د واخان دهلېز یا کوریډور د سلګونو كلونو لپاره د ورېښمو لارې په زړه کې پروت وه او د چین ښارونه یې له مدیترانې بحیرې سره وصلول. واخان یوازنی نژدی مسیر ده چې افغانستان له چین سره نښلوي چې د بدخشان ولایت نه تر ګډ سرحد پوری نژدې ۳۵۰ کیلو متره اوږدوالۍ لري.
دغه دهلېز د دواړو هېوادو او سیمې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ لپاره ارزښمن لرلید یا دورنما لري او له بل پلوه دا مسیر کولای شي افغانستان د ځینو ګاونډیو له احتیاج نه چې زیاتره وخت د ترانزیت او تجارت برخه کې ستونزې جوړوي، خلاص کړي.
په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان او چین د ګډې سرحدي پولې د لیدو پر وخت، افغاني هیئت د واخان کوریډور په لاره سفر وکړ چې د چین لوري له کاشغر تر سرحدي سیمې شاو خوا ۸۰ کیلو متره سرک جوړ کړی او زیاتره برخه یې قیر هم ده. معنی دا چې دغه هېواد د اقتصاد محوره پالیسۍ پر اساس، دغه دهلېز ته ځانګړۍ اهمیت ورکوي، خو په افغانستان کې د څو لسیزو نا امنیو او جیو پولیتیکي سیالیو یې مخ ته لوی خنډونه جوړ کړي وه.
د تأمل وړ ټکی دا دی چې د افغانستان د واخان سیمې له لارې مرکزي آسیا ته لار موندل، د پاکستان یو ستراتېژیک هدف وه او ده. په دی اړوند، په ۲۰۱۳ کې چې کله د تاجکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترانزیټ درې اړخیز مذاکرات بندبست سره مخ شول، د پاکستان وړاندیز دا وه چې کولای شي د واخان دهلېز تر ټولو باریکه ساحه کې تونل ووهي او تاجکستان سره د ترانزیټ لاره پرانیزي. خو هغه مهال افغانستان شدید مخالفت وکړ او تاجکستان هم غالبآ شین چراغ ونه ښود.
مطلب دا چې د واخان کریډور به د افغانستان او سیمې د سوداګریزې راکړې ورکړې او ترانزیت لپاره یو لوی فرصت وي، خو که د واخان د کومې نرۍ ساحې له لارې، پاکستان په هره وسیله او پلمه، ځان ته د مرکزي آسیا سره د وصل لاره پرانیزي، دا کار به د سیمه ایز اتصال په برخه کې د افغانستان هغه حیثیت ته قوي ضربه ورسوي چې د یوه «ځمکني پل» په توګه یې لري او له بل پلوه به په هېواد کې د امنیت او ثبات لپاره کومه ګټه ونه لري، بلکه لا به یې له ننګونو سره مخ کړي.
![دعوت میډیا ۲۴]()
Donate Here
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.