ابن کثیر رحمه الله په خپل تفسیر کې لیکي:
چې عمر بن الخطاب رضي الله عنه له اُبي بن کعب رضي الله عنه څخه د تقوا په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه ورته وویل:
آیا کله په اغزنه لاره تېر شوی یې؟
عمر رضي الله عنه وویل: هو.
اُبي رضي الله عنه ورته وویل: نو بیا دې څه وکړل؟
عمر رضي الله عنه وویل: جامې مي راټولې کړې او ډېره مې هڅه وکړه چې له اغزیو ځان وساتم.
اُبي رضي الله عنه وویل: بس تقوا همدا ده.
يعني تقوا دا ده چې کله هم له ګناه سره مخامخ شوې، نو ځان ترې لري وساته!
نن سبا ټولنیزې رسنۍ کټ مټ د یوې اغزنې لارې په څېر شوې دي؛ داسې لاره چې په لسو قدمونو کې به یې دوه سم او اته ناسم وي. ته به د یوه ګټور پیغام په لټه کې یې، خو ناڅاپه به یو زهرجن او ګمراه کوونکی پیغام مخې ته درشي. که له یوه حرام انځور څخه سترګې واړوې، بل به راڅرګند شي.
ټولنیزې رسنۍ د یوه جال په څېر دي چې هر څوک ځان ته راکاږي او په تدریجي توګه یې ښکېلوي. له همدې امله، موږ باید ډېر هوښیار، بیدار او محتاط واوسو؛ ځکه په انټرنیټ کې داسې مواد هم خپرېږي چې د انسان د بېلارۍ او ګناه سبب ګرځي.
ځینې چینلونه او پاڼې په دې هڅه کې دي چې نامناسب او ګمراه کوونکي مواد خپاره کړي، د خلکو اخلاق خراب کړي او هغوی د شیطان د لارې پیروان وګرځوي.
د راپورونو له مخې، هره ورځ په انټرنیټ کې شل زره فحش/نامناسبې ویډیوګانې خپرېږي. یوه څېړنه ښيي چې یوازې په ۲۰۱۹م کال کې یو میلیون او درې لکه شپېته زره ساعته فحش فلمونه انټرنیټ ته پورته شوي وو.
نو که موږ احتیاط ونه کړو، آیا له دې فتنو څخه خوندي پاتې کېدای شو؟
څنګه له ټولنیزو رسنیو څخه ګټه واخلو او له ګناه څخه ځان وساتو؟
که غواړو ټولنیزې رسنۍ په داسې ډول وکاروو چې ګټه ترې ترلاسه کړو او ګناه مو پر اوږو بار نه شي، نو لاندې لارښوونې باید عملي کړو:
۱_ باید یو ټاکلی هدف ولرو:
کله چې ټولنیزې رسنۍ پرانیزو، باید له مخکې یو مشخص هدف ولرو؛ لکه د سيمي او نړۍ له حالاتو څخه ځان خبرول، علمي او اصلاحي ویناوې اورېدل، ګټورې لیکنې لوستل او د یوه موضوع په اړه معلومات ترلاسه کول.
۲_ له خپل هدف څخه وانه وړو:
کله چې د یوه مشخص کار لپاره انټرنیټ ته داخل شو، باید له خپل هدف څخه ورهاخوا بېګټې او نامناسبو موادو ته سر ور ښکاره نه کړو.
۳_ له نامناسبو انځورونو او ویډیوګانو څخه باید سمدستي تېر شو:
که ناڅاپه کوم نامناسب انځور یا ویډیو مخې ته راشي، نو باید سمدستي ترې سترګې واړو او له کتلو یې ډډه وکړو. حتی د څو ثانیو لپاره یې هم قصداً نه وګورو؛
ځکه په یو ځل کتلو، ورته نامناسب مواد نور هم مخې ته راځي.
۴- ګټورې پاڼې او چینلونه تعقیب کړو:
هغه علمي، اصلاحي او ګټور ادرسونه باید تعقیب کړو چې زموږ او ستاسو د دین، علم او اخلاقو په پرمختګ کې مرسته کوي؛ ترڅو په راتلونکي کې هم نور ګټور مواد ترلاسه کړو.
۵_ له بېګټې او نامناسبو ویډیوګانو څخه ځان وساتو:
د عبثو او ناوړه فلمونو او کلیپونو له لیدلو څخه ډډه وکړو او له هغو پاڼو او چینلونو سره هېڅ اړیکه ونه ساتو چې نامناسب مواد خپروي.
۶_د ریلز او لنډو ویډیوګانو په اړه باید احتیاط وکړو:
د ټولنیزو رسنیو د ریلز او لنډو ویډیوګانو له بېهدفه کتلو څخه ډډه بايد ډډه وکړو؛ ځکه هلته په ډېره آسانۍ سره نامناسب او ګمراه کوونکي مواد مخې ته راځي، او انسان له خپل اصلي هدف څخه بېخبره لرې کوي.
یادونه!
شاید موږ خپل کاروبار کوو، له چا سره ظلم نه کوو، د چا حق نه خورو، کوم مسلمان ته ضرر نه رسوو او په ظاهره له ډېرو ګناهونو څخه ځانونه ساتو؛ خو د ټلیفون د ناسم استعمال له امله مو داسې ګناهونه پر اوږو بار کړي وي چې هېڅ مو ورته پام نه وي.
نو راځئ، د خپلو سترګو او خپل زړه ساتنه وکړو، ټولنیزې رسنۍ د ګټې وسیله وګرځوو، نه د ګناه او بېلارۍ سبب.
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320