پیاوړی او غښتلی لیکوال جهانی صاحب!
سلامونه او نیکی هیلی
نن می ستاسی لیکنه د دعوت او هم په دی ویب سایت کی د (لویه جرګه د حل لاره ؟) ترعنوان لاندی ولوسته.
زه ستاسی محترم د مقالی د محتویاتو سره چی د ښاغلی سیستانی د اظطراری لویی جرګی د وړاندیز په اړه لیکل سوی ده، کار نلرم، ولی د جرګی او لویی جرګی په اړه چی د پښتنی فرهنګ او پښتونولۍ یو خورا بنسټیز اصل دی، څه ستونزی لرم.
تاسی محترم لیکلی دی:
«جرګه په اصل کی مغولی کلمه ده. دا چی پښتو ژبی ته کله ننوتلی او له هغه څخه مخکی پښتنو ورته څه ویل زه معلومات نه لرم. خو دونه ویلای سم چی جرګه معمولاْ د کوچنیو قومی موضوعاتو لپاره راغونډیدله او داسی هیڅ وخت نه دی پيښ سوی چی قومی جرګی دی په کوم وخت یوه لویه سیاسی فیصله کړی وی نو هغه به هم د یوه لوی او منل سوی مشر یا پاچا په غوښتنه وه. په معاصر افغانستان کی پاچاهانو جرګی خپلو ارادو او طرحو ته د مشروعیت ورکولو لپاره رابللی دی او کله چی یی فیصله ورڅخه تر لاسه کړی ده نو جرګه هم په خپله تللی ده.»
ګرانه جهانی!
زه ستاسی په اجازه ستاسی د لیکنی د پورتنی پاراګراف په ځینو برخو، د خپلو عرایضو څرګندول غواړم:
لمړی – تاسی لیکلی دی چی جرګه په اصل کی مغولی کلمه ده، زه په دی پوه نشوم چی ددی خبری او ادعا ضرورت د څه دپاره دی؟
د جرګي د نوم مغلی کول؟
جرګه د مغلی دود او دستور میراث ګڼل؟
د جرګی د نوم بی اهمیته ښودل؟
ګرانه جهانی! که ستاسی به یاد وی څو میاشتی دمخه د (تورخم) د نوم په اړه تاسی ولیکل چی دا ترکیب اصلاْ (طورخم) دی او په دی اړه به څه لیکنه وکړۍ، یو شخص چی ددی نوم (د تورخم) د لیکنی د طرز پلوی دی، ستاسی نه اکیدا هیله وکړه چی خپل دلیل یا دلایل په دی اړه څرګند کړۍ، خو تر نن ورځی پوری تاسی محترم د خپلی ادعا د ثبوت دپاره یوه جمله هم و نه لیکله.
ګرانه جهانی!
ما د ډیرو ستمی فارسیستانو نه د هغوی د خبث باطن له امله اوریدلی او لوستی دی چی جرګه اصلا فارسی کلمه ده او د لیکنی فارسی شکل یی (جرگا یا جرگاه) ده.
ستمی فارسیستان خو د پښتنو او پښتو ژبی مادر زاده دشمنان او یوه رذیله کولابی کم اصله ډلی پوری اړه لری، د دشمن نه ګیله نه ده په کار. ددوی هدف د جرګی فارسی کول او د فارسی فرهنګ پوری تړل و.
دوهم عرض – تاسی ادعا کړی ده چی جرګه د کوچنی قومی موضوعاتو دحلولو لپاره راغونډیدله او داسی هيڅ وخت داسی ندی پیښ ندی شوی چی قومی جرګی دی په کوم وخت کی یوه لویه سیاسی فیصله کړی وی.
جهانی صاحب ستاسی نه هیر شوی دی چی یو کال دمخه په پښتونخوا کی یوه ستره ملی جرګه د منظور پښتین تر مشرۍ لاندی دایره شوه چی یو ملیون وګړو په کی ګډون کړی و، په داسی حال کی چی منظور پښتین نه کوم قومی مشر، نه کوم خان، نه کوم نواب او نه کوم پاچا دی، پښتین د یوه سیاسی حرکت مشر دی.
همدا راز تقریبا اویا کاله دمخه په وزیرستان کی یوه لویه بین الاقوامی ستره ملی جرګه د لوی مجاهد میرزا علی خان تر مشرۍ لاندی جوړه شوه چی د پښتنو آزادی یی مطالبه یی څرګنده کړه.
یوه جرګه (نه لویه جرګه) په جلال آباد کی هم د شاه محمود خان د مشرۍ لاندی د پاکستان په ارتباط دایره شوی چی په همدی جرګه کی د امان الله خان نورالمشایخ محمد عمرمجددی د پاکستان په حمایت خبری وکړی چی د پښتنو د تاریخ د پښتو ژبی او پښتونولۍ سمبول محمد ګل بابا، د کلک غبرګون سره مخامخ شو او نور المشایخ له ډاره وتښتید.
منظور دا چی جرګی نه ځانله د کوچنی او واړه قومی ستونزو بلکه د لویو ستونزو دپاره هم په قبایلی مناطقو کی استعمال شوی دی.
د پښتنو ستر داهی او مفکر او د مغل او مغلوالی سره د جګړی د ډګر ستر ملی اتل، خوشحال بابا فرمایی:
بی جرګی نه به هیڅ کار په لاس وانخلی
که خبر شی د جرګی په برکت
د خوشحال بابا د ارشاد نه څرګندیږی چی جرګه ولو که نوم یی مغلی وی د پښتنو په لرغونی تاریخ کی د ستر اهمیت نه برخه درلوده.
په سترکندهار کی چی کومی لویی جرګی د لوی احمد شاه بابا د سلطنت پریکړه وکړه، یوه بین الاقوامی لویه جرګه وه او د کوم باچا له خوا نه وه دایره شوی.
د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په دوره کی چی کومه لویه جرګه د ۱۹۶۴ کال د اساسی قانون د نهایی تصویب دپاره دایره شوه او د هیواد یوه ستره ملی وثیقه یی تصویب کړه، دا په خپل ذات کی ثابتوی چی لویه جرګه زموږ به ملی ژوند کی او د هیواد په سطحه د ملی مشروعیت د تعمیل دپاره، سترترینه منبع ده.
مننه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.