هر ولس ته خپله ژبه مقدسه ده
جلیل زاد ته زما اخطار
روکیه ن- جلیل زاده!
ستاسی شاعرانه لیکنه می د افغان جرمن د نظریاتو او تبادل افکار په کړکۍ کی د دری ژبی په هکله ولوسته، واقعا تاسی د نثر په لیکلو او د کلام د سلاست له اړخه، زما د پخوانی ملګری استاد محمود جان فارانی لاروی ګڼل کیدای شی.
د کلام سلاست او ښکلا، د موزون او مناسبو الفاظو او کلماتو امیل کول که څه هم د یوه لیکونکی لکه د یوه هنرمند د هنر د تخلیق مهارت او خلقت څرګندوی، خو دا د کلام ظاهری بڼه او ښکلا او جذابیت او مرغوبیت دی، نه د کلام د معنوی پیغام څرګندونکی.
روکیه ن – جلیل زاده!
زموږ په ملتی یعنی د هیواد د اکثریت په ژبه کی، هغه ژبه چی د کابل په اصطلاح فرهنګی محیط کی، بی فرهنګه فارسیستانو یعنی د فارس ګوډاګیانو او ایجنټانو او پاردریایی مهاجرو کولابیانو به ورته «زبان دوزخ او همدا راز ګوز خر» وایه، یوه فلاطونی او ارسطویی وینا داسی وایی:
په هرچا خپل وطن کشمیر دی
دا چی تاسی دری ژبه زموږ د ملتی افغانی پښتو ژبی په نسبت، پورته او په زړه پوری بولۍ دا ستاسی د کاذب احساساتی ژبنی ارجحیت ترجمانی کوی، خو د واقعیت سره سمون نه خوری او کاملا غیرعلمی او غیر منطقی ادعا ده.
ځکه چی ژبه د الفاضو، کلماتو، لغاتو او اصطلاحاتو نه جوړیږی، نو په فارسی ژبه کی دا کوم کلمات دی چی ستا په فکر، فارسی ژبه نظر پشتو ژبی ته مرغوبیت او ښکلا او نرمښت وربخښی؟
هیڅ ژبه نه خوږه ده او نه ترخه، همدا راز هیڅ مذهب او دین نه خوږ دی او نه تریخ، هیڅ هڅوب یعنی فرهنګ او کلتور او ثقافت، نه خوږ دی نه تریخ.
هر ولس ته خپله ژبه درنه او په زړه پوری ده لکه خپل بال بچ او اولاد.
هر ولس ته خپل مذهب او دین او عنعنات او روایات، دومره ګران دی لکه خپله لویه مینه، یعنی وطن او خاوره.
پښتو ژبه او پښتونولی، پښتنو ته د مقدساتو په انډول حسابیږی، پښتانه په پښتونولی سره ژوندی، واحد، خپلواک او د سر لوړۍ او عزت خاوندان دی.
د پښتو ژبی او پښتونولۍ دشمنان د پښتنو د موجودیت او عزت او وقار دشمنان دی.
روکیه ن- جلیل زاده!
هماغه رنګه چی پر هر چا، خپل وطن کشمیر دی، په هر ولس او هرچا، خپله ژبه، خپل عنعنات، خپل روایات، خپل عادات، خپل فرهنګ او کلتور، خپل دود او دستور، خپل دین او مذهب، په هماغه سویه او سطح چی تاته دری ژبه لوړه او مقدسه ښکاری، د اوچتوالی، لوړوالی او د تقدس مقام لری.
په دی اړه، یو په زړه پوری فولکلوریک روایت وایی چی:
یو ماشوم هلک د خپلی مور نه پوښتنه وکړه چی : موری جنت په ښه وی که د بهۍ ډاګ ؟ (بهۍ د یوه صحرا نوم دی)
مور ورته په عصبیت سره وویل چی: ځوانیمرګ شی، ته هر بد و بلا د بهۍ ډاګ سره برابروی؟
یو بل روایت هم دادی چی یوه ورځ د امیر حبیب الله خان زړه تنګ و، نو امیر حبیب الله خان خپل مشیر، مستوفی الممالک ته وویل چی یو ښکلی او ښایسته ماشوم راته راوله چی ساعت می ورسره تیر شی او دا د زړه غم می لږ کم شی.
مستوفی الممالک یو ماشوم د پادشاه دربار ته حاضر کړ چی د پادشاه د توقع برخلاف یو بدرنګ، تور مخی، کټه سری، پلن پوزی او کریه المنظرماشوم و.
