د واده مې درې کاله پوره شول. پرون مې د زوکړې ورځ وه. نولس کلنه شوم.
مازدیګر د کور په انګړ کې یوازې ناسته وم. د ګاونډ ښوونځي د رخصتۍ زنګ ووهل شو. لږ وروسته د نجونو شور او خنداګانې راپورته شوې. له دېواله هاخوا یې غږونه راتلل. یوې نجلۍ په لوړ غږ څه وویل، نورو پرې په کټکټ وخندل. زما سترګې بېاختیاره د انګړ پر دوړو ودرېدې. په فکرونو کې ډوبه لاړم، له ځان سره مې وویل:
— که مې د ژوند کاروان بل لور ته روان شوی وای، ښايي اوس به زه هم د دغو نجونو په منځ کې وم. ما به هم اوس د دولسم ټولګي وروستۍ ازموینه ورکوله. د کتابونو بوی به مې لا هم له ګوتو نه و تللی.
یو سوړ اسویلی مې له خولې راووت، چې زما د نیمګړي او ناتمام ارمان درد په کې پروت و.
کله ناکله به مې پلار سترګو ته ودرېد. په زړه کې به مې ورته اور بل شو. ویل به مې: که ده نه وای ورکړې، ژوند به مې داسې نه و. خو بیا به هغه دردونکې شپه او هغه شېبه رایاده شوه.
هغه شپه چې څو وسلوال زموږ کور ته پرته له هر ډول خبرې، پخپل سر راننوتل؛ نه لکه زموږ مېلمانه، بلکې لکه زموږ باداران او واکداران.
زه د کوټې په کونج کې داسې ناسته وم لکه اروا چې رانه تللې وي. مور مې ژړل. پلار مې سر ټیټ نیولی و. په ږیره کې یې سپین تارونه د څراغ په رڼا کې نور هم زیات ښکارېدل.
هغه سړی چې اوس مې خاوند دی، د خونې په منځ کې ناست و. هغه وخت یې د نن هومره ږیره نه وه لنډه کړې، ږیره یې تر نامه اوږده وه. تر څنګ یې دوه وسله وال ولاړ وو. پلار مې په داسې ورو غږ، لکه له خالي څاه نه چې څوک غږ وکړی ، وویل:
— لور مې لا پېغله او د واده نه ده…
سړي موسکی شو، خو په موسکا کې یې تودوخه نه وه:
— څوک وايي د واده نه ده!
پلار مې بیا څه ویل غوښتل، خو د وسلوال لاس د ټوپک پر ماشه کېناست. ما جټکه وخوړه، په مور مې رپ ولګېد، د پلار غږ مې په ستوني کې وچ شو. رنګ یې ژېړ راواوښت. په کوټه کې چوپتیا خپره شوه. هغه شپه مې لومړی ځل د پلار په سترګو کې ویره ولیده.
وروسته پوه شوم چې ده زه نه وم خرڅه کړې، بلکې له مرګه یې ژغورلې وم.
ځکه په هغه وخت کې زموږ په سیمه کې، لکه په ټول افغانستان کې، زور قانون و، او هر چا چې وسلې او پیسې لرلې، هماغه حق هم درلود. که د چا کور لوټي او که ناموس.
زه لومړنۍ نجلۍ نه وم چې په زور واده شوې وم. د داسې په زور ودونو شمېر له حسابه وتلی دی.
لا اوس هم زما د ښوونځي هغه ښکلې همټولګیواله زما سترګو ته نېغه ولاړه وي. سپینه، نرۍ لکه لښته او تل خندېدونکې نجلۍ. چې پوه شوه په زور یې واده کوي، ځان یې د اته پوړېزې ودانۍ له درېم پوړه لا ندې راوغورځاوه. خلکو ویل ژوندۍ پاتې نه شوه.
هر ځل چې را یاده شي، په زړه کې وایم: هغې له پالنګ نه مخکې مرګ غوره کړ.
زه ژوندۍ پاتې شوم، خو ځینې وختونه ژوندی پاتې کېدل هم اسانه نه وي.
زما خاوند نه د پیسو کمښت درلود او نه د وسله والو جنګیالیو. کله چې حکومت بدل شو او واک د دوی لاس ته ولوېد، د ده بخت هم راویښ شو.
هره ورځ به یې نوی کور اخیست، نوې ځمکه به یې رانیوله، نوی کاروبار به یې پیلاوه. هغه اوس له غره سمې ته راکوز شوی و او له کلي ښار ته راغلی و. هغه نور یوازې یو جهادي قوماندان نه و، بلکې د ښار یو شتمن سوداګر او کاروباري هم ګرځېدلی و، خو خویونو او کارونو یې لا هم کلیوالي او جهادي څېره لرله. خلکو به ویل:
— فلانی صاحب ډېر بختور دی.
خو ما به تل فکر کاوه چې د بخت او زور ترمنځ واټن ډېر کم وي.
هغه وخت چې زه د ده کور ته راغلم، دوې نورې مېرمنې یې هم لرلې. لومړۍ یې د تره لور وه او دوهمه یې هغه وخت راواده کړې وه چې پیسې پرې راورېدې.
زه درېیمه وم. کله چې مې په لومړي ځل د ده دوهمه ښځه ولیده، حیرانه شوم. له ما ښایسته وه: لوړه ونه، غټې سترګې او سپین مخ. کله به چې موږ دواړه څنګ په څنګ روان وو، خلکو به زه پرې مشره ګڼلم، خو بیا هم زه د خاوند د پام مرکز وم.
هغه به چې له هر سفر او چکره راستون شو، نېغ به زما کوټې ته راغی. له ما سره مینه او پر ما پام یې زما له نورو بنو هم نه پټاوه، او د هغوی تر مخ به یې هم ویل:
— هغوی د کور ښځې دي، او ته د سفر او دچکر، ته مې د زړه ښځه یې.
هغه به خندل، زه به چوپه وم. هغه به دا خبره مینه ګڼله، خو ما به ځانته سزا ګڼله. ځکه هر ځل چې به یې دا خبره وکړه، پوهېدم چې شپه به بیا زما په کوټه کې تېروي، او زما لپاره به یو بل اغزن ماښام پیلېږي.
د واده په لومړیو شپو کې مې لا هڅه کوله ځان قانع کړم. ویل به مې: “ښايي همداسې وي.” “ښايي د ټولو ښځو ژوند همداسې وي.” “زه به نه پوهېږم، ښايي نادانه به یم.”
خو ورو ورو پوه شوم چې ستونزه یوازې د عمر نه ده. ستونزه دا ده چې کله انسان د بل انسان احساس نه ویني. هغه به ما ته د ښځې په سترګه نه، د ملکیت په سترګه کتل.
کله به چې د شپې زما کوټې ته راته، د عطرو، خولو او جامو ګډ بوی به ورسره راننوت. ما به ځان د پالنګ په یوه څنډه کې راټول کړ. هغه به د خپل درانه وجود سره پر ما راپرېوت.
پالنګ به لږ و درزېد، زما زړه به هم. او بیا به هغه څه پیل شول چې زه یې تر اوسه هم په یادولو شرمېږم.
هغه به خپل کار کاوه، لکه یو څوک چې غواړي ژر تر ژره له یوه مکلفیته ځان خلاص کړي. نه به یې زما سترګو ته کتل او نه به یې زما له ساه، وېرې او چوپتیا څه احساسول.
کله به چې هر څه پای ته ورسېدل، سمدستي به یې شا راواړوله. څو شېبې وروسته به یې د خرېدو غږونو ټوله کوټه په سر و اخیسته، او زه به لا ویښه وم. سترګې به مې د چت پر تورتم ټومبلې وې.
له کوټې بهر به سپي غپل. کله به چرګانو نارې وهلې، کله به د جومات د سهار اذان پورته شو، خو زما له سترګو خوب کډه کړې وه. په وجود کې به مې داسې ناارامي خپره وه چې نه یې نوم پېژنم او نه یې درمل.
کله کله به مې ځان ته ویل: “ښايي ستونزه په ما کې وي.”
خو هره شپه به هماغه کیسه تکرار شوه، او هره شپه به ما لا زیات یوازېتوب احساساوه.
یو ماښام مې هغه د انګړ په منځ کې ولید. پر چوکۍ ناست و، د چای پیاله یې مخې ته اېښې وه. د کور دوو کوچنیو لمسیانو یې پر زنګنو لوبې کولې. هغه وخندل. ما له لرې ورته وکتل. ناڅاپه دا فکر راته پیدا شو: “دا سړی د چا نیکه دی؟“
فکر مې وکړ، که اوس زه د ښوونځي په ټولګي کې وای، ښايي د ده د لمسي عمر به زما له عمر سره ډېر توپیر نه درلود. زړه مې راټول کړ، سر مې ښکته کړ او بېرته خپلې کوټې ته راغلم.
د وخت په تېرېدو یوه بله ستونزه هم راباندې درنه او غمېده. کله به چې راته نږدې شو، زړه به مې لا له وړاندې راډک شو. د ده له خولې به یو تریخ بوی پورته کېده. کله کله به مې د خبرو پر مهال مخ بل لوري ته اړاوه، خو هېڅکله مې څه نه ویل؛ نه مې جرئت درلود، نه مې مناسب وخت پیدا کاوه، او نه هم پوهېدم چې داسې خبره یوه داسې سړي ته څنګه وشي چې ټول عمر یې امر کړی وي، څوک یې بند ته اچولي وي او څوک یې وژلي وي.
دا فکر له میاشتو راسره و. شپه به شوه، زړه به مې وکړ، خو چې هغه به راڅرګند شو، بیا به چوپه شوم. ورځې تېرېدې، او زما خبرې همداسې په ستوني کې بندې پاتې وې، تر هغې شپې.
هغه شپه باران ورېده. د کوټې پر چت د باران څاڅکو ټک ټک کاوه. هغه تر ما مخکې بستر ته تللی و. زه د هندارې مخې ته ناسته وم، وېښتان مې ګومنځول. زړه مې دومره درزېده چې ګومان مې کاوه هغه به یې هم اوري. په پای کې مې ګومنځه کېښوده. ورو ورو ور وګرځېدم.
— یوه خبره درته وکړم؟
هغه سترګې نیمې خلاصې کړې:
— وکړه.
ما شونډې لمدې کړې:
— خو په غوسه کېږې به نه؟
هغه لږ وخندل:
— دومره لویه خبره ده؟
ما ځواب ورنه کړ، چوپه پاتې شوم. اوس یې بشپړ مخ راواړاوه:
— څه خبره ده؟
ما د پالنګ څنډه ونیوله:
— که… که یو ځل ډاکتر ته لاړ شئ؟
د ده پر تندي ناڅاپه کرښې پیدا شوې، سترګې یې را تنګې کړې:
— ډاکتر ته؟
ما سر وخوځاوه:
— هو.
— ولې؟
په ستوني کې مې غوټه جوړه شوه. زما لپاره تر ټولو سخت کار همدا و، خو نور راکې د چوپ پاتې کېدو توان نه و. ما ورو وویل:
— له ما مه خپه کېږه…
هغه لا هم راته کتل، ما سترګې ښکته کړې:
— تر اوسه یوه شپه هم داسې نه ده تېره شوې چې زه دې په کوروالي پوه شوې یم…
د کوټې هوا درنه شوه. باران لا هم ورېده، خو اوس مې د باران غږ نه اورېده؛ یوازې د هغه سترګې مې لیدلې.
هغه ورو ورو راپورته شو، پر پالنګ کېناست:
— څه دې وویل؟
ما د خپلو لاسونو رپېدنه احساسوله، خو خبره مې بشپړه کړه:
— او… له خولې مو هم بوی ځي…
یوه شېبه داسې چوپتیا شوه لکه وخت چې ودرېدلی وي. بیا ناڅاپه هر څه وچاودېدل. هغه له پالنګه راټوپ کړ، سترګې یې له قهره سرې شوې:
— د سپي لورې!
ما لا د ځان د ژغورلو وخت نه و موندلی چې لومړی سوک راغی، بیا لغته، بیا بل سوک. زه پر ځمکه ولوېدم. د غوږونو په منځ کې مې بنګاری او شور جوړ شو. هغه لا هم نارې وهلې:
— دا خبره تر اوسه هېڅ فاحشې هم راته نه ده کړې!
زه د خونې په کونج کې راټوله شوې وم، لاسونه مې پر مخ نیولي وو. هغه په قهر د کوټې په منځ کې ګرځېده:
— که زه سړی نه یم، دا دومره بچیان له کومه راغلل؟
ساه یې درنه درنه پورته کېده. بیا ناڅاپه ودرېد، ګوته یې زما پر لور ونیوله:
— واوره!
زه چوپه وم، له خولې مې سوڼ نه خوت.
— نور به مې په میاشت کې هم په دې پالنګ ونه ګورې!
هغه شپه چې له کوټې ووت، زه ډېر وخت هماغسې پر ځمکه ناسته وم. شونډه مې شلېدلې وه، سترګه مې شنه شوې وه، له درده ېې څړېکې وهلې. خو عجیبه دا وه چې زړه مې سپک و. ورو ورو پاڅېدم، تشناب ته لاړم.
یخې اوبه مې پر مخ واچولې، بیا مې ټول بدن ومینځه. داسې احساس مې کاوه لکه له ځان څخه مې چې دروند بار لرې کړی وي.
کله چې بېرته کوټې ته راغلم، پالنګ ته مې وکتل. له کلونو وروسته دا لومړی ځل و چې هغه شپه مې د هغه له وېرې پرته تېره کړه. او له ځان سره مې وویل:
“که د دې خبرې بیه همدا وه، ما د سر په سترګو منلې او پرې راضي یم.”
له هغې شپې وروسته، رښتیا هم هغه خپله پرېکړه پلي کړه. نور به په میاشت کې یوازې یو ځل زما کوټې ته راته ، خو له ما سره یې د سزا حساب لا نه و خلاص شوی. هر ځل چې به راغی، لومړی به یې د کوټې دروازه په زور بنده کړه، بیا به د پالنګ مخې ته ودرېد، سترګې به یې راووېستې.
— که دې بیا هغه خبره وکړه…
له دېواله به یې تومانچه راواخیسته، د لاس په ورغوي کې به یې وڅرخوله.
— په همدې به دې وولم.
بیا به یې توره له پوښ څخه را وایسته. د څراغ په رڼا کې به یې تېغ وځلېد.
— او که وغواړم، په دې به دې سر پرې کړم.
زه به چوپه ناسته وم. زړه به مې په سینه کې رپېده. هغه به ښايي زما وېره لیدله او خوند به یې ترې اخیست. وروسته یې تومانچه او توره بېرته د پالنګ مخې ته پر دېوال راځړول، لکه د کوټې اصلي څښتنان چې هماغوی وي.
او زه به تر سهاره ویښه پرته وم. کله به مې سترګې توري ته نیولې وې، کله به مې تومانچې ته، او کله به مې خپل ځان ته.
خو بیا هم زه خوشحاله وم. هو، خوشحاله. ځکه اوس به په ټوله مېاشت کې یوازې یوه شپه زما کوټې ته راته، نورې ټولې شپې به زما وې. ما به په ارام خوب کاوه.
کله کله به مې آن د خوب نه مخکې دعا کوله:
“یا الله، کاشکې دا یوه شپه هم راکمه شي.”
شاوخوا یو کال وروسته یو سهار خبر راغی: خاوند مې بیا بل واده کړی دی. څلورمه ښځه.
د کور ښځو په پټو خولو خبرې کولې. ځینو یو بل ته مبارکي ورکوله، خو ځینو خېراوې. خو زما زړه ته داسې احساس راغی لکه یو څوک چې د اوږده زندان سزا راکمه کړي. هغه شپه چې مې دا خبر واورېد، ما په پټه وخندل. شاید د واده له ورځې وروسته لومړی ځل و چې زړه مې له کوم څه خوشحاله شوی و.
له ځان سره مې حساب وکړ: اوس به په کال کې یوازې یوه شپه زما وار وي. یوه شپه. یوازې یوه شپه… ما په زړه کې وویل:
“زه به د کال درې سوه څلور شپېته شپې ارام او هوسا خوب کوم.”
او هماغه یوه شپه… هغه یوه شپه به تېرېږي، لکه نور هر څه چې تېر شوي دي.
درې میاشتې تېرې شوې. بیا یوه شپه ما عجیب خوب ولید. په خوب کې مې ولیدل چې په خپله کوټه کې ولاړه یم. پالنګ مې پر دواړو لاسونو پورته کړی دی. دروند نه و، د بڼکې په څېر سپک و. له کوټې مې وایست، انګړ ته مې یووړ. هلته مې د خاورې پر سر کېښود. بیا مې د پالنګ پر سر خاوره واچوله. ورو ورو شنه واښه راشنه شول، وروسته واښه په ګلونو بدل شول:
سپین، سور، ژېړ…
ټول پالنګ په ګلونو پوښل شوی و. زه ورته ولاړه وم او خندل مې. له کلونو وروسته، په لومړي ځل.
چې سهار راویښه شوم، لمر د کړکۍ له ښیښې را ننوتی و. پالنګ په هماغه ځای کې و. کوټه هم هماغه کوټه وه، خو زه هماغه ښځه نه وم.
د اوږدې مودې لپاره پر پالنګ ناسته وم. د خوب په اړه مې فکر کاوه. بیا ناڅاپه یو څه راته روښانه شول، داسې څه چې مخکې مې هېڅکله نه وو لیدلي. ما ورو ورو د پالنګ څنډه لمس کړه.
لرګی نرم و، ارام و، بې اغزو و. او هماغه وخت پوه شوم: پالنګ هېڅکله اغزي نه لرل. اغزي زما په ذهن کې وو، زما په وېره کې، زما په چوپتیا کې او زما په تسلیمۍ کې وو.
کلونه کلونه ما خپله وېره خړوبوله، لکه څوک چې اغزو ته اوبه ورکوي. او اوس وخت راغلی و چې له ریښو یې وباسم.
بله میاشت د هغه د راتګ شپه رانږدې شوه. یوه ورځ مخکې مې د کوټې دروازه بنده کړه. د پالنګ مخې ته ودرېدم. تومانچه لا هم هلته ځوړنده وه، توره هم. دواړو ته مې ډېر وخت وکتل.
پخوا به مې ترې وېره کوله، خو هغه ورځ راته یوازې دوه بېروحه شیان ښکارېدل.
لاس مې ور وغځاوه. لومړی مې تومانچه راکښته کړه، بیا مې توره. دواړه مې په یوه بکس کې کېښودل. بکس مې د المارۍ تل ته یووړ، دروازه مې ورباندې وتړله. بیا بېرته راغلم، پر پالنګ کېناستم، او د کلونو وروسته لومړی ځل مې احساس کړل چې دا کوټه زما ده، دا پالنګ زما دی.
او دا شپه هم زما ده.
کله چې هغه راغی، د تل په څېر نېغ زما کوټې ته راننوت. دروازه یې وتړله. بیا یې سترګې دېوال ته واړولې، لاس یې تش ځای ته پورته شو. ناڅاپه ودرېد، یو ځل یې بیا وکتل. دېوال خالي و. مخ یې راواړاوه:
— تومانچه او توره چېرته دي؟
ما له خپل ځایه حرکت ونه کړ، ارامه ناسته وم:
— ما لرې کړي دي.
د ده سترګې وپړسېدې:
— چا درته ویلي وو؟
ما ورو د پالنګ پر سر لاس کېښود، هماغه پالنګ چې کلونه مې د اغزو په سترګه ورته کتل.
بیا مې د هغه سترګو ته وکتل، لومړی ځل، بې له وېرې، بې له ټیټ سر څخه. ومې ویل:
— زما په پالنګ کې دوه کسان نه ځاییږي.
هغه حیران شو.
ما دوام ورکړ:
— نه یو سړی او وسلې، نه توره او خوب، نه وېره او ارامي.
کوټه چوپه شوه. ما ورو وویل:
— که غواړئ، بې وسلې راشئ، مهرباني… او که نه، دروازه مو پر وړاندې پرانېستې ده.
هغه هماغسې ولاړ و، زه هم. دواړه چوپ وو. د کلونو خبرې د هماغې چوپتیا تر شا ولاړې وې.
بیا یې ورو شا راواړوله، دروازه یې پرانېسته او له کوټې ووت.
زه ډېر وخت هماغسې ناسته وم؛ نه مې خندل، نه مې ژړل، یوازې ساه مې اخیسته — ازاده ساه. بیا پر پالنګ وغځېدم، سر مې پر بالښت کېښود او سترګې مې پټې کړې. دا له کلونو وروسته لومړی ځل و چې ما د اغزو احساس نه کاوه. پالنګ نرم و، ارام و، لکه د هر انسان حق.
هماغه شپه مې احساس کړل چې ما تومانچه نه وه لرې کړې، توره مې هم نه وه پټه کړې؛ ما یوازې خپل پالنګ بېرته ترلاسه کړی و.
سهار چې لمر راوخوت، ما خپله وروستۍ پرېکړه کړې وه:
نور به هېڅکله په دې پالنګ کې اغزي نه کرم.
که څوک راځي، د هغه په پښو کې به اغزي وي، نه زما په شا کې.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.