عدالت د ادارې عملي لار؛ که تش شعار

لیکنه: ماسټر حسیب اللّٰه وحدت 

50
سریزه
عدالت د انسان د فردي، ټولنیز او اداري ژوند له بنسټیزو ارزښتونو څخه دی چې د هوسا، باعزته او منظم ژوند لپاره اساسي اهمیت لري. له هغه وخته چې انسان ګډ ژوند غوره کړی، تل یې دا هیله لرلې چې داسې نظام، اداره او رهبري ولري چې حق پکې خوندي وي، قانون پکې پر ټولو یو شان تطبیق شي، او انساني کرامت پکې خوندي پاتې شي. د تاریخ تجربې ښيي چې عدالت یوازې اخلاقي ارزښت نه دی، بلکې د ملتونو د بقا، د ادارو د اعتبار او د ټولنو د ثبات مهم اصل دی. هغه نظامونه او ادارې چې عدالت یې د خپل جوړښت اساسي برخه ګرځولې، د اعتماد، همکارۍ او دوامدار پرمختګ زمینه یې برابره کړې ده؛ خو هغه بنسټونه چې عدالت یې یوازې د شعار، جلب او ظاهري ښودنې وسیله ګرځولې، په پای کې له بې باورۍ، فساد او نارضایتۍ سره مخ شوي دي.
په اداري نظام کې عدالت ځانګړی ارزښت لري؛ ځکه همدلته د خلکو حقونه، د کارکوونکو مسؤلیتونه، د رهبرۍ واک، د منابعو وېش، د دندو سپارل او د خدمتونو وړاندې کول له یو بل سره تړلي وي. که په دې چاپېریال کې عدالت موجود وي، اداره د اعتماد، شفافیت او ثبات پر لور ځي؛ خو که عدالت پکې نه وي، هماغه اداره د تبعیض، بې انصافۍ او ناهیلۍ په مرکز بدلېږي. له همدې امله، عدالت یوازې د قانوني اسنادو او رسمي جلسو موضوع نه ده، بلکې د اداري ژوند یو تلپاتې اصل دی.
په اداري نظام کې عدالت هغه حالت ته ویل کېږي چې هره پرېکړه، هره ګومارنه، هره ارزونه او هر ډول مکافات او مجازات د روښانه اصولو، قانون، اهلیت او مسؤلیت له مخې ترسره شي. په عادلانه اداره کې دنده هغه کس ته سپارل کېږي چې وړتیا او لیاقت ولري، د کار ستاینه د زحمت او لاسته راوړنې له مخې کېږي، او حساب ورکونه د ټولو لپاره یو شان وي. په داسې نظام کې د اشخاصو مقام، شتمني، خپلوي، واسطه، قوم او ژبه د حق او قانون پر وړاندې ځانګړی امتیاز نه شي جوړولای. له همدې امله عدالت یوازې د مقررو او لوایحو شتون نه دی، بلکې د هغو عادلانه او برابر تطبیق دی.
کله چې په یوه اداره کې عدالت حاکم وي، رهبرۍ ته مسؤلیت د امتیاز په توګه نه، بلکې د خدمت او امانت په توګه ښکاري. عادل مدیر اداره د شخصي ګټو، خپلوانو او نږدې کسانو د پالنې وسیله نه ګرځوي، بلکې د عامه مسؤلیت او ګډ اعتماد مرکز یې ګڼي. په داسې رهبرۍ کې د پرېکړو معیار روښانه وي، د کار وېش منظم وي، او د ارزونې بنسټ معلوم وي. هر څوک پوهېږي چې د پرمختګ، تنبیه، بدلون او ستاینې اساس څه دی. همدا روڼتیا د ادارې په دننه کې د شک، حسد او بې باورۍ مخه نیسي او د سالم کار چاپېریال رامنځته کوي.
