په بن ښار کې د طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو مخکتنه وشوه

0 33

په بن ښار کې د طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو مخکتنه وشوه

د افغانستان د مطالعاتو او همکاریو مرکز د نومبر په ۱۳مه په بن ښار کې د شاعر، لیکوال او ژباړن طایر ځلاند د درېیو نویو کتابونو د مخکتنې غونډه جوړه کړه. په غونډه کې د پښتو او دري ژبو یو شمېر لیکوالانو، شاعرانو او فرهنګیانو ګډون کړی و او د کتابونو، ژباړې او د افغانستان د ژبو ترمنځ د ادبي اړیکو پر ارزښت یې خبرې وکړې.

د طایر ځلاند په تازه خپرو شویو کتابونو کې دوه د شعرونو ژباړل شوې ټولګې او یوه د هغه د خپلو شعرونو ټولګه شامله ده. «د ستورو باران» د دري ژبې د شاعر پرتو نادري د شعرونو پښتو ژباړه ده. «د هرمان هسی شعرونه» د نوبل ادبي جایزې د ګټونکي جرمني شاعر او لیکوال هرمان هسه د شعرونو ژباړه ده او «دلته هم د رڼاګانو خوشبويي ده» د ځلاند د خپلو شعرونو ټولګه ده.

دواړه ژباړل شوې ټولګې د اصلي شعرونو متنونه هم لري. په دې توګه لوستونکي کولای شي دري او جرمني شعرونه له پښتو ژباړې سره ولولي او د اصلي متن او ژباړې ترمنځ پرتله وکړي. د دغو کتابونو درې واړه په افغانستان کې چاپ شوي دي.

غونډه د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت پیل شوه او وروسته ګډونوال د ملي سرود لپاره ودرېدل. د افغانستان د مطالعاتو او همکاریو مرکز مرستیال، بصیر دانشيار، ګډونوالو ته د ښه راغلاست وینا وکړه او ولي محمد کنډیوال د دریځ چارې مخته وړلې.

ډاکټر خوشحال روهي د غونډې په ترڅ کې د ګډ فرهنګ او ملي هویت په جوړولو کې د ژباړې پر اهمیت خبرې وکړې. نوموړي وویل، د افغانستان د بېلابېلو ژبو ترمنځ د ادبي اثارو ژباړه د خلکو ترمنځ د اړیکو او متقابل پوهاوي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.

روهي په ځانګړې توګه په تبعید کې د کوربه هېواد د ادبیاتو ژباړه مهمه وبلله او ویې ویل چې د کوربه ټولنې د ادبي او فکري اثارو پېژندل د فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره ارزښت لري. هغه د طایر ځلاند ژباړنیزې او ادبي هڅې هم وستایلې.

د غونډې په بله برخه کې د دري ژبې د شاعر پرتو نادري ویدیو شوی پیغام وړاندې شو. نوموړي په خپل پیغام کې د «د ستورو باران» د ژباړې پر ارزښت خبرې کړې وې او د طایر ځلاند هڅې یې ستایلې وې. نادري د خپل شعر د پښتو ژبې لوستونکو ته د ورپېژندلو لپاره د دغې ژباړې اهمیت ته اشاره کړې وه.

استاد غفور لیوال په خپله ویډیو تبصره کې د طایر ځلاند پر شاعرۍ، ژباړې او فکري لیدلوري خبرې وکړې. نوموړي د ځلاند د وروستیو شعري ټولګو او ژباړل شویو اثارو بېلګې وړاندې کړې او د هغه د تخلیقي او ژباړنیز کار بېلابېل اړخونه یې وڅېړل. هغه د شاعرۍ او ژباړې ترمنځ اړیکه مهمه وبلله او د ځلاند د ادبي فعالیتونو په اړه یې خپل نظرونه شریک کړل.

Related Posts
1 of 63,077

لیکوال او شاعر انور وفا سمندر هم د طایر ځلاند د ادبي کارونو په اړه خبرې وکړې. هغه د شعر په انتخاب کې د مینې، نوو استعارو او تصویرونو پر اهمیت بحث وکړ او د ځلاند د شاعرانه انتخابونو او ژباړنیزو هڅو ستاینه یې وکړه.
خبریال ابراهیم سپیڅلي د ځلاند په ژباړه او ارزښت یې خبرې وکړې او دروند شاعر مطیع الله رووفي د کونړ کلتوري ټولنې د پېغام تر څنګ د طیر ځلاند لپاره لیکلی نظم هم وړاندې کړ.
دغه راز نورو ګڼو ادبپالو او فرهنګیانو لنډې خبرې او خپلې تبصرې وړاندې کړې.

طایر ځلاند د خپلو درېیو کتابونو د لیکلو او ژباړې د موخو په اړه وویل چې له پیله یې غوښتل د افغانستان د ژبو د ادبیاتو ترمنځ یو ګډ ادبي محور رامنځته کړي.

هغه وویل: «زموږ درد او کرب یو دی، خو تر اوسه داسې منظمه هڅه نه وه شوې چې له دري ژبې پښتو ته او له پښتو دري ژبې ته منظمې او منظومې ژباړې وشي، څو راتلونکي نسلونه هم ترې ګټه واخلي. له همدې امله مو په شعوري توګه دا کار پیل کړ.»

ځلاند زیاته کړه چې د افغانستان د ژبو ترمنځ ادبي اړیکې باید پیاوړې شي او د هرې ژبې لوستونکي باید د نورو ژبو له شاعرانو او ادبي اثارو سره هم اشنا شي. د هغه په وینا، د دغو ژباړو یوه موخه دا ده چې راتلونکي نسلونه وکولای شي د افغانستان د بېلابېلو ژبو ادبي میراث ته لاسرسی ولري.

نوموړي د هرمان هسه د شعرونو د ژباړې په اړه وویل چې له ډېر پخوا یې د دغه جرمني لیکوال او شاعر اثار لوستي وو، خو جرمني ته له راتګ وروسته یې د هغه له شاعرۍ سره لېوالتیا زیاته شوه.

د ځلاند په وینا، د هسه په شاعرۍ کې د جګړې پر مهال او له جګړې وروسته نسل ته د پیغام ورکولو اړخ ورته په ځانګړې توګه مهم و. هغه وویل چې غوښتل یې د هسه د شعرونو دغه فکري او ادبي ځانګړنې پښتو ژبې ته راوړي، څو افغان لوستونکي هم ورسره اشنا شي.

ځلاند وویل چې دغه درې واړه کتابونه یې په تېرو کلونو کې په تبعید کې لیکلي او ژباړلي دي، خو په افغانستان کې چاپ شوي دي.

د غونډې په ترڅ کې یو شمېر نورو ګډونوالو هم د کتابونو او د افغانستان د ژبو ترمنځ د ادبي اړیکو په اړه خبرې وکړې.

د دغو کتابونو یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د پرتو نادري او هرمان هسه د شعرونو له پښتو ژباړو سره اصلي متنونه هم خپاره شوي دي. دا کار لوستونکو ته د دې زمینه برابروي چې د شعرونو ژباړه له اصلي متن سره پرتله کړي او د دواړو ترمنځ د ژبې، معنا او شاعرانه بیان توپیرونه وڅېړي.

د طایر ځلاند درې واړه کتابونه «د ستورو باران»، «د هرمان هسی شعرونه» او «دلته هم د رڼاګانو خوشبويي ده» د «لولو» په نوم د انلاین کتاب پلورنځي له لارې هم د پېرلو لپاره وړاندې شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply