په نړيوالو اړيکو کې د ديني نصوصو سياسي توظيف

ډاکتر عبیدالله برهاني

58

په نړيوالو اړيکو کې د ديني نصوصو سياسي توظيف

د قرآني نصوصو او ديني اصطلاحاتو سياسي او

جيوپوليټيکي کارونې يوه نقدي او تحليلي مطالعه

لنډیز

په معاصرو سیاسي او پوځي خطابونو کې د دیني نصوصو استعمال یوه مهمه علمي او منهجي موضوع ده، په ځانګړي ډول هغه مهال چې قرآني آیتونه د دولتونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او ستراتیژیکو اړیکو د توجیه یا نقد لپاره کارول کېږي. دا څېړنه په ځانګړي ډول د «ولاء»، «موالاة» او «نصرت» له مفاهیمو سره د اړوندو قرآني آیتونو د معاصر سیاسي استعمال نقدي مطالعه وړاندې کوي.

د څېړنې اساسي پوښتنه دا ده چې ایا د «ولاء» اړوند قرآني آیتونه د معاصرو دولتونو ترمنځ پر ډیپلوماټیکو، اقتصادي او امنیتي اړیکو په مستقیم او مطلق ډول تطبیقېدای شي، او که د دې لپاره د قرآن د سیاق، د نزول د شرایطو، د مفسرینو د منهج، د نبوي سیرت او د شریعت د عمومي مقاصدو په رڼا کې جلا اجتهادي تحلیل ته اړتیا ده؟

څېړنه استدلال کوي چې په قرآن کې د «ولاء» او «موالاة» مفهوم یو واحد او ثابت حقوقي مفهوم نه دی؛ بلکې د سیاق له مخې د محبت، نږدېوالي، ملاتړ، نصرت، سیاسي تړاو او نورو معناوو ترمنځ توپیر کوي. له همدې امله، د یوه آیت له سیاق څخه جلا اخیستل او بیا د هغه پر بنسټ د معاصرو نړیوالو اړیکو په اړه مطلق سیاسي حکم صادرول له منهجي ستونزو سره مخ کېږي.

د قرآن کریم د المائدة ۵۱ آیت ترڅنګ د الممتحنة ۸–۹ آیتونه په ځانګړي ډول ښيي چې له هغو غیرمسلمو سره چې له مسلمانانو سره د دین له امله جګړه او اخراج نه کوي، د نیکۍ، عدالت او تعامل اصل په خپله قرآن کې منل شوی دی. د نبوي سیرت بېلګې، لکه د مدینې صحیفه، د حدیبیې تړون، له مختلفو ډلو سره معاهدې او اقتصادي معاملې، هم څرګندوي چې دیني اختلاف په خپله د هر ډول سیاسي، حقوقي او اقتصادي تعامل د مطلق منع معنا نه لري.

له همدې امله، دا څېړنه د «عقیدوي ولاء»، «ممنوعې موالات» او «معاصرو نړیوالو اړیکو» ترمنځ د روښانه تفکیک ملاتړ کوي. د مقالې اصلي پایله دا ده چې دیني نص باید د سیاسي موقف د مشروع کولو لپاره په انتخابي ډول ونه کارول شي؛ بلکې د هغه د تفسیر لپاره باید متن، سیاق، تاریخي شرایط، فقهي اصول او د شریعت عمومي مقاصد په یوه متوازن منهجي چوکاټ کې یوځای وکتل شي.

کلیدي کلمې: د دین سیاسي کول، نړیوالې اړیکې، قرآني تفسیر، ولاء، موالات، اسلامي دولتداري، سیاسي خطاب، پوځي خطاب، بهرنۍ پاليسي، د دین او سیاست اړیکه.

سریزه

په معاصر اسلامي سیاسي خطاب کې د دیني نصوصو استعمال له هغو موضوعاتو څخه دی چې هم علمي او هم سیاسي حساسیت لري. ستونزه هغه مهال لا پېچلې کېږي چې قرآني آیتونه د دولتونو ترمنځ د اړیکو، ستراتیژیکو ائتلافونو، امنیتي همکاریو یا بهرنۍ پالیسۍ د مشروعیت یا ردولو لپاره وکارول شي.

د دیني نصوصو سیاسي استعمال په خپله نوې پدیده نه ده. د اسلامي تاریخ په اوږدو کې دیني مفاهیم د سیاسي اخلاقو، دولتدارۍ، جګړې، سولې او تړونونو په بحثونو کې حضور درلود. خو د معاصر دولت، نړیوال قانون، ملي حاکمیت، نړیوالو سازمانونو او څو اړخیزو اړیکو له رامنځته کېدو سره دا پوښتنه لا مهمه شوې چې څنګه باید د اوومې میلادي پېړۍ په تاریخي او ټولنیز چاپېریال کې نازل شوي نصوص د ننني نړیوال نظام په شرایطو کې فهم او تطبیق شي.

د دې موضوع حساسیت هغه مهال زیاتېږي چې یو سیاسي یا پوځي مقام د خپل دولت د بهرنۍ پالیسۍ د نقد یا توجیه لپاره د «ولاء» اړوند قرآني آیتونه وکاروي. په داسې حالت کې اساسي پوښتنه دا نه ده چې ایا د قرآن آیت په سیاسي بحث کې یادول په اصل کې روا دي که نه؛ بلکې پوښتنه دا ده چې ایا د آیت استعمال د هغه له سیاق، لغوي معنا، تاریخي زمینه، تفسیري میراث او شرعي مقاصدو سره سمون لري؟

له همدې امله، د دې څېړنې موخه د کوم ځانګړي دولت، پوځ یا سیاسي جریان د موقف دفاع یا ردول نه دي؛ بلکې موخه یې د یوې پراخې منهجي ستونزې تحلیل دی: د دیني متن له تفسیري ساحې څخه د سیاسي مشروعیت او رقابت ساحې ته انتقال.

دا څېړنه له دې اصل څخه حرکت کوي چې شرعي نص یوازې د یوه جلا شوي عبارت له لارې نه فهمېږي. د نص معنا د ژبې، سیاق، اسباب النزول، د قرآن د نورو آیتونو، نبوي سنت، د مفسرینو د منهج او د شریعت د عمومي مقاصدو په ګډه مطالعه کې روښانه کېږي.

لومړی مبحث: د «ولاء» مفهوم؛ له لغوي معنا څخه تر قرآني استعمال پورې

«ولاء» او «ولاية» له هغو قرآني مفاهیمو څخه دي چې په مختلفو سیاقونو کې مختلفې معناوې لري. له همدې امله، دا اصطلاح باید د یوه واحد سیاسي مفهوم په توګه ونه کارول شي.

په عربي ژبه او اسلامي متونو کې د «ولاء» اړوند الفاظ د نږدېوالي، دوستۍ، ملاتړ، نصرت، سرپرستۍ او نورو معناوو لپاره استعمال شوي دي. په همدې اساس، د هر آیت د «ولاء» معنا باید د هغه د سیاق او د جملې د جوړښت له مخې وټاکل شي.

له دې امله، د «ولاء» مفهوم په مستقیم ډول له «هر ډول اړیکې» سره مساوي کول علمي ستونزه رامنځته کوي. همدارنګه، له بلې خوا، هر ډول سیاسي یا اقتصادي اړیکه د «عقیدوي ولاء» په معنا تعبیرول هم د مفهومي ګډوډۍ سبب کېږي.

د قرآن د آیتونو په مطالعه کې باید لږ تر لږه درې مفاهیم له یو بل څخه جلا شي:

١- عقیدوي ولاء: د مسلمان د ایماني هویت، عقیدې او دیني مرجعیت سره تړاو.

٢-ممنوعه موالات: هغه ملاتړ یا تړاو چې د ظلم، تېري، د مسلمانانو پر ضد د جګړې یا د هغوی د اساسي مصالحو د زیانمنولو له معنا سره تړاو پیدا کوي.

٣- عادي سیاسي او نړیوال تعامل: لکه تجارت، مذاکرات، تړونونه، ډیپلوماټیکې اړیکې، امنیتي تفاهمونه او نور تعاملات چې د عدالت، مصلحت او متقابل تعهداتو پر بنسټ ترسره کېږي.

د دې درېیو کټګوریو نه جلا کول د معاصر سیاسي خطاب یوه مهمه منهجي ستونزه جوړوي

دویم مبحث د المائدة ۵۱ آیت او د سیاق اهمیت

د دې بحث له تر ټولو زیات استعمالېدونکو آیتونو څخه د المائدة سورت ۵۱ آیت دی:

﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ﴾

د دې آیت په اړه یوه مهمه منهجي پوښتنه دا ده چې «أولياء» دلته په کومه معنا کارول شوي او د آیت د نهی حدود څه دي؟

کلاسیکو مفسرینو د دې آیت په تفسیر کې د هغه تاریخي او سیاسي سیاق ته پام کړی دی. د تفسیر په علم کې دا اصل مهم دی چې د یوه آیت معنا باید د هغه له نورو اړوندو نصوصو او د نزول له شرایطو څخه جلا نه شي.

له همدې امله، دا آیت په مستقیم ډول د معاصرو دولتونو ترمنځ د هر ډول سیاسي، اقتصادي یا ډیپلوماټیکې اړیکې د مطلق منع لپاره کارول، له تفسیري پلوه د بحث وړ دی.

په ځانګړي ډول، د قرآن کریم نور آیتونه ښيي چې له هغو غیرمسلمو سره چې د مسلمانانو پر وړاندې د دیني جګړې، اخراج او تېري برخه نه وي، د عدالت او نیکۍ تعامل امکان لري.

الله تعالی فرمایي:

﴿لَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ لَمْ يُقَاتِلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَلَمْ يُخْرِجُوكُمْ مِنْ دِيَارِكُمْ أَنْ تَبَرُّوهُمْ وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ﴾
الممتحنة: ۸

دا آیت د موضوع په فهم کې یو مهم تفسيري توازن رامنځته کوي: قرآن د غیرمسلمو ټولو اړیکو یو واحد حکم نه وړاندې کوي، بلکې د اړیکو د ډول، د مقابل لوري د چلند او د عدالت د اصل ترمنځ توپیر کوي.

له همدې امله، د المائدة ۵۱ آیت باید له الممتحنة ۸–۹ او نورو اړوندو نصوصو سره یوځای ولوستل شي، نه دا چې یوازې د یوه آیت له لارې د معاصر نړیوال نظام په اړه عمومي سیاسي حکم صادر شي

درېیم مبحث د کلاسیک تفسیر منهج او د معاصرې سیاسي قراءت ستونزه

د امام طبري، قرطبي، رازي او ابن عاشور په څېر مفسرینو په میراث کې د «ولایت» او «موالاة» مفهوم په یوه واحده معنا محدود شوی نه دی. د هغوی د تفسیري منهج یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د آیت لغوي معنا، سیاق، د آیت اړوند روایتونه او د شرعي حکم شرایط په پام کې نیسي.

له همدې امله، دا به علمي نه وي چې د کلاسیکو مفسرینو نظریات په مستقیم ډول د معاصر نړیوال نظام پر مفاهیمو واړول شي. هغوی د دولت-ملت، نړیوال قانون او معاصرې ډیپلوماسۍ په اړه خبرې نه کوي. خو د هغوی تفسیري اصول موږ ته دا منهجي درس راکوي چې د نص معنا باید د هغه له سیاق او د حکم له موضوع څخه جلا نه شي.

همدلته د معاصر سیاسي خطاب یوه اساسي ستونزه راڅرګندېږي: کله چې یو سیاسي یا پوځي مقام د خپل موقف د مشروعیت لپاره یو آیت انتخابوي، ممکن د نص له بشپړ تفسیري جوړښت څخه یوازې هغه برخه واخلي چې له خپل سیاسي استدلال سره یې مناسبت لري.

دا ډول انتخابي قراءت د «نص د استعمال» او «نص د تفسیر» ترمنځ توپیر کمزوری کوي.

څلورم مبحث د نبوي سیرت تجربه؛ دیني اختلاف او سیاسي تعام

د رسول الله ﷺ سیرت د دې موضوع لپاره مهم تاریخي او عملي شواهد وړاندې کوي.

له غیرمسلمو ډلو سره د تړونونو، مذاکراتو، سولې او معاملاتو بېلابېلې بېلګې د نبوي سیاست برخه وه. له همدې امله، د دیني اختلاف موجودیت په خپله د هر ډول سیاسي یا اقتصادي تعامل د منع معنا نه لري.

۱. د مدینې صحیفه

د مدینې صحیفه د اسلامي سیاسي تاریخ له مهمو لومړنیو اسنادو څخه ده. معاصرو څېړونکو د دې سند تاریخي جوړښت او حقوقي ماهیت په اړه بېلابېل نظرونه وړاندې کړي او ځینو یې د «اساسي قانون» پر ځای د تړونونو یا سیاسي وثیقې په توګه تحلیل کړی دی.

د دې سند اهمیت په دې کې دی چې په مدینه کې یې د بېلابېلو ډلو ترمنځ د ګډ امنیت، مسؤلیتونو او سیاسي نظم اړوند اړیکې تنظیمولې. د سند په تحلیل کې باید له معاصرو اصطلاحاتو سره له بشپړې برابرونې ډډه وشي؛ خو دا تاریخي تجربه په څرګنده توګه ښيي چې د مذهبي توپیر موجودیت په خپله د سیاسي تړون او ګډو ټولنیزو مسؤلیتونو مانع نه و.

۲. د حدیبیې تړون

د حدیبیې سوله د نبوي ډیپلوماسۍ له مهمو بېلګو څخه ده. دا تړون د مسلمانانو او د مکې د مشرکینو ترمنځ د جګړې د کمولو او د سولې د رامنځته کولو لپاره وشو.

د دې تجربې اهمیت دا دی چې رسول الله ﷺ د دیني اختلاف باوجود د سولې، مذاکراتو او تړون لپاره سیاسي لاره غوره کړه. د حدیبیې تړون په معاصرو څېړنو کې هم د لومړني اسلامي تړون جوړونې له مهمو بېلګو څخه بلل شوی دی.

نو د نبوي سیرت عمومي تصویر د دې ادعا ملاتړ نه کوي چې له غیرمسلمو سره هر ډول اړیکه په خپله د ممنوعې موالاتو برخه ده.

پنځم مبحث په اسلامي فقه کې نړیوال تعامل؛ له دښمنۍ څخه تر معاهدې پورې

اسلامي فقهي میراث له نورو ټولنو سره د تعامل لپاره یوازې د جګړې مفهوم نه پېژني. عهد، امان، صلح، تجارت، مراسلات او نور حقوقي تعاملات د اسلامي تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې مطرح شوي دي.

د دې فقهي میراث بنسټیزه ځانګړنه دا ده چې د اړیکو حکم د شرایطو له مخې بدلېدلی شي. جګړه، سوله، تړون، عدالت، امنیت، خیانت، تجاوز او متقابل تعهدات د اړیکو د ارزونې په ټاکلو کې رول لري.

له همدې امله، د معاصر دولت هره اړیکه باید په یوه واحد فقهي عنوان کې داخل نه شي.

معاصر نړیوال نظام د دولتونو ترمنځ د حاکمیت، معاهداتو، نړیوالو حقوقي تعهداتو، اقتصادي متقابلو ګټو او امنیتي همکاریو پر بنسټ جوړ شوی دی. دا واقعیت په خپله د دې اړتیا رامنځته کوي چې د کلاسیک فقهي میراث اصول د معاصر واقعیت له شرایطو سره په اجتهادي او منهجي ډول وکتل شي.

دلته د نص د ثابت اصل او د تطبیق د متغیرې وسیلې ترمنځ توپیر ډېر مهم دی

شپږم مبحث د دیني نص او معاصر دولت ترمنځ د مستقیم تطبیق ستونزه

معاصر دولت د اوومې میلادي پېړۍ له سیاسي جوړښتونو سره په بشپړه توګه یو شان نه دی. نن دولتونه د ملي حاکمیت، نړیوالو تړونونو، نړیوال قانون، اقتصادي متقابلو اړتیاوو او څو اړخیزو بنسټونو په یوه پراخه شبکه کې فعالیت کوي.

له همدې امله، کله چې د قرآن یو آیت د معاصر دولت د بهرنۍ پالیسۍ د ارزونې لپاره کارول کېږي، باید لږ تر لږه درې پوښتنې مطرح شي:

لومړی: د آیت اصلي موضوع څه ده؟

دویم: د آیت د تطبیق شرایط څه دي؟

درېیم: ایا معاصر حالت له هغه حالت سره حقوقي او سیاسي مشابهت لري چې آیت یې په اړه نازل یا تطبیق شوی و؟

که دا درې پوښتنې له پامه وغورځول شي، د دیني متن او سیاسي واقعیت ترمنځ یو مستقیم او میخانیکي پل جوړېږي چې ممکن د متن د اصلي معنا د پراخولو یا تحریف سبب شي.

اووم مبحث په سیاسي او پوځي خطاب کې د «ولاء» د آیتونو استعما

کله چې یو سیاسي یا پوځي چارواکی د دولتونو ترمنځ د اړیکو په نقد کې د «ولاء» اړوند قرآني آیت کاروي، د هغه بیان یوازې د دیني تفسیر موضوع نه پاتې کېږي؛ بلکې د سیاسي ابلاغ یوه وسیله هم ګرځي.

دلته باید د دیني تفسیر او سیاسي استعمال ترمنځ توپیر وشي.

دیني تفسیر د نص د معنا د کشف هڅه کوي؛ خو سیاسي استعمال د نص له لارې د یوه موقف د مشروعیت، نقد یا ابلاغ هڅه کوي.

دا دواړه فعالیتونه یو شان نه دي.

په ځانګړي ډول، که یو سیاسي یا پوځي مقام د یوه آیت له لارې د بل دولت اړیکې د «ولاء» په توګه تعریف کړي، باید وپوښتل شي چې ایا د آیت ټول تفسیري شرایط په پام کې نیول شوي، که یوازې یوه سیاسي معنا ترې اخیستل شوې ده.

د دې ډول خطاب خطر دا دی چې دیني اصطلاحات له خپل علمي او شرعي مفهوم څخه راووځي او د دولتونو ترمنځ د ستراتیژیک رقابت د سیاسي ژبې برخه وګرځي.

اتم مبحث د دیني نصوصو د سیاسي توطيف کولو خطرونه

د دیني نصوصو سیاسي کارول لږ تر لږه پنځه مهم خطرونه لري:

لومړی: د سیاق له منځه تلل.
آیت له خپل تاریخي، ژبني او تفسيري چاپېریال څخه جلا کېږي.

دویم: د مفاهیمو ګډوډي.
عقیدوي ولاء، سیاسي همکاري او ډیپلوماټیک تعامل یو ډول ګڼل کېږي.

درېیم: د سیاسي موقف دیني کول.
یو موقتي سیاسي تصمیم د یوه ثابت شرعي حکم په بڼه وړاندې کېږي.

څلورم: د اجتهاد ساحه محدودول.
کله چې یو سیاسي موقف د قطعي دیني حکم په توګه وړاندې شي، د بدیلو فقهي او سیاسي اجتهادونو لپاره ځای کمېږي.

پنځم: د دیني مرجعیت کمزوري کېدل.
کله چې مقدس نص د ورځنیو سیاسي رقابتونو د توجیه وسیله شي، د دیني متن علمي او اخلاقي مرجعیت له سیاسي استعمال سره ګډېږي.

نهم مبحث د اسلامي دولتدارۍ او نړیوالو اړیکو ترمنځ د مفهومي تفکیک اړتیا

د اسلامي سیاسي فکر په معاصره مطالعه کې یوه مهمه اړتیا دا ده چې د «امت»، «عقیدې» او «دولت» ترمنځ مفهومي توپیر وشي.

مسلمان د عقیدې له مخې د یوه ایماني امت برخه ده؛ خو معاصر دولت د نړیوال نظام په دننه کې د خپلو حقوقي، امنیتي او اقتصادي مسؤلیتونو له مخې عمل کوي.

له همدې امله، د یوه مسلمان دولت له بل غیرمسلم دولت سره اقتصادي یا ډیپلوماټیکه اړیکه په خپله د عقیدوي ولاء معنا نه لري.

همدارنګه، هر ډول نړیواله همکاري باید د عدالت، استقلال، امنیت، د تړونونو د مراعات او د خلکو د مصالحو له معیارونو سره وارزول شي.

نو اصلي پوښتنه باید دا نه وي چې: «ایا مقابل لوری مسلمان دی که غیرمسلمان؟»

بلکې په ډېرو سیاسي مواردو کې باید دا پوښتنې مطرح شي:

د دې اړیکې ماهیت څه دی؟
ایا پکې ظلم او تېری شته؟
ایا د تړون او تعهد نقض کېږي؟
ایا ملي استقلال او امنیت زیانمنېږي؟
ایا دا اړیکه د عدالت او متقابلې ګټې پر بنسټ ولاړه ده؟

دا ډول پوښتنې د معاصر نړیوال نظام د واقعیتونو او د اسلامي اخلاقو ترمنځ د یوه متوازن منهجي بحث زمینه برابروي.

لسم مبحث د نص، اجتهاد او سیاست ترمنځ متوازن منهج

د معاصرو نړیوالو اړیکو په تحلیل کې د دیني نصوصو د استعمال لپاره یو متوازن منهج باید لږ تر لږه شپږ پړاوونه ولري:

۱. نصي تحلیل:
د آیت لغوي او نحوي معنا باید روښانه شي.

۲. سیاقي تحلیل:
آیت باید د مخکینیو او وروسته آیتونو او د سورت د عمومي موضوع په رڼا کې ولوستل شي.

۳. تاریخي تحلیل:
د نزول شرایط، تاریخي پېښې او د لومړنۍ ټولنې وضعیت باید وکتل شي.

۴. تفسیري تحلیل:
د کلاسیکو او معاصرو مفسرینو نظرونه باید په امانت او دقت سره مقایسه شي.

۵. مقاصدي تحلیل:
د عدالت، عهد، امنیت، مصلحت، د ظلم د مخنیوي او د انساني کرامت عمومي شرعي اصول باید په پام کې ونیول شي.

۶. واقعي او سیاسي تحلیل:
وروسته باید وکتل شي چې معاصر حالت د نص له موضوع سره څومره ورته والی لري او د تطبیق لپاره کوم اجتهادي شرایط موجود دي.

په دې توګه، نه دین له سیاست څخه په مصنوعي ډول جلا کېږي او نه سیاست د دیني نصوصو د انتخابي استعمال له لارې مطلق مشروعیت ترلاسه کوي

پایله

د دیني نصوصو استعمال په سیاسي او نړیوالو بحثونو کې په خپله ستونزه نه ده. ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې مقدس متن له خپل سیاق، تاریخي زمینه او تفسیري اصولو څخه جلا شي او د یوه ځانګړي سیاسي موقف د مشروع کولو لپاره انتخابي وسیله وګرځي.

د «ولاء» اړوند قرآني آیتونه باید د قرآن د ټولیز پیغام، د آیتونو د سیاق، د نزول د شرایطو، د کلاسیک تفسیر، نبوي سیرت او د شریعت د عمومي مقاصدو په رڼا کې وکتل شي.

په ځانګړي ډول، د المائدة ۵۱ آیت باید د الممتحنة ۸–۹ آیتونو او نورو اړوندو نصوصو له منظومې څخه جلا نه شي. د نبوي سیرت د مدینې صحیفه او د حدیبیې تړون هم دا څرګندوي چې د دیني اختلاف موجودیت په خپله د هر ډول سیاسي، حقوقي او اقتصادي تعامل د مطلقې منع معنا نه لري. د مدینې صحیفې د تاریخي جوړښت په اړه معاصر علمي بحثونه هم د دې سند د دقیقې تاریخي ارزونې اړتیا څرګندوي.

له همدې امله، د معاصر نړیوال نظام په اړه د دیني حکم صادرول باید د «آیت → سیاسي شعار» په ساده مسیر ترسره نه شي؛ بلکې د «نص → سیاق → تفسیر → سنت → مقاصد → واقعیت → اجتهادي تطبیق» له منهجي لړۍ څخه تېر شي.

په پای کې، د اسلامي سیاسي فکر لپاره مهمه اړتیا دا ده چې عقیدوي ولاء د دولتونو له متغیرو سیاسي اړیکو څخه، او ثابت شرعي اصول د متغیرو سیاسي تدبیرونو څخه جلا وساتل شي.

دیني نص باید د سیاست تابع نه شي؛ خو سیاست هم باید د عدالت، اخلاقو او مسؤلیت له دیني اصولو څخه بې برخې نه شي. د دواړو ترمنځ سالمه اړیکه هغه وخت رامنځته کېږي چې نص په علمي ډول تفسیر، واقعیت په دقیق ډول درک، او د دواړو ترمنځ د اجتهاد له لارې متوازن تطبیق رامنځته شي.

وړاندیزونه

۱. په سیاسي او پوځي رسمي خطابونو کې دې د قرآني آیتونو له انتخابي او له سیاقه جلا استعمال څخه ډډه وشي.

۲. د دیني نصوصو د سیاسي استعمال پر مهال دې د آیت اصلي سیاق، تفسیري میراث او اړوند نور نصوص هم وړاندې شي.

۳. د «عقیدوي ولاء»، «ممنوعې موالات» او «ډیپلوماټیکو او نړیوالو اړیکو» ترمنځ دې څرګند مفهومي تفکیک وشي.

۴. د اسلامي سیاسي فکر معاصر بحث دې د کلاسیک فقهي میراث او د نړیوالو اړیکو د معاصر واقعیت ترمنځ د علمي اجتهاد پر بنسټ پیاوړی شي.

۵. د دیني اصطلاحاتو استعمال دې د سیاسي رقابت د ژبې پر ځای د علمي، اخلاقي او مسؤلانه خطاب برخه وګرځول شي.

اصلي علمي پیغام:
هر قرآني نص سیاسي شعار نه دی، او هر سیاسي ائتلاف عقیدوي ولاء نه دی؛ د دواړو ترمنځ د توپیر لپاره علم، سیاق، اجتهاد او د شریعت مقاصد اړین دي.

د مهموسرچينو لړليك (References)

ابن تيمية، أحمد بن عبد الحليم. السياسة الشرعية في إصلاح الراعي والرعية.

ابن عاشور، محمد الطاهر. التحرير والتنوير. الدار التونسية للنشر.

ابن القيم، محمد بن أبي بكر. زاد المعاد في هدي خير العباد. مؤسسة الرسالة.

ابن هشام، عبد الملك. السيرة النبوية.

الشاطبي، إبراهيم بن موسى. الموافقات. دار ابن عفان.

الطبري، محمد بن جرير. جامع البيان عن تأويل آي القرآن. دار هجر.

العثماني، محمد تقي. تكملة فتح الملهم.

غامدي، جاويد أحمد. ميزان. مؤسسة المورد.

القرطبي، محمد بن أحمد. الجامع لأحكام القرآن.

الماوردي، علي بن محمد. الأحكام السلطانية والولايات الدينية.

الرازي، فخر الدين. مفاتيح الغيب

طالبان د تحریک د فقهې او د دولت جوړونې د فقهې ترمنځ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.