ترپرون پورې

عبدالوکیل سوله مل

66

د ارګ تر شا اسمان د لوګي په تورو، سوځېدلو ټوټو وېشل شوی و. داسې ښکارېده لکه چا چې په باروتو څېرلی وي. له لرې د راکټونو درانده غږونه راتلل؛ لومړی به یو ګونګ غرهار پورته شو، بیا به د ښار پر کوڅو چاودنه خپره شوه او ورپسې به د ماڼۍ زړې ښیښې داسې ورېږدېدې لکه تبې نیولي زاړه انسانان.

دهلېزونه د دوړو، خولو او باروتو له ګډ بویه ډک وو. ساتونکي د دېوالونو ترڅنګ چوپ ولاړ وو؛ ګوتې یې د کلاشینکوف پر ماشه کلکې نښتې وې او سترګې یې په هر سیوري پسې داسې ګرځېدې، لکه دښمن چې له همدې تیارو راټوکېدلی شي.

کابل نور ښار نه و؛ یو سوځېدلی زخم و. هره کوڅه د یوه تنظیم تر واک لاندې وه، هره پوسته د بل قانون تابعه، او هر انسان د بل چا د شک ښکار.

ځوان د تالار مخې ته ولاړ و. دوړو یې پر اوږو داسې ځای نیولی و لکه څو ورځې چې یې د ښار په کنډوالو کې شپې سبا کړې وي. شونډې یې وچې او چاودلې وې. څو ځل یې ژبه پرې تېره کړه، خو خوله یې لا هم د وېرې او بې‌وسۍ له تودوخې وچه وه.

په لاس کې یې عریضه کلکه نیولې وه؛ کاغذ څو ځله تاو شوی، خولې شوی او د ګوتو تر فشار لاندې مروړ شوی و، لکه د هغه وروستی امید.

د دهلېز له بل سر نه د دفتر رئیس را څرګند شو. قدمونه یې درانه وو، لکه دا د هرې ورځې تکرارېدونکې کیسه  چې ورته نوره د زغملو نه وي.هغه په ستړي غږ وپوښتل:

— څه غواړې؟

ځوان عریضه ورمخکې کړه. غږ یې داسې راووت لکه څوک چې له وچې ژورې څاه خبرې کوي:

— عالیجناب ته مې عرض دی… ښځه مې بندیوانه ده!

د دفتر رئیس بې‌پروا عریضه واخیسته، خو لا یې نیمه کرښه نه وه لوستې چې د باندې د توپونو زورور غږ راغی. د دهلېز ښیښې داسې ولړزېدې لکه ترهېدلي مرغان. ساتونکو ناببره د کړکیو خواته لاسونه یوړل.ځوان سترګې پټې کړې او په زړه کې یې ورو وویل:

«خدایه… تر هغې مخکې چې تیاره شي، ما ورورسوه، هسې نه ناوخته شي.»

هېواد مشر پر څرخېدونکې لویې چوکۍ ناست و. مخې ته یې تسبیح پرتې وې او شاته یې پر دېوال لوی قالیني جاینماز راځړېده چې د باد پکي  نري باد ورو ورو ښوراوه.

هغه په خپله اوږده وېرې چې تر نامه ېې رسېده ګوتې ووهلې ،عینکې ېې سمې کړې او په تلوار یې د عریضې لوستل پیل کړل، خو لا د عریضې پای ته نه و رسېدلی چې رنګ یې واوښت. په څوکۍ کې یې داسې ټوپ وکړ، تا به ویل کوم ځانمرګي مجاهد یې مخې ته ځان الوزوي.

له ځایه پورته شو، لاسونه یې پورته کړل او په ځوان یې سترګې راووېستې:

— پام! د خدای او رسول لپاره ځان مه سېځه! ځان وژنه نه یوازې جرم دی، بلکې په دین کې هم حرام عمل دی.

بیا یې غږ ورو شو. سترګې یې د خونې چت ته ونیولې، داسې لکه هلته چې پټه کمره لګېدلې وي او څوک یې څاري.

— هسې نه سبا یې بیا د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو ته په خوله کې ورکړی یم… بیا به ټول وایي چې مجاهدین وحشیان دي.

ځوان سر ټیټ کړ. ستونی یې وچ و. بېرته یې سر راپورته کړ او هېواد مشر ته یې خوارې سترګې ونیولې. په عرېضه کې لېکلې کرښې ېې  په خوله هم تکرار کړې :

— عالیجنابه… یوه میاشت کېږي. هره دروازه مې وټکوله. د هر قوماندان، امیر او وزیر درګاه ته ودرېدم… خو ښځه مې راونه ګرځېده…

د ښځې وروستۍ څېره یې سترګو ته ودرېده:

وېرېدلې سترګې.

