د روسیې او شوروي اتحاد د خورا نامتو لیکوال آنتوان پاولوویچ چخوف یوه لنډه کیسه

ژباړه: احسان الله ارینزی

26

د روسیې او شوروي اتحاد د خورا نامتو لیکوال آنتوان پاولوویچ چخوف یوه لنډه کیسه

(زوکړه: د 1860 د جنوری 29. تګانروګ. روسیه، مړینه د 1904 د جولای 15، آلمان)

ښکلې واندا، یا لکه څنګه چې په پاسپورټ کې لیکل شوي و، آغلې ناستاسیا کانافکین، له روغتون څخه د وتلو په شېبو کې، په دې فکر کې وه چې پخوا یې دومره ستونزې نه درلودې. نه جونګړه لري او نه یوه ټنګه. څه یې باید کړې وای!؟

تر هر څه د مخه د ګاڼو د خرڅولو یوې هټۍ ته ورغله او خپله د فېروزې یوارینئ ګوته یې ګرو کړه او یو روبل یې ترلاسه کړ؛ خو په یو روبل څه شی کېږي؟ په یو روبل خو نه په موډ لنډه لمن کېږي؛ نه یوه ښایسته خولۍ او نه جګ پوندي بوټونه! له دې شیانو پرته ځان ورته لڅ لغړ ښکارېده.

فکر یې وکړ چې آن د ګاډیو آسونه او کوڅه ډب سپي دې ته ګوري او د دې په ساده جامو پورې خاندي.

جامو د واندا فکر ډېر بوخت کړی و؛ خو دا چې څه وخوري او چېرته ویده شي، دونې ارزښت نه درلود.

له ځانه سره یې فکر کاوه دریغی له یوه شتمن ملکري سره مخامخ شوی وای، لږ پیسې به مې ځنې اخیستې وای. دونه پوهېږم چې څوک به (نه) ونه وایي.

خو په لاره کې له هېڅ ملګري او پېژندګلوی سره مخامخ نه شوه.  رینسانس رستوران تل په دې راز کسانو ډک وي؛ خو نن یې په دې لڅ سر، ببرو وېښتانو او زاړه کمیس رینسانس ته هډو نه پرېښوده؛ نو څه یې باید کړې واي؟

واندا د لږې مودې له پاره زړه نا زړه وه، کله چې له ګرځېدو. کېناستو او فکر څخه ستومانه شوه، پرېکړه یې وکړه چې یوازنۍ لاره دا ده، چې د یوه ښه ملګري کور ته ورشي او پیسې ترې وغواړي.

فکر یې وکړ چې چا ته ورشي. میشا خو هېڅ په یادولو نه ارزي. هغه مورمړي واده کړې. هغه بل بوډا چې سره وېښتان لري، دا وخت په دفتر کې و.

لږ وروسته واندا ته د فینکل په نامه د غاښونو ډاکټر  په یاد شو. هغه یهودي چې خپل مذهب یې بدل کړی و او شپږ میاشتې مخکې یې، د فېروزې یوه ګوته هم دې ته د سوغات په توګه ورکړې وه. دا وخت واندا لږ موسکۍ غوندې شوه؛ ځکه په یاد ورغلل چې یو ځلې یې، د جرمنیانو په کلوپ کې ماښام مهال بېر په سر ور تش کړي و د فینکل یاد د واندا په شونډو موسکا لږ نوره هم خوره کړه.

همغسې چې واندا د غاښونو د ډاکټر د کور په لور ورتله، له ځآنه سره یې فکر کاوه (هرومرو به زما خبره ومني، دریغې چې په کور کې وي، که یې زما خبره ونه منله، زه به هم د ده ټولې هیندارې ماتې کړم).

مخکې له دې چې واندا د ډاکټر کور ته ورشي، د خپل پلان په هکله فکر کاوه (کتنځی ته وارخطا غوندې ورځم او په بېړه پنځه ویشت روبله ځنې غواړم).

خو هغه وخت یې چې ګوته په زنګ ولګېده، ټول پلان یې له ذهن څخه پاک شو. ولړزېده او زړه نا زړه شوه. واندا په مېلمستیاګانو کې ډېره سپین سترګې او زړه وره وه؛ خو اوس په زړو جامو کې داسې یوه معمولي ښځه ښکارېده، چې د ډاکټر پیرزوینې ته په تمه وه. یو ځلې یې فکر وکړ چې کېدای شي ډاکټر یې ونه مني. ناڅاپه ځان ته ورته وړوکې (حقیر) غوندې ښکاره شو او وبېرېده. بیا له ځانه وشرمېده او زړه یې ټوپونه ووهل.

په داسې حال کې چې واندا د زنګ د وهلو زړه نه شو کولای، له ځانه سره فکر وکړ. (کیدای شي چې اوس په هېره کړې وم، بیا له دې زاړه کمیس سره چې د سوالګرو په شان دی ،څنګه ورشم؟)

زړه نا زړه یې زنګ وواهه.

د پښو غږ یې تر غوږ شو. نوکر و.

وې وېل: (ډاکټر صیب شته؟)

که نوکر ویلې وای چې (نه) واندا به خوشاله شوې وای؛ خو نوکر د ځواب په ځای کوټې ته وبلله او مرسته یې ورسره وکړه چې خپل کوټ وباسي. د کور هر څه ډېر ښکلي او ګران وو. په دې ټوله ښکلا او برم کې هغه لویه هېنداره د ښځې له پاره ډېره په زړه پورې شوه، چې دې خپلې زړې جامې پکې ولیدې.

دې ولیدل چې نه د ورځې له موډ سره سمه لنډه لمن لري، نه جګه ښایسته خولۍ او نه جګ پوندي بوټونه. واندا فکر وکړ چې اوس د جامو ګنډونکو او یا جامو وینځونکو ښځو په شان ښکاري. وشرمېده او هغه پخوانۍ سپین سترګتیا او وقاحت یې نه درلوده. دې ته نور ځان واندا نه ښکارېده او ګومان یې وکړ چې همغه پخواني ناستاسیا کانافکین ده.

یوې خدمې دا بلې کوټې ته وبلله او وې ویل: (مهرباني وکړه او دلته کېنه. ډاکټر به اوس راشي.)

واندا په یو نرم سیټ کېناسته او فکر یې وکړ: (پیسې به ځنې وغواړم. هغه زما خبره په زمکه نه غورځوي؛ ځکه چې زه یې ښه پېژنم دریغې چې دا نوکر دلته نه وای. زړه مې نه غواړي چې د هغه په مخ کې پور وغواړم. ولې هغه دلته ولاړ دی؟)

پنځه دقیقې وروسته فینکل راغی. جګ غنم رنګه یهودي، چاغ غومبوري او رډې سترګې یې درلودې. غومبوري، سترګې، ټټر او لنډه دا چې ټول وجود یې چې په غوښو ښه ډک وو، ډېر کرغېړن ښکارېدل. دې به په رینسانس رستوران او د جرمنیانو په کلوپ کې تل ډېر خوشاله و او د ښځو له پاره به یې داسې پیسې خرڅولې لکه پانې! ډاکټر به هلته ان د ښځو ډېرې احمقانه شوخي ګانې هم زغملې (د مثال په توګه کله چې واندا د بېرو ګیلاس د ده په سر تش کړ، ډاکټر یوازې وخندل او دې ته یې ګوته وڅنډله)؛ خو دی اوس تروش او خوبولی ښکارېده او د پولیسو د مشرانو په توګه دروند او جدي و او ژاولې یې ژوولې.

ډاکټر بې له دې چې واندا ته وګوري، وویل: (څه غواړې؟) واندا لومړی نوکر ته او بیا فینکل ته چې ډېر ډاډه ښکارېده او دا یې تر اوسه پورې نه وه پېژندلې، وکتل او سره شوه.

د غاښو ډاکټر دا ځل لږ په غوسه وویل: (څه خدمت وکړم؟)

واندا ورته وویل: (غاښ مې خوږېږي).

واندا ته ور په زړه شول چې یو غاښ یې چینجی خوړلی دی او وې ویل: دغه لاندنی. ښۍ خوا ته …)

(آهی … خوله دې خلاصه کړه).

فینکل وچولی تریو کړ. سا یې بنده ونیوه او د غاښ په کتلو بوخت شو. بیا یې په غاښ باندې کار پیل کړ او پوښتنه یې وکړه. (خوږېږي؟)

واندا په درواغو ورته وویل: (هو).

او له ځانه سره یې وویل: (څنګه به وي که ځان ور وپېژنم؟ هرومرو به یې په یاد وم؛ خو دا نوکر ولې دلته ولاړ دی؟)

فینکل ناڅاپه د پخوانیو اورګاډو په څېر د خولې بړاس ویست او وې ویل:

(ډکول یې یې غوره نه بولم. دا غاښ په ساتلو نه ارزي).

ډاکټر وروسته له دې چې ژوبل غاښ لږ نور هم وکوت او د واندا ژامې او شونډې یې د خپلو ګوتو د تنباکو په بوی خیرنې کړې، بیا خپله سا بنده کړه. د واندا ټوله ژامه ناڅاپه ډېره وخوږېده، آخ یې کړل او د فینکل لاس یې کلک ونیوه.

ډاکټر ورو وویل: (هېڅ خبره نه ده، هېڅ خبره نه ده. مه وېرېږه. دا غاښ په ساتلو نه ارزي. ځان ټینګ کړه…)

او په خپلو ګوتو یې چې په وینو سرې وې او د تنباکو بوی ترې خوت، ژوبل غاښ د واندا سترګو ته ونیو. دا وخت نوکر یو لوښی د واندا خولې ته، د وینو د توکولو له پاره نژدې کړ.

فینکل وویل: (کله چې کور ته ورسېدې، خوله په سړو اوبو پرېمینځه چې وینه یې بنده شي).

ډاکټر د ښځې مخې ته ولاړ و او دې ته یې د تګ وویل.

ښځه وخوځېده او وې ویل: ( خدای پامان).

فینکل د ټوکې په شان وویل: (ښه، زما پیسې څنګه کېږي؟)

واندا تروره شوه، سره شوه او هغه یو روبل یې، چې د ګوتې په عوض کې اخستی و، یهودي ته ورکړ او وې ویل (آ … هو).

کله چې واټ ته ورسېده له پخوا څخه ډېره شرمېډه؛ خو دا ځلې د بیوزلتوب له پاره نه شرمېده. د دې له پاره هم نه شرمېده چې لنډه لمن او جګ پوندي بوټان نه لري. په مخ تله او وینې یې توکولې. د خپل ژوند په سوچونو کې ډوبه وه، د خپل ډېر بد، بېخونده او بېوزلي ژوند. د هغه ستونزو په سوچونو کې چې دې ګاللې وې او سبا یې هم په مخ کې پرتې وې او بله اونۍ او د مرګ تر ورځې پورې یې په ټول ژوند کې. (آه څومره ډاروونکي، خدایه څومره وېروونکې).

خو بله ورځ د رینسانس رستوران ته ورغبرګه شوه. له ډېرې خوشالۍ په جامو کې نه ځایېده. لنډه لمن یې اغوستې وه، جګه ښایسته خولۍ یې په سر  او جګ پوندي بوټونه په پښو وو. ماښام ته د کازان د سیمې یو ځوان سوداګر مېلمنه کړې وه!

پای

2003/2/26 — د افغان بېسیم مېلمستون –  کندهار

د ایوان اکا کیسه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.