امیر حبیب الله خان مستوفی الممالک ته وویل: چی ما د یوه ښکلی نازنین ماشوم هیله وکړه او تا دا بد رنګ به پوزه پلن او خړینګن ماشوم راوست!
مستوفی الممالک وویل: امیر صاحب قربان دی شم، خو ما تر دی ښایسته ماشوم په ټول ښار کی پیدا نکړ.
امیر پوښتنه وکړه چی دا ماشوم څوک دی؟
مستوفی الممالک وویل: صاحبه دا هلک (خلیل الله) نومیږی او زما زوی دی.
امیر وویل: ته ملامته نه یی چی تا ته دا ماشوم تر ټولو ماشومانو ښکلی ښکاری، ځکه چی دا ستا خپل زوی دی.
روکیه ن – جلیل زاده!
ما په خپلو ځینو لیکنو کی پښتو ژبه جنتی بللی ده، خو حقیقت دا دی چی یوه ژبه هم نه په دنیا او نه په عبقا کی جنتی ده، او په دی هم نه پوهیږو چی حضرت آدم علی نبینا په جنت کی په کومه ژبه خبری کولی؟
خو څرنګه چی د کابل په اصطلاح فرهنګی محیط کی، د بی فرهنګه نجس نژاده فارسیستانو یعنی د ایران ګوډاګیانو او مهاجرو کولابیانو لخوا، زموږ ملتی ژبه د دوزخ ژبه بلل کیده، نو زه هم ځانته حق ورکوم چی افغانی ملتی اکثریتی پښتو ژبه جنتی وبولم.
د پښتو ژبی سترلیکوال او د ادب ځلانده ستوری او د غزل پادشاه، استاد امیر حمزه شینواری صاحب، اتیا کاله دمخه فرمایلی دی چی:
وایی اغیار چی د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
واقعیت امر دادی چی زموږ د هیواد او ولس او پښتنی ټولنی د ژبی سره، هغه جفا شویده چی په تاریخ کی د هيڅ بلی ژبی سره نده شوی.
شروع یی د فارس د صفوی جنایتکاره حکمرانانانو لخوا زموږ په خاوره کی شویده چی تر دوه سوه کالو یی زیات زموږ په ولس هیتلری ظلمونه کړی دی.
د اکادمیک شخصیت ډاکټر صاحب زمان ستانیزی په روایت، صفویانو به د پښتنو شاعرانو او ادبیانو او د علم او فضیلت خاوندانو او مشرانو ژبی په یوه آله، چی هغی ته یی «آله زبان بری» وایه، پری کولی.
همدا راز استاد سنګروال صاحب وایی چی د نادر قلی افشار د تهاجم سره د پښتو ژبی کوم اثار چی د هوتکیانو له دوری څخه پاتی و، په اور کی و سیزل شول.
صفویان او ایرانیان خو زموږ د هیواد او ملت تاریخی دشمنان دی، د صفویانو نه چی تیرشو، ایران د انګریزانو په تحریک د اعلیحضرت شاه زمان پرعلیه چی د هندوستان د تسخیر اراده یی درلوده ، شاه محمود چی د هرات والی و د اعلیحضرت شاه زمان پرعلیه تشجیع او تحریک کړ، چی په نتیجه کی اعلیحضرت شاه زمان مجبور شو چی د هند د تسخیرنه منصرف او د داخلی بغاوت مخه ونیسی.
ایران د شوروی سره په جهادی جګړه کی هشت ګانه مذهبی شیعی پړانګان او خنازیر وروزل، چی زموږ د هیواد په تباهی او ملی افتراق کی یی لویه ونډه درلوده، نو د ایران غوندی دشمن هیواد نه څه ګیله؟
ګیله اصلا زموږ د هیواد د بی فرهنګه پښتون تباره شاهانو، مشرانو او سردارانو نه په کار ده.
د افغانی ملتی ژبی پښتو، پښتونوالی او پښتنو سره چی کوم ظلم او جفا، دی بی فرهنګه مشرانو کړیدی، تاریخ یی بل مثال نشی ښودلای.
ددی جفا او خیانت تیږه تیمور شاه درانی د ستر احمد شاه بابا علیه السلام زوی ایښی ده.
د تیمور شاه لوی خیانت دا و چی د میرویس نیکه او ستر احمد شاه بابا او د پښتنو د شاهنشایت مرکز یی له سترکندهاره څخه، د خپلی عیاشۍ او فحاشۍ دپاره کابل ته منتقل کړ.
