«د مينې او خواخوږۍ غږ؛ ژبني تاوتريخوالي ته نه!»
په فرانکفورت کې د ملي مرکې د ناستې اعلاميه
د مينې او مهربانۍ د لوی خدای په نامه!
ګرانو او درنو هېوادوالو!
په داسې یوه نړۍ کې چې ژبه او خبرې کولای شي د زړونو ترمنځ د باور، درناوي او ورورولۍ پلونه جوړ کړي، له بده مرغه، کله ناکله د تاوتریخوالي او کرکې په تېره توره بدلېږي او د انسانانو روح او زړونه ژوبلوي او د عقدو ژور ټپونه جوړوي.
موږ، د ملی مرکې غړي، د ژبې د انساني، فرهنګي او ټولنیز ارزښت له ژور درک سره، د «د مينې او خواخوږۍ غږ» په نامه يو ملي کمپاين پيلوو او په يوه زړه او يوه غږ ژبني تاوتريخوالي ته نه وايو!
موږ تاسو ټولو درنو وطنوالو ته بلنه درکوو چې په دې انساني او ملي خوځښت کې له موږ سره یوځای او یو غږ شئ او دا غږ راسره بدرګه کړئ:
– تور، تهمت او ښکنځا ته، نه!
– ملنډو، سپکاوي او بېاحترامۍ ته، نه!
– ترخې، قهرجنې او کرکجنې ژبې ته، نه!
او پر ځای یې، راځئ چې:
– د خبرو، زغم، او درناوي فرهنګ دود کړو
– د یو بل منل، اورېدل او خواخوږي تمرین کړو
– خپله ژبه د سولې، مينې او پخلاینې وسیله وګرځوو
موږ باور لرو چې د تلپاتې سولې، ملي یووالي، ملتجوړونې او یوې پرمختللې، مهذبې او هوسا ټولنې د رامنځته کېدو لپاره، لومړی باید خپله ژبه له تاوتریخوالي ومينځو. خبرې کولای شي، چې کرکه ورکه کړي او د پخلاینې پيلامه شي.
راځئ چې د «د مينې او خواخوږۍ غږ» له ملي کمپاين سره همغږي شو او د ملي پخلاینې، تفاهم او سولهییز ګډ ژوند په لور اغېزناک ګامونه واخلو. دا کمپاین د ټولنې له هر وګړي، له ماشوم نيولي تر ځوان او مشره؛ له ښار نيولي تر کلي او بانډې پورې، پر ټولو غږ کوي چې راځئ د مينې او خواخوږۍ په ژبه، د خپل ګران افغانستان لپاره یو روڼ او ځلانده سبا ولیکو.
راځئ چې یو بل ته غوږ شو، یو بل ته لاس ورکړو، او د خواخوږۍ له غږ سره همغږي شو!
ملی مرکه
د مينې او خواخوږۍ غږ ملي کمپاین
فراخوان به کمپاین ملی «صدای مهر و همدلی؛ نه به خشونت زبانی!»
اعلامیه نشست گفتمان ملی «مرکهء ملی» در فرانکفورت
به نام خداوند مهر و گفتوگو
هموطنان عزیز!
در روزگاری که کلمات میتوانند پلهایی برای پیوند دلها باشند، متأسفانه گاه به تیغی بُرنده بدل میشوند که زخمهای عمیقی بر جان و روان انسانها میزنند. ما، اعضای «گفتمان ملی»، با درک عمیق از نقش زبان در ساختار اجتماعی و فرهنگی کشور، کمپاینی را با عنوان «صدای مهر و همدلی؛ نه به خشونت زبانی!» آغاز میکنیم تا با هم بایستیم و بگوییم: نه به خشونت زبانی!
ما از همهی شما، هموطنان گرامی، دعوت میکنیم که در این حرکت و کمپاین ملی و انسانی همراه شوید و با ما یکصدا بگویید:
– نه به دشنام، توهین، تهمت و بهتان!
– نه به تحقیر، تمسخر و بیاحترامی!
– نه به زبان زخمزننده و خشونتآمیز!
و در عوض، بیایید:
– فرهنگ گفتوگو، احترام و بردباری را ترویج کنیم
– تحمل و همدیگرپذیری را تمرین نماییم
– زبان خود را به ابزار صلح، آشتی و همدلی بدل سازیم
ما باور داریم که برای رسیدن به صلح پایدار، وحدت ملی، ملتسازی و جامعهای مهذب و مرفه، نخست باید زبان خود را از خشونت بزداییم. کلمات ما میتوانند آغازگر آشتی باشند، نه ادامهدهندهی کدورتها.
بیایید با پیوستن به کمپاین «صدای مهر و همدلی»، گامی مؤثر در راستای آشتی ملی و همزیستی مسالمتآمیز برداریم. این کمپاین از همهی اقشار جامعه، از کودک تا بزرگسال، از شهر تا روستا، دعوت میکند تا با زبان مهر و همدلی، آیندهای روشنتر برای افغانستان عزیز بسازیم.
با ما باشید، با صدای و مهر همدلی.
گفتمان ملی / مرکهء ملی
کمپاین ملی صدای مهر و همدلی؛ نه به خشونت زبانی!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.