بريرې رضي الله عنها کيسه: د آزادۍ، عدالت او نبوي رهبرۍ په اړه مقاصدي لوست

ليکوال: پروفیسور ډاکټر عبیدالله برهاني

66

بريرې رضي الله عنها کيسه: د آزادۍ، عدالت او نبوي رهبرۍ په اړه مقاصدي لوست

سريزه

د بريرې رضي الله عنها کيسه د نبوي سنت له هغو مهمو پېښو څخه ده چې پکې فقهي احکام، انساني ارزښتونه او ټولنيز اصول په ژور ډول سره يو ځای شوي دي. دا کيسه يوازې د عتق (د غلامۍ د پای ته رسېدو)، نکاح او فسخې يوه فقهي موضوع نه ده، بلکې د رسول الله ﷺ د انساني منهج، د انسان د ارادې د درناوي، د احساساتو د مراعات او د عدالت د ټينګښت يو روښانه مثال دی.

دغه پېښه موږ ته د نبوي لارښوونې څو مهم اړخونه راښيي: د وحي او بشري اجتهاد ترمنځ توپير، د ښځې د انتخاب حق، د کورنيو شخړو د حل نبوي طريقه، او هغه رهبرۍ چې له رحمت، حکمت او عدالت څخه جوړه ده.

لومړی: د بريرې رضي الله عنها کيسه په باوري سرچينو کې

د بريرې رضي الله عنها کيسه په صحيح البخاري او صحيح مسلم کې په صحيح روايتونو سره راغلې ده. بريره رضي الله عنها يوه وينځه وه، بيا ام المؤمنين عائشې رضي الله عنها وپېرله او آزاده يې کړه. د هغې خاوند مغيرث رضي الله عنه هم غلام و.

کله چې بريره آزاده شوه، د اسلامي فقهې له مخې هغې ته د خيار العتق حق ورکړل شو؛ يعنې دا اختيار چې نکاح وساتي او يا يې فسخه کړي.

بريرې رضي الله عنها د بېلتون پرېکړه وکړه. مغيرث رضي الله عنه له هغې سره ډېره ژوره مينه لرله، تر دې چې د مدينې په کوڅو کې به يې پسې ګرځېده او له سترګو به يې اوښکې روانې وې.

کله چې رسول الله ﷺ د هغه حالت وليد، عباس رضي الله عنه ته يې وفرمايل:

«يا عباس، ألا تعجب من حب مغيث بريرة، ومن بغض بريرة مغيثًا»

ژباړه:
«اې عباسه! ايا د مغيرث د بريرې له مينې او د بريرې د مغيرث له نه خوښې څخه تعجب نه کوې؟»

بيا يې بريرې رضي الله عنها ته وفرمايل:

«لو راجعته»

ژباړه:
«که دې بېرته ورسره ژوند پيل کړی وای.»

بريرې رضي الله عنها وپوښتل:

«يا رسول الله، أتأمرني؟»

ژباړه:
«يا رسول الله! ايا دا ستا امر دی؟»

رسول الله ﷺ وفرمايل:

«إنما أنا شافع»

ژباړه:
«زه يوازې شفاعت کوونکی يم.»

نو هغې وويل:

«لا حاجة لي فيه»

ژباړه:
«زه ورته اړتيا نه لرم.»

رسول الله ﷺ د هغې پرېکړه ومنله او پر هغې يې د بېرته ستنېدو فشار ونه راوړ.

دا حديث امام بخاري په صحيح البخاري کې د عتق او نکاح په کتابونو کې، او امام مسلم په صحيح مسلم کې د عتق په کتاب کې روايت کړی دی. د دې حديث فقهي او تحليلي بحث ابن حجر عسقلاني په فتح الباري او امام نووي په شرح صحيح مسلم کې کړی دی.

دوهم: د وحي او انساني شفاعت ترمنځ توپير

د دې کيسې له مهمو علمي درسونو څخه يو دا دی چې د رسول الله ﷺ د ويناوو او کړنو ترمنځ د مقام توپير بايد وپېژندل شي.

ځينې ويناوې او لارښوونې د الله تعالی له لوري د شريعت د بيان په توګه وي چې پيروي يې لازمه ده، او ځينې نورې کړنې د يو مشر، مصلح او انسان په توګه د هغه ﷺ د حکمت او انساني احساس څرګندونه کوي.

بريرې رضي الله عنها چې وپوښتل:

«أتأمرني؟»

دا پوښتنه د هغې د ژور فقهي فهم څرګندونه کوي؛ يعنې ايا دا حکم دی چې بايد ومنل شي، که د اصلاح لپاره شفاعت دی؟

کله چې رسول الله ﷺ وفرمايل:

«إنما أنا شافع»

نو څرګنده شوه چې دا د خير غوښتنې او اصلاح هڅه ده، نه يو لازم شرعي امر.

دا اصل د نبوي سنت په فهم کې ډېر مهم دی، ځکه د رسول الله ﷺ هر تصرف په يو ډول نه وي؛ ځينې يې تشريعي اړخ لري او ځينې يې ټولنيز، قيادي او انساني اړخ.

درېيم: د مينې او انساني احساساتو اړخ

د بريرې او مغيرث رضي الله عنهما کيسه څرګندوي چې فطري او غريزي مينه د انسان د طبيعت يوه برخه ده. اسلام دا احساسات نه ردوي، بلکې د انساني واقعيت په توګه ورسره چلند کوي.

رسول الله ﷺ د مغيرث رضي الله عنه درد او ژوره مينه له پامه ونه غورځوله، بلکې د هغه احساس ته يې درناوی وکړ او د اصلاح هڅه يې وکړه.

خو په عين حال کې يې اجازه ورنه کړه چې دا احساسات د بريرې رضي الله عنها د حق د له منځه وړلو سبب شي.

له دې څخه يو مهم اصل څرګندېږي:

احساسات بايد درناوی شي، خو د حقونو ځای نه شي نيولی؛ او حقونه بايد خوندي وي، خو له انساني احساساتو څخه بېل نه شي.

دا د نبوي منهج يو مهم اړخ دی چې انسان د احساساتو له نړۍ سره هماغسې چلند کوي لکه د حقوقو له نړۍ سره.

څلورم: د ښځې حق او د ارادې خپلواکي

د بريرې رضي الله عنها کيسه د ښځې د شخصيت او انتخاب د حق يو روښانه مثال دی.

هغې ته اجازه ورکړل شوه چې د خپل ژوند په يوه مهمه موضوع کې خپله پرېکړه وکړي. نه د مغيرث مينه، نه د ټولنيز فشار امکان، او نه هم د رسول الله ﷺ مقام د دې سبب شو چې د هغې مشروع اختيار له منځه ولاړ شي.

دا څرګندوي چې اسلام ښځه د مستقلې ارادې او بشپړ انساني کرامت څښتنه ګڼي.

د کورني ژوند ثبات يوازې په دوام نه، بلکې په رضا، مينه، تفاهم او متقابل درناوي کې دی. هغه اړيکه چې د جبر پر بنسټ ولاړه وي، د حقيقي سکون او رحمت سبب نه شي کېدای.

پنځم: د رهبرۍ او د شخړو د حل درس

د بريرې رضي الله عنها کيسه د حکيمې رهبرۍ يو لوړ مثال وړاندې کوي.

رسول الله ﷺ د يو رهبر په توګه د دواړو اړخونو حالت درک کړ: د مغيرث درد يې وليد، د اصلاح هڅه يې وکړه، خو خپل مقام يې د جبر لپاره استعمال نه کړ.

دا د هرې کچې مشرانو لپاره يو مهم درس دی؛ که سياسي وي، اداري وي، ټولنيز وي او يا کورنی مسؤوليت.

بريالۍ رهبرۍ هغه ده چې:

* د خلکو احساسات درک کړي؛
* د ټولو اړخونو خبرې واوري؛
* د حقونو ساتنه وکړي؛
* او د حکمت او انصاف له لارې حل لارې پيدا کړي.

حقيقي مشر هغه نه دی چې يوازې حکم وکړي، بلکې هغه دی چې انسان وپېژني.

شپږم: د بريرې رضي الله عنها په کيسه کې د شريعت مقاصد

د بريرې رضي الله عنها کيسه بايد يوازې د يو فقهي حکم په توګه ونه لوستل شي، بلکې د اسلامي شريعت د لوړو مقاصدو د عملي بېلګې په توګه هم وکتل شي.

په دې کيسه کې د انسان د کرامت ساتنه، د آزادې ارادې درناوی، د عدالت تحقق او د کورنۍ د اصلاح هڅه ټول يو ځای ښکاري.

شريعت د کورنۍ دوام يوازې د هدف په توګه نه ګڼي، بلکې د کورنۍ حقيقت د سکون، مينې او رحمت په شتون کې ويني.

له همدې امله، که د کورنۍ د دوام تر څنګ رضا او خوښه له منځه ولاړه شي، نو جبر حقيقي ثبات نه شي رامنځته کولای.

دغه کيسه ښيي چې اسلامي شريعت د انسان احساسات له پامه نه غورځوي، خو حقوق هم نه قرباني کوي؛ بلکې د رحمت او عدالت ترمنځ توازن رامنځته کوي.

اووم: د معاصر ژوند لپاره د بريرې رضي الله عنها د کيسې پيغام

د بريرې رضي الله عنها کيسه يوازې د تېر تاريخ يوه پېښه نه ده، بلکې د معاصر انسان لپاره هم ژور اخلاقي او ټولنيز پيغام لري.

نننی انسان، سره له دې چې د حقوقو، آزادۍ او عدالت خبرې ډېرې کوي، خو په عملي ژوند کې ډېر ځله د انساني ارزښتونو، د نورو د احساساتو او د متقابل احترام له کمښت سره مخ دی.

په ډېرو معاصرو اړيکو کې د قدرت، مقام او شخصي غوښتنو له امله د انسان کرامت ته زيان رسېږي. کله ناکله د ښځې يا نارينه د انتخاب حق له پامه غورځول کېږي، د خبرو پر ځای د فشار او جبر لارې غوره کېږي.

د بريرې رضي الله عنها کيسه موږ ته ښيي چې سالمه ټولنه هغه ده چې پکې د انسان اراده، کرامت او احساسات محترم وي.

همدارنګه دا کيسه د مشرانو لپاره يو ستر درس دی: رهبرۍ يوازې د واک په استعمال کې نه ده، بلکې د انسان د حالت په درک، د حکمت په ژبه او د عدالت په چلند کې ده.

نننۍ نړۍ که څه هم د آزادۍ شعارونه پورته کوي، خو حقيقي آزادي هغه وخت معنا پيدا کوي چې له مسؤوليت، اخلاقو او د نورو د حقونو له درناوي سره مل وي.

پایله

د بريرې رضي الله عنها کيسه د اسلامي فقهې، ټولنيز فکر او انساني رهبرۍ يو ژور او تلپاتې درس دی.

دا څرګندوي چې اسلام د وحي او انساني شفاعت ترمنځ توپير کړی، د ښځې د انتخاب حق يې خوندي کړی، انساني احساساتو ته يې درناوی کړی او عدالت يې د ټولنيزو اړيکو بنسټ ګرځولی دی.

د دې کيسې ستر پيغام دا دی چې انساني ټولنې يوازې د قوانينو او مادي پرمختګ په وسيله نه جوړېږي، بلکې د کرامت، آزادۍ، عدالت، حکمت او متقابل احترام پر بنسټ وده کوي.

دا کيسه هرې زمانې رهبرانو ته دا پيغام ورکوي چې اصلي ځواک په جبر کې نه، بلکې په حکمت، انصاف او د انسان د کرامت په ساتنه کې دی.

له همدې امله د بريرې رضي الله عنها کيسه يوازې يوه تاريخي پېښه نه ده؛ بلکې د انسان د درناوي، د اختلاف د مديريت او د عدالت پر بنسټ د ټولنې د جوړولو يو تلپاتې نبوي نموذج دی.

قوت په جبر کې نه، بلکې په عدالت کې دی؛ آزادي په بې‌مسؤوليتۍ کې نه، بلکې په کرامت کې ده؛ او رهبرۍ په واک کې نه، بلکې د انسان په درناوي کې ده.

وطن‌پالنه او هویت

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.