برعکس، بې عدالتي هغه وخت پیدا کېږي چې اداره د اصولو له محور څخه واوړي او د قانون پر ځای سلیقه، تعصب، واسطه او شخصي ګټه واکمنه شي. په بې عدالته اداره کې د دندو وېش د اهلیت له مخې نه وي، بلکې څوک د اړیکو له امله مقرریږي، څوک د نفوذ له لارې امتیاز ترلاسه کوي، او څوک یوازې ځکه څنډې ته کېږي چې واسطه نه لري یا د حق خبره کوي. په داسې حالت کې اداره ښايي په ظاهره منظمه ښکاره شي، خو له دننه کمزورې وي؛ ځکه کارکوونکي په اخلاص کار نه کوي، مراجعان پرې باور نه لري، او اداره د اعتماد پر ځای د وېرې او فشار له لارې پر مخ وړل کېږي.
عدالت د هرې ادارې د دوام او مشروعیت اساسي عنصر دی. اداره یوازې د ودانیو، بودجې، تشکیلاتو او وسایلو په لرلو نه پیاوړې کېږي، بلکې هغه وخت واقعي ثبات مومي چې کارکوونکي، مراجعان او نور شریکان پکې د انصاف احساس وکړي. که یو کارکوونکی ډاډه نه وي چې حق یې خوندي دی، که یو مراجعه کوونکی باور ونه لري چې قانوني حق به یې په عادلانه توګه تر لاسه کېږي، او که شریکان مطمئن نه وي چې پرېکړې شفافې او برابرې دي، نو اداره به په عملي ډګر کې له ستونزو، تضادونو او کمزورۍ سره مخ وي.
د شریکانو ترمنځ عدالت په ځانګړي ډول ځکه مهم دی چې اداره د یوه شخص شخصي ملکیت نه وي، بلکې د ګڼو لورو د ګډ مسؤلیت ساحه وي. رهبران، مدیران، کارکوونکي، مراجعان، تمویلوونکي، همکار بنسټونه او عام خلک ټول له ادارې سره مستقیم یا غیرمستقیم تړاو لري. که د دغو لورو ترمنځ د عدالت تله برابره نه وي، نو د ادارې داخلي اړیکې کمزورې کېږي او ټولنیز اعتبار یې هم زیان ویني. د شریکانو ترمنځ عدالت دا معنا لري چې هر لوری خپل حق، مسؤلیت او حیثیت وپېژني، د بل لوري حق ته درناوی وکړي، او دا باور ولري چې اداره له ټولو سره د یو واحد اصل او مساوي کرامت له مخې چلند کوي.
که د شریکانو ترمنځ عدالت موجود وي، د ادارې فضا د اعتماد، همغږۍ او ګډ مسؤلیت پر بنسټ ټینګېږي. کارکوونکی ځان د ادارې فعال غړی ګڼي، نه بې ارزښته وسیله. مدیر له خپلو مادونانو سره د درناوي اړیکه ساتي او هغوی د وېرې پر ځای د منصفانه چلند له لارې مدیریت کوي. مراجعان پوهېږي چې کار یې د واسطې او پیسو پر ځای د قانون له مخې پر مخ ځي. همکار بنسټونه هم له داسې ادارې سره د اعتماد اړیکې جوړوي، ځکه هلته د شراکت او همکارۍ زمینه خوندي وي. له همدې امله، عدالت د ادارې د داخلي او بهرني ثبات ترمنځ د نښلوونکي پله حیثیت لري.
خو که د شریکانو ترمنځ عدالت نه وي، لومړنی زیان یې پر اعتماد راځي. بې عدالتي اعتماد کمزوری کوي، او کله چې اعتماد کمزوری شي، همکاري، ژمنتیا او اخلاص هم ورسره اغېزمنېږي. هغه کارکوونکی چې ویني د ده زحمت ته ارزښت نه ورکول کېږي، خو بل څوک یوازې د واسطې له امله پرمختګ کوي، د کار شوق له لاسه ورکوي. هغه مراجعه کوونکی چې ویني قانوني حق یې د اړیکو قرباني شوی، له ادارې زړه توری کېږي. همداراز، هغه شریک بنسټ چې پرېکړې غیرشفافې وبولي، له ادارې سره د باور اړیکه کمزورې کوي. په پایله کې، اداره ظاهراً روانه وي، خو په عمل کې د بې باورۍ او پټو ټکرونو له امله سستېږي.
