په «اووه زورورې ورځې» کې د بدوي ټولنې د ېوې غمیزې داستاني روایت
وفا سمندر په پښتو داستاني ادب کې د خپل ځانګړي سبک، ژبې او روایتي جوړښت له امله پېژندل شوی لیکوال دی. هغه نه یوازې د لیکنې خپل ځانګړی فورم لري، بلکې نثر یې هم له نورو بېل او ځانته رنګ لري. د دې ځانګړتیاوو د هغه پر لوستونکو ژور اغېز کړی دی. د ده د کیسو په اړه د لوستونکو ترمنځ تل دوه ډوله نظرونه موجود وي: یو شمېر یې د هغه کیسې د ژبې، جوړښت او سمبولیکې فضا له امله د ستاینې وړ ګڼي، او بله ډله بیا دا باور لري چې د هغه اثار، که لنډ وي او که اوږده، په اسانه د پوهېدو وړ نه دي.
څو کاله وړاندې چې وفا سمندر همدا کیسه، «اووه زورورې ورځې»، په کابل کې د افغان ادبي بهیر په ېوه غونډه کې ولوسته، د ګڼو نیوکو سره مخ شوه. د ګډونوالو یوې لویې ډلې دا کیسه د دودیزې کیسهلیکنې له معیارونو نیمګړې وبلله. خو ما برعکس د دې کیسې له اورېدو خوند واخیست او د یوه اغېزمن، زړۀ بوږنوونکي او ژور هنري روایت په توګه راته وبرېښېد.
«اووه زورورې ورځې» د یوې داسې غمیزې هنري انځور دی چې د افغانستان د بدوي، ناموسي او وروسته پاتې ټولنیز جوړښت یوه توره څېره بربنډوي. کیسه د یوې بدمرغې هزاره تنکۍ پېغلې (ګلسوم) کیسه ده چې له نامحرم سره د جنسي اړیکې وروسته امیندواره شوې ده، او د کورنۍ غړي 🙁 پلار، مور او ورور) ېې په پټه او په ډېر وحشیانه او ابتدايي بڼه د هغې حمل له منځه وړي. دا داستان یوازې د یوه جنایت کیسه نه ده، بلکې د هغه ټولنیز، اخلاقي او رواني چاپېریال کیسه هم ده چې دغه جنایت پکې زېږي.
په دې کیسه کې جنایت په یوه غوجله کې ترسره کېږي، او همدا غوجله د بدويت، پټوالۍ ، شرم، وحشت او انساني سقوط په یوه سمبول بدلېږي. د کیسې د روایت له پلوه زمان خطي او هندسي نه دی. کیسه له جنایت وروسته پیلېږي؛ یعنې لومړی د قربانۍ درد، زګیروي، او د کورنۍ د غړو دروني ماتېدنه راښيي، او وروسته د جنایت څرنګوالی ورو ورو بربنډېږي. همدا تخنیک د کیسې د تعلیق او اغېزمنتیا له مهمو هنري ځانګړنو څخه دی.
کیسه د قربانۍ، ګلسوم، له درد، زګیروي او پرله پسې چیغو پیلېږي، خو ژر را څرګنديږي چې قرباني یوازې همدا نجلۍ نه ده. په حقیقت کې جنایت پر پلار، مور او ورور هم رواني اور بل کړی دی. هغوی هر یوهم د خپل وجدان، وېرې، شرم او پټې ملامتیا په اور کې سوځي. لیکوال دا حالت په ډېر پیاوړي رواني انځور وړاندې کوي:
«درې واړه پخپل غم ککړ وو. دغه لښته شیبه په شیبه زیاتېده او پر دوی لګېده.»
له دې درېیو کرکټرونو تر ټولو فعال او ژور انځور شوی کرکټر مور ده. هغه هم مور ده، هم ښځه ده، هم د ټولنیز پیغور او ناموس تر فشار لاندې ده، او هم په شوی جنایت کې خپله ونډه لری او دملامتيا دروند بار ددې په اوږو هم پروت دی. مور له یوې خوا د خپلې لور له درد، چیغو او زګیرویو سره سوځي، او له بلې خوا د خلکو د خبرو، د سیالانو د پېغورونو
او د “شرم” له ټولنیز تصور سره لاس او ګرېوان ده. په همدې خاطر د مور کرکټر په دې کیسه کې یوازې یوه فردي څېره نه، بلکې د ټولې بدوي ټولنې د ښځینه وجدان، وېرې او ماتې استازیتوب کوي.
