لنډه کيسه – چادري

ژباړونکی: عابد لويال

0 25

ظهير چې په ديارلسم ټولګي کې داخل شو، يوه ورځ په زړه کې ور تېره شوه چې مين شوی دی او په مينه کې هم تر هغه حده تللی دی چې ډېر وخت سړی سر هم پکې وبايلي.
هغه له کالجه ډېر په خوشالۍ راغی، ځکه چې په ديارلسم کې يې دا اوله ورځ وه، کور ته چې ننووت یوه نجلۍ يې وليدله، په چادري کې پټه وه او له ټانګې کوزېدله. هغه داسې په زرګونو نجونه ليدلې وې چې له ټانګې کوزېدلې، خو دغه نجلۍ چې په لاس کې يې څو کتابونه وو، سمه په زړه ورننوته، نجلۍ د ټانګې کرايه ورکړه او د ظهير دوی څنګلوري کور ته ننوتله. ظهير چورت واخیست چې دا دومره موده ولې له هغې ناخبره وو؟
ریښتيا دا وو چې ظهير هسې خوشی لوچک ځوان نه وو، هغه تش په ځان کې ورک وو، سهار راکښېنه، کالج ته لاړ شه، لیکچر واوره، بيرته کور ته راشه، مړۍ وخوره، لږ ارام وکړه او بيا په زدکړه بوخت شه.
هسې خو یې په کالج کې ډېرې ټولګيوالې وې، خو ظهير له هغوی سره کله هم نه وو ږغېدلی، په دې نه چې دی بې خونده او بې طبيعته وو، بلکې تل به پر خپله زدکړه بوخت وو، خو هغه ورځ یې چې نجلۍ له ټانګې د کوزېدلو په وخت ولیده بېخي‌ د سیاسیاتو نوی سبق ځنې هېر شو او د خواجه حافظ د ټولو نويو شعرونو ماناوې يې له ذهنه ووتلې. د ده په ذهن کې تش هغه لاسونه وو چې کتابونه يې نيولي وو. نرۍ نرۍ سپينې ګوتې، په يوه ګوته ګوتمۍ او دويم لاس چې ټانګېوال ته يې کرايه ورکوله، هغه هم دغسې ښکلی وو.
ظهير يې د مخ ليدو هڅه وکړه، خو چادري دومره غوټه وه چې هيڅ ترې نه ښکارېدل. نجلۍ تېزه د دوی څنګلوري کور ته ننوته، ظهير تر ډېره هلته ولاړ سوچونو اخیستی وو چې په دېوال پورې دا نجلۍ یې څنګه نه وه لیدلې.
کور ته چې راغی، له موره یې لومړۍ پوښتنه دا وکړ:
– زموږ په څنګلوري کاله کې څوک اوسي؟
مور یې د پوښتنې حيرانونه کړه:
– ولې؟
– هسې پوښتنه مې وکړه.
مور یې وويل:
– زموږ غوندې مهاجر دي.
ظهير بیا وپوښتل:
– څوک دي او څه کار کسب؟
مور يې ځواب ورکړ:
– د بېچارګانو پلار مړ دی، مور يې له زړوالي معذوره ده. درې خويندې او يواځینی ورور یې دی، ورور يې تر ټولو مشر دی، هغه يې پلار هم وګڼه او مور هم، ډېر ښه هلک دی، واده یې هم ځکه نه دی کړی چې پر اوږو یې دومره لوی بار دی.
د ظهير له دې سره هيڅ کار نه وو چې د درو خويندو بار يې د يواځيني ورور پر اوږو دی، هغه يواځې دا غوښتل چې له هغې نجلۍ خبر شي، چې په لاس کې کتابونه نيولي کور ته ننوتلې وه، دا خو ښکاره ده، چې هغه به په دغو درو خويندو کې يوه وي.
له مړۍ وروسته پکې ته پرېووت، عادت یې وو چې په دوبي له مړۍ وروسته يو ساعت ويده شي، خو په دغه ورځ خوب نه ورته او د څنګلوري کاله نجلۍ په اړه چورتونو په مخه اخیستی وو.