په یوه بې عدالته اداره کې تر ټولو ډېر زیان پر وړ، مسلکي، صادقو او اصولي کسانو پرېوځي. عادلانه چاپېریال د وړتیاوو د ودې لپاره زمینه برابروي، خو بې عدالتي وړتیا محاصره کوي. کله چې د کار، مقام او پرمختګ معیار لیاقت نه، بلکې واسطه، چاپلوسي او شخصي اړیکې وي، نو بااستعداده کسان یا منزوي کېږي، یا چوپ پاتې کېږي، یا له ادارې وځي، او یا له پرمختګ څخه محرومېږي. برعکس، هغه کسان چې تخصص کم لري خو د نفوذ خاوندان وي، مهمو موقفونو ته رسېږي. دا حالت نه یوازې د انصاف خلاف دی، بلکې د ادارې مسلکي ظرفیت هم کمزوری کوي.
له دې وروسته عام کارکوونکي هم په بې عدالته اداره کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ کېږي. هغوی نه شي کولای خپل شکایت په ډاډه زړه مطرح کړي، نه خپل حق په اسانه تر لاسه کولای شي، او نه د خپلې وړتیا له مخې د پرمختګ هیله ساتلای شي. دا حالت د وېرې فضا رامنځته کوي، د نوښت مخه نیسي، او اداره د خاموش اطاعت، مصلحت‌پالنې او ظاهري همغږۍ پر لور بیايي. هغه اداره چې کارکوونکي یې په وېره کې ژوند کوي، د اصلاح، پرمختګ او سالم خدمت له بشپړ ظرفیت څخه بې برخې پاتې کېږي.
مراجعان هم په بې عدالته نظام کې محدودېږي. هغوی چې باید د قانون او اصولو له مخې خدمت ترلاسه کړي، اړ کېږي چې د خپل حق لپاره د واسطې، سفارش، رشوت او نفوذ لارې ولټوي. ځینې خلک ښايي د خپلو امکاناتو له امله ځانته لاره پیدا کړي، خو ډېری نور چې نه واسطه لري او نه نفوذ، له خپل قانوني حق څخه بې برخې پاتې کېږي. همدا حالت په ټولنه کې د بې باورۍ، ناهیلۍ او غبرګون سبب ګرځي؛ ځکه خلک ویني چې د حق ترلاسه کولو لپاره یوازې قانون بسنه نه کوي.
بې عدالتي د ټولنې پر اخلاقي، رواني او اقتصادي چاپېریال هم منفي اغېز کوي. په داسې فضا کې خلک د اصولو پر ځای د نفوذ په لټه کې کېږي، د وړتیا پر ځای اړیکو ته ارزښت ورکوي، او د زحمت او رښتینولۍ پر ځای لنډو او ناسمو لارو ته مخه کوي. ورو ورو دا ذهنیت پیاوړی کېږي چې په نظام کې بریا د انصاف او خدمت له لارې نه، بلکې د فشار، چاپلوسۍ او اړیکو له لارې تر لاسه کېږي. دا تصور د راتلونکو نسلونو پر فکر او ارزښتونو هم ناوړه اغېز پرېباسي.
په اداري نظام کې د عدالت یوه مهمه برخه د جزا او مکافاتو عادلانه تطبیق دی. سالمه اداره هغه ده چې ښه کار وستايي او ناسم عمل حساب‌ورکوونکی وګرځوي. که د تشویق او تنبیه معیار یو شان نه وي، نو د کار اخلاص کمزوری کېږي. که کوښښ کوونکی او بې‌پروا کارکوونکی یو شان وګڼل شي، که فاسد کس له حسابه خلاص وي او صادق کس تر فشار لاندې وي، نو اداري نظم زیانمنېږي. له همدې امله، عادلانه اداره باید د روښانه قانون، ثابت طرزالعمل او دقیقې ارزونې له مخې د جزا او مکافاتو بهیر تنظیم کړي.