له جنایت وروسته د کورنۍ د غړو ترمنځ نوې رواني فضا را منځته کېږي. هر څوک هڅه کوي پړه پر بل واچوي. مور زوی ملامتوي، زوی مور، او پلار په چوپتیا کې خپل عذاب زغمي. خو د کیسې ژوره معنا دا نه ده چې یوازې څوک پړ اود جنایت مستقیم عامل دی؛ اصلي پوښتنه دا ده چې د دې جنایت اصلي ریښه څه ده؟ لیکوال دا ریښه د فرد په اخلاقو کې نه، بلکې په ټولنیز چاپېریال، ناموسي کلتور، بدوي ارزښتونو او د خلکو د خولې په ویره کې لټوي. هماغه چاپېریال چې له پېړیو راهیسې یې زرګونه “ګلسومې” قرباني کړې دي.
په کیسه کې د “لیوه” سمبول هم ډېر مهم دی. دا لیوه یوازې یو حیواني تصویر نه دی، بلکې د انسان دننه د هغه وحشي، بېرحمه او شیطاني ځواک استازیتوب کوي چې له بل انسانه انسانیت اخلي. کله چې په انسان کې دا وحشي غرېزه راویښه شي، هغه نه یوازې یو بدن څیري، بلکې یوه کورنۍ، یو وجدان او یوه ټولنه هم له ړنګوي . همدلته کیسه له یوې کورنۍ پېښې نه را اوړي او د انسان د وحشت او بدويت یوه لویه فلسفي پوښتنه راپورته کوي.
ګلسوم په دې روایت کې یوازې یوه فردي نجلۍ نه ده، بلکې د زرګونو هغو نجونو نښه ده چې د بدوي ارزښتونو، ناموسي فشار، ناپوهۍ او ناروا ټولنیزو دودونو قرباني شوې دي. ځکه خو راوي په خورا هنري ډول د ګڼو ښځینه نومونو په راوړلو سره ګلسوم په یوه جمعي او تاریخي ښځینه وجود بدلوي. دا برخه د کیسې له تر ټولو پیاوړو او سمبولیکو شیبو څخه ده، ځکه ښځه دلته له فرد نه د تاریخ، جغرافیې او فرهنګ تر کچې لوړېږي.
د کیسې یوه بله مهمه ځانګړنه د جنایت د صحنې انځور دی. دا صحنه په ډېرې کرکجنې، بدوي او وحشیانه بڼه وړاندې شوې ده. لیکوال د غوجلې، کُتې، پاکۍ، افیون، وینو، ګنډلو او ټپونو له لارې داسې فضا جوړوي چې لوستونکی د یوه انساني جنايت تر څنګ د څاروي د حلالېدو انځور هم احساسوي. همدا ورتهوالی د کیسې تراژیدي لا ژوره وي، ځکه قرباني دلته د انسان په توګه نه، بلکې د “شرم” د پاکولو د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي.
د کیسې وروستۍ برخه هم ځانګړی اهمیت لري. دلته موضوع یوازې کورنۍ غمیزه نه پاتې کېږي، بلکې رسنۍ، پولیس، بشري حقونه، نړیوال ځواکونه، د آزادۍ مجسمه، او د کلیوالو خام او مسخره غبرګونونه ټول د یوه بل طنزي او تراژیک تضاد برخه ګرځي. په دې برخه کې لیکوال دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا د داسې ټولنې درد یوازې د بهرنیو شعارونو، رسنیزو راپورونو او وارداتي سمبولونو په مرسته رغېدای شي؟ که نه، دا هر څه یوازې د اصلي انساني غمیزې پر سر یوه بله تماشا جوړوي؟ همدا پای کیسه له یوه کورني جنایت نه راوباسي او په یوه لوی ټولنیز، سیاسي او تمدني نقد ېې اړوي .
په ټوله کې، «اووه زورورې ورځې» د یوې بدمرغې کورنۍ د یوې بدمرغې غمیزې ویرجن، ژور او هنري روایت دی. دا کیسه نه یوازې د یوې پېښې درد انځوروي، بلکې د هغې ټولنیزې، رواني او فرهنګي ریښې هم راښيي. لوستونکی هم ژاړوي، هم یې ځوروي او هم یې فکر ته اړ باسي. د همدې ځانګړتیا له مخې دا کیسه د معاصر پښتو داستاني ادب ېوه له ښو اغيزمنو لنډو کېسو څخه ګڼل کېدای شي.
