که په افغانستان باندې د پاکستان لخوا د بريدونو په تړاو له هغو رسمي توجیهاتو څخه تېر شو چې د ترهګري ضد او دفاعي عملیاتو نوم ورکوي، نو پوهيږو چې د افغانستان په خاوره باندې تحمیل شوې جګړه د پاکستان د امنیت سمولو په موخه نه، بلکې د افغانستان د نا امنه کولو کمپاين دى. د بریدونو وخت، پراخوالی او جغرافیایي شاخصونه ښيي چې موضوع له امنیتي اندېښنو سره تړاو نه لري، بلکې له پراخو ستراتیژیکو محاسبو برخه ده.
تاريخي شاليد ته په کتو پاکستان پوهيږي چې پوځي فشار او د زور سیاست نه یوازې د پاکستان امنیتي ستونځې نه دي حل کړې، بلکې په خپله یې د بېثباتي رامنځته کيدو، افراطیت او متقابلې بېاعتمادي د ژورېدو لپاره امکانات برابر کړى دي. له همدې امله، دغه جګړه د امنیت د ټینګښت لپاره د حللارې وړاندې کولو پر ځای، د پاکستان د امنیتي ستونځو د دوام او پراختیا یو اساسي لامل ګرزېدلې او سیمه یې د لا ژورو بحرانونو پر لور سوق کړې ده.
په پراخ سیمهییز چوکاټ کې د پاکستان تاريخي کړنو ته په کتو، دغه ډول بريدونه، که پاکستان ورته هر نوم او عنوان ورکوي خو موخه يې په افغانستان باندې د فشار او د دغه هېواد په سیاسي او امنیتي چاپېریال د اغېز اچولو هڅه ګڼل کېږي. دا هغه تکراري تګلاره ده چې پاکستان په خپل سیمهییز سیاست کې څو ځله کارولې.
داسې ښکاري چې پاکستان د تير په څير يو ځل بيا د افغانستان په هکله خپله د ستراتېژیک عمق تګلاره د امریکا له پراخو ستراتیژیکو ګټو سره همغږې کړې او غوټه کړې ده؛ هغه لیدلوری چې د زور کارول پکې د “دفاعي ګامونو پورته کولو” په توګه توجیه کوي او له سیاسي تفاهم څخه مهار کولو او ستراتیژیک فشار اچولو ته لومړيتوب ورکوي. دغه همغږي د واشنګټن له وروستي دریز څخه نوره هم څرګنده شوه، چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان بریدونه یې د مشروع دفاعي اقدام په توګه ياد کړی دی. له امریکايي ليدلوري سره د پاکستاني تګلارې همغږي کول دهغو خطرونو د بيا راژوندي کولو امکانات رامنځته کوي چې په ټوله سيمه کې د ثبات په نوم بېثباتي زیاتوي.
تاریخ په دغه هکله یو مهم درس وړاندې کوي. په افغانستان کې د شوروي ځواکونو له نظامي يرغل څخه نيولى د ترهګري په وړاندې د مبارزې په نوم د امريکا تر مشرتابه لاندې يرغل پورې، ښودلې چې د بهرنيو ځواکونو لخوا په افغانستان کې نظامي يرغلونه او بريدونه د بريدکوونکو لخوا د اعلان شويو ستراتیژیکو موخو خلاف پایلې ورکوي او په وړاندې يې د مقاومت روایتونه پیاوړي کوي او د وسلهوالو ډلو د جلب و جذب لپاره يې لاره هواره کړې. په همدغه تاریخي چوکاټ کې، د پاکستان وروستي بريدونه هم ورته منفي پایلې درلودلاى شي: د پاکستان ضد احساساتو زیاتوالی، له کابل سره د ډیپلوماټیکو اړیکو لا پېچلتیا، او د غچ اخیستلو د دورې پیاوړتیا.
د افغانستان په هکله د پاکستاني تګلارې ژوره ارزونه دا هم څرګندوي چې د رنګونو او نيرنګونو بدلول اوږدمهاله ستراتیژیک تسلسل دی چې پاکستان په تاریخي توګه په کابل کې واکمن حکومتونه د هند د نفوذ استازي ګڼي، خو په عین حال کې یې له غیر دولتي وسلهوالو او اپوزیسیون ډلو سره اړیکې ساتي او پالى.
د پاکستان دغه نيرنګي کړنه یو ځل بیا د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ښکاره شوه، کله چې طالبان کابل ته ننوتل او د ولسمشري ماڼۍ د نیولو پر لور روان وو، خو پاکستان د هغوى د بديل موندلو په موخه په هماغه ورځ د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت (PIA) الوتکې کابل ته ددې لپاره واستوله چې د پخوانيو توپک سالارانو ځینې څېرې پکې اسلام اباد ته وليږدوي. دغه ليږدونه او له جنګسالارانو سره د اوسني تعاملات د همدغې اوږدمهالې ستراتیژي دوام څرګندوي؛ داسې ستراتیژي چې له واکمنو سره محدودې اړیکې ساتل کېږي او په هغو غیر دولتي لوبغاړو باندې تمرکز کيږي چې په راتلونکې کې د نيابتي جګړو لپاره د وسیلو په توګه کارېدلای شي.
