د اریانا افغان هوايي شرکت چارواکو اعلان کړی چې د هوايي ټرانسپورټ د خدماتو د پراختیا او پیاوړتیا په موخه، نن یوه کرایه شوې «بوئینګ ۷۶۷-۲۰۰» ډوله لویه مسافر وړونکې او سوداګریزه الوتکه په بریالۍ توګه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
د دوی په وینا، دغه الوتکه په هر الوتنه کې د ۲۹۰ مسافرینو او ۲۵ مټریک ټنه سوداګریز بار (کارګو) د لېږد لوړ ظرفیت لري.
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي دا د دوی او اردن هوايي شرکت له چارواکو سره تر بریالیو خبرو اترو وروسته، دغه الوتکه د ۶ میاشتو لپاره په اجاره اخیستل شوې ده.
خبرپاڼه زياتوي، ټاکل شوې ده چې یاده الوتکه له سبا څخه په رسمي توګه خپل نړیوال پروازونه پیل کړي او په لومړي پړاو کې به د «کابل ــ استانبول» او «کابل ــ جدې» په مهمو هوايي تګلارو (روټونو) کې مسافر او سوداګریز توکي لېږدوي، چې د هېواد په هوايي اتصال کې به مهم رول ولري.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ترانسپورټي الوتکو د کمښت او پر افغان هوايي شرکتونو د نړیوالو بندیزونو له امله، سوداګر او مسافر د ویزو او بهرنیو هېوادونو ته د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.