وفا سمندر
۱۳۸۷كال سلواغه
اووه زورورې ورځې!
نن يې دويمه وه:
غرڅه په اړخ پرته وه، درد په څټ کړه. چیغه یې شوه؛ مور بړستن پرې واړوله، پریې ښوه، څنګ ته شوه. د نجلۍ ساه وچه شوه، ورکه شوه، اوږده وغځیده؛ درد پورته کړه. چیغه یې شوه. مور پورته شوه، لیرې شوه، هیسته شوه، ورکه شوه.
پلار په ګونډو ناست وه، هغه نور د اورونو غولى وه. اورونه د هغه وه او په هغه كې لاندې باندې كيدل. د غرڅې یوه یوه چیغه عرش ته رسيده او له پاسه پر دغه اورلن زړه را څڅیده. زړه یې له دومره عذابه داسې شین شین الوته را الوته، لكه ټول نومونه چې اورونو خوړلي او اورونه دغه بنيادم په ځان ننويستلي وي.
مور په تیاره کې ناسته وه، تشه، خالي، ماته، ګوډه. لاسونه یې خوځول، څه نه جوړیدل. څوک نه وه. د خبرو څوک نه وه. شیان او آدمیان تش، وچ، خالي او سرخوړلي په خپلو بڼو او غوښو را ځړيدل او زنګيدل. مور په خپلو غوښو او هډوكو كې همدا لوستونه خوړل او څښل. څه شی نه وه چې ویې ژویي، ويې چيچي، وركه يې كړي. چاره نه وه، كښيناسته. خوله یې په وچو او څيلې وهلو چيغو ډکه وه. خدای یوازې همدا لیده.
ورور نغري کې کچالان پخول. له اوره ډکې پچې، اغزي او سیندریګي(د غرو یو ډول ازغي) یې په شنو خامو كنګل وهلو کچالانو اړول را اړول. د غرڅې چیغې ختې. هلک په اور ناړې ورغورځولې. په سرو سرو ډکو او پچو کې ډزو ډوز روان وه او دا سرې تڼاکې د هلک په سترګو خط خط پریوتې او دغه سور لښكر دننه ننوت، د شيطان چوڼۍ دننه وه. هغه کې دننه څه شی وه چې لا نه د څيرې وه او نه د نوم او دغه آدم تش لاسونه د نغري د اورونو غږونو ته ناست وه.
دا دريمه ورځ وه، څوک له چا خبر نه وه. هر څوک پكو، پړسيدلي په ځان ننوتي او همالته په منزل وو. نجلۍ څیرلې اوښته را اوښته. مور په خانداني داروګانو پسې ټول زاړه او تیاره کونجونه او سندوکونه راوشکول او له زړو او بيرنګه غوټو يې ترخې ترخې خاورې، شګې او دم كړې مالګې راويستلې او ستورو ته ايښوولو ميږې شودو او د كاريز له اوبو سره يې د لور په خوله كې تودې تودې ورتويولې؛ خو د ګیډې ښکاره زخمونه لاپړسیدل او دومره چیغې په مور ننوتې، هلته وچیدې.
مور په بې رنګه اورونو را ډكيده؛ خو د باندې سره څيله وه: د غرو له ډډو يو ليوه راووت. خبره د خلكو خولې ته لويده. هديره بلاربه وه نوى كبر را په لاره وه او هغو ټولو دغې مور ته را كتل. هرڅه پردې را روان وو. د ځمكې او هسك لاره پر هغې وه. مور دومره انتظار وه؛ خو چا نه ليده! شيان، آدميان، څيرې او خبرې ټولې مړې او كرختې وې.
نن یې دريمه ورځ وه، چې مور او ورور لور له هغه حرموني بيغه او په تياره كوټه كې له خداى او خلكو جلا كړې وه. پلار په خونه كې پټ وو؛ خو غوجله يې سترګو ته كيده. له غوجلې د نجونو او هلكانو سپين او تور نومونه او كپنونه راوتل او د پلار پر ټټر تيريدل. پلار شيطان لاحوله…كاوه، خو د نومونو شمعې بيا بيا له غوجلې دده پر خوا را تللې. خداي يوازې دى ليدلاى وه. چوپه چوپتيا وه. هيڅوك نه غږيدل. ټول په ځان ننوتي او په ځان كې زيرمه كيدل.
