زرنج (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۱۴۰۵): د نیمروز چارواکي وايي، ۱۹ هېوادوال چې غوښتل یې پر ناقانونه لارو ایران ته ولاړ شي، د دغه ولایت د چخانسور ولسوالۍ اړوند د مارګو دښته کې د موټر له خرابېدو وروسته ورک شوي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات دوام لري.
د نیمروز ولایت د مقام ویاند مولوي عبدالمتوکل توحیدي پژواک ته وویل، ۲۰ هېوادوال څو ورځې مخکې د ناقانونه کډوالۍ په موخه ایران ته روان وو خو موټر یې په مارګو دښته کې تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه.
هغه زیاته کړه، موټرچلوونکی له یوه مسافر سره د اوبو، مرستې او موټر د ترمیم لپاره د وسایلو راوړلو په موخه له سیمې تللي وو، خو نور مسافر هم د سختو دوړو له امله هلته نه دي پاتې شوي او د ځان ژغورنې لپاره بېلابېلو لورو ته خوځېدلي دي.
توحیدي وویل: «موټرچلوونکي له یوه مسافر سره ویلي وو چې دلته نږدې یو کلی دی؛ ځو اوبه او د موټر د ترمیم وسایل راوړو. هغه ورځ دوړې ډېرې سختې وې او مسافرو یې توان ونه درلود چې پاتې شي، هر یو د ځان ژغورنې لپاره د شاوخوا کلیو پر لور خوځېدلي وو، کله چې دغه دوه کسان بېرته راغلل، هیڅ یو مسافر یې پیدا نه کړ.»
هغه زیاته کړه، د دغو کسانو موټر له دې مخکې هم په لاره کې دوه ځلي خراب شوی و. د نوموړي په وینا، موټرچلوونکي او ملګري یې له کلي څخه تر راستنېدو وروسته موټر جوړ کړ، خو د توپان د شدت له امله یې لاره ورکه کړه او موټر په شګو کې بند پاتې شو. په پای کې له دغو دوو کسانو یو یې وتوانېد چې زرنج ښار ته ځان ورسوي او موضوع یې د ولایت مقام او امنیې قوماندانۍ سره شریکه کړه.
د نیمروز د والي د ویاند په خبره، دغه پېښه څلور ورځې وړاندې شوې او د راپور له ترلاسه کېدو وروسته پولیسو او استخباراتو د ورکو کسانو د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي دي.
هغه وویل: «د ژغورنې عملیات په بېلابېلو طریقو دوام لري، چورلکې هم د ورکو کسانو د لټون لپاره نیمروز ته راغلې دي، خو تر اوسه یې کومه پایله نه ده ورکړې. د پولیسو او ټولو امنیتي ځواکونو هڅې د دغو کسانو د موندلو لپاره لا هم دوام لري.»
توحیدي دغهراز د بيبيسي له خوا د دې پېښې په اړه خپور شوی راپور ناسم وباله او ویې ویل: «اصلي موضوع سمه ده، خو هغه ډول چې بيبيسي خپره کړې، سمه نه ده؛ پنځه مړي چې موندل شوي، په دغو ۱۹ ورکو کسانو پورې اړه نه لري، بلکې د نورو کسانو دي. هغه ۱۹ کسان لا هم ورک دي او د موندلو لپاره یې د لټون عملیات دوام لري. د دغو پنځو کسانو جسدونه هم د چورلکې په وسیله موندل شوي دي.»
هغه وايي، موندل شوي پنځه جسدونه د سړیو او د بلخ ولایت اوسېدونکي دي. دغهراز، ۱۹ ورک شوي کسان هم ټول نارینه دي او هيڅ ښځه په کې نشته.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.