ستراتیژیکه ژورتیا که ستراتیژیکه ناکامي؟

عبدالوحید وحيد

60

که د پاکستان د “ستراتیژیکې ژورتیا” تګلارې په هکله داسې انډوليزه او ناپييلې ارزونه کوو، چې د حکومتي څرګندونو پرځاى په عيني واقعیتونو باندي ولاړه وي او د تېرو څو لسیزو تاریخي تجربو انعکاس پکې ځاى شوى وي، نو باید  د رسمي چينلونو او وياندويانو له څرګندونو څخه  ورهاخوا د دغې تګلارې  انګېزې او اوږدمهالې سیمه ییزې پایلې وڅېړل شي.

پاکستان تل د افغانستان په هکله خپل د نفوذ موندلو سیاست د ملي امنیت په نوم توجیه کړی دى، او استدلال یې دا دی چې په کابل کې یو دوست حکومت د هند له احتمالي محاصرې څخه د مخنیوي او له لويديز لوري څخه د پاکستان د خوندي کولو لپاره اړین دی. اندېښنه داده چې که واقعاً د پاکستان انګېزه د ستراتېژیک برلاسي د ترلاسه کولو په موخه نه، بلکې په ريښتوني ډول د امنیتي اندېښنو پر بنسټ واى، نو د تېرو پنځوسو کلونو ناکامه او زيان اړوونکې تجربې باید د دغه هیواد لپاره په خپلو تګلارو باندي د بیاکتنې لامل شوې وایي.

د شوروي یرغل، د امریکا جګړه، او د ناټو اوږد پوځي شتون  وښوده چې په افغانستان کې د زور کارول د اوږدمهاله سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره بريا نشي رامنځته کولاى. برعکس، پوځي فشارونه د افغانانو ترمنځ د پرديو په وړاندې د مقاومت روحيه پياوړې کوي، د بې‌ثباتي او دښمني د زیاتېدو سبب ګرزي. له همدې امله، د زور پر بنسټ د ولاړې تګلارې دوام د هغو شرموونکو پایلو د بیا تکرار خطر زیاتوي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې څو ځله تجربه شوې دي.

د دې تر څنګ، تاریخي شواهد هم د پاکستان دغه ادعا نه تاییدوي چې د افغانستان لخوا دې د هند او پاکستان ترمنځ شته رقابتونه  د پاکستان پر ضد د ستراتیژیکې وسلې په توګه کارول شوى وي. دغه موضوع هغه شننې او ارزونې پياوړې کوي چې وايي افغانستان هيڅکله د پاکستان او هندوستان ترمنځ له رقابتونو څخه د وسيلې په توګه کار نه دى اخيستى او داچې د پاکستان دغه دريز د امنیتي اړتیاوو له مخې نه، بلکې  د پراخو سیمه‌ییزو اهدافو د پلي کولو لپاره یوه ستراتیژیکه پلمه ده.

که څه هم د دې تګلارې ترشا د پرتو پټو ارادو په اړه قطعي ثبوت نشته، خو د تېرو څو لسیزو تحولاتو ته په کتو داسې ښکاري چې ستراتیژیکه ژورتیا د هغو موخو لپاره نه وه چې پاکستان له افغان ګواښونو څخه خوندي کړي، بلکې هدف دا وو چې افغانستان په داسې حالت کې وساتل شي چې د تل لپاره د پاکستان د نفوذ په ساحه کې پاتې شي.

د ستراتیژیکې ژورتیا دوکتورين یوه بله مهمه ستونځه له وسله‌والو ډلو سره د پاکستان اوږدمهاله اړیکې دي. په تيرو لسیزو کې پاکستان د افغان شخړو پر مهال د بېلابېلو وسله‌والو شبکو د ملاتړ، هغوى ته د اسانتيا برابرولو یا لږ تر لږه د پناه ورکولو په تور د ګڼو حکومتونو، شنونکو او نړیوالو بنسټونو لخوا تورن شوی دی، خو داسې بيلګه نشته چې پاکستان دې له تيرو پنځو لسيزو راپدېخوا د کابل واکمنانو په وړاندې له جنګيدونکي ډلې څخه ملاتړ نه وي کړى او همدغه يوه سواليه نښه ده چې پاکستان ولې د تل لپاره د عمل په ډګر کې له نظام څخه نه بلکې د هرې حاکمې ډلې په وړاندې يې د وسلوالو مخالفينو ملاتړ کړي دى.

