لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۵مه برخه
هرخوا چې ځې، لارې دې خلاصې
نه دې لمن نیسم، نه سوال درته کومه
په ریبارانو باور نهشته
جانان ته خپله نن ورځم چې رضاشینه
د بد نصیبې پیغلې مورې
بدمرغه لور دې اوس د بد پور پرېکوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا نوې لنډۍ برابرې شوې دي:
غمونه ډېر، عمر مې کم دی
په خدای قسم دی، همیشه مې ژړوینه
غمونه مهکوه جانانه
غمونه وینه وچوي، رنگ زېـړوینه
غمونه ډېر، عمر مې کم دی
په خدای قسم دی، گورستان ته مې لېـږینه
ارمان به وکړي، وخت به تېر وي
هرڅه به ډېر وي، زه به تورې خاورېیمه
بېسجدې لمونځ درپسې وشه
ما ته دې مینه کې راجوړ کړل پساتونه
بیا په خندا مخېته راغلې
ما مې د زړه زخمونه اوس گنډليدینه
په مجبورۍ مې خبر نهدي
یاران خپهدي، ما په خدای سپارليدینه
په غم دې زه زرې، زرې کړم
په خوشبويي دې گاونډیان مزېکوینه
په مکتبۍ جنۍ میٔن شوم
چې په غصه شي، په انگلش ښکنځل کوینه
په نه خبره، مروره
راپوخلا کېـږي، که جرگه درولېـږمه
په ریبارانو باور نهشته
جانان ته خپله نن ورځم چې رضاشینه
په هیڅ طبیب به جوړه نهشم
خبره خلاصه ده، ریښتیا نیمگړېیمه
پهکار دې نهوم، درنه لاړم
که دې په کار وای نازولی به دېومه
پر بالښته مې ویښتان توی وو
راته ښکارېـږي د ځوانۍ ورځې مې ځینه
په حجرو ورک لالي ته وایه
د نیموشپو وتلي، ډېر ورک شويدینه
پر یارانه دې خاورې واوړه
زړگی مې راوړه، په یارۍ پېښمانه یمه
چې په ورکړې میٔن نهشې
سبا به سرېسترگې ولاړ یې، بل بې وړینه
چې مسافرشې، بیا به راشې
رب دې د تورلحد قیدي مهکړه میٔنه
چې مړوندونو کې یې تنگ وو
هغه بنگړي یې اوس څنگلو ته ورځینه
چې سترگې پټې کړم، تا وینم
چې سترگې خلاصېکړم، خالي وي وطنونه
نه سپېلنیشوم، نهلوگیشوم
نه لیونیشوم، نه مې زړه صبرکوینه
ناز به دې وړم، ناز دې چلېـږي
د زورورو اوبــه تـل پــر لــوړه ځـیـنـه
نن مې د یار کلي کې شپه ده
ډېرهخوږه ده، خدای دې نه سباکوینه
د عاشقۍ دوران دې ورک شي
ځوانهځوانۍ کې د شپـیتو کلونو یمه
د محبت محتاجه ژونده
میٔن په یو یم، خیال د ټول کلي ساتمه
د غاښوو خاپ دې نهورکېـږي
په غم ښادي کې مخ له خلکو پټومه
د زړگيزور مې پاتې نهدی
یاره کیسې دې لنډوه، ستړی دېکړمه
د پښتنو ناسمرواج دی
گناه د ورور وي، سزا خور ته ورکوینه
د بد نصیبې پیغلې مورې
بدمرغه لور دې اوس د بد پور پرېکوینه
د دېواله سیوري ته کېنه
لوښي به مینځم، د بنگړو شور به درځینه
ته په پیسو میٔنیې یاره
وطن ته راشه، زه پر تا میٔنهیمه
ته به په کوم محفل کې خاندې
زه دې دیدن ته لکه پاڼه ژېـړهشومه
ما ته مې خپل زړگی مالوم دی
که نن یې صبرکړم، سبا دې یادوینه
نصیب مې نهشوې ټولگیوالې
سوال د مرگي راته کوه چې خاورېشمه
هرخوا چې ځې، لارې دې خلاصې
نه دې لمن نیسم، نه سوال درته کومه
یا به دې هسې زړگی بد وي
یا به دې بل تر ما نه ښه لیدلیوینه
کلی به ځان باندې راوران کم
مړ به پې ځان کړم، چې تا بلڅوک یارکوینه
که مې کبرونه کړي نهوای
پردې سپېرو دښتو به ولې گرځېدمه
که حقیقت راباندې وایې
چې ودې نهوینم، نرۍ تبه مې شینه
شا ته کتل، زما عادت دی
نه مې خوښېـږې، نه میٔن درباندی یمه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.