدی ر اځې……» چی  د ښځې کرامت ته زیان ورسوي، د شریعت له حکیمانه روح، د اسلامي ادب له معیار، او د افغاني ټولنې له باوقاره ارزښتونو سره سمون نه لري.

افغاني ټولنه، سره له دې چې دیني حساسیتونه او کلتوري ځانګړتیاوې لري، د انسانیت، کورني حرمت، او ټولنیز وقار ساتنه هم بنیادي ارزښت ګڼي؛

نو ځکه د ښځې، سړي، او کورنۍ په اړه وینا باید د اسلامي اخلاقو، عاقلانه سنجش، عادلانه توازن، حیا، او حکمت پر بنسټ ولاړه وي،

څو دیني خطاب د اصلاح، وقار، او ټولنیز ثبات وسیله وګرځي، نه د سپکاوي، تقلیل، او اخلاقي زیان سبب.

 

۱۳. ټولنه له دیني قضاوت، منبر، او فتواوو څه غواړي؟

• عدل غواړي، نه یوازې شدت.

• وضاحت غواړي، نه مغشوشه او وېشونکې ژبه.

• سکون غواړي، نه دوامداره وېره.

• حکمت غواړي، نه یوازې قطعي ژبه.

• اعتماد غواړي، نه شک او صف‌بندي.

• دیني وقار غواړي، نه داسې تعبیر چې خلک له دیني خطاب څخه لرې کړي.

• د انسان عزت غواړي، نه د ښځې، سړي، او کورنۍ د مقام سپکوونکې ژبه.

 

۱۴. د ټولنې د هوساینې او بقا لپاره علم او حکمت څه غواړي؟

• علمي ژورتیا: پرېکړه باید د سطحې، سرسرې او عجولانه قطعیت پر ځای د ژور فهم پر بنسټ وي.

• حکیمانه ژبه: حق باید په داسې ژبه وویل شي چې زړونه سره ونښلوي.

• ادراکي تواضع: هره مسئله یو بعد نه لري؛ شرایط، نیت، او عواقب باید سره وتلل شي.

• ټولنیز بصیرت: د خلکو رواني، کلتوري، او اقتصادي حال باید درک شي.

• د اختلاف زغم: هر اختلاف فتنه نه ده؛ ځینې اختلافونه د علم د ژوند نښې دي.

• د عواقبو سنجول: هره فتوا او هره عامه وینا باید د ټولنې پر سکون، اعتماد، او یووالي د اغېز له مخې هم وارزول شي.

• د انساني کرامت رعایت: د ښځې، سړي، او کورنۍ په باب وینا باید د اسلامي اخلاقو، عاقلانه سنجش، عادلانه توازن، حیا، او حکمت پر بنسټ ولاړه وي.

له دې سره یو بل مهم ټکی هم تړاو لري، او هغه دا چې دیني وینا، قضاوت، او عامه لارښوونه باید د حق د بیان تر څنګ د ادب، تواضع، او حکمت له روحیې سره هم مل وي. اسلام د عدل، انصاف، حکمت، او تواضع دین دی؛ له همدې امله، دیني وینا باید داسې وي چې حق روښانه کړي، خو د خلکو عزت هم خوندي وساتي؛ خطا وښيي، خو سپکاوی ونه کړي؛

د شریعت عظمت بیان کړي، خو په داسې ژبه چې زړونه اصلاح ته نږدې کړي، نه دا چې خلک له دیني خطاب څخه وېرېدلي، مات، او لرې کړي.

 

۱۵. پایله

د دې مقالې بنیادي پایله دا ده چې دیني قضاوت، منبر، او فتوا یوازې د حکم او تعبیر مسئله نه ده؛ بلکې د فکر، ژبې، قضاوت، او ټولنیز مسؤولیت مسئله هم ده. ټولنه له دغو مقامونو یوازې دا نه غواړي چې ورته حلال او حرام وویل شي؛

بلکې دا هم غواړي چې په خلکو کې عدل، سکون، اعتماد، زغم، او فکري روڼتیا پیاوړې شي.

