امیرعبدالرحمن خان اود هغه استبداد

عبدالباري جهاني

0 53

امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د معاصر تاریخ تر ټولو مستبد پاچا بلل سوی دی. خودا یوه خبره مو په باد وي چي که امیر عبدالرحمن خان او د هغه استبدادي پالیسی نه وای افغانستان به وجو نه درلو دلای. امیر ریشتیا هم د خپل استبداد په برخه کي کله کله د هیڅ سرحد رعایت نه کاوه. له دې حقیقت څخه هم سترګي نه سو پټولای چي استبداد په هیڅ توګه د منلو وړ نه دی. ځکه د استبداد په جریان کي هر وخت وچ او لانده ګډ سوزي او بېګناه او ګناهکهار دواړه سزا ویني.

خو که چیري یو ځل د امیرعبدالرحمن خان د پاچهی په وخت کي د افغانستان شرایط وګورو نو پوهیږو چي امیر ښايی کله کله د استبداد کولو په برخه کي حق په جانب هم وي. امیر په داسي حال کي قدرت ته ورسېدی چي هرات د سردار ایوب خان په لاس کي وو او غوښتل یې د کندهار له لوري پر کابل باندي حمله وکړي او د کابل تخت د ځان کړي. په مشرقي کي د کنړ سید محمود، چي مخکي یې لا د برټانیې له استازي لیپل ګریفین سره موافقې کړي وي، ځان د کنړپاچا باله. شینوارو، مومندو اوخوګیاڼیو خپلي سیمي مستقلۍ بللې او هیڅ چا ته یې د تسلیمېدلو خیال نه درلود. غلجي قبایل، اندړ، سلیمان خېل، ناصر اوهوتک کابل ته نه تسلیمېدل. نورستان یا پخوانی کافرستان له ازله مستقل وو. په مزار شریف کي د امیر د کاکا زوی سردار محمداسحق خان ځان د ترکستان پاچا باله او په وروسته کي یې د کابل د نیولو لپاره حرکت پیل کړ. په مرکزي سیمه کي هزاره ګانو د امیر اطاعت نه کاوه. ملا مشک عالم پر امیر باندي د کفرفتوا ورکړې وه او په کندهار کي له ایوب حان سره ملګرو ملایانو عبدالرحمن خان کافر او ایوب خان غازي بللی وو.

امیر عبدالرحمن خان له دې ټولو ستونزو سره په داسي حال کي مقابله وکړه چي نه یې پوځ او نه یې خزانه درلوده اوکه ورسره جنګېدلی نه وای او له استبداد څخه یې کار نه وای اخیستی نن به نه یوازي افغانستان موجود نه وای بلکه ښايی په سلګونو زره او حتی میلیونونه افغانان د انارشي او پرله پسې داخلي جنګونو قرباني سوي وای.

زه په داسي حال کي چي د امیر عبدالرحمن خان د استبداد په برخه کي د ښاغلي ډاکټرنوراحمد خالدي د نظر بشپړ ملاتړ کوم او بالمقابل د ښاغلي احمد آریا « تاریخ نګاری یا تطهیر استبداد» مضمون لمسونکی، د تاریخي حقایقو مسخ او په اوسنیو شرایطو کي شعوري تفتین او د افغانستان له اولسونو سره څرګنده دښمني بولم. ځکه د ښاغلي احمد آریا د مفصل مضمون ټول مطلب دا دی چي عبدالرحمن خان د خپل استبداد په دوران کي له هزاره ګانو سره یوازي جنګونه نه دي کړي بلکه د هزاره نسل کشي یې کړې ده.

د ښاغلي احمد أریا د هزاره د نسل کشي ادعا به هغه وخت سمه وای چي که امیرعبدالرحمن خان د خپل استبداد هدف یوازي هزاره ګرځولي وای او د هزاره لس چنده پښتانه یې وژلي نه وای.

