نن د دوه شنبی په سهار نړیوالو خبری منابعو اطلاع ورکړه چی ترمپ د خپل ۴۸ ساعته التیماتوم نه چی د ایران د انرژی ستره منبع به له مینځه یوسی په شا شوی دی.
دا اخطارد هرمز د اوبولاری طبیعی کانال په کامله توګه د پرانستلو په اړه وه.
ترمپ ادعا کړیده چی د ایرانی مقاماتو سره د ډیرو ګتورو مذاکراتو نه وروسته، ده دا تصمیم نیولی دی، په داسی حال کی چی ترمپ ترنن ورځی پوری ادعا کوله چی دی به هیڅکله د ایران د حکومتی مقاماتو سره خبرو ته حاضر نشی او د ایران راتلونکی مشر به هرو مرو دده په خوښه منصوب کیږی.
خوهمدا نن ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کلکه سره د ترمپ دا اظهارات، د واقعیت نه لری ادعا وبلله.
د ایران د حکومت ځواب نه تسلمیدل او کلک غبرګون و.
ایران وویل چی په دی صورت کی به دوی د منځنی ختیځ د اوبو او انرژی په ټولو منابعو اولارو تباه کوونکی حملی وکړی.
عربی هیوادونه د افغانستان په څیر بهاند او څپاند سیندونه نلری، دا هیوادونه د مخ تللی تکنالوژی او ستراقتصادی قوت او شته والی په مرسته، بحری اوبه د خپلو ټولو مصارفو او مایحتاج دپاره تصفیه کوی او د استعمال وړ یی ګرزوی، که ایران ددی هیوادونو د اوبو په مجاری او تصفیه ځایونو باندی حملات اجراء کړی، دا به د دی هیوادنو دپاره د مدنیت خاتمه او د ژوند د شریان پری کول وی.
ترمپ د نړیوال او مخصوصا د منځنی ختیځ د هیوادونو د فشار لاندی، او همدا رنګه د نړیوالو قوانینو په رڼا کی چی داسی عملیه یو جنګی جنایت دی د خپل احمقانه او هیتلری التیماتوم
نه په شا شو.
(هیله ده ډارن، ټیزن، غولن بی ضمیره ستمی احمد آریا د مساوات د ګوند غړی محد نجیم آریا زوی، ما د متحده ایالاتو فدرال پلیس ته په داسی بربڼدو لیکونو په اړه معرفی نکړی)
د بلی خوا، داسی عمل به نه ځانله د متحده ایالاتو د اقتصاد دپاره یوه جبران نا پذیره ضربه وی، بلکه په نړیواله سویه به یوه اقتصادی او بشری فاجعه رامینځ کړی.
ترامپ په دی ذریعه د یوه تکتیکی حرکت په بڼه وغوښتل په متحده ایالاتو کی د پترولیم د موادو د قیمت ګرانښت او ددی په نتیجه کی د ټولو استهلاکی، تعمیراتی، غذایی او سوند موادو چی ددی هیواد اوسیدونکی یی په کلکه اندیښمن کړی دی، د لا لوړیدو مخه ونیسی.
د ایران سره د جګړی په موازاتو کی د پنجاب صهیونستی حکومت زموږ د هیواد په ولایاتو یعنی ننګرهار، پکتیا، کندهار او کابل باندی یعنی په مجموع کی پښتنی ملکی ولس او سیمو باندی د توغندیو او امریکایی جت الوتکو جارحانه او بشری ضد او د نړیوالو اصولو مغایر تعرضات تر سره کړل چی لا تر اوسه پوری په لاینقطع توګه دوام لری .
پاکستان نن ورځ د دهدادی په قول اردو باندی هم حملات تر سره کړل، تر څو هغه امریکایی اسلحی چی د ناتو د تیښتی نه وروسته په هیواد کی پاتی دی او ترمپ یی د اعادی احکام صادروی، له مینځه یوسی.
دلته ځینی مشخص دلایل تر نظره کیږی:
لمړی، د ایران د جګړی په رڼا کی د نړۍ ټوله توجه د ایران او منځنی ختیځ خواته معطوفه ده او د پنجاب تجاوز ته به لازمه او کماینبغی توجه ونشی.
دوهم دا چی پاکستان د سعودی عرب سره دیوی ګډی امنیتی معاهدی او تړون تعهد کړی دی، اوس پاکستان د افغانستان سره د تاو تریخوالی او جګړی په پلمه، په ایران باندی د برید نه ځان ژغوری او داسی څرګندوی چی پاکستان په دوه محاذونو کی د جګړی توان نلری، مخصوصا چی د هند د احتمالی حملاتو نه هم په ډارکی دی.
دا ټولی نړۍ ته څرګنده ده چی د پنجاب تجاوز د متحده ایالاتو په لمسه او د بګرام د اډی د تملیک او په هیواد کی د متحده ایالاتو د صادراتی جمهوریت، صادرتی دیموکراسی او صادراتی سکیولریزم، د پاتی شوی اسلحی د مینځه وړلو په هیله، یوه نیابتی جګړه ده.
ددی واقعیت نه انکار د سیاسی او مغرضو احمقانو کار دی.
پرون سهار یعنی د یوی شنبی په ورځ د یوی باوری خبری په منبع پرحواله او بنسټ، د ایران نوی روحانی مشر، آیت الله مجتبی خامنه ای د پاکستان د تجاوز په اړه خپل حمایت د افغانستان نه څرګند کړی دی، ځکه د ایران روحانی مشر او حکومت د پنجاب د نیابتی جګړی د متحده ایالاتو د منفعت په موازاتو او اهدافو تر سره کولو په ماهیت ښه پوهیږی.
هغه معروفه مقوله ده چی:
د دشمن دوست زما دشمن دی
په اروپاه کی د حقوق پوهانو د سراسری انجمن ابلاغیه په ټولو حقوقی او سیاسی ابعادو کی د پنجاب د تجاوز جنایتونه څرګندوی، خو برعکس د ملی، افغانی او ملی شرف ضد ستمی، کولابی او فارسیستی وګړی او ډلی د پنجاب په تجاوز او سیاسی مسلمو واقعیتونو باندی سترګی پټوی او یا هم د پاکستان د زنده باد رمباړی وهی او د پنجشیر په قرصک (ګډا، رقص) چی موږ ورته په خپله ملی او ملتی ژبه کی (پشپو) وایو په ګډا او نڅا بوخت دی.
څو ورځی دمخه د پنجاب نا مسلمانه حکومت ادعا وکړه چی د اختر د متبرکو ورځو په مناسبت او احترام به، پرافغانستان خپل نظامی حملات په تعلیق او تعویق کی واچوی، چی دا یو سوچ دروغ و.
اوس د پاکستان نظامی مشرفیلد مارشال منیر او د بهرنیو چارو وزارت، وزیر، خواجه اصف په خورا بی شرافتۍ سره وایی چی:
«اوربند ختم شو او جګړه بیا شروع شوه.»
د پنجاب حکومت په ډاګه د افغانستان سره د جګړی څرګندونی کوی خو بی وجدانه او بی ضمیره کولابی، ستمی او فارسیستی – وګړی و ایی چی خیر خیریت دی، نه تجاوز شته، نه جګړه او نه دملکی و ګړو او سیمو تباهی.
د علامه ډاکټر اقبال وینا دلته صدق کوی چی فرمایی:
ای بسا آدم که ابلیسی کند
ای بسا شیطان که ادریسی کند.
لعنت الله علی الکاذبین
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.