که دیني پرېکړې او عامه لارښوونې له علمي ژورتیا، ادراکي تواضع، ټولنیز بصیرت، او حکیمانه ژبې سره مل وي، نو د ټولنې د هوساینې، اخلاقي ثبات، او دوامدارې بقا لپاره د خیر او اصلاح سرچینه ګرځي. خو که فکري کلکوالی، تور-سپین فکر، د ناڅرګندتیا نه زغم، د ژر قطعیت غوښتنه، او د ډلېز تمایل فشار غالب شي، نو قضاوت له توازنه او وینا له ارشاده لرې کېږي.

له همدې امله، د افغاني ټولنې د هوساینې او بقا لپاره علم او حکمت اړین دي.

علم د حقیقت د پېژندنې رڼا ده، او حکمت د هماغه حقیقت د عادلانه، نرم، او پر ځای تطبیق هنر دی.

کله چې دا دواړه د قضا، منبر، او فتوا په ډګر کې سره یوځای شي، نو ټولنه له تشنج نه سکون ته، له وېش نه تفاهم ته، او له بې‌اعتمادۍ نه ثبات او هوساینې ته نږدې کېږي.

نو زموږ د زمانې دیني وینا، قضا، او فتوا هم باید همدومره له علم، حکمت، انساني درک، او د ولس د حال له پېژندنې سره مل وي، څو حکم یوازې صحیح نه، بلکې عادلانه، آرام‌بښونکی، او د ټولنې د بقا او هوساینې سبب هم وګرځي.

په همدې لړ کې، د ښځې، نکاح، او کورني ژوند په باب دیني خطاب هم باید د شهواني تقلیل او سپکې ژبې پر ځای د سکون، مسؤولیت، متقابل کرامت، او حکیمانه ادب استازیتوب وکړي.

 

۱۶. سرچینې او مراجع

• قرآن کریم، سورة المائدة، آیت ۳۸.

• قرآن کریم، سورة الکهف، آیت ۱۱۰.

• قرآن کریم، سورة فصلت، آیت ۶.

• قرآن کریم، سورة الروم، آیت ۲۱.

• American Psychological Association. APA Dictionary of Psychology: Rigidity; Dichotomous Thinking.

• Zmigrod, L., Rentfrow, P. J., & Robbins, T. W. (2019). Cognitive inflexibility predicts extremist attitudes. Frontiers in Psychology, 10, Article 989.

• Growiec, K., & Szumowska, E. (2026). Need for cognitive closure predicts preference for similar others and reduced diversity in social networks. Scientific Reports.

• Obaidi, M., et al. (2023). Cultural threat perceptions predict violent extremism via need for cognitive closure. Proceedings of the National Academy of Sciences (PNAS), 120(20), e2213874120.

• د «عام الرمادة» او «لا قطع في عام سنة» د مثال لپاره د اسلامي فقهي او تاریخي ادبیاتو مشهور نقلونه او تشریحات.

• American Psychological Association. APA Dictionary of Psychology: Ingroup Bias; Confirmation Bias; Mental Set; Emotional Reasoning.

• Webster, D. M., & Kruglanski, A. W. (1994). Individual differences in need for cognitive closure. Journal of Personality and Social Psychology, 67(6), 1049–1062.

• Kruglanski, A. W. (2004). The Psychology of Closed Mindedness. New York: Psychology Press.

• Carleton, R. N. (2016). Into the unknown: A review and synthesis of contemporary models involving uncertainty. Journal of Anxiety Disorders, 39, 30–43.

• Tajfel, H., & Turner, J. C. (1979). An integrative theory of intergroup conflict. In W. G. Austin & S. Worchel (Eds.), The social psychology of intergroup relations.

• Nickerson, R. S. (1998). Confirmation bias: A ubiquitous phenomenon in many guises. Review of General Psychology, 2(2), 175–220.

• Tetlock, P. E. (1983). Cognitive style and political belief systems in the British House of Commons. Journal of Personality and Social Psychology, 46(2), 365–375.

• Al-Sarakhsi, Shams al-Din. Al-Mabsut. (د حدودو، اضطرار، او موانعو اړوند فقهي بحثونه).

• Ibn Qudamah, Muwaffaq al-Din. Al-Mughni. (د حدودو، شبهاتو، او قحطۍ د حالاتو اړوند فقهي مباحث).

• Ibn al-Qayyim. I‘lam al-Muwaqqi‘in. (د فتوا، مقاصدو، احوال، او د حکم د مناسب تطبیق بحثونه).

06.04.2026
https://af.dawatmedia24.com/?p=184654

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: