یوناما: د افغانستان د جګړې ۹۵ سلنه قربانیان له رواني زیانونو کړېږي

34

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د څو لسیزو جګړو قربانیان لا هم له ژورو رواني، جسمي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېری یې عدالت او اړینو ملاتړونو ته لاسرسی نه لري.

یوناما د سې‌شنبې په ورځ، د وږي ۱۰مه، د «د جګړې د قربانیانو تجربې او اړتیاوې» په نوم راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې تر ډېره له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې، واک ته د طالبانو د بیا رسېدو پورې، د افغانستان د جګړو دوره څېړل شوې او د ۱۹۵ جګړه‌ځپلو کسانو او د هغوی د خپلوانو له مرکو څخه په کې استفاده شوې ده.

د راپور د موندنو له مخې، د مرکه شویو کسانو ۹۵ سلنه ویلي چې له جګړې وروسته له عاطفي او رواني زیانونو، لکه خپګان، اضطراب او د تروماتیکو پېښو د خاطرو له بیا بیا راګرځېدو سره مخ شوي دي.

همدارنګه، ۵۸ سلنه مرکه شویو کسانو ویلي چې د جګړو پر مهال ټپیان شوي او ډېری یې لا هم له اوږدمهاله دردونو، معلولیت او د کار یا زده‌کړو د دوام له محدودیتونو سره ژوند کوي.

د یوناما په وینا، د جګړو اغېزې یوازې تر جسمي او رواني زیانونو محدودې نه دي. ۸۴ سلنه مرکه شویو کسانو د جګړې له امله د مالي زیانونو یادونه کړې ده. په دغو زیانونو کې د درملنې لګښتونه، د مړو د جنازو لګښتونه، د کورونو او ویجاړو شویو کاروبارونو بیا رغونه او د عاید له لاسه ورکول شامل دي.

هغه ښځې چې د جګړو له امله کونډې شوې دي، هم له هغو ډلو څخه دي چې له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. د کار پر فرصتونو موجود محدودیتونه د دې لامل شوي چې دوی ونه شي کولای د خپلو کورنیو د ژوند لګښتونه په اسانه برابر کړي.

راپور زیاتوي چې له نیمايي څخه ډېرو قربانیانو د عدالت، تاوان یا د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی. د غچ اخیستنې وېره او دا اندېښنه چې شکایتونه به یې جدي ونه نیول شي، د دوی د چوپتیا له مهمو لاملونو څخه بلل شوې ده.

یوناما وايي، دا وضعیت په داسې حال کې دوام لري چې د ۲۰۰۹ کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱ کال د اګست تر ۱۵مې پورې په افغانستان کې له ۴۰ زرو ډېر ملکي وګړي وژل شوي او له ۷۷ زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور په پای کې ټینګار شوی چې د جګړو اغېزې د شخړو له پای ته رسېدو سره نه دي ورکې شوې، بلکې ډېری قربانیان او د هغوی کورنۍ لا هم له تاوتریخوالي، بېوزلۍ، معلولیت، رواني زیانونو او عدالت ته د اغېزمن لاسرسي له نشتوالي سره مخ دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.