رېږدېدلي لاسونه.

او هغه وروستۍ جمله:

«ژر راشه…  زړه به مې له وېرې وچوي که زر راونه ګرځې.»

د ځوان غږ مات شو. د هېواد مشر مخې ته نور هم لږ را نېږدې شو. په لوړ غږ ېې ووېل:

— زه بیا وایم، که دا ځل را خوشې نه شي… سبا هرو مرو د ارګ مخې ته ځان ته اور اچوم.

د ارګ له دباندې د درنو وسلو غږونه پورته شول. کړکۍ ولړزېدې. د خونې په چت کې ځوړند څراغ ورو ورو وخوځېد

هېواد مشر بې‌اختیاره د کړکۍ خواته وکتل.

— بیا شروع شول…

امنیت وزیر، چې د خونې په یوه ګوښه کې ناست و، ورو موسکی شو. موسکا یې داسې وه لکه د انسان د مرګ خبره چې ورته هېڅ اهمیت ونه لري.

— صاحب، دا خو لا د مازدیګر سلامي ده.

ځوان حیران ور وکتل. ده ته دا غږونه د ښار د سوځېدو او د مېندو د بورېدو چیغې وې، خو د دوی لپاره یوازې «سلامي» وه.

هېواد مشر بېرته پر چوکۍ کښېناست، تسبیح یې راواخیسته او د دانو په اړولو یې پیل وکړ.

— ځوانه، اوس خو وپوهېدې چې حکومت کول او ساتل څومره له کړاو او عذابه ډک کار دی.

هغه دا وروستۍ جمله داسې وویله لکه پخپله دی چې د نړۍ تر ټولو مظلوم انسان وي.

ځوان په زړه کې وویل:

«عدالت؟»

او له دې سره ورته د هغې ورځې تصویر نېغ سترګو ته ودرېد.

د محمودخان پله ته نږدې پوسته.

ټوپکوال.

سپېرې سترګې.

او مېرمن ېې چې له وېرې یې په زړه لاس ایښی و او ټول بدن یې داسې لړزېده لکه سختې تبې چې نیولې وي.

— اسناد مو را ښکاره کړئ!

بیا ناڅاپه غږونه لوړ شول:

— دا خو مشکوکه ده!

— نکاحنامه نشته!

— بو یې ځئ!

ښځې چیغه کړې وه او قسم یې خوړلی و:

— په خدای قسم خورم، دا مې مېړه دی!

خو هیچا د کڼو په څېر هېڅ نه اورېدل.

د ځوان د ذهن تصویر د دفتر د دروازې په ټک ټک وران شو.

د کورنیو چارو وزیر او دفاع وزیر غبرګ راننوتل. د دواړو پر یونیفورمونو دوړې پرتې وې، لکه همدا اوس چې د جګړې له تاوده ډګره راګرځېدلي وي.

هېواد مشر سمدستي ودرېد.

— آخر دا څه روان دي؟!

دفاع وزیر بې‌پروا اوږې وښورولې.

— جګړه ده، صاحب… جګړه.

د هېواد مشر تندی تریو شو.

— جګړه؟ که د خلکو د ناموس لوټل؟

خونه غلې شوه.

کورنیو چارو وزیر ورو وړاندې راغی. ځوان ته یې وکتل، بیا یې هېواد مشر ته مخ واړاوه.

— صاحب… خبره تر دې هم اوښتې ده.

ځوان احساس کړه چې زنګونونه یې کمزوري شول.

هېواد مشر ورو وپوښتل:

— نجلۍ چېرته ده؟

وزیرانو یو بل ته وکتل. بیا دفاع وزیر سړه ساه وایسته.

— تر پرون پورې زموږ د ملګرو مجاهدینو سره وه…

هېواد مشر په قهر ورغبرګه کړه:

— «تر پرون پورې» یعنې څه؟!

وزیر ورو ځواب ورکړ:

— د شمال یوه ملېشه قوماندان په زور بیولې ده.

ځوان داسې احساس کړه لکه د خونې هوا چې ناڅاپه ختمه شوې وي.

— نه…

دا یوازې یوه کلمه وه، خو له ټول وجوده یې راووته.

هېواد مشر مېز په سوک وواهه.

— آخر به دا ځناور دا ملک تباه کړي!

خو دفاع وزیر په سړه سینه وویل

— صاحب… خوهمدا ځناور دي چې په زور یې تاسې په دې څوکۍ ناست یاست.

هېواد مشر غلی شو؛ لکه د وزیر خبرې چې نه انکارېدونکی حقیقت وي.

دباندې یو بل راکټ ولګېد. دا ځل دومره نږدې و چې د خونې ښیښې یې ولړزولې.

ځوان د وزیرانو څېرو ته وکتل. د هېڅ یوه په څېره کې نه وېره ښکارېده او نه وارخطایي؛ لکه د انسانانو چیغې، سوځېدلي کورونه او تښتول شوې ښځې چې د دې ښار عادي منظره وي.

کورنیو چارو وزیر ورو وویل:

— صاحب، اوس مهمه دا ده چې دا موضوع غټه نه شي.

— څنګه؟

— ځوان باید ارام کړل شي.

هېواد مشر ځوان ته وکتل؛ سترګې یې له ژړا، بې‌خوبۍ او نهیلۍ ډکې وې.

— څه غواړې، ځوانه؟

ځوان څو شېبې غلی پاتې شو. بیا یې ورو وویل:

— ښځه مې… نه حکومت، نه عدالت او نه سیاست… یوازې ښځه مې.

خونه بیا غلې شوه، خو دا چوپتیا د رحم نه، بلکې د سیاست چوپتیا وه.

د کورنیو چارو وزیر ورو ستونی تازه کړ.

— صاحب… یوه لار شته.

هېواد مشر سر راپورته کړ.

— کومه لار؟

وزیر د خبرو پر مهال سترګې ښکته کړې.

— هغه قوماندان بخښنه غواړي… او ژمنه یې کړې چې که دا ځوان وغواړي، د شمال له هرې سیمې ورته ښکلې پېغلې پیدا کوي، او د واده ټول لګښت به هم خپله ورکوي.

ځوان داسې ورته وکتل لکه د لیوانو منځ ته چې لوېدلی وي.

هېواد مشر ورو سر وخوځاوه.

— رښتیا… دا هم یوه حللاره ده.

ځوان شاته یو ګام لاړ. سترګې یې پراخې شوې.

— زما… ښځه؟

هېچا ځواب ور نه کړ.

هېواد مشر له کړکۍ دباندې وکتل. د ښار له لرې برخې تور لوګی پورته کېده.

بیا یې ورو وویل:

— ځوانه… وطن په سخت حالت کې دی. کله کله د لوی مصلحت لپاره ځینې وړې خبرې باید هېرې شي.

ځوان پوه شو چې هر څه پای ته رسېدلي دي؛ ښځه یې بایللې وه، عدالت د سیاست تر پښو لاندې شوی و.د خونې هوا پرې تنګه شوه. ورو ورو شاته شو.

هېواد مشر ناڅاپه ودرېد او ساتونکو ته یې اشاره وکړه.

— ګورئ! دا ځان ته اور وانه چوي!

ساتونکو منډې واخیستې او ورپسې ووتل.

ځوان د ارګ اوږده دهلېز ته راووت. د باندې د راکټونو غږونه لا پسې نږدې شوي وو. د کابل اسمان د ماښام او لوګي ترمنځ بند پاتې و.هغه ودرېد.د ښځې خندا یې په ذهن کې تېره شوه.

او هغه ورځ ور یاده شوه چې ورته یې ویلي وو:

«زما ګرانه، ته مې هر څه یې.»

ځوان سترګې پټې کړې.

له خونې دننه بیا غږونه پورته شول:

— دا موضوع باید پټه پاتې شي.

— پوسته تخلیه کړئ.

— ساتونکي شمال ته ولېږئ.

— دېوالونه ونړوئ.

— غوايي حلال کړئ.

— او داسې اوازه خپره کړئ چې پوسته ولګېده، وسوځېده او بندیوانه ښځه د اور لمبو وخوړه.

بیا چوپتیا شوه.

هېچا نه د ځوان نوم واخیست او نه یې د هغه د مېرمنې یاد وکړ؛ لکه هغوی چې هېڅکله موجود نه وي.

او وروسته ټولو لاسونه پورته کړل.

— خدایه… د داسې شرعي دروغو بخښنه راته وکړه.

ټولو په یوه غږ وویل:

— آمین… ثم آمین… یا رب العالمین.

پای

ادبي جایزې، د خلاقیت هڅونه که د اعتبار آزموېنه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.