لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۳۸۹مه برخه
ما مې د زړه دربار تړلی
لالی دې زنې پښو ته نهراوړي لاسونه
چې را په یاد شي، حال مې نورشي
جامې مې اور شي، راته سېځي اندامونه
دلته خو اوښ په بډه کېـږي
هلته حساب بیا د ذرې ـ ذرې کوینه
د لنډیو د دې برخې لهپاره دا لاندې لنډۍ راټولې شوې دي:
لیلا چې بلکور ته وادهشي
زما یادنه به یې خوب ته نهپرېـږدینه
له غټوسترگو برخمنې
په رنځ اخته شې، زه دې زیـړزبېښلیکړمه
لیدلییار د چا هېرېـږي
کور دې یې ورانشي چې په ما یې هېروینه
ما مې د زړه دربار تړلی
لالی دې زنې پښو ته نهراوړي لاسونه
ملا ورتیزشه اذان وکړه
د یار لوېدلې ستركې زړونه ورانوینه
مرض مې گران، علاج اسان دی
په تش دیدن د یار رغیـږم نه راځینه
ما ته دې خپل زړه بېرته راکړي
دا ویـرلــړلې یــاري نــوره نــهکــومــه
ما ویل له غمه به دې مړه شم
مرگ په نیټه وې، دروغجنه شوم میئنه
ښه ده چې ستا دوران خو تېرشو
هرمازدیگر به درنه سرې سترگې راتلمه
ستا په شان ډېر پر ما میٔن دي
زړگی مې یو دی، زه بې چاله ورکومه
تا ته د زړه له زوره خاندم
غم به د زړه په کور دننه تېرومه
پرمخ مې شین زړوکی خور کئ
زه د بـېـلـتـون لـیـونـو سپو داړلی یمه
په تاویزونو پوره نهشوه
داځل د کلي ټول مشران راغونډومه
خدای دې زما د مور انگور که
زه په مور گران یم، ستا به ډېر قدرکوینه
چې مې د تورو زلفو وار و
د چا به کار و، چا به هسې غږکاونه
چې را په یاد شي، حال مې نورشي
جامې مې اور شي، راته سېځي اندامونه
څوک چې د مور دوعا کې رنگ وي
که بدرنگ هم وي، خدای یې نه بدرنگوینه
دلته خو اوښ په بډه کېـږي
هلته حساب بیا د ذرې ـ ذرې کوینه
د دنگوغرونو ارمان راشي
پرديوطن کې چې گرمۍ ته وگورمه
د طبیبانو وس مې نهشته
رنځورلالی په زیارتونو گرځومه
د دلهگانو په اختیاریم
پیغور به اورم، سر به کښته گرځومه
د سترگوتور مې پرې اوبه شول
نه مې یار ـ یارشو، نه یې خلاص له غمه شومه
د بیلتانه ماښام مې وژني
له کوره تلليخلک ولې نهراځینه
د هرچا خپله، خپله خوښه
زه به یې ځانته له وطن نه راولمه
دا مازدیگر چې څنگه تېرشو
داسې به تېرشي د ظالم روان ظلمونه
هغه ده لاړه، پناه کېـږي
زړه مې رپېـږي، د چا کور به ورانوینه
وړې وړه شې، لویه مهشې
ته لا وړه یې، په یار وایې سلامونه
ورځ د جمعي ده، سوال قبلېـږي
د خپل وطن په حق کې پورته کړئ لاسونه
صبر د قبر په مثال دی
څوک چې مدام صبر کوي، خاورې به شینه
زړگیه چا، چا له دې ورکم
هرسړی دا نارې وهي چې یاردېیمه
کلي کې گردچاپیره گرځم
چې پرې رغیـږم، هغه سترگې نهوینمه
عمر مې تیرشو، غم مې ډېرشو
نه مې یار هیرشو، نه یې خلاص له غمه شومه
اول دې سپینهخولگۍ راکه
بیا دې لالا ته ټوپک ورکه چې راځینه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.