د پیاوړی محقق او مورخ استاد سنګروال صاحب د لیکنی په حواله، له کندهاره کابل ته د مرکزانتقال د ایران د دولت یو اساسی پلان و چی د محمود الحسینی او شیرازی تقی خان لخوا پر مخ وړل کیده او اصلی هدف یی د پښتنو او د هغوی د ملی ژبی یعنی پښتو تضعیفول د دولت داری په ساحه کی و.
وګوره چی ایرانی واکداران په کومه سویه زموږ د ملتی افغانی پښتو ژبی دشمنان ؤ، ځکه د پښتو ژبی درباری کیدل او رسمیات د ایران د استعماری مطامعو او د ملی شخصیت او فرهنګی لوی او بی ساری مبارز، استاد خلیل معروفی په قول د ایران د فرهنګی ژبنی او مذهبی تاراج مخه یی نیوله.
محمود الحسینی یولوړ پوړی ایرانی جاسوس و چی د ایران په نفع یی کار کاوه، دی هم د احمد شاه بابا او هم د تیمورشاه په دوره کی د لوی اقتدار څخه برخمن پاتی شوی.
د تاریخ احمد شاهی کتاب هم ده لیکلی دی.
تیمور شاه د ایرانی قزلباشانو په حلقه کی چاپیر شوی و.
د تیمورشاه مور ایرانۍ وه، د تیمور شاه یوه نازولی میرمن هم د نادرافشار لمسۍ کیده، تیمور شاه لعنت الله زموږ ملتی پښتو ژبه د دربار نه وویسته او دربار او حکومت او ژبه، د ایرانی قزلباشانو یعنی فارسی ویونکو په لاس ولجه شو.
له بده مرغه د تیمورشاه نه نیولی تر امان الله خان او ظاهر شاه او سردارانو پور ټول مشران بی فرهنګه و.
هغه مشر چی د خپل ولس د اکثریت په ملی او اکثریتی ژبه ونه پوهیږی، هغه بی فرهنګه دی.
آیا د نړۍ پرمخ تاسی داسی دولتی مشر پیدا کولای شی چی زموږ د مشرانو په څیر د خپل ملت او ولس د اکثریت په ژبه ونه پوهیږی او ترجمان ته ضرورت ولری؟
این خیال است و محال است و جنون
دومره چی پوپلزو، بارکزو او محمد زو زموږ د ملتی ژبی سره خیانت کړی دی، مغلو او انګریزانو ندی کړی.
البته په دی تاریخی پړاو کی ځانله امیرشیرعلی خان د ملی شعور او تفکر خاند وه، ستر درشل امیر شیرعلی خان ڼه ځانله چی د هیواد په تاریخ کی، ترامان الله خان دمخه، د تجدد او تنور بانی ګڼل کیږی بلکه دده د حکومت په دوره کی ملتی افغانی پښتو ژبه د دربار رسمی ژبی وټاکل شوه، عسکری اصطلاحات له انګریزی نه په افغانی ژبه واړول شو.
ګویا د هیواد په تاریخ کی په سیاسی لحاظ دوه مشرانو د افغانی ، ملتی پښتو ژبی دپاره بنیادی خدمت کړی دی، امیرشیرعلی خان د دولت د مشر په توګه او د پښتو ژبی او پښتونولۍ سمبل او لیکوال او مفکر، محمد ګل بابا د یوه منل شوی ملی زعیم او دروند سیاسی شخصیت په توګه، چی د فارسیستانو یعنی د فارس د ګوډګیانو او ستمی رذیلو مفسدو حلقو د سترګو اغزی و، او په رذیلانه او بی شرفانه اتهاماتو یی تورن کوی.
د پښتو ژبی د تعمیم او ملی او رسمی کولو دپاره د محمد ګل بابا او د مشروطه خواهی د تفکر مشر،علامه محمود طرزی نظریات کټ مټ سره یو ؤ.
علامه محمود طرزی چی د مشروطه غوښتنی د تفکر مشر او د غازی امان د فکری او معنوی روزنی لارښود او استاد و، د سراج الاخبار په جریده کی داسی فرمایی:
«در مکتب های ما مهم ترین آموزش ها باید تحصیل زبان افغانی (پښتو) باشد.
از آموختن زبان انګلیزی، اردو، ترکی و حتی فارسی تحصیل زبان افغانی را اهم و اقدم باید شمرد.