عدالت د منابعو او فرصتونو په عادلانه وېش کې هم اساسي رول لري. بودجه، مقامونه، روزنیز فرصتونه، امتیازات او کاري اسانتیاوې باید د روښانه او منصفانه معیار له مخې ووېشل شي. که دا منابع یوازې یوې محدودې ډلې ته ورسېږي او نور ترې محروم پاتې شي، نو نارضایتي ډېرېږي او د ادارې عمومي ظرفیت راکمېږي. خو که فرصتونه په عادلانه بڼه ووېشل شي، د ادارې پټې وړتیاوې راڅرګندېږي، د کار کیفیت لوړېږي او د پرمختګ لاره د ټولو لپاره پرانیستل کېږي.
هغه اداره چې عدالت پکې حاکم وي، تر ټولو لومړۍ ګټه یې دا ده چې د خلکو او کارکوونکو باور تر لاسه کوي. باور له هرې اداري پانګې لوړ ارزښت لري؛ ځکه هم نظام ساتي، هم اداره منظموي او هم خلک د ګډو موخو پر لور هڅوي. عادلانه اداره د ملاتړ او اعتماد فضا رامنځته کوي. کارکوونکي پکې په صداقت کار کوي، مراجعان پرې باور کوي، او شریکان یې د اعتبار وړ ګڼي. همدا اعتماد اداره له داخلي شخړو، پرله‌پسې ټکرونو او غیرضروري مقاومتونو څخه ژغوري.
دوهمه مهمه ګټه دا ده چې عادلانه نظام د وړتیاوو د ودې او ساتنې زمینه برابروي. کله چې اداره د اهلیت، خدمت، صداقت او مسؤلیت پر بنسټ چلېږي، بااستعداده کسان پکې پاتې کېږي، هڅه کوي او وده مومي. په داسې چاپېریال کې څوک د خپل حق لپاره د چا تر دروازې د درېدو اړتیا نه احساسوي. هر څوک پوهېږي چې د کار، مسؤلیت او خدمت پایله به په عادلانه توګه ارزول کېږي. دا یقین د ادارې د دوامدار پرمختګ بنسټ جوړوي.
درېیمه ګټه دا ده چې عدالت د فساد، تبعیض او غیرشفافو اړیکو مخه نیسي. هر ځای چې عدالت پیاوړی وي، فساد ته زمینه کمه وي. کله چې قانون پر ټولو یو شان تطبیق شي، حساب‌ورکونه موجوده وي، او پرېکړې له شفافو معیارونو سره سمې وشي، نو د شخصي ګټې لپاره د ناوړه استفادې امکانات هم راکمېږي. له همدې امله، عدالت یوازې د حق ورکولو وسیله نه ده، بلکې د اداري فساد د مخنیوي اغېزمنه لار هم ده.
څلورمه ګټه دا ده چې عادلانه اداره د شخړو د حل توان لري. په هر نظام کې اختلاف، شکایت او سیالي طبیعي دي، خو مهمه دا ده چې د حل لپاره یې عادلانه میکانېزم موجود وي. که خلک باور ولري چې د شکایت اورېدلو، ستونزې څېړلو او پرېکړې کولو بهیر عادلانه دی، نو د پرېکړو منل هم اسانه کېږي. خو که د حل لاره هم ناعادلانه وي، کوچنۍ ستونزې په لویو جنجالونو بدلېږي او اداره له دوامدارو شخړو سره مخ کېږي.
عدالت د رهبرۍ مشروعیت هم تضمینوي. مشرتابه هغه وخت دوام مومي چې خلک پرې باور ولري. که رهبر عادل وي، پرېکړې یې وزن پیدا کوي، او موجودیت یې د ثبات وسیله ګرځي. خو که رهبر د تبعیض، سلیقوي چلند او شخصي ملاتړ پر بنسټ اداره وچلوي، مشروعیت یې له دننه کمزوری کېږي. که څه هم ممکن لنډ مهال لپاره د مقام ځواک ورسره وي، خو د خلکو او کارکوونکو له زړونو لوېږي، او دا حالت په پای کې د ټول نظام د کمزورۍ سبب ګرځي.
په اسلامي فکر او ارزښتي لیدلوري کې هم عدالت بنسټیز اصل ګڼل کېږي. اسلام نه یوازې په فردي اخلاقو کې د انصاف درس ورکوي، بلکې ټولنیزې، اقتصادي، سیاسي او اداري اړیکې هم پر عدالت ولاړوي. په اسلامي پوهه کې واک امانت دی، مسؤلیت عبادت دی، او د خلکو د حق خوړل ظلم ګڼل کېږي. له همدې امله، عادلانه اداره یوازې اداري بریا نه ده، بلکې اخلاقي او ديني مسؤلیت هم دی.
نننۍ نړۍ، سره له دې چې له ټکنالوژۍ، اقتصادي سیالیو او پرمختللو اداري سیستمونو ډکه ده، بیا هم تر هر څه زیات عدالت ته اړتیا لري. اداره نن یوازې د کاغذ او فرمان پر بنسټ نه چلېږي، بلکې د معلوماتو، ارزونو، ستراتیژیو او مشارکتي اړیکو له لارې اداره کېږي. که په دې ټولو برخو کې عدالت نه وي، نو پرمختللي وسایل هم ستونزې نه شي حل کولای. ځکه انسان تر هر څه وړاندې عزت، مساوات، حق او روڼتیا غواړي.
له همدې امله، عدالت باید یوازې په شعارونو، اسنادو او ویناوو کې محدود نه وي. دا باید د ادارې په ورځني چلند کې ښکاره شي: د ګومارنې پر مهال، د ارزونې په بهیر کې، د مکافاتو په وېش کې، د شکایتونو په اورېدو کې، د رهبرۍ په پرېکړو کې او د مراجعانو د خدمت په هر پړاو کې. که عدالت په عمل کې نه وي، نو یادونه یې یوازې تشه ادعا ده؛ خو که په عمل کې موجود وي، اداره ته د اعتماد، ثبات او دوام زمینه برابروي.
پایله
له پورته بحث څخه څرګندېږي چې عدالت د هر اداري نظام، بنسټ او ادارې لپاره یوازې یو تش شعار نه، بلکې د ژوند، بقا، اعتبار او پرمختګ رښتینې لار ده. هغه اداره چې پر عدالت ولاړه وي، هلته قانون پر ټولو یو شان حاکم وي، وړتیا ارزښت پیدا کوي، شریکان باورمن وي، کارکوونکي باانګېزې وي، مراجعان خوندي احساس کوي، او رهبرۍ ته مشروعیت تر لاسه کېږي. په داسې اداره کې نه یوازې نظم ټینګېږي، بلکې د اصلاح، شفافیت، همکارۍ او دوامدار پرمختګ لپاره سالمه فضا هم رامنځته کېږي.
برعکس، هغه نظام او اداره چې عدالت ونه لري، تر ټولو لومړی پکې وړ، صادق او مسلکي کسان زیان ویني، عام کارکوونکي تر فشار لاندې راځي، مراجعان له خپل حق څخه بې برخې کېږي، قانون کمزوری کېږي، او د ادارې داخلي فضا د بې باورۍ، تعصب، فساد او نارضایتۍ په منګولو کې راګېرېږي. په همدې ډول، بې عدالتي یوازې اشخاص نه اغېزمنوي، بلکې ټوله اداره له دننه کمزورې کوي او د زوال زمینه برابروي.
نو ځکه عدالت باید د ادارې په ژبه نه، بلکې د ادارې په عمل کې څرګند وي. دا باید د رهبرۍ په پرېکړه، د مسؤل په چلند، د کارکوونکي په حق، د شریکانو په اړیکو او د خدمت په وړاندې کولو کې محسوس شي. ځکه عدالت د ادارې ښکلا، د ملتونو د بقا راز، د شریکانو د باور محور او د انسان د عزت پیاوړی ساتونکی دی. هر هغه بنسټ چې عدالت خپل اساسي اصل وګرځوي، د عزت، دوام او بریا پر لور به روان وي؛ او هر هغه اداره چې عدالت یوازې شعار وساتي، د کمزورۍ، اختلاف او سقوط له خطره به خوندي پاتې نه شي.

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.