د لنډیو اصلي منابع خلک دي ۴۲مه برخه

آصف بهاند

44

د لنډیو اصلي منابع خلک دي

۴۲مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۳۸۴مه برخه

 

د لنډیو دوې نوې ټولگې:

څه موده‌مخکې گران عزیز نایٔبي د خپلو دایمې همکاریو په لړ کې د لنډیو دوې ټولگې د دې له‌پاره  راته راولېـږلې چې که ما د لنډیو د ټولگو په لړ کې نه وي معرفي کړي، نو درنو لوستونکو ته به یې وروپېژنم. د یادو ټولگو نومونه په لاندې ډول دي:

۱ ــ ټپې،

۲ ــ  لنډۍ، مصرۍ، ټپې،

له ښاغلي نایبي نه ما وپوښتل چې دا ټولگې دې له کومې پتې راوموندلې؟

ده راته وویل:

چې د زلمی شهباز په نامه یې کوم ټولگیوال دی چې په کاندا کې ژوند کوي او په فرهنگي کارونو کې فعال دی، د هغه په مرسته یې د لنډیو دا ټولگې پیدا کړې دي. ما هیله ورنه وکړه چې که کولای شې ښاغلی شهباز وپوښته چې هغه څنگّ د لنډیو دا ټولگې پیدا کړې دي؟

ښاغلي شهباز په فرهنگي مینې سره د یادو ټولگو د پیدا کولو جریان یلکلی و او د نایبي صاحب دې هم کورودان وي چې هغه معلومات یې ما ته راولېږه.

زه دلته د لنډیو د یادو ټولگو په باب د ښاغلي زلمی شهباز معلومات له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:

«دلته په کاناډا کې د افغانان لیکوالانو او څېړونکو له خوا «د افغان لیکوالانو ستراتيژیک مرکز» تر عنوان لاندې د وڅاپ ګروپ جوړ شوی دی. په دغه ګروپ مې د نړۍ له ګڼو هېوادونو نوموتي لیکوالان را ټول شوي او د افغانستان مېشتو لیکوالانو تر څنګ په کې ګڼ لیکوالان لیکنې، لیکلي اثار، فرهنګي، دیني، طبي، ټولنیز او دغه راز علمي خپاره شوي کتابونه او مالومات ږدي چې ټول ګډونوال ترې ګټه پورته کړي. د «ټپې او لنډۍ» تر عنوان لاندې دا پي ډي اف شوې ټولګه هم په کې اېښودل شوې وه او ما هم خپل موبایل ته را کوزه او بیا مې له تاسو سره شریکه کړه. هر کتاب او په تېره بیا د لنډیو ټولګه خپل ځانګړی ارزښت لري او دا د افغان ولس د زړه خواله او د ښادۍ او غم ډېر پراخ موزون انځور دی چې د ولس له خوا ولس ته وړاندې شوی او یا وړاندې کېږي. د دې ترڅنګ به هرو مرو نیمګړتیاوې هم لري چې دا د لنډیو د را ټولونکي په پوهه او وړتیا پورې اړه لري؛ په دې مانا راټولونکي باید په لنډۍ پوی وي او د لنډیو ارزښت وتللی او و ارزولی شي. له دې پرته به دا فرهنګي هڅه کومه مطلوبه پایله تر لاسه نه شي کړای. که په لوی لاس هم د لنډیو د تخریب لپاره نا متوارنې او ناموزونو یا د افغاني ټولنې له فرهنګ، تاریخ او هېوادنیو ګټو سره په ټکر کې د لنډیو په نامه یو څه راوړل شوي وي، دا هڅې یې هم رسوا کېږي. ځکه اوس په نړیواله کچه د لنډیو پر ارزونو ژورې او پراخې څېړنې روانې دي چې په دې کې له نقد را نیولې او د لنډیو تر هر اړخیز انځور او ارزونو پورې. لنډه داچې لنډۍ د پښتون ولس شاعري ده او په دې کې نه څوک جعلکاري کولای شي او نه هم کومه تېروتنه.»

او اوس هم تربحث لاندې د لنډیو دوې ټولگې:

۱ ــ ټپې،

خپرندوی: اوربل:

 د لنډیو دا ټولگه هېڅ ډول پېژندنه نه لري، مقدمه یا لومړنۍ خبرې چې د کتاب په باب معلومات وړاندې کوي په کې نه شته؛ کتاب د پي‌ډي‌اف په بڼه خپور شوی دی. یوازې د کتاب په پیل کې داسې لیکل شوي دي:

«ټپې

دپښتو لنډیو دغه ټولې برخې په هالنډ کې ګران او پښتون دوسته ورور سید شېر احمد له سره کمپوز کړي دي چي د اوربل پاڼي چلونکي ورڅخه منندویه دی او د لازیات بریالیتوب په هیله ئې یو.