به فکرعاجزانه خود ما یګانه وظیفه انجمن عالی معارف باید اصلاح و ترقی و تعلیم زبان وطنی و ملتی افغانی باشد.»
ګوره جلیل زاده بچو، چی علامه محمود طرزی سل کاله دمخه افغانی یعنی پښتو ژبه ملتی تعریف کړی ده او ددی ژبی تحصیل او تعلیم او ترقی یی تر ټولو ژبو د ستا د فارسی ژبی په شمول اهم او اقدم ښودلی ده.
د افغانستان ۱۹۶۴ بنسټیز یا اساسی قانون په دریمه ماده کی پښتو او دری دواړه د افغانستان رسمی ژبی ومنل شوی او په ۳۵ ځانګړی ماده کی پښتو ژبه د هیواد د ملی ژبی په توګه تعریف او د هغی د روزنی او غناء دپاره حکم شوی وه، چی متأسفانه د سردار صاحب په اساسی قانون کی د سید مخدوم رهین (لعین) او نورو ستمی او چپی غړو له خوا دا مهمه ماده حذف شوه، دا نه ځانله د سردار صاحب بلکه د حامد کرزی په قانون کی، ددی ملتی ژبی د غناء دپاره هغه څه چی علامه صاحب طرزی یی سفارش کړی ؤ او د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د دوری اساسی قانون حکم کړی ؤ، د نظار شوری، د جمعیت او ستمی ګروه ګانو لخوا له نظره وغورزول شو.
دلته باید ددی خبری وضاحت وشی چی د علامه محمود طرزی او محمد ګل بابا مشترک دریز او د پښتو ژبی د تعمیم، ترقی او انکشاف نظر چی دا ملتی ژبه د معارف، مطبوعاتو او رسمیاتو، رسمی ژبه وګرزی عملی نشو، چی په څرګنده توګه ددی لوی علت یی د دربار بیړاتوب او بی فرهنګی او د فارسی ژبو وګړو او حلقو نفوذ په دربار او د دولت په چوکاټ کی و.
روکیه جلیل زاده داچی وایی:« پښتو د دری خور ده، خو دری ځانګړی نرمښت، ځانګړی ناز، ځانګړی موسیقی شته.»
بخوان و بدان چی:
د فارسی ژبه د اذل نه غنی او منکشفه نده پیدا شوی ددی ژبی د تعمیم، غنی کولو او منطقوی کولو دپاره د ایران دولت په زرګونو ملیونو ډالر مصرف کړی دی، ځکه د ایران دولت د خپل منطقوی نفوذ د خپریدو دپاره د صفویانو د زمانی راپدیخوا، دوه اصله، د دولت د پالیسی اساسی رکنونو په توګه پیږندلی اوعملی کړی دی چی عبارت دی: د فارسی ژبی او شیعه مذهب تعمیم او نافذ کول.
په همدی موازاتو کی په افغانستان کی فارسی ژبه، د دربار، مکتب، پوهنتون، مطبوعاتو او دفتر ژبه پاتی شوی ده.
تاسی به په هیواد کی داسی فارسی ژبی پوه، تحصیل لرونکی، لیکوال او شاعر مینده نکړۍ چی زموږ د ټولنی ملتی ژبه باندی حد اقل د یوی ساده جوړپه خیر په سویه توان ولری، په داسی حال کی ډیرۍ فارسی ژبی پوهان او لیکوال لکه متعصب سمندرغوریانی او په سلهاو نور، په ډیرو خارجی ژبوعلمی تسلط درلود خو د هیواد په ملتی ژبه کی مطلق بیسواده ؤ او دی.
روکیه جلیل زاده!
دا زما او ستا او اعظم سیستانی غوندی بیړاګانو پښتنو ګناه ده چه نه ځانله یی خپلی ملتی ژبی ته مو خدمت ندی کړی بلکه په تمامه ملی بیړاتوب سره پښتو ژبه بی خونده، بی کیفته، بی نرمښته، بی موسیقی او پرکټۍ ژبه بولو.
ستا لوی استاد، پیراو پیشوا، اعظم سیستانی په فارسی ژبه ۶۲ جلده کتابونه لیکی دی، خو ددی شلخی او بیړا بارکزی، ملا ماته ده چی حد اقل خو یو کتاب د ملت په ملتی ژبه وکاږی!!!!
آیا بی فرهنګی ښکر لری که لکۍ؟
د خدای لعنت دی پر ما او تا او ټولو هغه بیړاګانو او بی ننګه او بی فرهنګه شلخی پښتنو باندی شی، چی اوس خپله ملی ژبه راته بی کیفیته او بی خونده او لکه د ( دختر همسایه خلموک) غوندی ښکاری.
چی دا ټول زموږ په نه سړیتوب، د ملی شعور کمزورۍ او ضعیف ملی وجدان دلالت کوی.
روکیه جلیل زاده!
بل ځای تاسی لیکلی دی:« دری ژبه د افغانستان د زړه آواز دی»
نو سؤال را پورته کیږی چی د پښتو ملتی ژبه د افغانستان د څه شی آواز دی؟
فارسیستانو او ایران ملانو به په کابل کی غپل چی:
فارسی شیر و شکر است
افغانی ګوز خر است
روکیه جلیل زاده تا خپلو اوتو بوتو ته داسی ادامه ورکړی ده:« دا ژبه د سعدی، حافظ، رودکی، عطار … غږونه په کی انګازی کوی.»
دا خو ایرانی شاعران دی، یعنی دا چی فارسی ژبه د ایران څخه راغلی او د ایرانیانو ژبه ده.
اوس ته د خپل ادبی او ژبنی پیغمبر او استاد ، سعدی ، غول خوراک واوره:
سعدیا روز ازل حسن به ترکان دادند
عقل و دانش همه به مردم ایران دادند
عشوه و ناز و کرشمه همه با مردم هند
خری و احمقی و جهل به افغان دادند
دا رباعی د ایران یو ډیرلوی پوه، ادیب، لغت پیژندونکی او سیاست مدارعلامه علی اکبر دهخدا چی د محمد رئوف مهدی په وینا یو افغان ستیز شخصیت و، په خپل کتاب کی د «انند راج» چی اسلامی لوی دائرة المعارف بلل شوی او د عربی، ترکی او عربی ژبو د لغاتو جامع فرهنګ دی او په ۱۸۸۸ کال عیسوی د هندوستان د دکن په ایالت د محمد پادشاه متخلص په شاد د قاموس د د دوهم جلد د ۳۰۸۸ د صفحی په استناد څرګند شوی دی.
تردی لوی اهانت او سپکاوی به د افغان ملت او مخصوصا د پښتنو پرعلیه، حتی د انګریز په کتابونو کی هم مینده نکړی!
برعکس علامه ډاکټراقبال زموږ د ستر ولس په هکله فرمایی:
آسیا یک پیکر آب و ګل است
ملت افغان درآن پیکر دل است
و یا هم دا چی د خیبر او قبایلی پښتنو په هکله چی وایی:
سرزمینی کبک او شاهین مزاج
آهوی او ګیرد از شیران خراج
پاتی دی نه وی چی دا عالی مقام اسلامی فیلسوف او شاعر په کال ۱۹۳۳د اعلیحضرت غازی محمد نادرخان لخوا د معارف د نصاب باندی د تجدید نظر په منظور افغانستان ته دعوت شوی ؤ او علامه سلجوقی یی د مرستیال وظیفه اجرا کوله.
استاد صمیم د ایران د یوه صادق او يواځنی داسی، پوه چی انسان ورته ویلای شو او منوچهری نومیږی، له قوله روایت کوی چی:
«که فردوسی، سعدی او حافظ دری واړه سره یو کړی د حماسی، اجتماعی او تصوفی له پلوه سره یو ځای شی، یو خوشحال ځینی جوړیږی.»
د دیمکراسی د لسیزی په دوره کی د ایران سفیر په ډیر وقاحت او فارسیستی کاذب احساس او د دیپلوماتیکی اصولو مخالف پوهاند صاحب رشتین ته وایی:« شما میخواهید که پښتو را که یک لهجه است!!!! جایګزین زبان فارسی بسازید؟»
د ایران د سفیر د سپین سترګ توب دلیل دا وه چی د هیواد بی فرهنګه مشران او وزیران د هیواد په ملتی ژبه نه پوهیدل او هیواد کی د فارسی ژبی، ژبنی اپارتاید او تبعیض پالسی د صفویانو له وخته دوام درلود.
اما برعکس د محترم محمد صالح ګردش د یوی مقالی چی عنوان یی دی «د افغانانو نه مننه کوم» په استناد د ایران سفیر په کابل زموږ په ملتی ژبه وویل:« د افغانانو نه مننه کوم»
ښاغلی ګردش په دی اړه په خپله مقاله کی لیکی:«چرا سفیرایران در کابل به زبان پښتو از افغانان تشکری [تشکر] نمود؟
این احترام از آنجاست که ایرانی ها از ترکیب درون اجتماعی جامعه ما بسیار دقیق و عمیق میدانند که شعاع نفوسی پښتون ها در جامعه ما از طول و پهنای بیشتری نسبت به اقوام دیګر برخور دار است و هم…..»
