افغان ښځې د بریتانیا د «چتم هاوس» جایزې ګټونکې شوې

34

د بریتانیا شاهي فکري مرکز «چتم هاوس» افغان ښځې د دغه بنسټ د کالنۍ جایزې ګټونکې اعلان کړې دي.

دغه بنسټ نن (پنجشنبه، د زمري ۲۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ښځو او نجونو د طالبانو د محدودیتونو، ځورونې او سیستماتیک جنسیتي ځپنې پر وړاندې د پام وړ زړورتیا او مقاومت ښودلی دی.

د چتم هاوس مشره او اجرائیه رئیسه، برونون مدوکس، ویلي: «افغان ښځو د زده‌کړو، کار او عامه ژوند څخه د هغوی د سیستماتیک ایستلو د هڅو پر وړاندې بې‌ساری زړورتیا او پیاوړتیا ښودلې ده.»

په چتم هاوس کې د اسیا ـ پاسفیک چارو څېړونکې، فرزانه شیخ، ویلي: «افغان ښځو ته د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ورکول په بشپړه توګه پر ځای دي او د هغوی د مقاومت او هوډ څرګندونه کوي چې هېڅکله له عامه حافظې څخه حذف نه شي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د پلي شویو سختو او تبعیضي قوانینو پر وړاندې د هغوی استقامت د ټولو هغو کسانو لپاره بې‌ساری مثال دی چې د ښځو د حقونو د برابرۍ او د یوې عادلانه نړیوالې ټولنې له ارمان سره ژمن دي.»

د چتم هاوس د جنوبي اسیا لوړپوړي څېړونکي، چیتیج بجپايي، ویلي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو له مهال راهیسې هېڅې ډلې د افغان ښځو او نجونو په کچه زیان نه دی لیدلی.

هغه زیاته کړې: «افغان ښځو ته د چتم هاوس د جایزې په ورکولو سره غواړو خپله ونډه د یوې داسې موضوع په اړه د پوهاوي په لوړولو کې ادا کړو چې له بده مرغه د نړیوالې ټولنې له پاملرنې وتلې ده.»

ټاکل شوې دغه جایزه د روان میلادي کال په وروستیو کې په چتم هاوس کې د یوې ځانګړې غونډې پر مهال افغان ښځو ته ورکړل شي.

همداراز، هغه طومار چې د بریتانیا د پاچا، چې د شاهي نړیوالو چارو د انسټیټیوټ ملاتړی دی، لاسلیک کړی، افغان ښځو ته به وسپارل شي.

چتم هاوس په لندن کې یو له مخکښو سیاست‌جوړونکو بنسټونو څخه دی چې د جیوپولیټیکي ننګونو او نړیوالو مسایلو په اړه فعالیت کوي.

د دغه بنسټ جایزه په ۲۰۰۵ کال کې رامنځته شوې ده. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي، بې‌پولې ډاکټران او د خبریالانو د ساتنې کمېټه د دې جایزې له پخوانیو ګټونکو څخه دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.