رسول اللهﷺ او سلفو صالحينو ته د جماعت لمونځ څومره مهم و؟
رسول اللهﷺ نه یوازې دا چې د جماعت په لمانځه يې امر کاوه، بلکې خپله هم د جماعت ډېر پابنده و او په سختو شرایطو کې یې هم جماعت نه پرېښودل.
کله چې رسول اللهﷺ د جهینة له قوم سره په جګړه بوخت شو، بیا یې هم د ماسپښين لمونځ په جماعت سره ادا کړ، سره له دې چې کفارو د ډلیز بريد ګواښ هم کړی وو او د قبلې او مسلمانانو تر منځ د کفارو صف ولاړ وو، خو په دې ویرجن وضعیت کې یې هم جماعت نه پرېښودل او نه يوازې په دې معرکه کې، بلکې په ګڼو میدانونو کې یې په مختلفو ډولونو د جماعت لمونځ ادا کړی دی، چې دې لمانځه ته په شريعت کې(صلاة الخوف) ويل کېږي.
همداراز رسول اللهﷺ چې کله ناروغ شو، نو يې وپوښتل: آيا مسلمانانو لمونځ کړی، دوی ځواب ورکړ، چې نه مسلمانان تاته انتظار دي، بیا رسول اللهﷺ په یوه لوښي کې د اوبو غوښتنه وکړه، اودس یې وکړ او د تلو اراده یې وکړه، خو بېرته بېهوښه راپرېوت، دوهم ځل بیا رابیدار شو او د لمانځه پوښتنه یې وکړه، بیا له ورته حالت سره مخ شو، دریم او څلورم ځل بیا بېهوښه شو او رابیدار شو او د لمانځه پوښتنه یې وکړه، په وروستي ځل دوی ځواب ورکړ، بیا یې أبو بكر الصديق رض ته حال ولیږل چې خلګو ته جماعت ورکړه! او کله چې رسول اللهﷺ وروسته په ځان کې لږ وړتیا وليده، نو په سخته ناروغۍ کې، چې خپله د تلو نه و، په داسې حال کې مسجد ته راغی چې د دوو تنو په اوږو يې تکیه کړې وه!
سبحان الله! په داسې سختو حالاتو کې هم رسول اللهﷺ جماعت نه دی پرېښی.
د جماعت په لمانځه د سلفو صالحينو حرص!
سلف صالحين(چې زموږ پیروان دي) په سختو حالاتو کې د جماعت پابنده وو او د جماعت په پاتې کېدو به سخت غمجن وو، ددوی ځینې کیسې به په لاندې کرښو کې ذکر شي.
١_ مسجد ته په تګ کې قدمونه نږدې-نږدې ښوودل!
ثابت رض وايي: زه له انس رض سره مسجد ته روان وم، نو ده قدمونه نږدې نږدې ښوودل، بیا یې وویل چې زه له زيد بن ثابت رض سره روان وم او په ما یې داسې تګ کاوه، او ماته ثابت وويل: ته خبر يې زه ولي په تا داسې تګ کوم، ځکه رسول اللهﷺ په ما دغه ډول تګ کاوه، او بیا رسول اللهﷺ راته وويل: خبر يې ولي زه په تا دغه ډول تګ کوم؟ ما ورته وویل: الله تعالی او د هغه رسول ښه خبر دي! ده راته وويل ددې لپاره(قدمونه نږدې نږدې اخلو) چې قدمونه مو د لمانځه په طلب او ثواب کې شمار شي. (الأدب المفرد للبخاري)
٢_ مسجد ته پیاده راتلو، ترڅو ثوابونه یې زیات شي!
د یوه انصاري صحابي کور له مسجده ډیر لري و، خو له ده څخه به يو جماعت هم نه تیریده، ملګرو يې ورته وويل: که یو خر واخلې او په راځې، ترڅو د ځمکې له ګرمۍ او د حشراتو له زیانه په امن شې، ده ورته وويل، زه غواړم چې کور مي لري وي او په پياده راتګ کې ثواب ترلاسه کړم، رسول اللهﷺ چې خبر شو، نو ورته يې وويل “تاته الله تعالی ټول ثواب در کړ” (رواه مسلم)
٣_ د جماعت لمانځه ته بېړه کول!
سلیمان بن موسی رح وايي: ما د عمر بن عبدالعزیز رضي الله عنه مؤذن ولید چې د آذان پر مهال به يې د عمر دروازې ته ور غږ کړ ” السلام علیک امیرالمؤمنین ورحمة الله” د هغه سلام به لا نه و خلاص شوی چې أمير المؤمنين به د جماعت لمانځه ته را ووتل. (طبقات الکبری٣٥٩/٥)
دا په داسې حال کې چې امیرالمؤمنین د حکومتولۍ په چارو کې ډېر بوخت و، خو په هغه برسېره د جماعت دومره پابنده و.
٤_ د جماعت په لمانځه همیشتوب کول!
_سعید بن مسیب رض وايي: له دېرشو کلونو راهیسي مؤذن آذان نه دی کړی، مګر دا چې زه په مسجد کې حاضر يم.(مصنف ابن أبي شيبة)
_او إمام ابن سعد رح وايي: له سعید بن مسیب رض څخه پوره څلويښت کاله د جماعت لمونځ نه دی تېر شوی. (سير أعلام النبلاء)
٥_ د واده په لومړۍ شپه د سهار جماعت!
یوه صحابي، حارث بن حسان رض چې کله واده وکړ، نو د واده په لومړۍ شپه سهار مسجد ته راغی، ملګرو ترې وپوښتل، د واده په دې لومړۍ شپه مسجد ته راغلې؟
نوموړي ځواب ورکړ “والله! هغه به ډېره بده ښځه وي، چې ما د سهار له جماعته را ګرځوي” (رواه الطبراني)
٦_ د جماعت پريښودلو له ويرې علاج پريښودل!
د سعید بن مسیب رض سترګه ناروغه وه، یو چا ورته وویل، که “عقیق” نومي ځای ته لاړ شې، ترڅو سترګه دي روغه شي، نوموړي ځواب ورکړ “دسهار او ماخوستن جماعت به څنګه کوم؟!” یعني که په درملنه پسي لاړ شم، نو جماعت راڅخه پاتیږي. (الطبقات الکبری)
٧_ په ناروغي کې مسجد ته تلل!
که څه هم په ناروغ سړی معذور بلل شوی او اجازه ورکول شوې چې په کور کې لمونځ وکړي، خو د صحابه کرامو او اسلافو به دا تلوسه وه، چې په ناروغۍ کې مسجد ته لاړ شي:
_ عبدالله بن مسعود رض يوه ورځ ملګرو ته وايي: ما ليدلو چې له جماعته به یوازې ښکاره منافق انسان پاتې کېده او داسې ناروغ به یې راوستل چې په دوو تنو به یې تکيه کړې وه او په صف کې به یې ودراوه. (صحيح مسلم)
_ ربيع بن خیثم د فالج په ناروغۍ اخته و، خو بيا هم ددوو تنو په مرسته جماعت ته حاضریده.(الطبقات الکبری)
_ عبدالله بن مبارک رح وايي: أبو عبدالرحمن السلمي ناروغ شو، په دې وخت کې باران هم ورېده، خو بیا یې هم خلګو ته وويل “په خټو او ناروغۍ کې مي مسجد ته یوسئ!” (کتاب الزهد)
٨_ په سخته ويره کې هم جماعت نه پرېښودل!
سعید بن مسیب رض ته وویل شو: طارق ستا د وژلو اراده کړې ده، نو په کور کې پټ شه او بهر مه راوزه!
نوموړي ځواب ورکړ، په داسې حال کې کور پټ شم، چې “حي علی الفلاح” آورم! (تفسیر قرطبي)
٩_ غواړم په مسجد کې ساه ورکړم!
عطاء بن سائب رح وايي: عبدالرحمن السلمي رح په مسجد کې و، چې زنکندن ورته راغی، ناستو کسانو کې چا ورته وویل: که کور ته دي یوسو ښه به وي، ځكه د کور بستره ښه آرامه وي!
نوموړي د ژوند په دې ورستیو شېبو کې ځواب ورکړ” رسول اللهﷺ فرمايي: څوک چې لمانځه ته انتظار باسي، نو تر هغه وخته په لمانځه کې بلل کیږي او ملائکې د بښنې او رحمت دعا ورته کوي ” نو زه غواړم په مسجد کې وفات شم! (الطبقات الکبری)
١٠_ د جماعت تېريدو پرمهال بل مسجد ته تلل!
کله به چې له حذیفة رض څخه په خپل مسجد کې جماعت تېر شو، نو په مساجدو به ګرځيده، تر هغه چې د جماعت لمونځ به یې پیدا کړ.(مصنف ابن أبي شيبة)
نور بيا…..
د جماعت د لمانځه؛ شرعي حیثیت، فضیلت او د سلفو اهتمام!/دوهمه برخه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.