شعر په واقعيت كې البته رښتيني شعر دمنافقت او دوه مخۍ ، د دروغو اوځان ښودني دشهرت او قدرت برخلاف يوه هستونه ده ۔ هغه شعر چې دمنافقت دوه مخئ اوځان ښودني او شهرت او قدرت گرد پرې پروت وي ،هغه شعر نه دى ۔ زه خو شاعر نه يم خو دومره پوهيږم چي شعر هر وخت امد نه لري بلكې دوه ځواكونه دي يو بيروني چاپيريال اوبل دشاعر خپله دروني دونيا ده چې دشعر لوكومتيو په حركت راولي . په همدې اساس دلته په يو شعر خبرې كوو، دا شعر دعطايي ملا شعر دى ۔ عطايي ملا په زرگونه كيلومتره ليرې دى ۔ په امريكه كې اوسيږي ۔ خو شعر يې يو افغان مهاتما بده ((ناكامورا )) ته ويلي دي ۔ كاكامراد دكونړ شهيد دى ۔ خو عطايي ملا ورته دشعر په ژبه ابديت وركړي دى ۔
كله چې كونړ دكونړ سيند ، كاكامراد اوبيا واشنگتن او بيا عطايي ملا په ياد راوړو ، دا خبره يقيني ده چې دلته عطايي دچا خبره د٬٬تمساح٬٬ اوښكي نه تويوي ۔ بلكې يو ژور درد او غم دى چې دهغه رگونو ته لاره كړې اولكه دكونړ دسيند څپې دهغه په وچ كلك وجود اوتن كې په غورځنگ راغلي دى ۔ په شعر كې چې لودين سعيد ديكلمه كړى دى ۔ يو صداقت اورښتينواله عرفان اوعشق اوله انسانيت سره ژوره مينه جوتيږي ۔ كوم عشق؟ هغه چې كاكا مراد له افغانستان سره درلود له كونړ سره يې درلود كارونه يې دعطايي ملا رگونو اوعصبونو ته لار پيدا كړې ده ۔ بيايي يو اروايي او بيا دشعر په فورم كې فيزيكي وجودي فلسفه پيدا كړي ده ۔
موږ دكاكا مراد داستان په بله زاويه كې تعقيبوو، هغه دعطايي ملا شعر دى ۔ شاعر چې له ملكوتي اورباني ځواك نه برخمن دى ۔دشعر په ژبه دكاكا مراد دابديت پيغام زمزمه كوي ۔ سعيد لودين په ښكلي اواز وايي :
اې پردېس کاکا مراده
اې نامراده بامراده
تاته چا ویل افغان سه
او تربور د تور شيطان سه
مړو دښتونو ته ساه ورکړه
اوبه ورکړه، رڼا ورکړه
اې نامراد کاکا مراده
ته خبر نه یې چي دلته؟
د باروتو باران اوري؟
د ګلونو کښت ګناه ده
د غنمو کر جفا ده
د یزید او شمر جنګ دئ
د فرنګ، اورنګ نیرنګ دئ
دلته ځان له ځانه تښتي
ژوند له خپله ژونده تنګ دئ
تا اوبه راوړې هغو ته
چي په وينو مينځي ویني
عادت سوي په وحشت دي
خرڅوي په روپو مینه
اې نامراده بامراده
لېونی اکا مراده
عطايي ملا دشعر په ژبه دكاكا مراد له كارنامو حماسه هستوي دهغه انساني اوژور بودا صفته اخلاق ترسيموي ۔ بودا چې ويل به يې :
«اى پيروانو! ما هم دا ډول لرغونې لار(يعنې) لرغونى واټ چې ټول پخواني کامل بيداران (ويښ شوي) پرې تللي، ليدلې ده. اى پيروانو، هغه لرغونې لار چې لوړ مرتبه لرغوني بيداران پرې تللې کومه ده؟ هغه اته گونې جليله لارده … اى پيروانو! دا ده هغه لرغونې لار، دا ده هغه پخوانۍ لاره چې لوړ مرتبه پخواني ويښ شوي پرې تللي دي…
زه پر هغه تللى يم او هغه څه چې مې د دغه لارې په وهلو کې زده کړي خپلو پيروانو ښځو او نارينه وو ته چې تر مخه ناست وو ويلي دي. اى پيروانو! ان دا سپېڅلی سلوک (د برهمه لار) چې هغه يې بريالۍ او پراخه او غوړېدلې لمن بللې ده، د ټولو کېداى شي. لنډه خبره خدايانو او انسانانو ته په ښه توگه څرگنده شوې ده.»
كاكا مراد له خپلې ټولني دې ٬٬مكاره بازار٬٬ ته راغې دبودا په څير يې پادشاهي پريښوده ۔ دابراهيم ادهم په څير يې دشپانه خول پر سر كړ اودلته يې دخلكو خدمت وكړ ۔هغه په يوه مكالمه كې وايي :٬٬ ټوپك ژوند ختموي او كار دژوند له پاره اړين دې موږ بايد ژوند وكړو ۔ ٬٬
دكاكا مراد مرگ دكونړ غمنامه ده ۔ عطايي ملا په حقه له زرگونو ميله واټن اخوا نه خپله چيغه پورته كړې ده وايي :
تا کونړ څه له ایسار کړ
دا خو باج د تور لېنګو وو
تا ګمبېر څه له آباد کړ
دا خو راج د ویرانو وو
تا رڼا څه له راوړله
د ببوو و کورو ته
تا خندا څه له ښندله
نړیدلو هديرو ته
څه فایده له ها مسجده
چي ابلیس یې امامت کړي
څه امید له ها مکتبه
چي شیطان یې کتابت کړي
تا سپېره دښته جنت کړه
خو دوږخ یې همسايه وو
تا له خاورو زر ایستله
خو ښامار پر خزانه وو
چي ګاونډ د جهنم کي
جنتونه جوړوي څوک
چي د توري شپې سکوت کي
د رڼا اذان کوي څوک
چي و امن ته څوک ژمن وي
د توپک ذاتي دښمن وي
د هغو سزا دغه ده
په مذهب د يهوديانو
د سپین پوښو سعودیانو
د تور مخو ملایانو
د دوږخ د دربانانو
د فرنګ د شیاطینو
د اورنګ د میراثیانو
ته کافر جلال اباد سوې
دی مومن اسلام اباد سو
ستا وژل یې استشهاد وو
دا جهاد وو دا جهاد سو
خیر خیر خفه مه سې
اې ملنګ اکا مراده
رب دي مل لار دي ګلونه
فرښتې کړي آوازونه
ته انسان حسن د میني
دی شیطان د نفرتونو
ته غازي د حق د لاري
دی مرتد د تورو هیلو
دا د خیر او شر جګړه
تر محشره به غځیږي
د هابیل قابل قیصه ده
وار په وار به تکرارېږي
عطايي ملا په خپل شعر كې دخير اوشر دجگړې نوم اخلي . دخير اوشر جگړه چې دكونړ سيند يي ښه اوبيدار شاهد دى ۔ هغه له پيړيو را بهيږي ۔ په كليو او درو را سم دى ۔ ډېر بېوزلي انسانان لاندي كوي ۔ خو دا وار چې توفاني شو نو كاكا مراد يې له موږه واخيسته. كاكا مراد يې لاهو كړ ۔ هغه به ويل دا ليونى سيند ليوني اراده غواړي اوپه ليوني اراده تميدلاى اوځمكي خړوبولاى شي ۔
ستا باغونه به راشنه سي
ستا نيالګي به ګلان راوړي
ماشومان به خدای رالوی کړي
د وطن انسان په پوی کړي
مست کونړ به په خندا وي
په ګمبېر کي په نڅا وي
ټول په دا سندره وايي
ناکامورا دي زنده اباد وي
د انسان مينه دي تل وي
هر ارزښت دي د انسان وي
لوی افغان دي ټول آزاد وي
ورځ یې ښه کال دې آباد وي
اکامراد دي بامراد وي
روح دې ښاد کور دې رضوان وي
۲-يوه خاطره اويوه يادونه :
څوك چې ليكل كوي نو خپل حواس راټولوي ، فكر كو چې له له كومه ځاېه يې پيل اوچيرته يې پاى ته ورسوم خو زه نن هغسې نه يم چې خپل حواس راټول كړم ۔ زما حواس لكه دكونړ سيند دى چې خواره واره چړونه لري اوزما دغم جاله هم مالومه نه ده چې په كوم چړ ور برابريږي .
په هر صورت ، زما حواس په دوه لارو كې نه دې ويشل شوي بلكې دويش لارې يې درې دي ۔ يوه خو دباتور انسان دكونړ په غرونو اوويالو كې دجاپاني سيدهارتها بودا كاكا مراد كيسه ده چې دكونړ خپله كيسه ده ۔ اوبيا دعطايي ملا له احساس او عاطفي نه مالامال شعر دى چې پورته مو پرې خبرې وكړې ۔په دې لړ كې دكاكا مراد غميزه بيا هم دراقم داحساس ژورو ته رسېږي .. زما حواس كونړي دي ،دكونړ هوا ، دكونړ لمر دكونړ غرونه اودكونړ څپانده سيند مې تل په رگونو او عصبي رشتوكې په ځغاسته وي ۔ هيڅ يې نه شم هيرولي. ماته په سمبوليكه ژبه كونړ دټول افغانستان رمز اوسمبول دى نوځكه دكونړ نوم اخلم ۔ څو كاله دمخه له جلال اباد څخه اسعد اباد ته په چورلكه كې ولاړم ۔ دچورلكې له كړكۍ مې لاندې دكونړ څپانده سيند اودهغه نارامه اونه پريكيدونكي سندرې زمزمه اوريده. دكونړ دورشوگانو ،كڅونه ،ويالې ونې اوځنگلونه مې ليدل يو چا راته وويل : دلته دسورې تيگې اوپتڼ سيمه ده ۔ دلته جاپانيانو دماهيانو فارم جوړ كړى ، دنور گل اوتورې تېگې لويه وياله چې كلونه به وچه پرته وه اوس ديو نهر په څير جوړه شوې ده ۔ اخواته پورې غاړه چمياري منگوال ، كوزه بيله اونوري سيمي دي هلته هم اوبه ورختلي دي ۔ ټوله سيمه شنه وه ۔ هغه پخوانۍ د ښتي او سپيره ډاگونه نه تر سترگو كيدل ،يوازې غرونه دپخوا په څير سپيره ولاړ وو
دوه كاله تر مخه بيا كونړ ته ولاړم كونړ اوخپل كلي مې څلويښت كاله تر مخه پرې ايښې و۔ كله چې ماشوم وم په اوږدو لارو به دنورو همزولو يا د دهقان سره له مزار درې زيړې بابا اوشولت ته راتلم ۔ يو وخت مې ياد دې چې په لاره راهي وم چې دهقان راته كړه ، يو گرداب ته يې لاس ونيو : ويل پوهيږي څو كاله تر مخه دلته يوې ميرمنې چې له ژونده تنگه وه ، ځان يې دې گرداو ته واچاوه اوبيا يې ژوند ونه ليده ۔ ماته بيا دهغه ځاى په ليدلو سره داستاد مجروح شهيد خبره راياده شوه چې دپښتو لنډيو په باب يې ليكلي دي چې پښتنې ميرمني يا په سنكيا ځان وژني اويا ځانونه سيند ته اچوي ، خو دا دكونړ سيند دى ۔ چي دا سې اسطورې يې په حافظه كې پاتي دي ۔ خو دا وار چې له زيړي بابا را تېريدم هلته دپخوا په څير كوډلي نه وې اونه خو څوك بانډه شوي وو بلكې كلاگاني جوړې وې اوكلي جوړ شوى ، دكونړ سيند ته هم د وهونكي او بد معاش غوايي په څير په پزه كې پيزوان اچول شوى و، له مستيو ورو ورو لويده اوبه يې څه اخوا اوڅه دې خوا په دښتو ورختلي وي ۔ اخوا كاشكوټ هم شين بريښيده دكنډئ ډاگ يا دښته شنه اوښتې وه ۔ بندونه اوپلونه پرې جوړ شوي وو۔ دواړو خواو ته سيند په تنگيدو او ځمكې په زياتيدو وې ، دښتو اوسپيرو ډاگونو شنه څادرونه اغوستي و۔
خلكو كيسه كوله دا شين څادر يو بودا راووړ. يو سړې چې دكرما دطريقت په دود را ژوندې شو ې و ۔ بيا افغانستان ته راغى اوپه افغاستان كې يې بيا كونړ ته تللي و ۔هلته ېي دپتڼ ډاگ ته ساه وركړه ، كاشكوټ ،بيله منگوال ،كنډۍ ډاگ اسلامپور ډاگ اوخيوې ټولو ځمكو ته يې مسيحايي ژوند وروباخښه داسړى كاكا مراد اويا دزموږ دوران بودا وو ۔
كاكا مراد په لږ وخت كې ډېر كارونه وكړل ۔ د بودا روښنايي يې پلنه اووغځوله ۔ يو وار بيا يې دجمعي لاشعور له لارې خلكو ته وښوده چې دبنارس شهزاده ژوندى شوى اودا وار دافغان جاپاني په څيره كې كونړ ته راغلي دى . ننگرهار كې يې اړولي دي ۔ په گمبيري كې اوسيږي ۔ اوتل دكونړ دسيند له سندرې سره خپل سور اوتال ورغبرگوي .
مرتد ويزيديانو چې نه په حسين صرفه وكړه اونه يې په اهلبيت دا وار يې دكاكا مراد ژوند واخيست ۔هغه يې په مرميو سورى كړ ۔ وينې يې دلوې ننگرهار په ځمكه دپيرو روښان په ځمكو دملنگ جان په هديره وشيندل شوې په كليو كې وپنځېدلې په دښتوكې په گلانو بدلي شوې خو په ننگرهار يانو اوكونړيانو كې يې نوى روح اونوى نيروانا پوه كړه ۔
پاې
لندن ۔د دسمبر ۸ نيټه
م۔الف ۔كاف
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.