د اوربل کارکونکې ډله»

ما د لنډیو دا ټولگه ترپایه له نظره تېره کړه، ډېره سلنه لنډۍ یې زما له پاره تکراري دي. که د یادې ټولگې لنډۍ په ځیرسره ولوستل شي، په دې ټولگې کې ډېرې شکلي او محتوايي تېروتنې شته دي چې د لڼدیو له شکلې دایرې  یا جوړښت نه سرغړونې یې بللای شو. دغه راز د ټولگې په ځینو لنډیو کې محتوایی تېروتنې هم رامنځته شوې دي چې د لنډیو د دې ټولگې په تنظیم کې د نه پاملرنې بېلگې یې گڼلی شو. دې تېروتنو د ټولگې ارزښت او وزن راکم کړی دی. د شکلي او محتوايي تېروتنو څو مثالونه یې په لاندې ډول دي:

۱ ــ ارام د زړۀ مې پرې و نۀ شو

که مې له سرو سترګو ویني تویومه (د ټولگې پنځم مخ)

د دې لنډۍ په دویمه مصرع کې تېروتنه دا ده چې دا مصرع دولس هجا ده، که د «سترگو» له کلمې نه وروسته یو «نه» ورزیات کړو، لنډۍ سمه بڼه غوره کوي. سمه بڼه یې باید داسې وي:

که مې له سرو سترګو نه ویني تویومه

۲ ــ اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا

چې سفر ته د جانان پۀ لورې ځینه (د ټولگې شپـږم‌مخ)

په دې لنډۍ کې هم د دویم نیم بیتي یوه هجا کمه ده که یوه هجا په یوه ځانگړي ځای کې ورزیاته شي لنډۍ به سمه بڼه غوره کړي، که داسې ولیکل شي، لنډۍ به سمه بڼه غوره ولري:

اس بۀ مې ولې مستي نۀ کا

چې بیا سفر ته د جانان پۀ لوري ځینه

۳ ــ اشناچې ما سره پۀ خولا وی

زه دغمازانو دلمسون څۀ پروا لرمه (د ټولگې لسم‌مخ)

د دې لنډۍ دویم نیم‌بینی پنځه‌لس هجا دی، د «غمازانو» په کلمه کې دوې هجاوې اضافه راوړل شوې دي.

لڼډۍ د شکلي جوړښت له مخې دوه‌ویشت هجاوو نه جوړه ده (لومړی نیم‌بیتی نهه سیلابه او دویم نیم‌بیتی دیارلس سیلابه) په لنډۍ کې که یوه هجا وراضافه شي، سکته‌گي رامنځ‌ته کېـږي او د لنډۍ د تعریف له دایره نه وزي. ښه مثال یې دا کېدای شي چې: لنډۍ د سترگې مثال لري، که په سترگه کې لږ گرد هم ورننوزي، شدید عکس‌العمل ښيي.

د دې لنډۍ سمونه داسې کېدای شي چې که د «غمازانو» پرځای «غماز» راوړل شي، د لنډۍ هجاوې سمېـږي او د سمې لنډۍ بڼه غوره کوي. دا یې هم سمه بڼه گڼل کېدای‌شي:

اشناچې ما سره پخُلا وي

زه د غماز د لمسون څۀ پروا لرمه

۴ ــ اشنادتورلحدبندي شو

ځکه تورتم جهان رڼاراباندې شونه (د ټولگې لسم‌مخ)

دا لنډۍ د بڼې یا شکل له مخې سمه ده، خو په معنی کې ستره تېروتنه رامنځ‌ته شوې ده، کله چې د چا اشنا مري او د گور ته ځي پر مقابل لوري چې گران دی، پر هغه باندې رڼا ورځ تورتم کېـږي، خو د دې لنډۍ په دویم نیم‌بیتي کې راغلي دي چې زما اشنا مړ شو نو پر ده باندې تورتم جهان رڼا ورځ شوه «ځکه تورتم جهان رڼاراباندې شونه»

د دې لنډۍ سمه بڼه باید داسې وای:

اشنا د تورلحد بندي شو

ځکه رڼا جهان تورتم راباندې شونه

 

۲ ــ لنډۍ، مصرۍ، ټپې:

 

دا ټولگه ما د لنډیو د لومړي‌ټوک (لنډۍ، د ثبتولوستونزه) په ۳۵ ــ ۳۷ مخو کې په تفصیل سره معرفي کړې ده. دا یې لینک دی:

http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/bahand_a_landy_de_sabtawlostonza_ketab4.pdf

 دا هم د دې برخې له‌پاره څو راټولې شوې لنډۍ:

 

نور پربلۍ راختل پرېـږده

زه درنه کډه باروم، وطن پرېـږدمه

 

د چا له زړه نه څوک خبر دي

د تشې‌خولې خندا خو هرسړی کوینه

 

د بېلتونه ډار راته ولاړ دی

هره خبره مې رنگ تک‌زیـړ تښتوینه

 

د یار مې غټې، غټې سترگې

ځکه مې غټې، غټې اوښکې پرمخ ځینه

 

د زړه په وینو به یې ساتم

د یار غمونه میلمانه راغلي‌دینه

 

د نیمې‌شپې دیدن دې نه‌کړم

د گوجر لورې، پلار دې سپي ساتلي‌دینه

 

دې کې یادونه د جانان دي

دا خړې خاورې مدام ځکه ښکلومه

 

د يارانې مې ورته ووې

جينۍ تر کوره پورې ځې ښيرې‌کوينه

 

د لمونځ دوعا کې راته یاد‌شوې

حق دې ښېرا دي، زه دوعا درته کومه

 

د یار دیدن راباندې بند‌شو

لکه چې بند د علي‌پور په جیل کې یمه

 

زړه مې خوږېـږي، زړه دې خوږ شه

پـه نـیـمـه‌لار کـې لــه چــا پــاتـې‌شـې مـیـٔـنه

 

زما د یار په شان څوک نه‌شته

دونیا مې چاڼ کړه، اوس اسمان ته پسې‌خمه

 

راشه د مینې بڼ ته راشه

ازغي به زه خورم، گل به تا ته درکومه

 

راځه راځه وطن ته راشه

سپوره به زه خورم، غوړه تا ته درکومه

 

راځه، راځه وطن ته راشه

سترگې پر لار درته له ډېرې مودې یمه

 

په تور کمیس کې گناه نه‌شته

گناه جلۍ کې ده چې ړنگه‌بنگه ځینه

 

پټ به د زړه دردونه تېرکړم

بې‌غوره یار ته به ونه‌وایم حالونه

 

پرون په خوا کې راسره و

نن یې په خپل‌لاس پرمزار گلونه ږدمه

 

پيغور مې خپل لالي ته ورکړ

که ته پښتون یې، ما درخپله کړه میٔنه

 

په تا به کوم‌محفل اباد وي

ماته ډاکتر د خوب‌گولۍ لیکلې دینه

 

په حسابونو نه‌پوهېـږم

زه بې‌حسابه مینه تاسره کومه

 

په نیمه‌شپه ټپه درلېـږم

زه د سبا په هیله نه یم، مړ به شمه

 

باران دې لس‌ورځې وریـږي

نه مې بچي شته، نه د خواښې کره ځمه

 

ترڅو چې زه بې‌درده نه‌شم

نصیب یې مه‌شه په بې‌درده زړه خوبونه

 

که د زړه حال درته بیان کړم

قسم په خدای که رانه واخلې قدمونه

 

کال دې پوره شو، هېر مې نه‌شوې

دا چا ویل چې وخت شکلونه هېروینه

 

لږه دې ما ته مخامخ شي

ما سره کړې‌وعدې ولې ماتوینه

 

لالیه څه گټه دې وکړه

د لښکر مخکې، مخکې تلې، کونډه دې کړمه

 

لالی ناروغ پربستر پروت دی

له خپلو روغو اندامو کرکه راځینه

 

مچو په زوره درنه اخلم

بیا دې راپرېـږده لالا‌گان چې مړ مې کینه

 

ما په خوارو موندلیه یاره

د خلکو خولې دې رانه څنگه بېلوینه

 

مودې دې وشوې چې رانغلې

ورکه لالیه، انتظار دې وخوړمه

 

ملک خو نه یې چې نخرې‌کړې

ساده سړی یې، ناز مې وړه، ناز به دې وړمه

 

جانانه راشه توره وکړه

پلار مې د سرسودا له بل سره کوینه

 

جانانه دوه قدمه کېـږده

د پښو خاپونه خو دې وران کړل بارانونه

 

شل‌کاله وشول، پرې میٔن‌یم

جانان وای: نوې یارانه ده، ښه به شینه

 

سترگې دې بیا راښکاره نه‌کړې

پریـږده چې مړ دې د لیدو په ارمان شمه

 

یاره رامنډه‌که، اختر دی

راغاړې‌وزه چې پوره شي ارمانونه

 

ولې د سترگو تاوان درکړم

څوک چې میٔن وي، هغه تل لارې څارینه

 

همدا نن راشه دیدن وکړه

سبا به سرې سترگې ولاړ یې، نه به یمه

نوربیا

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه ۳۸۳مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.