د ګردش صاحب دلایل د پښتنو په ارتباط کاملا سم دی، خو دا دلایل په شاهی ۴۵ کلنه دوره او بعدی حکومتونو کی هم د پښتنو په ارتباط صدق کاوه، ولی څه معجزه وشوه چی نن ورځ یعنی د طالبانو د امارت په دوره کی، د ایران سفیر، د شاهی دوری د سفیربرخلاف ۱۸۰ درجی د انکسار او تواضع نه کار اخلی او زموږ په ملتی ژبه د مننه اظهارکوی؟
ددی علت دا دی چی نن ورځ د طالبانو د امارت او دربار د مشرانو نه نیولی تر کشرانو پوری، رسمی او لمړۍ ژبه پښتو ده، که څه هم طالبان په قومیت او ملیت د دوی د اسلامی توجیهاتو په بنسټ اعتقاد نلری.
پرون هم پاد شاه او هم یی کابینه د افغانی ملتی ژبی په اړه ګونګیان او بیړاګان ؤ.
نو منطقا کوم مهال چی د اقلیت ژبه، مذهب او فرهنګ د ټولنی په اکثریت باندی تحمیل شی دی ته د اپاتاید پالیسی وایی.
عبدالهادی خان داوی، علی احمد خان پوبل، ډاکتر ظاهرخان، صمد خان حامد، او داسی په لسګونو نور مشران چی ټول پښتانه ؤ، یوه ورځ په اصطلاح د خدای دپاره په پښتو ژبه وینا ورنکړه، که دا بی فرهنګی نه وه نو څه ؤ؟
او د دوی د بی ایمانۍ دلایل څه ؤ؟
سردارنوراحمد اعتمادی د خپل ملت په ژبه نه پوهیده، خو په کابل کی د ایکافی په کنفرانس کی یی په عربی ژبه تقریر وکړ.
سردارمحمد نعیم خان د مارشال ایوب خان سره چی په خټه اپریدی او ذهنا پنجابی و، او قصدا یی د سردار د تذلیل دپاره په پښتو ژبه مرکه شروع کړه، لکه بیړا او ګونګی حیران او چپ پاتی شو.
روکیه جلیل زاده!
ته وایی چی دری د سعدی، حافظ، رودکی او عطار ژبه ده، نو منطقا په دی حساب دا ژبه د ایران او تاجکستان د زړه آواز هم دی، یعنی دا دری واړه ملتونه د زړه یو مشترک آواز لری، نو بیا منطقا دا دری واړه ملتونه په حقیقیت سره جلا ندی بلکه ایران او افغانستان او تاجکستان یو لوی واحد ملت دی، هغه څه چی ټول ایرانیان همدا خبره کوی او همدا ادعا لری چی افغانستان او تاجکستان د ایران نه جلا شوی شرقی برخه ده!!!.
روکیه جلیل زاده بچو!
بخوان و بدان که:
پښتو ژبه د هیواد د ولس د ۵۵ فیصدو د آکثریت ژبه ده، یعنی د پښتنو احصائیه د واک د فوندیشن د استصواب رأی په نتیجه کی قاطع اکثریت دی، خدای حق دی او اکثریت حق دی.
په پاته نفوس کی غیرله تاجکو او هزاره ګانو نه چی په دری یا فارسی خبری کوی نور اقوام لکه ازبک، ترکمن، بلوڅان، نورستانیان، شغنیان، هندوان. واخیان او داسی نور په خپلو قومی او محلی ژبو خبری کوی، نو د افغان ملت د زړه او روح آواز د افغانی ملتی پښتو ژبه ده، نه دری یا فارسی.
هماغه رنګه چی د۱۹۶۴ کال په بنسټیز مترقی اساسی قانون کی تسجیل شوی وه.
خدای دی پښتانه، د هغه محمد زو او بارکزو په څیر چی په ژبنی لحاظ د بیړاتوب او بی فرهنګۍ په مرض اخته شوی دی، په امان کی وساتی.
آمین یا رب العالمین
نوری ژبی زده کول که لوی کمال دی
پښتو ژبه هیرول بی فرهنګی ده
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.