که په افغانستان کې د پاکستان موخې رښتیا هم امنیتي وای، نو تلپاتې امنیت د هوايي بریدونو، د افغانستان د حاکمیت د نقض، او د خپلو کورنيو نيمګړتياو او امنیتي ستونځو په تړاو افغانستان ته د پړې ګوته په نيولو نشي تأمینېدای. برعکس، پاکستان باید افغانستان د ستراتېژیکو لوبو د ډګر پر ځای د یوه خپلواک او برابر ګاونډي هېواد په توګه ومني. د ګډو امنیتي اندېښنو د حل تلپاتې لاره د حاکميت په ماتولو او د زور په کارولو کې نه بلکې په خبرو اترو، متقابل درناوي، او سیاسي تعامل کې ده
له شک پرته د افغانستان په وړاندې د پاکستان د سیاست تاریخي تسلسل ښيي چې د افغانستان د بېثباته ساتلو عنصر پکې یو ثابت او تلپاتې ستراتېژیک ځای لري. البته بنسټیزه پوښتنه دا ده چې افغانان ولې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې په پرلهپسې ډول خپلمنځي اختلافات هغې کچې ته رسوي چې بهرني لوبغاړي وکولای شي خپلې ستراتېژیکې موخې او رقابتونه زموږ د خاورې او زموږ د خلکو د سرونو په بیه پر مخ یوسي؟
زموږ د متواترو ستونځو دوام یوازې د پاکستان يا هم بل پردي هېواد د ناوړه ارادو پایله نه ده او ليکوال ددې پلوي هم نه کوي چې يوازې پاکستان يا هم بل پردي هېواد ته زموږ د هرې تراژيدي په تړاو د پړې ګوته نيول به زموږ ستونځه حل کړي. له څو لسیزو راهیسې زموږ د حکومتولي نيمګړتياوې، سیاسي مخالفتونه د ستونځو د حل لپاره د سوله ييزو ميکانيزمونو په رامنځته کولو کې زموږ سياسي او ټولنيزه تشه او د ملي اجماع نشتوالي پرديو لاسوهنو ته لاره هواره کړې ده. هر څومره چې په افغانستان کې مشروع سیاسي ثبات، ملي یووالی، او د دولت ظرفیت پیاوړی شي، هماغومره به د بهرنیو لاسوهنو ساحه تنګه او د اغېز کچه یې را کميږي.
پاکستان، د خپلو ستراتیژیکو محاسبو له مخې، هر ځل هڅه کړې چې په افغانستان کې له بېلابېلو سیاسي او جنګي څېرو سره اړیکې وساتي او د اړتیا پر مهال یې د نفوذ د وسیلې په توګه وکاروي. پوښتنه داده چې ايا خپلو نيمګړتياو ته له متوجه کيدو پرته یوازې پاکستان ملامتول، د ستونځې د بشپړ انځور وړاندې کوي؟ زما په آند نه، قطعاً نه. تر هغو چې افغانان د خپلو اختلافونو د حل لپاره په ملي خبرو، سیاسي زغم او متقابل باور رامنځته نکړي، تل به بهرني لوبغاړي له همدغو تشو او درزونو څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده کوي. بهرنی لاسوهنه هغه مهال اسانه کېږي چې کورني درزونه، بېباوري او سیاسي انحصار موجود وي.
اساسي پوښتنه ښايي دا نه وي چې پاکستان ولې دا کار کوي؟ ځکه هر دولت تر ډېره خپلې ملي ګټې تعقیبوي. بله اصلي پوښتنه دا هم ده چې موږ افغانان ولې لا هم داسې سیاسي چاپېریال نه شو رامنځته کولای چې بهرنیو استخباراتي شبکو ته د افغانانو د استخدام، تمویل او یو د بل پر وړاندې د درولو فرصت ترلاسه نکړي؟
که افغانان وکولای شي خپل اختلافونه د خبرو، مشارکت او ملي اجماع له لارې حل کړي، د هر بهرني هېواد لپاره به د نیابتي ډلو جوړول او پالل خورا ستونځمن شي. له همدې امله د پاکستان پر سیاست نیوکه مهمه ده، خو تر هغې مهمه دا ده چې خپلو نیمګړتیاوو ته هم په هماغه اندازه صادقانه او انتقادي نظر ولرو. یوازې په دې صورت کې به د تاریخ د تکرار مخه ونیول شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.