زما پرکتاب د استاد بینوا او اجمل خټک
تقریظونه
ما په ډیره ځوانی کی د اشعارو په لوستلو، ویلو او لیکلو پیل وکړ، د خوشحال بابا، اجمل خټک، علامه ډاکټر اقبال او استاد خلیلی دیوانونه او کتابونه راسره و، د علامه اقبال د اشعارو سره می لیونۍ مینه پیدا شوه.
په لسم ټولګی کی وم چی د ستونی د عملیات دپاره پیښورته ولاړم په پیښور کی زما د پلار او مور د تره لور، زموږ د کورنۍ یوه تربور ته ناسته وه، چی هاشم خان مومند نومیده، هاشم خان مومند د چارسدی په یوه کلی کی اوسیده او د خپل کلی مشر او خان و.
مرحوم هاشم خان مومند خورا دروند او د لوړ شخصیت خاوند و، کوم شفقت او مهربانی چی ما د خپل تداوی په وخت کی د هغه نه لیدلی ده، د ژوند تر آخره به زما نه هیره نشی.
د تداوی نه وروسته د پیښور یو لوی کتاب پلورنځی ته ولاړم او علامه اقبال ټول کتابونه می وپلورل.
ما د کلونو په ترڅ کی هڅه وکړه چی د علامه اقبال ځینی اشعار او عمدتا، رباعیات په پښتو ژبه واړوم.
د سردار صاحب داؤد خان د جمهوریت په لمړی کال کی زما شعری رساله بشپړه او د تصحیحاتو په منظور می څیړنوال استاد عبدالله بختانی صاحب ته وسپارله، تر هغی وروسته می رساله د استاد بینوا صاحب کورته، د یوه تقریظ د لیکلو په منظور ویوړه، چی استاد بینوا پری یوه مختصره لیکنه وکړه.
تر هغی وروسته می اجمل خټک ته ویوړه او هغه پری نسبتا اوږد تقریظ ولیکه.
له بده مرغه د هجرت نه وروسته زما رساله ورکه شوه خو د بینوا صاحب او اجمل تقریظونه زما د مشری خور په کور کی سلامت پاتی شوی ؤ.
څرنګه چی دا دوه تقریظونه، د تقریظ لیکونکو د شخصیت د علمی، ولسی او ملی وجاهت په اړوند، تاریخی ارزښت لری، دلته یی د وطنوالو سره شریکوم.
لمړی – د استاد بینوا لنډ تقریظ.
دا پیغام
د پښتو ژبی د حساس زلمی شاعر «داؤد مومند» د انسانی عواطفو او پښتنی احساساتو ځلاندی پلوشی دی چی زیاتره یی د علامه اقبال د فلسفی افکارو د ځلاندو وړانګو تراغیزی لاندی ځلیږی.
دا نه یواځی د زلمی شاعر د زلمیتوب احساساتی پیغام دی چی د خپل خاطر د تسکین دپاره یی د شعر په بڼه څرګند کړی دی بلکه دا زلمی شاعر په خپل دی پیغام کی ځینی انسانی او جهانی هیلی، او ځینی پښتنی او افغانی آرزو ګانی او تمناوی هم لری چی په ډیری آرزومندۍ یی خپل اولس او خپلی افغانی ټولنی ته وړاندی کوی، او خپل اولس ددی زمانی په چال چلند خبروی او له خوبه یی راویښول غواړی، د قوم نیمکړتیاوی ورته په ګوته کوی ، او د نیکونو برم او ویاړ ورته په یادوی.
زه داؤد مومند ته دده پر انسانی او پښتنی پیغام مبارکی وایم او د پښتو ژبی او د پښتانه اولس د خدمت په لاره کی لا نور بریالیتوب ورته غواړم.
بینوا
د اجمل خټک تقرېظ
ځما نظر
زه چی د چا شاعر، شعر یا لیکوال، لیک لولم نو د هغه د نقش اثر راباندی غالب وی کوم چی د دغه شاعر یا لیکوال شخصیت ځما په ذهن او شعور کښی د یوه وخت راهیسی ثبت شوی وی.
دغه شان کمزوری هم لرم چی د ژوند او هنر، هری صحنی کی، هر نقش او اثر ته د خپل ژوند د پرهرونو په سترګو او د زړه د داغونو په ککو ګورم او د خپل احساس په دردونو یی تلم.
همدا وجه ده چی زه د چا په شعر یا کتاب څه لیکم نو ځما په هغه خپل تقریظ او لیکنه ، ځما خپل یو تنقید دا وی – چی زما لیکنه په هغه شعر یا کتاب، لږ وی کوم چی تر بحث لاندی وی- او لیکوال د شخصیت په هغه اړخ زیات وی چی ځما په فکر او شعور کښی یی ځای نیولی وی – او بل داچی ځما داسی تحریر د خپل ژوند د مرام د هغه آرزوګانو اظهار وی چی د دغه شخصیت نه یی هیله لرم – او ځکه چی کوم لوستونکی د چا په شعر یا کتاب ځما د قلم تأثرات لولی – نو هغوی دی ځما دا کمزورتیا د نظر لاندی وساتی- دغه کیفیت اوس په دی وخت کی چی زه د خپل خوږ او راته ګران زلمی محمد داؤد مومند په پیغام نومی اشعارو دا لیکل کوم، هم دی.
محمد داؤد مومند ما په لمړی ځل د کابل ښار کښی د رادیو افغانستان تالار کی، د خوشحال بابا د بین المللی سیمینار په دوران کښی دده په هغه شوق او مینه خوښ شو – چی ده ددغه سیمینار په مقالو او مضمونونو کښی د خوشحال بابا د ملیت او حمیت د موضوعاتو سره لرله – ددی ورځی نه وروسته چی ما دده د فکر او عمل نه ځان خبرولو، نو چی څومره به خبریدم هغومره خوشحالیدم – ځکه چی دده مینه، ولوله او اراده راته د افغان اولس د مستقبل، تکمیل، تعمیر، ترقۍ او خوشحالۍ په میدان کی په زیاتیدو او تیزیدو ښکاریده – او دده په مومندو رګونو کی راته د ایمل خان د وینی غزونی څرګندیږی – دی معلوماتو ځما په ذهن او شعور دده د شخصیت نه د هیلو نقش پخولو او ځما دده د ځوان فکر او نوی وینی نه د ملت میدان کښی د خدمت طمع زیاتیده.
ځما ددی څو ټکو لیکلو نه وروسته که اوس زه دا ووایم نو بی ځایه به نه وی چی محمد داؤد مومند په خپلو رباعیاتو کی چی تر بحث لاندی کتاب کی دی، که هر څو د فکر آس په ډیرو دنګو غرونو او ګلرنګه ورشو ګانو زغلولی او د علامه اقبال د فلسفی په لوړو ژورو یی د پښتنی باز په څیر هسی ډیر پروازونه کړی دی، خو ځما یی دی ګلدسته کی د بل هر کوشش نه زیات دا رنګ خوښ دی:
دغه فکر بابا ګانو را ښودلی
د نسیم په نظر ګورمه طوفان ته
څو پښتو را سره مله وی ژوندانه کی
په پردو سترګو به نه ګورم جهان ته
همدا شان دا وینا یی:
آواره په سحرګاه لکه شمیم یم
فراری او بی پناه لکه نسیم یم
تل ژړیم په محنت د غم زپلو
بیکسانو ته ملګری او ندیم یم
د محیط د غم زپلو او د وخت د بی کسانو سره د ملاتړ او ملګرتیا د هغه ارادو هنداره ده چی ژبه یی د شعر ده خو احساس یی د غیرت دی، دده په شاعرۍ کی ځما غوندی خلکو د خوښۍ موجب ګرځی – ځکه چی ددی عصر زلمی – افغان ځلمی – تش شمیم یا نسیم شی یا فراری او بی پناه هم شی، خو چی د خپل محیط د غم زپلو په محنت اونه ژاړی او د خپل ملت او بی کسانو ملګری نشی، نو څه شو او څه به شی.
زه چی شعر او هنر د ژوند د حقیقتونو یوه داسی هنداره ګڼم چی ژوندی اولس د بشر د نهضت، خوشحالۍ او اطمینان لوری ته متوجه هم کړی، ګړندی هم – نو ځکه شاعری نه خو د «ساعت تیری» یو ساز او سامان ګڼم او نه یی د ذهنی عیاشۍ یوه لوبه بولم – بلکه د ژوند د لوی سمندر په تورو تیرو کی د مرام ملغلرو پسی غوپی (غوټی) ورته وایم او ځکه راته د محمد داؤد مومند د شاعرۍ دا برخه، چی په کښی د جرئت او کلکی ارادی سبق دی ډیره ښه ښکاری:
چا چی کړی له خطره ډار او څنګ دی
په رشتیا چی د ټولنی عار او ننګ دی
لاهو کړی می بیړۍ په هغه سیند ده
چی څپو کی یی د غره په شان نهنګ دی
ولی سره ددی ټولو خبرو، شاعری، شاعری ده او وعظ، وعظ دی – یعنی د شاعر او واعظ په ژبه او کلام کښی فرق دی – شاعر په رنګینه ژبه او ښایسته وینا کی، سړی د هنر او خیال په ټال ځنګوی یا د مینی په پسته او د ښکلا په خوږه ډولۍ کښی یی په مستۍ مستۍ د ځان سره ملګری کوی او د مقصد په لوری یی په تیزۍ سره روانوی – نو ځکه که یو سړی ځان ته شاعر ووایی – ډیری قافیی زده کړی او بیا په ډیره منظمه توګه وینا وکړی، خو چی د شاعرۍ رسالت په کښی نه وی نو مثال یی داسی شو لکه د کاغذ ګلونه.
تاسو ته «بابا ګانو د فکر پلوی» د «غم زپلوملګری» د «غره په شان نهنګانو نه ویرودونکی» محمد داؤد مومند د کلام کښی، ځما په سترګو د ایمل خان مومند د پښتنی او غیرتی وینی حرارت وینۍ، نو راشۍ چی درته په کښی د باړی د غاړی د قلندر رحمان بابا د شعر لطافت او نزاکت هم اوښایم – دا شعر یی ولولۍ:
زما خاوره د سحر نسیم ته کیږدی
د آرزو د سرو ګلونو ګلستان یم
دا وه د محمد داؤد مومند د اشعارو په مجموعه «پیغام» باندی ځما نظر او – بلکه داسی به هم ووایم چی دا وو ددی ځلمی شاعر د شعرونو دی ګلدسته کښی د هغه ګلونو رنګ او خوند چی ځما د زړه د زخمونو ورځنی د ژوند د سپرلی ښایست ومسیدو.
دعا می ده چی ددی زلمی فکر او قلم کښی دی خدای نور هم برکت واچوی چی د شعر په ژبه د خپل اولس د ژوند سندری اووایی او همدا شان د خپل اولس ژوند د مرام، د سپرلی په وږمو یا د مقصد د خوبانو د زلفو په خوشبو معطر کړی.
رحمان بابا وایی:
چی هیواد د افغانانو معطر شی
د هر بیت مصرع می زلفی د خوبان کړی
اجمل خټک
تذکر:
محترم وطنوال دی د کوزی پښتونخوا د لیک دود او اصطلاحاتو تفاوت په نظر کی ونیسی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.