دا اورونه او دردونه د خداي له خوا وه. ټولو خپل ګريوانونه ځانته ورښكارول. درې واړه پخپل غم ككړ وو. دغه «لښته» شيبه په شيبه زياتيده او پر دوى لګيده. مور وسقيده، چوپه شوه، بيا پر زوى ورلويده: «تا ته چاويلې چې دومره ژر ليوه شه…اخر خور دې وه ظالمه. ليوه… انسانخوره! واى واى خدايا خلكو ته به څنګه مخ ښكاروم. سيالانو ته به څه وايم»
علي محمد په نغري ور پريوت. اور يې پو كړ، پو كړ، پو كړ…له نغري شنه دودونه او د پچو او سيندريګو وچه ايره راپورته شول او د هغه ستونى، سترګې او سوږمې يې وپوښلې. هغه په دومره تنګو ديوالونو كې يوازې وه. خور چيغو نيولې وه. پلار د زړه غرونه د تسپو په ټك ټك اواراول او مور ده ته خوله پيدا كړې وه. هغه بيرته دغه سور زړه پر مور ور تش كړ:«شاه بي بي! بار پر ما ولې را اچوې، تا پيغور را كاوه. تا راباندې وكړل. تاويلې:«له داسې ژونده چې ټيكرى پر سر كړې ښه دى…وګوره پنځه مياشتې وشوې! پنځه مياشتې…له كومه ځايه يو شيطان راځي، د تا په ګل غوندې نازكه خور سترګې سرې كوي. له موټر ورته را ښكته كيږي، او دا شرم موږ ته را پريږدي…اوس يې غم وكړه» مورې راشه مړ مې كړه؛ خو دا ماته مه وايه، ځانته دې ووايه…موري دواړو كړي. دواړووو كړي ي ي ي…
نور غږ ولاړ، ورك شو. هغه ليرې چيرې ژړل؛ خو سر پورې يې څوك شخ ولاړ وه. يوازې هغه ليدل چې نااشنا ځمكه كې، نا اشنا څيرې هغه نښه كړى. هلك اورونه پو كول؛ لكه هلته چې كومې نا اشنا دړې ته لاره پاكوي، خپله هم نه پوهيده؛ خو زور يې هماغه خوا منډه وهله. ناڅاپه يې له نظره يو تصوير تير شو…غرڅه وه او هغه ببر ايږ. محمد علي خپلې غبرګې ګوټې له تاوكړو جنډو سره په سره اور ننويستې، هغه غوښتل خپل زور له اور سره ووهي. پر هغه لړزه راغله، وويرېد كه دومره زور دباندې خوشې شي هديرې به څوك جوړوي.
***
دادى څلورمه ورځ شوه:
پلار چې د نسوارو د كوتي په هنداره هرڅومره ځان زړه ور خوشې كړ؛ ژړاوې يې ونه ليدې. مور وچه ولاړه وه؛ يا ناسته وه؛ يا پرته وه؛ نه پوهيده؛ هغې خبره وركه كړې وه. هغه په وروستۍ خبره پسې سرګردانه وه. «خبره» وه؛ خو هغې نه ليده! اخر دغه ټپ سر راښكاره كړ، هغې لاسونه سره وپړكول:«تورياليه، زما له حاله خبر شې! زما له درده ليونى شې…ما خو داسې نه غوښتل؛ ما خو لور جوړه غوښته…واى واى خدايا په كومه خوا لاړه شم؛ په كومه خوا لاره وكړم؛ چا ته ګريوان څيرې كړم؛ دومره غم په كوم اور كې واچوم »
مور په خپل ځاى كښيناسته. هغه پوه شوه چې خبره بل چيرې ده. هغه پوهيده چې خداى يې نه اوري. هغې مور نه درلوده چې پردي وطن كې يې واده كړي. لور ته يې كتل، خو څوك نه وو چې د هغې د غم عكس جوړكړي. مور ديوال ته كتل، عكس پرې لوى وه. هغه زوى ته ولاړه، عكس وښويد، لوى شو، له كوره ووت، له بامه لوړ شو، په غرو ور پريوت آسمان يې ډك كړ. واورې راتللې او غم يې په غرونو، كليو او كورونو، آدميانو او دغې هاجرې لپې لپې څښه. هغې نړۍ په ځان كې لاندې باندې كړه، خو لا ولاړه وه. هغه ورځ هم ورباندې تيره شوه.