ايديالوژيکي وسله والې ډلې په پیل کې  د ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو او  نفوذ پراخولو لپاره د وسیلو په توګه کارول کېږي، خو تاریخ په تکراري ډول ښودلې چې نظرياتي وسله‌وال سازمانونه تل د خپلو ملاتړکوونکو له اوږدمهاله ګټو سره وفادار نه پاتې کېږي. د سیاسي او امنیتي شرایطو له بدلون سره، دغه ډلې خپلواکې اجنډاوې تعقيبوي، په بېلابېلو ډلو وېشل کېږي، او په تدريجي ډول د هغو استخباراتي چينلونو له کنټرول څخه وزي چې یو وخت یې د ستراتیژیکو وسایلو په توګه کارول.

له همدې امله، هغه عناصر چې یو وخت  د مشخصو موخو لپاره ګټور ابزار ګڼل کېدل، وروسته د هماغو دولتونو لپاره د امنیتي فشار او بې‌ثباتي سرچینې ګرزي. پاکستان په همدغه رنځ اخته دى او په افغانستان کې د د پاکستان ضد وسله‌والو ډلو شتون که احياناً ثابت هم شي، نو یوازې د افغان سیاستونو یا هم د افغان حکمرانانو د نیتونو پایله نه ګڼل کېږي، بلکې  تر ډېره د پاکستان د هغو اوږدمهالو تګلارو انعکاس دی چې د ستراتیژي پربنسټ يې روزلي وي او يا هم له امریکا سره د ترهګري په وړاندي جګړه کې ددغه هېواد د شراکت پايله ګڼل کېږي.

د دوه اړخيزو همکاريو پر ځای نفوذ ته د لومړیتوب ورکولو پاکستاني تګلارو افغانستان له یوه بالقوه سیمه‌ییز شریک څخه د نيابتي تګلارو، او متقابلې بې‌باوري په  اوږدمهاله ډګر بدل کړ. په دغه هېواد کې د نفوذ د ترلاسه کولو هڅو په وړاندې حساسيت او مقاومت رامنځته شو او یو داسې اوږدمهاله امنیتي معما یې وزېږوله چې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور یې په تدریجي ډول له منځه يووړ.

د ستراتېژيک عمق زيانونه یوازې په افغانستان پورې محدود نه دي، بلکې د وخت په تېرېدو سره د دغې تګلارې له امله د پاکستان خپلو اوږدمهالو ګټو ته هم زیانونه ورسیدل. سیمه‌ییزه بې‌ثباتي یې پیاوړې کړه، د اقتصادي ادغام او له رامنځته شويو سیمه‌ییزو فرصتونو څخه د ګټو پورته کولو امکانات یې کم کړل، او پاکستان یې په هغو اوږدمهاله امنیتي ننګونو کې ښکېل وساته چې لا هم د سیاسي مالي او پوځي سرچینو لویه برخه مصرفوي. د دې پر ځای چې ستراتیژیک انعطاف زیات کړي، يادې تګلارې د پاکستان د انتخاب ساحه لا تنګه کړه، افغان ذهنيت يې د پاکستان په وړاندي راوپاراوه او د تقابل هغه کړۍ یې پیاوړې کړه چې ماتول یې ورځ تر بلې سختېږي.

که ليکنه را لنډه کړو، نو  تاریخي شواهد ښيي چې د پاکستان د ستراتیژیک عمق تګلارې خپلې اعلان شوې موخې نه دي ترلاسه کړې، بلکې په معکوس ډول يې پاکستان ته د نورو ستونځو ترڅنګ امنیتي ستونځې هم زيږولې دي. د دې پر ځای چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تلپاتې امنیت او باثباته اړیکې رامنځته کړي، يادې تګلارې د بې‌ثباتي، بې‌باوري او پرله‌پسې شخړو رامنځته کيدو ته لاره هواره کړي ده. د تېرو پنځو لسیزو تجربې څرګنده کړې چې تلپاتې امنیت د نفوذ تر لاسه کولو له لارې نه، بلکې د متقابل درناوي، نه لاسوهنې او سیمه‌ییزې همکاري له لارې ترلاسه کېدای شي. له همدې امله، ستراتیژیک عمق د یوې بریالۍ ستراتیژي پر ځای د یوې ناکامې تګلارې په توګه ثابته شوې، چې اغېزو یې لا هم پر دواړو هېوادونو سیوری غوړولی دی او بدلون ته اړتیا لري.

د خليج جګړه:  د سيمه ييزو سياستونو بدلېدونکې معادله

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.