د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفا ورکړې

36

د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو استعفاوې کړې دي
د هرات ولایت د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هرات پوهنتون د طب پوهنځي ۱۱ استادانو په دغه ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې د چلند له امله استعفاوې کړې دي.
سرچینو د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۹مه، رسنیو ته تایید کړې چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په هرات کې د طب پوهنځي اته استادان د ږیرو د لنډوالي په تور نیولي وو.
د سرچینو په وینا، دغه استادان د ډاکترانو د اتحادیې په منځګړیتوب خوشې شول، خو څو شېبې وروسته ټولو اته واړو په ډله‌ییز ډول استعفاوې وکړې او وروسته درې نور استادان هم ورسره یوځای شول.
ویل کېږي چې طالبانو دغه استادان د څو ساعتونو لپاره په یوه ګرم کانټینر کې ساتلي وو. استادانو دغه کړنه د استاد، پوهنتون، علم او پوهې سپکاوی بللی دی.
د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د هرات پوهنتون د طب پوهنځي له ۳۰ استادانو څخه اوس یوازې ۱۲ استادان پاتې دي او ځینو نورو استادانو هم په تېرو دوو کلونو کې په انفرادي ډول استعفاوې کړې دي.
له هغه وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دې ډلې پر پوهنتونونو د استادانو او محصلانو محدودیتونه زیات کړي چې له امله یې د هېواد د علمي کادرونو د وتلو لړۍ هم چټکه شوې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.