***
نن يې پنځمه ورځ وه:
هغه وخوځيده، له ځانه ووته، له خونې او د لور له غمه ولاړه، خپره شوه، په لارو وتښتيده، په غرونو وخته، لمر او سپوږمۍ او ستوريو ته ورسيده، ټوله دنيا يې په ځان كې وليده. دا ټولې د هغې اوښكې وې چې نانځكې نانځكې ځمكې ته را كوزې شوې وې.
هغې د بابا د غره په واورو پښه كيښوده، لا خبره نشوه. په واورو كې وښويده، لا ويښه نه شوه. د حاجيګك له كوتله كوزه راولويده، لا ژوبله نشو. د ليوانو او سورلنډيانو په سوړو ورننوته. ليوانو او كارغانو او ټپسانو سورۍ سورۍ او مړۍ مړۍ كړه؛ خو وركه نشوه.
«مور»، ګلرخ، شاه پري، مريم، امنه، رقيه، شاه بي بي، لښته، ګلسومه، الماسه…هاجره، ټول د هغې نومونه وه. مخته ولاړه، اوبه، خاوره، اور، باد هم نومونه وه. ځمكه، وچه، هيواد، ډبره، ياقوت، اتوم هم نومونه وه او له هغې راڅڅيدلي وو. هغه هرځل په يوه نوم كې اوسيدلې وه. راپه څټ شوه، زمرى، شاه ولي، شاه علي، شاه احمد، غلام محمود، سردارعلي، شمس، ايزوپ او ملاعلي، سمندر…هم ددې په ټنډه سپاره نومونه او بختونه وه چې هغه يې د زمانې ياددښت پاڼه جوړه كړې وه. مور درز ولويده، پاتې شوه او مرګ ليرې ولاړه وو؛ هيڅ يې لاس نه وركاوه! ښايي دغې زړې اروا به غوښتل په نومونو پښې كيږدي، وړاندې تيره شي، نومونه ورك شي، يوازې پاتې شي، يوازې خداى سره «يوازيتوب د خداى كور دى.»
دا پنځمه وه چې خوب او خوراك له دې كاله كډه كړې وه. دا اورلنه زمانه دوى له بل جنس جوړه كړې وه او هماغه ناڅرګند جنس يې خوراك او څښاك وه. دې وضعيت د څيزونو او شيبو ماهيت اړولى وه. دا لومړۍ ورځې وې چې يوه آدم، يوې حوا له يوه قابيل او يوې لرغونې ديانا سره دغې تازه وچې ته لاره را كړې وه.
***
شپږ ورځې وشوې نجلۍ مړه نشوه، جوړه هم نشوه، بله خبره هم ونشوه. خداى هم د چا غږ نه اوريده. دوى له خلكو او ولس څخه راپټ شوي وو او خداى هم هير كړي وو. دلته نوى مكان او نوى زمان غيږه پرانستې وه.
نجلۍ شنه پنه، پړسيدلې او په وچو اورونو كې خړپيده او ښوريده. ساه يې لكه، اور داسې وته. خونه هماسې وچه، ككړه، سړه، نمجنه ولاړه وه. ديوالونه خړ خړ ولاړه وه او له چت څخه د ګور د چنجيو بوى را تويده. نجلۍ، ګلبسه، نسيمه، شاهپرى، ګلسوم، ملكه، فاطمه…په خپلو شنو غوښو كې تويده او نور نومونه ورياديدل. كاترين. فاطمه، زليخا، هاجره، ګلسوم، ملكه او داسې مذكر او مخنث نومونه. دغه غوڅ شوي نيم ژوانده كالبوت دومره ورځې له خپلو چيغو او زګيرويو جوړولې.
غرڅې دومره سره شپه ځكه موندلې وه چې نوم يې وه. كه نوم يې نه واى، درد يې بې ادرسه كيده، درد ځاى له لاسه وركاوه. د آدم، حوا اوغرڅې دغې كورنۍ، نومونه يو بل ته غلط تكرارول. يوځل هلك پلار ته د هابيل نوم واخيست. مور لور ته مور وويل او نجلۍ د قابيل نوم واخيست، چې له دې سره دريواړه خپلوان څك كښيناستل.
درد همدا نوم وه. نومونه لومړنۍ خبرې وې چې دغه نوي نژاد را په يادولې. نومونه هغه اورګاډي وو چې تاريخ په كې منزل كاوه. دغه آدم او حوا او…چې له زمان او تاريخ څخه تيرى كړى وه، په يو څو نومونو كې را ايساروو. دغه د خلقت اونۍ سبا ته بشپړيده، دادى شپږمه ورځ يې داسې تيره شوه.
***
د پيل ورځ:
چوپه چوپيا وه. غږونه او ټكانونه را لويدلې وو. ټول وچ، ساړه، بې مالګې او څيلې وهلي شنه شنه ولاړ وو. تاشكه ويلې چې د اسرافيل شپيلۍ ټول ژوند وژلى او يوازې دوى دريواړه پاتې دي، چې دغه پټ پور پرې كړي. هغوى هم وچ ولاړ وو. زوى او مور همداسې ورځ له خدايه غوښته.
خبره يې تيره شپه سره پخه كړې وه او اوس يې مخې سره همدا يو كار وه. دريواړه څه شي د غوجلې دړې سره ودرولي وو. زوى مور ته كتل، مور له ځان سره ځانته وګواښيده:«ماته چا ويلې چې غټه نجلۍ يوازې وليږم…او بيا په لوړه، مخ په غوجله له دې نارې سره:«بايد د هوا مرغان هم خبر نشي.»
محمد علي لاس واچاوه نجلۍ يې را ټينګه كړه: «د مور خبره ومنه، كنه رسوا كيږې. ګيډې ته دې ګوره، چې له كوره داسې ووتلې خبره بوى كوي.»
ګلسومه له شرمه وركه وركه وه. هغې كميس، پړونى او لستوڼى ټول د مخ په لور كشول، چې ويې نه ويني. مور زړه لوى كړ:«علي محمد رښتيا وايي. غيرت وكړه، ژر دې له دې شرمه خلاصوو…خداى يې اوري! بله څه چاره، بله څه چاره…» ورور دومره درنه څوارلس كلنه نجلۍ په اوږه واړوله او مور ترې مخكې شوه، د غوجلې دړه يې پرانستې ونيوه. هلك نجلۍ دننه كړه.
***
شيبه وروسته:
اريكن لګيده او «الماسې» زوړ نيمڅې، چې د لنګې غوا له ډډو را خلاص كړې وه، د غوجلۍ د غوبل شويو نمجنو پچو او خوشايو د پاسه وغوړاوه او بيا ورور خور پرې را كوزه كړه. هغه لكه خداى چې نه وي جوړه كړې، شرم او ننګ سوځولې د غوجلې ككړ ديوال ته غونجه شوه. مور د پړوني له پيڅكي يو نخود افين راخلاص او په زور د هغې په خولې ورننويستل: «كلمه دې وايه! دا ښه ښه ژويه! موږ دې ژر له دې شرمه خلاصوو…ګوره كه دې غږ پورته شو، دنيا به راباندې وخندوې، ناكسې!»
علي له جيبه د ږيرې خريلو يوه بسته پاكۍ راوكاږلې. مور يې له ډيره فشاره غاښونه وچيچل چې نجلۍ ټينګه ونيسي. نجلۍ لكه په اور چې لګيدلې وي، لغته واره كړه. الماسه په ښي اړخ كږه شوه، هلته د اوخور د پاسه د خره كته ايښې وه. مور كته د غرڅې په سر ور كيښوده، او ورلاندې يې لاس تير كړ چې نور افين يې په خوله كې وركړي، چې دواړه ګوتې يې په څړيكو شوې، لاس يې را كش كړ«كم اصلې خولې هم ته اچوې… ته د وژلو يې.» هلك د ټټر پر سر يو ټينګ سوك وركړ، ورسره چوپه چوپيا شوه. مور زوى ته په لاس او خوله چوپه اشاره وكړه چې ځنډ مه كوه«كه د ما لور يې، نو دغسې ځان چوپ ونيسه. په دې كار سره ستا سر د وهلو دى، دا شرم به همدا اوس پاكوو!»
***
شيبه وروسته:ورور لګيا شو، لكه د دوزخ په شنه ونه چې منعه كولو نصيحت ليكي.
***
شيبه وروسته:د كليوالي خليفه ګانو د سر او سنتونو چوړكۍ له نوې پاكي سره په تلوار د غرڅې د ګيډې نازك؛ خو خيرن پوټكى وڅيره. په دغه خط سوربخار څړيكه وكړه؛ چيغه د ښځې له ګوګله را ولويده«اه ه ه ه…خدايا همدا دې غوښتل». ورپسې سرې اوښكې راپورته شوې، وينې وې. عليمحمد پاكي وغورځوله. د ډډ نس د پاسه سره كرښه يې په دواړو لاسو بيله كړه. يوه لويشت خوله وازه شوه. له خولې وينې را خوټيدلې. علي محمد وينې د ځان او سورۍ شوې غرڅې په لمنو پاكې كړې. د نس تر پرې ژۍ لاندې سپين پوټكى وه. بله پاكي يې راوويسته په چوړكۍ كې يې وركړه او په سپين نس يې سور خط وويست. تر پالانې لاندې غژ غژ غژ روان وه. «زمري» ګنله چې پيرى په غرڅې ننوتلى. چوړكۍ ننوته، واز نس كې وركه شوه. د مور د غاښوغژهارى خوت. علي له دغه اوره سور، غټ كچالو راوويست، مورته يې ونيو. الماسې وانه خيست. هلك وغورځاو او وينو له يوې لويشتې پرې خولې نورې لارې هم وكړې. مور سترګې درلودې، خو زړه يې نه درلود چې لاندې وګوري. هغې ټول زور د يوې ناښادې په اوږو جوړ كړى وه. د خره له كتې د خورررخوررر…غږ خوت.
***
شيبه وروسته:………………………………………………………………………………
***
شيبه وروسته نه څوك خررريدل، نه پيرى وه او نه چا غاښونه غژول. ښځې د نس وازه خوله د جامو په ستن وګنډله. وينې خلاصې شوې، نه بهيدې. ورور د جيب ګلسيب دسمال وسوځاوه او د هغه توده ايره يې د سورۍ شوې غرڅې پر ګنډلې ګيډه ور واړوله او مور هم خپل كات كړى سوچه چادر نماز د هغې پر ګيډه او ملا سم تاو را تاو كړ. د غرڅې سترګې نيمې خلاصې وې. پر شونډو يې د وينو وچ پوټكي ولاړ وو. مور مست ژړل، خو د سترګو غږ يې نه خوت. هغې خدايزده چاته ويلې: «ظالمه، ناترسه، بې دينه، ليوه، انسانخوره» علي محمد سوړ كالبوت ته غيږه وركړه او خور يې خونه كې يوازې واچوله.
***
په اوومه ورځ:
«…بشري حقونو سازمانونو دغه پيښه په كلكو ټكو كې غندلې. له كابل څخه زموږ خبريال د خپل راپور په پاى زياتوي چې د تاوتريخوالي دا ډول پيښه ددې ګواښ له ځانه سره لري چې د كورنيو د مشرانو لخوا دا ډول چلند په يوه بل ناوړه دود وانه وړي، دا ځكه چې په دغه خاوره ناوړه چلندونه، چې خلك يې غيرت بولي، ډير ژر په يوه دود بدليږي…» د پوليسو د ګاډي د لوړ هارند له غږونو سره محمد علي راډيو له ځان سره واخسته، ووت او مخامخ بام ته پورته شو.
پوليس د «شيخ» او څو تنو مخورو په ملتيا په كور ننوتل. پلار د پوليسو د رنجر موټر په دويم سيټ كې داسې ځب ځب ناست وه چې تابه ويلې سترګې يې وچې، شونډې يې وچې، مخ او د بدن پټ غړي يې وچ شوي. واړه، زاړه، ځوانان اريان اريان پر موټر را تاويدل او هغه وچ ناست بنيادم بې ساه بې ساه هغه څه ليدل چې د يوه سيلاني قد هم نه ور رسيده.
***
پوليسو كور ولټاوه. علي نه وه. مور د پوليسو له خولې د لور د خبر په اوريدلو سره زوپ وكړ، ولويده. د ګاونډ ښځې د ګوړې شربت وركړ، هغه بيرته را په سد شوه، خو لكه ټول پوټكى دې چې له واورې ورډك كړى وي. له دولتي كسانو څخه چا دهغې عكس واخيست، يوه بهرنۍ ښځه چې له هييت سره راغلې، قومندان ته ورنيږدې شوه، څه يې ورته پخپله ژبه وويل. ښايي هغې پوښتلي وي چې د واورين بنيادم عكس اخستلاى شم!
***
پوليسو په علي محمد پسې كور لټ په لټ كړ، خو وروستى لاس په سر شول او د خره كته، د خليفه چوړكۍ، د محمد علي په وينو لړلۍ لمن يې راټول او له ځان سره واخيستل. شيخ او نور مخور جومات ته شول چې دا شرم څنګه پټ او ددغې ورپيښې ورځې كارونه سره وويشي.
شيبه وروسته دوه كليوال هلكان چې لاسونه يې ددغه كور واورو توږلو سره اړولي وو، يو بل ته غږيدل:
– څه دووس سړى وه، يوه لوريې وه، ويې نشواى ساتلاى…هرڅه چې وو اوس يې بايد خبره همدلته پټه كړې وه، حكومت يې چا ويستلى!؟
– تيره ورځ يې كلي كې ډنډوره اچولې وه چې ګلسوم سپي خوړلى، مركز ته يې بيايم!
– پوليسو ويلې چې غرڅه په روغتون كې ده، د جوړيدو نه ده…خو كه جوړه شوه ته ورسره واده كوې، پلاريې ولله كه روپۍ در نه وغواړي.
كليوال هلك خپل همزولى په واوره وويشته:
- د دوس زو همدا دې راباندې ولوريده…
هلك بيرته په همزولي د واورې ګوزار وكړ:
– مسلمانه ټوكه مې درسره وكړه: داسې بدلمنې سره امريكايى هم واده نه كوي. هغه يوه لار لري.
دواړه: مرګ!
دې وخت كې د نړيوالو ځواكونو يوه پوځي چورلكه د شنه آسمان له مينځه پر دوى راټيټه شوه. كليوال ځوانان ځاى پرځاى هيښ ودريدل. بهرنۍ ښځينه سرتيرې چې د چورلكې د څټ پرانستي پولادي وره سره د نصب كړې درنې ماشينګڼې څټ ته ناسته وه، ځوانانو ته د ازادۍ غږ اخبار را وغورځاوه.
د اخبار په لومړي مخ د امريكي د ازادۍ مجسمه ولاړه وه. ځوان هلك ها بل ته كړل:
ګوره دا څه غټه بلا ده كه ملاصيبان ور ورسيدل ډز به يې وباسي!
بل ور ته كړل: كه د ما په زړه كيدلاى خرڅوله مې…
دويم په خبرو كې ور ولويد: اوكوژدنه دې پرې را ودوله!
دواړو وخندلو، خو د كوژدن هلك سترګې له هغو اوښكو ډكې شوې چې پريښتې يې جوړولې! دويم هلك خبره تازه كړه:
ددى وسپنيزې ناوې په پيسو ترڅلورو هم زيات ودونه كيږي!
لومړي هلك چې د واورو په پاغونډه يې د خپلو سترګو بخار سوزاوه، په خوله كې ور ولويد:
دا دې لا واده كړى…
ولې خداى څلور روا كړي! دې وخت كې له ليرې د بې پيلوټه الوتكې غوږږږږږږ…شو او هرڅه ګوښې ته شول. دواړه زلميان اريان ودريدل، لكه واورينې مجسمې داسې شول. فلزي باښه چې رانيږدې كيدله، دويم هلك، چې څلور ښځې يې روا بللې، د ازادۍ غږ اخبار د سر دپاسه خور ونيو. كوژدن هلك هم ورسره جوخت شو، بې پايلوټه الوتكه غژژژژژژژتيره شوه.
په هغه ورځ د سيمې د واړه بازاره د نصوارو هټۍ ښه وچليده. د دواړو هلكانو د كيسې په اوريدلو سره هرڅوك دې هټۍ ته را تاويدل او د ازادۍ غږ اخبار ګڼه يې غوښته. هټيوال چې د ازادۍ د مجسمې زور وليد، نو ړومبى يې پر خپله هټۍ دغه اخبار ونښلاوه اوبيا يې نورو ته بيه ورباندې كيښوده، خو كليوالو دا پيسې پيدا كولې.
تر ماسپښين مهال پورې د كلي څيره د ازادۍ د مجسمې په منظره بدله شوه. د نړيوالۍ مرستې او همكاري (ايساف)د ځواكونو چورلكه د كلي په فضا كې تله او راتله او مستند جوړونكو له دې رنګ شوي كلي فلم جوړاوه، خوبيا پركلي بې پيلوټه الوتكه را تاو نشوه. كلي كې اوازه وه چې د پي ار ټي ډلې ته د سيمې يوې ډلو روڼاندو وړانديز كړى، چې ولايت ته له بيلو كړو پيسو دى د ازادۍ يوه بله مجسمه جوړه او د غرڅې دوى د تش او ساړه كور پر ځاى چې نور نو د كوڅو سپي پكې ويديدل، ودروي.
پاى
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.