ډېرې ورځې ووتلې خو دوی سره مخامخ نه شول. له کالجه چې به راغی، سلګونه واره یې په ساعتونو د بام پر سره د هغې راتګ ته په سره لمر انتظار وکړ، خو هغه رانغله. ظهير ناهيلی شو، ځکه چې هغه ډېر زر ناهيله کېده. فکر یې وکړ چې دا هسې خوشی کار دی، خو مينې به ورته ويل چې همدا خوشی کار تر هرڅه ښه ښه کار دی، په مينه کې تر هر څه له مخه مين له دې شيانو سره مخ کېږي، چې وډار شو هغه لاړ، ځکه نو ظهير تر زړه تېره کړه، چې که هره ټکه لوېږي وارخطا کېږي به نه او پر خپله مينه به ټينګ درېږي.
ډېرې ورځې وروسته چې له کالجه پر سايکل را روان وو، مخته یې يوه ټانګه روانه وه، په چادري کې نغښتې یوه نجلۍ پکې ناسته وه، اټکل یې سم وو، دا هماغه نجلۍ وه. ټانګه ودرېده، ظهير هم له سايکله را کوز شو، نجلۍ په يوه لاس کې کتابونه نيولي په بل يې ټانګېوال ته کرايه ورکړه، او روانه شوه، خو ټانګېوال ورپسې ږغ کړل:
– اې بي بي ګلې! دا دې څه راکړو؟
لهجه يې بداخلاقه غوندې وه، نجلۍ ودرېده، را وګرځېده او ټانګېوال ته يې د چادري تر سوريو وکتل:
– ولې، څه دي؟
ټانګېوال راکښته شو، اټاڼۍ یې پر ورغوي کښېښوه او ورته ویې ويل:
– دا اته انې کمې دي
نجلۍ په نري خو لړزېدونکي ږغ وويل:
– زه تل اته انې ورکوم.
ټانګېوال ډېر سپک سړی وو، ویې ويل:
– هغوی به دې نو لحاظ کوي… خو….
ظهير چې دا واورېدل کاوړ ورغی، سايکل يې پر ځای پرېښود او مخ ته ورغی، بې واره يې ټانګېوال تر زنې لاندې وواهه، هغه چې ځان قابو کاوه يو بل سوک يې د غوږو تر څنګ وخوړ، هغه په چيغو شو. نجلۍ وارخطا غوندې وه، ظهير هغې ته وويل:
– ته ورځه زه به دا د حرامي زوی برابر کړم.
نجلۍ څه ويل غوښتل، لکه چې د مننې څو ټکي وو، خو تر شونډو راغلل او بيرته لاړل. هغه لاړه، د هغې تر کوره به لس ګامه وو خو ظهير شل منټه له ټانګېوال سره په شخړه وو، دا ډېر جنجالي ټانګېوال وو. ظهير ډېر خوشاله وو، چې د خپلې معشوقې تر مخ یې زړورتيا ښکاره کړه، ټانګېوال يې ښه وواهه او هغه دا هم وليدل چې نجلۍ د کور د کړکۍ تر چولې ده ته ګوري، ظهير چې دا وليدل ټانګېوال یې دوه سوکه نور هم وواهه.
له دې وروسته نو ظهير ښه پوره په چادري کې د پټې نجلۍ د مینې لېونی شو. له موره یې د هغوی په اړه نور معلومات هم واخیستل، دا ور معلومه شوه چې د نجلۍ نوم ياسمين دی، درې خويندي یې دي، پلار يې مړ دی، مور يې ژوندۍ ده، د ګوزارې جایداد هم لري، د هغه په کرايه يې کور چلېږي.
ظهير د خپلې معشوقې له نومه خبر شو، ځکه يې نو په کالج کې د ياسمين په نامه څو خطونه وليکل، خو بیرته به يې وڅيرل. يوه ورځ يې يو اوږ خط وليکه او پرېکړه يې وکړه، چې دا به خامخا هغې ته رسوي.
ډېرې ورځې وروسته چې ظهير له کالجه پر سايکل را روان وو، ياسمين یې په ټانګه کې وليده، هغه کوزه شوه او کور ته روانه وه، ده په يوه منډه ځان ور ورساوه، له جېبه يې لیک را و ايست، په ډېر همت او زړورتيا يې هغې ته ونيو:
– دا کاغذ په ټانګه کې درنه پاتې شوی وو.
ياسمين کاغذ ترې ونیو، د نقاب د مخ پلو یې وښوراوه:
– مننه!.
له دې خبرې سره لاړه، که څه هم ظهیر ډاډه شو، خو زړه يې درزېده، په دا چې معلومه نه وه دا خط به څه غم جوړ کړي. هغه لا په دې سوچ کې وو، چې يوه بله ټانګه یې له سايکل سره ودرېده، په چادري کې پټه نجلۍ ترې کوزه شوه، ټانګېوال ته یې کرايه ورکړه. هغه لاس چې کرايه يې په ورکوله، د هغې بلې نجلۍ غوندې سپین وو چې ظهير اول وار ليدلې وه.
له کرايې ورکولو وروسته دغه نجلۍ هم هغه کور ته ننوتله چې ياسمين ورغلې وه، ظهير په فکرونو کې ډوب شو، خو دی خبر وو چې هغوی درې خويندې دي او کېدای شي دا د ياسمين کشره خور وي.
د خط له ورکولو وروسته ظهير ډاډه وو، چې نيم کار شوی دی، خو په دويمه ورځ کالج ته د تګ په وخت چې هغه ته يوه ماشوم د کاغذ يوه ټوټه ونيوله، نو ډاډه شو چې بشپړ کار وشو، په خط کې ليکلي وو:
– “ستا د مينې ليک را ورسېد، تا چې کوم له مینې ډک احساسات ښکاره کړي دي زه یې په اړه څه ووايم… زه… زه… زه… تر دې وړاندې نور هيڅ هم نه شم ويلای، ما خپله مينځه وګڼه”.
د خط له لوستلو سره د ظهير خوله له خوښۍ نه سره ټولېده، په کالج کې يې هيڅ درس ونه لوست، ټوله ورځ په باغ کې ګرځېده او خط به يې لوست.
دوې ورځې ووتې خو ياسمين له ظهير سره مخامخ نه شوه، هغه ته ډېر زړه ور تنګېده، ځکه چې يو بل اوږد له مينې ډک خط یې ليکلی وو او غوښتل يې زر يې هغې ته ورسوي. درېيمه ورځ ظهير هغه په ټانګه کې ولیده، کله یې چې کرايه ورکوله، ده سايکل يوې خوا ته غورځار کړ، مخ ته ورغی او د ياسمين لاس يې ونيو:
– محترمې! دا څه کاغذونه په ټانګه کې درنه پاته وو.
ياسمين په ډېر کاوړ لاس ترې کش کړ او په تونده لهجه يې ورته وويل:
– بې ادبه، شرم نه لرې؟
له دې سره ګړندۍ لاړه، د ظهير له مينې ډک ليک ټوټې پر سړک والوتلې، دی ډېر زيات حيران شو، هغه نجلۍ چې ويلي يې وو، ما خپله مينځه وګڼه، ولې یې دومره له غروره ډک ناز وکړ، خو بیا يې فکر وکړ، چې کېدای شي دا هم د مینې یوه ادا وي.
شپې ورځې وتلې، خو د ظهير په زړه او دماغو کې به تل هغو تورو ازانګه کوله “بې ادبه، شرم نه لرې؟” خو له دې سره به د خط هغه توري هم ور ياد شول، چې ليکلي وو “ما خپله مينځه وګڼه”. ظهير په دې موده کې ډېر خطونه وليکل او وڅیرل، ده غوښتل په مناسبو او وړ تورو له یاسمين وپوښتي چې په “بې ادبه” ويلو یې ده او د ده مينې ته سپکاوی کړی، خو داسې توري یې نه شو موندلای، خط به يې وليکه خو چې وبه یې لوست، له غوسې ډک به ورته ښکاره شو.
يوه ورځ یې بهر د سايکل د مخ ټېر ته هوا ورکوله، يو هلک راغی، يوه لفافه یې ورکړه او منډه يې کړه، ده د هوا پمپ يوې خواته کښېښوو، لفافه يې خلاصه کړه، يو کوشنی کاغذ وو، يو څو کرښې ورباندې ليکلې وې:
– “دومره زر دې هېره کړم، بیا نو د مينې دومره لويو دعوو ته ضرورت څه وو؟ خير…. ته که ما هېروې هېره مې کړه، ستا مينځه به تا کله هم هېر نه کړي”.
ظهير سرګردانه شو، خط یې څو واره ولوست، مخامخ يې وکتل ياسمين ټانګې ته ختله، سايکل يې پرېښوو هغې ته یې ور منډه کړه، ټانګه روانېدله، دی هم ور ورسېد او ياسمين ته يې وويل:
– ستا خط را ورسېد، خدای ومنه ځان ته مينځه او خادمه مه وايه، زه ډېر خفه کېږم.
ياسمين د چادرۍ نقاب لرې کړ، په ډېر کاوړ يې ورته وويل:
– څه بې ادبه شی یې، هيڅ شرم نه لرې، زه به دې نن مور ته وايم چې دی ما تنګوي.
ټانګه روانه وه، په لږه شېبه کې له سترګو الونيا شوه، ظهير خط په لاس کې نيولی چورت وړی وو چې اخر دا کيسه څه ده؟ خو بیا به یې پام شو چې معشوقې همداسې نازونه کوي، هغوی د خلکو تر مخ داسې حرکتونه نه خوښوي، د ليک لوست وسيله سهي ده، پټه لار ده، ډېرې خبرې پکې کېږي.
بله ورځ یې بیا يو اوږد خط وليکه، کله چې له کالجه کور ته راته، یاسمین یې په ټانګه کې وليده، هغه کوزه شوې او کرايه يې هم ورکړې وه، کور ته روانه وه، ده خط په لاس کې ورکړ، هغې هيڅ شور ونه کړ، يو نظر يې د چادرۍ تر نقابه ور وکتل او بيا لاړه. ظهیر داسې وګڼله چې ګوندې هغې په نقاب کې ورته وموسل. دې خبرې بیرته ډاډمن کړ.
بله ورځ سهار چې ده سايکل را وايست او کالج ته د تګ تياري يې کوله، ياسمين یې وليده، هغې د ټانګې انتظار کاوه، په ښي لاس کې يې کتابونه نيولي وو، کيڼ لاس يې ځنګېده، ميدان خالي وو، په بازار کې څوک نه ښکارېدل، ظهير دغه موقع غنیمت وګڼله، زړه یې سره را ټول کړ، د هغې خواته ورغی، د هغې ځنګېدونکی لاس یې ونيو او ډېر په روماني انداز يې ورته وويل:
– ته هم عجيبه نجلۍ يې، په خطونو کې د مينې اظهار کوې، خو چې خبرې درسره کوم ښکنځلې کوې.
ظهير لا دا جمله نه وه پوره کړې چې ياسمين د پښو سېنډل را ويستل او دی يې پر سر پرله پسې وواهه. ظهير وارخطا شو. ياسمين بیا ښې ډېرې ښکنځلې ورته وکړې، خو دی دومره وارخطا وو چې هیڅ یې وا نه ورېدې. له دې ويرې چې څوک يې ونه ويني، په بیړه کور ته ستون شو، سايکل يې را پورته کړ او نیزدې وو چې خپل کتابونه د سایکل د شا په کونجغه کې بند کړي کالج ته روان شي، خو همدغه وخت ټانګه راغله، ياسمين پکې کښېناسته او لاړه. ظهير د اطمينان ساه واخيسته، په همدې وخت يوه بله په چادري کې نغښتې نجلۍ را ښکاره شوه، له همدغه کوره چې ياسمين ځنې را وتلې وه، هغې ظهير ته وکتل او په لاس يې اشاره ورته وکړه، خو ظهير وېرېدلی وو، نجلۍ وليدل چې ظهير یې په اشاره پوه نه شو، خپله یې خوا ته ورنژدې شوه، د کاغذ يوه ټوټه يې وغوځوله او لاړه.
ظهير د کاغذ ټوټه ور واخيسته، په هغه کې ليکلي وو:
– ته به تر څو ما تېرباسې؟ مور دې ولې زما مور ته نه را لېږې؟ نن د پلازې په سېنما کې راسره ووینه.. اوله شو (ننداره)… درې بجې… پروين

Related Posts
1 of 63,402

ليکوال: سعادت حسين منټو

ژباړونکی: عابد لويال

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply