د جرمني په دورماګن ښار کې د ملي مرکې ۱۲مه ناسته ترسره شوه
د ۲۰۲۶ کال د می ۹مه
د اروپا، امریکا او اسټرالیا په بېلابېلو ښارونو کې د ملي مرکې تر پرلهپسې غونډو وروسته د ملي مرکې ۱۲مه ناسته د ۲۰۲۶ کال د مې په ۹مه نېټه د جرمني په دورماګن ښار کې ترسره شوه. په دې غونډې کې د جرمني له بېلابېلو ښارونو څخه ګڼ شمېر افغان علمي، ټولنيزو او فرهنګي شخصيتونو ګډون کړی وو. د ناستې کوربهتوب په دورماګن کې د افغانانو کلتوري ټولنې او د غونډې چلول د آغلې مژده احمدي پرغاړه و. په پيل کې ښاغلي خالد يوسفزي د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو له تلاوت سره د غونډې فضا منوره کړه او ورپسې د ملي سرود له غږېدو سره غونډه رسماً پرانیستل شوه.
د غونډې مهم ټکي:
- ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهرمېشته افغانانو د ملي جرګې لپاره تياری نيسي
- خبرې، زغم او د يوبل منل د سولې او ملي يووالي لومړی ګام وبلل شو
- له ښځو سره د بې عدالتۍ پر وړاندې چوپتيا پخپله يوه بې عدالتي وبلل شوه
- د هېواد ملي ستونزو د حل او نجونو د تعليم لپاره دې هېواد ته جرګې واستول شي
د غونډې په پيل کې ښاغلي سعیدالله صافي، د دورماګن د افغانانو د کلتوري ټولنې مشر، د افغانانو پر یووالي او د افغانستان د منفي انځور د اصلاح پر اړتیا ټینګار وکړ او د تعلیمي، فرهنګي، ادغام او بشري مرستو په برخه کې يې د ټولنې فعالیتونه یې یاد کړل.
ډاکتر عبدالجبار جبارخېل، د ملي مرکې د کولن څانګې مسئول، د ملي مرکې پر فعاليتونو رڼا واچوله او دا بهير يې یو خپلواک، غیرسیاسي او د خلکو پر ملاتړ ولاړ يو خوځښت وباله، چې موخه یې د نظریاتو ازاده تبادله او د هېواد د ستونزو د حل لپاره ګډ فکر دی.
ډاکتر خوشال روهي، د ملي مرکې د آسانچارو د کمېټې مشر، د ملي مرکې موخې، اصول او راتلونکي ګامونه تشریح کړل او د سولې او ملي يووالي په لاره کې يې د خبرو او زغم د فرهنګ پر اړتيا ځانګړی ټينګار وکړ. نوموړي څرګنده کړه چې ملي مرکه په نږدې راتلونکې کې د بهر مېشته افغانانو د لومړنۍ ملي جرګې لپاره چمتووالی نیسي.
درې مهم بحثي پینلونه
د غونډې تحلیلي بحثونه په درېیو ناستو کې تنظیم شوي وو، چې د آغلې دوکتور مریم ملکزاده، استاد فهیم سادات او آغلې سونیا احمدي په مدیریت ترسره شول. د بحثونو اصلي موضوعات دا وو:
– د سولې، ثبات او ملي یووالي لارې چارې
– د عدالت، اساسي حقونو او د قانون د واکمنۍ تضمین
– د بهر مېشته افغانانو ستونزې، اړتیاوې، ظرفیتونه او د همغږۍ لارې
د بحث په پيل کې دوکتور مریم ملکزاده د ملي ډیالوګ پر ارزښت، اصولو او اړتیا تفصیلي رڼا واچوله او د قومي او ژبني تنوع د منلو پر اهميت يې خبرې وکړې. ورپسې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل، چې مهم ټکي يې په لاندې ډول دي:
– ملي مرکه د ولس له منځه راټوکېدلی حرکت دی او باید د هېواد او نړۍ ګوټ ګوټ ته وغځېږي.
– د نجونو د تعلیم پر بندیز یوازې خواشیني بسنه نه کوي؛ ټول هېوادوال، په ځانګړي ډول نارینه، باید خپل غږ پورته کړي. د ظلم پر وړاندې چوپتیا پخپله یوه لویه بېعدالتي ده.
– د نجونو پر تعلیم د بندیزونو د لرې کولو لپاره دې افغانستان ته جرګې واستول شي.
– د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره ټولنیز پوهاوی او عملي کار ته جدي اړتیا ده.
– بېسوادي د هېواد د بحرانونو یو بنسټیز لامل دی او د هغې پر وړاندې مبارزه بايد ملي لومړیتوب وي.
– هر بدلون باید یوازې په سولهییز ډول رامنځته شي؛ جګړه د افغانستان ستونزې نه حلوي.
– عدالت باید له فرد او کورنۍ څخه پیل شي؛ د ټولنې اصلاح د فرد له اصلاح سره تړلې ده.
– د اساسي قانون نشتوالی او د بشري حقونو نقض د ژورې اندېښنې وړ وبلل شول.
– له عدالت پرته سوله، ثبات او ملي یووالی ناشونی دی او د قانون له واکمنۍ پرته عدالت عملي نه دی.
– د یو بل منل د سولې او ملي یووالي لومړنی ګام دی؛ ټولنیز زغم د ملي تفاهم بنسټ دی او د پياوړتيا لپاره بايد کار وشي.
– بهرنۍ لاسوهنې د افغانانو تر منځ د نفاق سبب ګرځېدلې، خو د افغانانو مسوولیت دی چې نفاق ته په اتفاق ځواب ووايي.
– د تاریخ له بریالیو تجربو څخه باید الهام واخیستل شي؛
هغه نظامونه چې د ولس له منځه راپورته شوي، د تاريخ پياوړې او بريالۍ بېلګې يې جوړې کړې دي.
هغه نظامونه چې په جنګ راغلي، په جنګ تللي هم دي.
– ملي مرکه باید د خبرو لپاره د ټولو افغانانو لپاره فضا برابره کړي، حتی له هغو ډلو سره چې یوازې په زور باور لري.
– د قانون جوړولو ترڅنګ د قانون د پلي کېدو عملي میکانیزمونه باید جدي وڅېړل شي.
– بهر مېشته افغانان د ژبې، کلتور او هویت په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او جدي توجه ته اړتيا لري.
– د بهر مېشته افغانانو له علمي، تخصصي او اقتصادي ظرفیتونو څخه باید د هېواد په ګټه کارواخيستل شي.
– د بهرمېشته افغانانو د ټولنو او بنسټونو تر منځ بايد نږدې همغږي او همکاري رامنځته شي.
د غونډې پای
ګډونوالو د ملي مرکې له هڅو ملاتړ څرګند کړ، په دې بهیر کې یې د دوامداره ګډون ژمنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ملي مرکه باید لا پسې پراخه شي او د ټولو افغانانو ګډ غږ په یوه ملي ځواک بدل کړي.

دوازدهمین نشست گفتمان ملی «مرکهء ملی» در شهر دورماگن آلمان برگزار شد
۹ می ۲۰۲۶
پس از سلسله نشستهای گفتمان ملی در شهرهای مختلف اروپا، آمریکا و استرالیا، دوازدهمین نشست این روند ملی به تاریخ ۹ می ۲۰۲۶ در شهر دورماگن آلمان برگزار شد. در این برنامه شمار زیادی از شخصیتهای علمی، اجتماعی و فرهنگی افغانها از شهرهای مختلف آلمان حضور داشتند. میزبانی نشست را انجمن فرهنگی افغانهای دورماگن و گردانندگی آن را بانو مژده احمدی بر عهده داشت. در آغاز، آقای خالد یوسفزی با تلاوت چند آیت مبارک قرآن کریم فضای نشست را منور ساخت و سپس با پخش سرود ملی، برنامه رسماً افتتاح شد.
نکات مهم نشست
– گفتمان ملی در آینده نزدیک برای برگزاری نخستین جرگهٔ ملی افغانهای مقیم خارج آمادگی میگیرد.
– گفتوگو، مدارا و همپذيری نخستین گام در مسیر صلح و وحدت ملی دانسته شد.
– سکوت در برابر بیعدالتی علیه زنان، خود یک بیعدالتی عنوان گردید.
– برای حل مشکلات ملی و رفع محدودیتهای آموزشی بر دختران، پیشنهاد شد که جرگههایی به افغانستان اعزام شود.
سخنرانان و محتوای نشست
در آغاز برنامه، آقای سعیدالله صافی، رئیس انجمن فرهنگی افغانهای دورماگن، بر ضرورت وحدت میان افغانها و اصلاح تصویر منفی افغانستان در خارج تأکید کرد و فعالیتهای انجمن را در عرصه آموزش، فرهنگ، ادغام اجتماعی و کمکرسانی توضیح داد.
داکتر عبدالجبار جبارخیل، مسئول بخش کلن گفتمان ملی ، فعالیتهای این روند را تشریح کرد و آن را یک حرکت مستقل، غیرسیاسی و متکی بر حمایت مردم خواند که هدف آن تبادل آزاد اندیشهها و یافتن راهحلهای مشترک برای مشکلات افغانستان است.
داکتر خوشال روهی، مسئول کمیته تسهیل گفتمان ملی، اهداف، اصول و گامهای آینده این روند را توضیح داد و بر ضرورت گسترش فرهنگ گفتوگو و مدارا در مسیر صلح و وحدت ملی تأکید نمود. او افزود که گفتمان ملی در حال آمادهسازی مقدمات نخستین جرگهٔ ملی افغانهای مقیم خارج است.
سه نشست تحلیلی
بحثهای اصلی برنامه در سه نشست جداگانه و به مدیریت دکتر مریم ملکزاده، استاد فهیم سادات و بانو سونیا احمدی برگزار شد. موضوعات این نشستها عبارت بودند از:
– راهکارهای صلح، ثبات و وحدت ملی
– تأمین عدالت، حقوق اساسی و حاکمیت قانون
– مشکلات، نیازها، ظرفیتها و راههای همگرایی افغانهای مقیم خارج
در آغاز، دکتر مریم ملکزاده درباره ارزش، اصول و ضرورت گفتوگوی ملی و اهمیت پذیرش تنوع قومی و زبانی توضیحات مفصل ارائه کرد. سپس اشتراککنندگان دیدگاهها و پیشنهادهای خود را مطرح کردند که مهمترین آنها چنین بود:
– مرکه ملی حرکتی برخاسته از متن جامعه است و باید به سراسر افغانستان و جهان گسترش یابد.
– در برابر محرومیت دختران از آموزش، تنها ابراز ناراحتی کافی نیست؛ همه، بهویژه مردان، باید صدای خود را بلند کنند. سکوت در برابر ظلم، خود یک بیعدالتی بزرگ است.
– برای رفع محدودیتهای آموزشی بر دختران، جرگههایی باید به افغانستان اعزام شود.
– برای تأمین حقوق زنان، آگاهیدهی و کار عملی در سطح جامعه ضروری است.
– بیسوادی یکی از عوامل اصلی بحرانهای افغانستان است و مبارزه با آن باید یک اولویت ملی باشد.
– هرگونه تغییر باید از راههای مسالمتآمیز صورت گیرد؛ جنگ راهحل نیست.
– عدالت باید از فرد و خانواده آغاز شود؛ اصلاح جامعه بدون اصلاح فرد ممکن نیست.
– نبود قانون اساسی و نقض حقوق بشر از نگرانیهای جدی عنوان شد.
– بدون عدالت، صلح، ثبات و وحدت ملی دستیافتنی نیست و بدون حاکمیت قانون، عدالت عملی نمیشود.
– پذیرش یکدیگر نخستین گام در مسیر صلح و وحدت ملی است؛ مدارا پایهٔ تفاهم ملی است و باید تقویت شود.
– دخالتهای خارجی سبب تفرقه میان افغانها شده، اما مسئولیت افغانهاست که با اتحاد به آن پاسخ دهند.
– از تاریخ باید الهام گرفت؛ نظامهایی که از دل مردم برخاستهاند، نمونههای موفق و پایدار بودهاند، در حالی که نظامهای برآمده از جنگ، با جنگ نیز سقوط کردهاند.
– گفتمان ملی باید زمینهٔ گفتوگو را برای همهٔ افغانها فراهم کند، حتی برای گروههایی که تنها به زور باور دارند.
– در کنار قانونگذاری، باید سازوکارهای عملی تطبیق قانون نیز بررسی شود.
– افغانهای مقیم خارج در عرصه زبان، فرهنگ و هویت با چالشهای جدی روبهرو هستند و نیازمند توجهاند.
– ظرفیتهای علمی، تخصصی و اقتصادی افغانهای مهاجر باید در خدمت کشور قرار گیرد.
– میان نهادها و انجمنهای افغانهای مقیم خارج باید هماهنگی و همکاری نزدیک ایجاد شود.
پایان نشست
در پایان، اشتراککنندگان حمایت خود را از تلاشهای گفتمان ملی «مرکهء ملی» اعلام کردند، بر ادامهٔ مشارکت در این روند تأکید نمودند و خواستار گسترش بیشتر این حرکت شدند تا صدای مشترک افغانها به یک نیروی ملی و اثرگذار تبدیل گردد.








زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.