په کندهار کي د انګلیسیانو خبریال میرهاشم د ۱۸۸۳ کال د مې پر اووه لسمه خپل د کوټي مرکز ته خبر ورکوي چي امیر د شینوارو د ځپلو لپاره ۱۲۰۰۰ زره کسیز پوځ واستاوه. ۱۰۰۰ تنه شینواري یې ووژل او د هغوی له سرونو څخه یې دوه کله منارونه جوړ کړل. یو یې د جلال آباد په یوه دروازه او بل یې په بله دروازه کي ودرواه. Kandahar Newletters 1883 May 17. Vol 1 p43

د انګرېزانو بل خیریال خان بهادر میرزا محمدتقی خان د ۱۸۸۷ کال د اګست پر دوهمه کوټي ته رپوټ ورکوي چي د هغو غلجیو یاغیانو چي په وروستیو جنګونو کي وژل سوي ول ۱۱۰ سرونه کندهار ته راوړل سول او د ګورنر په حکم یو کله منار ورڅخه جوړ سو. خبریال وایی د ښار خلک ځکه په غوسه ول چي ویل یې په کله منار کي د ښځو سرونه هم سته. خو دی وايی کله چي کله منار ته نیژدې ورغی نو ویې لیدل چي هغه د ښځو سرونه نه ول بلکه د ناصرو ځوانانو سرونه ول چي څوڼي یې درلودلې. Ibid Vol 3 P196

همدغه خبریال د ۱۸۸۶ کال د نومبر پر پنځه لسمه لیکي چي د کندهار ګورنر په دربار کي سکندرخان ته امر وکړ چي هوتکو ته ټینګه سزا ورکړي. سکندرخان په جواب کي ورته وویل چي زما زوی جنرال غلام حیدرخان اووه یابو ګان د اندړو په سرونو بار راوړل. زه چي د هغه پلار یم نو حتماً به د هوتکو د سرونو ۷۰ بارونه درته راوړم. Ibid p 74

ډاکټر حسن کاکړ په دغه اړه لیکي: « د کندهار د خاصه دارانو قوماندان او د جنرال غلام حیدرخان اورکزي پلار سکندرخان اورکزي ته د هغو هوتکو د ځپلو وظیفه وروسپارله سوه چي لا یې ښورښ کړی نه وو او په ښورښونو کي یې د برخي اخیستلو تیاری کاوه. هغه هوتکو ته امر وکړ چي هره کورنۍ به یوه توره یوتوپک او پنځه روپۍ تحویلوي. دغه راز اورکزی جنرال له خپلو پوځیانو سره د اندړو سیمي ته ورغی او هغوی یې مجبور کړل چي هره کورنۍ به یو سپر، یوه چاړه، یو آس حکومت ته ورکوي او د اووکالو لپاره به مالیات ورباندي اضافه کیږي. د هغوی غلی دانې یې ورڅخه ضبط کړې او هغوی یې مجبور کړل چي عسکر اود هغوی آسونه به مړوي. دغه راز یې ډېر زیات اندړ د اجباري کارونو لپاره استخدام کړل. . . پر دوی باندي ډېر زیات ظلمونه وسول او ښځي یې بې عزته سولې. د حکومت د دغو ظلمونو له لاسه، د توخو، اندړو او تره کو ۷۰۰ کورنیو خپلي مځکي پرېښودلې او د کاکړو سیمو ته یې مهاجرت وکړ او ځیني د منګلو سیمو ته ولاړل.Hasan Kakar. Afghanistan, A Study in Internal Political …. P 124

امیر عبدالرحمن خان د خپلو پالیسیو د پرمخ وړلو، د مرکزي حکومت د ټینګولو اود ناراضیانو، مخالفینو او یاغیانو د ځپلو لپاره له هري وسیلې څخه کار اخیست. امیر له کوم چا سره شخصي دښمنی نه درلوده خو د خپل قدرت د دښمنانو د ځپلو په لاره کي یې د هیڅ ډول وسیلې د استعمالولو څخه مخ نه اړاوه او هیڅ ډول اصول یې نه رعایتول. امیر د خپلو دښمنانو د ځپلو لپاره نه کافي پوځیان او نه لازمي پیسې درلودلې؛ ځکه یې نو د افغانانو ترمنځ د داخلي دښمنیو څخه ګټه اخیستله. هغه خپل دښمنان په دې توګه وځپل خو د قبایلو او اقوامو ترمنځ یې، په راتلونکو کلونو کي د دښمنیو اورونه تازه کړل. زه په دې عقیده یم چي د اعلیحضرت امان الله خان سره د غلجیو د نه پخلاکېدونکو ښورښونو او جنګونو یو علت د امیر همدغه قومي پالیسۍ وې. کاکړ لیکي:

« امیر د غلجیو د ځپلو لپاره له خپلو درانیو څخه مرسته وغوښته او کوښښ یې وکړ چي د هغوی ترمنځ د زړو دښمنیو څخه ګټه پورته کړي. امیر بارکزیوته خبرداری ورکړ چي غلجیو ستاسي څخه د پاچهی د نیولو تکل کړی دی. ده هغه دراني بیرته پخلا کړل چي د ایوب خان سره د ملګرتوب له امله ورڅخه خوابدی وو او حکومتي وظایف یې نه ورکول. امیر، چي پخوا یې پر بارکزیو باندي درانه مالیات وضع کړي وه، ټول بارکزي له مالیات څخه معاف کړل. بارکزیو په ورین تندي له حکومت سره همکاري پیل کړه او حکومت ته یې عسکر ورکړل. امیر درانیو ته وویل چي ټول هغه مالونه چي د غلجیو له چور او تاړاک څخه ترلاسه کوي هغه د دوی مال دی. د کابل قزلباشو ته یې وویل چي هزاره له غلجیو څخه وساتي او ضمنن یې هزاره مشرانو ته دا ور په زړه کړل چي غلجیو له هغوی سره د افغان او انګلیس په لومړي جنګ کي ظلمونه کړي دي او دوی باید کسات ورڅخه واخلي» Ibid p 25

مخکي مي دې خبري ته اشاره وکړه چي امیر عبدالرحمن خان د افغانستان د تاریخ تر ټولو مستبد امیر تېر سوی دی. ځیني کسان هغه ته د یوه ظالم په سترګه ګوري چي ظلم یې سرحد نه درلود او ځیني کسان د هغه اعمال توجیه کوي اووايی چي که امیر د مخالفینو او یاغیانو په مقابل کي د سختۍ څخه کار نه وای اخیستی داخلي جنګونو او ښورښونو به تر نامعلومي مودی پوري دوام کړی وای.

Related Posts
1 of 63,725

خو زه وایم چي امیر عبدالرحمن خان یوازي یو شخص وو. هغه که ښه کړي دي او که یې بد کړي دي د خپلو اعمالو مسوول دی. د هغه له استبداد او ظلم سره د پښتون قام تړل او یا د هغه استبداد ته، چي تر هر چا زیات پخپله پښتنو او په تېره بیا غلجیو پښتنو ته، چي پرله پسې ښورښونه یې کول، متوجه وو. په دې ترتیب نو د هغه استبداد ته د نسل وژني Genocide نوم ورکول او یا ټول پښتانه د هغه د اعمالو مسوول بلل او د پښتنو په مقابل کي د هزاره قام قهر او غوسه پارول یوازي د بې مسوولیتو او فتنه اچوونکو کسانو کار دی. تر هغه ځایه چی اسناد حکم کوي، عبدالرحمن خان یوازي د خپل حکومت او قدرت له غلیمانو او ښورښیانو سره له سختۍ څخه کار اخیستی او په دغه برخه کي یې کله کله سرحد نه پېژندی. ډاکټر کاکړ لیکي:

« امیر غلجیو ته پېشنهاد وکړ چي په سوله ایز ډول خپلو کورونو ته ستانه سي او پر هغوی باندي به هیڅ ډول پوځي عملیات نه کیږي. امیر حتی له هغوی سره ژمنه وکړه چي د هغوی د ورانو سویو قلاګانو په جوړولو کي به مرسته ورسره وکړي. امیر ځیني غلجي بندیان خوشي کړل او هغوی ته یې یو څه پیسې هم ورکړې. مګر یاغیانو تسلیمېدل ونه منل. امیر په یوه اعلامیه کي وویل چي له ملا عبدالکریم، محمدشاه هوتک او شېرجان ترکي پرته نور ټول هغه یاغیان بخښي چي د کاکړو سیمو ته تښتېدلي دي. په وروستیو جنګونو کي د غلجیو تقریبن ۲۴ زره تنه وژل سوي وه، په داسي حال کي چي د امیر له طرفه د تلفاتو شمېر معلوم نه وو» کاکړ هغه کتاب ص ص ۱۳۵-۳۶

داسي ښکاري چي امیر له ناصرانو سره، چي په کندهار کي یې د هغوی د سرونو یو کله منار هم جوړکړی وو، تر تقریبن ټولو نورو قبایلو سخت سلوک غوره کړی وي. په کندهار کي د انګلیسانو خبریال بهادر میرزامحمدتقی خان د ۱۸۸۹ کال د جون پر اته ویشتمه کوټي ته په خپل رپوټ کي لیکلي دي:

« د کندهار ګورنرته د قلات غلزایی حاکم او د شینکۍ د پوځي مرکز صاحب منصبانو لیکلي دي چي د ناصرو د قبیلې تقریبن ۱۰۰۰۰ کورنۍ دروازه ګۍ او لواغر ته راغلي دي. هغوی ته ویل سوي دي چي افغانستان ته به نه داخلیږي. هغوی ټول فریاد کوي چي موږ له افغانستان پرته بل وطن نه لرو. دوی ویلي دي چي یا دي ټول ووژل سي او یا دي وطن ته د داخلېدلو اجازه ورکړه سي. . . . ګورنر بالآخره فیصله وکړه چي د دوی شل تنه مشران دي کابل ته ولاړسي او شل تنه مشران دي کندهار ته ولیږي چي له حکومت سره خبري وکړي او د دوی د ستونزي په برخه کي فیصله وسي» Kandahar Newletter Vol4 pp115-16 News D.No.324

په دې کي هیڅ شک نسته چي امیر یو سخت سنی او حنفي مذهبه مسلمان وو او په خپلو اجرآتو او عملیاتو کي به یې حتمن سنی عقایدو ته ترجیح ورکړي وي. خو هغه له خپلو اتباعو سره هیڅ وخت د مذهبي تعصب په اساس سلوک نه وو غوره کړی. خو په یوه مسله کي چي امیر ډېر سخت حساسیت ورسره درلود هغه د افغانستان په چاروکي خارجي مداخله وه. له خارجي مداخلې سره د هغه حساسیت د جنون سرحد ته رسېدلی وو. د ده د پاچهی په دوران کي هیڅ افغان حق نه درلود چي له خارجي سره حتی سلام قدر هم وکړي. او که کوم افغان د انګرېزانو د استازي، چي معمولن به مسلمان وو، دفتر ته نیژدې لیدل سوی وای حتمن به یا بندي کېدی، یا وژل کېدی او یا به یې سخته جریمه تحویلوله.

په دې ارتباط د مشهد ملا امام شیخ محمدتقي په ۱۸۹۳ کال کي یوه فتوا صادره کړه او په افغانستان کي ېې د سنیانو پر ضد جهاد اعلان کړ. هغه دا فتوا وروسته له هغه صادره کړه چي د ایران شاه ونه سو کړای په افغانستان کي د شیعه ګانو د تعقیب اوآزار مخه ونیسي. د ایران شاه بالآخره لندن ته شکایت وکړ. لندن په هند کي خپل ویسرا ته هدایت وکړ چي له امیر سره تماس ونیسی. وایسرا امیر ته ولیکل چي دا به ډېره ګټه وره وي چي که هغه ته اجازه ورکړه سي چي دا رپوټونه رد کړي. مګر امیر هغه ته په جواب کي وویل چي زه له خپلو یاغي شیعه اتباعو سره هغه ډول سلوک کوم چي زه یې غواړم. امیر هغه ته ولیکل چي که داسي څرګنده سي چي د ایران شاه او د هغه هیواد ملایان وغواړي چي د افغانستان په چارو کي مداخله وکړي نو د افغانستان سنیان کولای سي چي د ترکیې له سنیانو څخه د مرستي غوښتلوپرته د ایران جواب ورکړي.

ډاکټر حسن کاکړ د دې مسلې په اړه وروسته خپل نظر څرګندوي او په قاطع ډول ادعا کوي چي دا خبره څرګنده ده چي امیر عبدالرحمن خان غوښتل، د نادرشاه افشار په څېر، یوازي سنی مذهبه هیواد ولري. کاکړ، هغه کتاب ص ۱۷۹

البته د مرحوم کاکړ صاحب دا ادعا د تا مل وړ ده. ځکه چي امیر عبدالرحمن خان په دې برخه کي د بشپړ احتیاط څخه کار اخیستی او د مسلې حساسیت ته متوجه وو. د انګلیسیانو خبریال میرهاشم د ۱۸۸۳ کال د اپرېل پر دېرشمه کوټي ته په خپل یوه رپوټ کي لیکلي دي:

« امیر ګورنر ته یو مکتوب لېږلی او ورته لیکلي یې دي چي زه خبر سوی یم چي ته خپل زیاتره وخت په عام دربار کي د شیعه او سني عقایدو پر اختلافاتو باندي بحث کوې او پر شیعه عقایدو باندي انتقاد کوې. امیر په دې مکتوب کي تهدید کړی دی چي که هغه ته بیا داسي اطلاع ورسېده نو سمدستي به یې کابل ته احضار کړي» Kandahar Newsletters Vol1 P36

امیر عبدالرحمن حان یو مطلق العنان مستبد پاچا وو. هغه هیڅ چا ته مسوولیت نه احساساوه. دا عمل او د ادارې طرز یې، په عادي حالاتو کي، په هیڅ توګه د منلو نه دی. او له دې مطلقي خود سری سره چي د لس هاوو زرو کسانو وژل کېدل او د لس هاوو زرو کورنیو تباه کېدل یوځای سي بیا خو په هیڅ توګه د قبلېدلو نه دی. خو دا خبره باید په نظر کي ونیسو چي په افغانستان کي داسي حالات وه چي امیر یې استبداد کولو ته مجبوراوه.

په هرات کي د ده د کاکا زوی سردار محمدایوب خان، چي ځان یې د کابل د تخت قانوني وارث باله. ملا مشک عالم او د هغه له وفات څخه وروسته د هغه زوی ملا عبدالکریم، چي د امیر د کفر فتوا یې صادره کړې وه او ملا عبدالکریم خپل ځان پاچا اعلان کړی وو. د ترکستان نایب الحکومه سردار محمداسحق خان، بالاخره پر کابل باندي خپل پوځ ته حرکت ورکړ. شېرجان تره کي خپل ځان باچا اعلان کړی وو. نورستان تردغه تاریخ پوري د هیڅ پاچا قدرت نه وو منلی. هزاره ګانو د امیر عبدالرحمن خان استازي ته په جواب کي وویل چي له دوی سره باید د یوه هیواد په توګه مذاکرات وسي نو د هغه د رعیت په حیث. غلجیو د ۱۸۲۰ د لسیزي څخه وروسته نه یوازي چاته مالیه نه وه ورکړې بلکه له کابل څخه تر کندهار پوري یې په څو ځایونو کي له تجارتي کاروانونو څخه مالیه اخیستله.

امیر عبدالرحمن خان دوې لاري درلودلې. یا یې باید د کابل تحت پرې ایښی او بیرته بخارا ته تښتېدلی وای او یا یې باید د دې ټولو رقیبانو د اېلولو لپاره جنګ کړی وای. هغه دوهم حالت ته ترجېح ورکړه. مرکزي حکومت ته د دې ټولو یاغي قواوو د تابع کولو لپاره وجنګېدی. په جنګ کي مرګونه کیږي، کورونه او قلاوي تباه کیږي، سرونه رغړي او مالونه چوریږي. په اصطلاح په جنګ کي حلوا نه وېشله کیږي. خو د دې ټولو خبرو ترڅنګ پر هغه باندي د نسل وژني تهمت ویل د فتنه ګرو کار دی. اود امیر اعمال د ټولو پښتنو اعمال بلل پر حقیقت باندي په لوی لاس سترګي پټول دي.

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply