ټرمپ د ایران اووه ورځنۍ طرحه رد کړه؛ تهران د جګړې د درولو او د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې وه

7

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه ورځنۍ طرحه وړاندې کړې چې د جګړو درول هم پکې شامل دي؛ خو امریکايي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد ولسمشر دغه وړاندیز رد کړی او تمه لري چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران هوايي بریدونه بېرته پیل شي.

الجزیرې پرون راپور ورکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي دغه پلان په نیویارک کې خبریالانو ته تشریح کړی دی. د راپور له مخې، د ایران وړاندیز د منځګړو له لارې واشنګټن ته رسول شوی او موخه یې د امریکا او ایران ترمنځ د هغې مخکنۍ هوکړې د شرایطو بیا عملي کول دي چې د جون په میاشت کې پرې سلا شوې وه.

الجزیره لیکي، د دغې طرحې له مخې امریکا باید د اوو ورځو په موده کې د تهران ځینې شرطونه عملي کړي، څو د اوربند د خبرو د بیا پیلېدو او د سمندري محدودیتونو د پای ته رسېدو زمینه برابره شي. ټاکل شوې وه چې د اووه ورځنۍ مودې په وروستۍ ورځ د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي او د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې سملاسي پیل شي.

الجزیرې د نیویارک ټایمز په حواله لیکلي چې د ایران په طرحه کې د اوو ورځو په موده کې د غزې او لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړو درول هم شامل دي. د راپور له مخې، تهران د لږ تر لږه ۱۲ میلیارد ډالرو په ارزښت د ایران د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو، د ایران پر تېلو د لګېدلو بندیزونو د معافیت او د امریکا د سمندري محاصرې د پای ته رسولو غوښتنه هم کړې ده.

هممهاله، الجزیرې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې د منځګړو له لارې شوې خبرې «مثبتې او رغنده» وې؛ خو نیویارک ټایمز د یوه امریکايي چارواکي له قوله لیکلي چې واشنګټن د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره بیړه نه لري.

بل‌خوا، وال سټریټ ژورنال په یوه جلا راپور کې د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي چې ټرمپ د ایران د «اووه ورځني اوربند» وړاندیز رد کړی او خپلو سلاکارانو ته یې ویلي چې تمه لري د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران بمبارۍ بېرته پیل کړي.

په راپور کې دا هم راغلي چې ټرمپ شک لري تهران به د هغه غوښتنې ومني او ویلي یې دي چې هره راتلونکې هوکړه باید د ایران د اټومي پروګرام د له منځه وړلو لامل شي.

د امریکا او ایران ترمنځ مخکنۍ هوکړه چې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د جون په ۱۷مه لاسلیک شوې وه، د خبرو لپاره یې ۶۰ ورځنۍ موده ټاکلې وه؛ خو دغه هوکړه څو اوونۍ وروسته له منځه ولاړه او د اګسټ په میاشت کې یې موده پای ته ورسېده.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320