دین په حقیقت کي د هغه منظم نظام د عقایدو، عباداتو، اخلاقي اصولو او عملي لارښوونو مجموعه ده چې انسان د خدای، ځان، نورو انسانانو او د ژوند د موخې په اړه ځانګړی لید او د ژوند کولو طریقه بیانوي .
دین او سیاست له لرغونو زمانو راهیسې یو له بل سره نږدې اړیکه لرلې دي . په لرغوني مصر، بینالنهرین، یونان او روم کې واکمنانو ډېری وخت خپل سیاسي واک د دین او خدایانو له ارادې سره تړلی باله. په یهودیت کې د دیني قانون او د ټولنې د سیاسي نظم اړیکه د عبراني تاریخ له پخوانیو دورو څخه لیدل کېږي.
په عیسویت کې د روم د امپراتورۍ له خوا د مسیحیت له منل کېدو وروسته، کلیسا او دولت په اروپا کې د اوږدې مودې لپاره یو له بل سره ژور تړاو پیدا کړ؛ خو وروسته د کلیسا او پاچاهانو ترمنځ د واک پر سر شخړې هم رامنځته شوې. په اسلامي نړۍ کې هم له لومړیو اسلامي دولتونو څخه دین او سیاسي واک نږدې اړیکه لرله.
له ۱۷مې تر ۱۹مې پېړۍ پورې په اروپا کې د روښانتیا، اصلاحاتو او د عصري دولت د رامنځته کېدو له امله د دین او دولت د جلاوالي مفکوره پیاوړې شوه. په پایله کې په ډېرو معاصرو هېوادونو کې دولت له دیني بنسټونو څخه جلا یا نسبتاً بېطرفه شو، خو دین تر اوسه هم د سیاست، ټولنیزو ارزښتونو او د خلکو د سیاسي لیدلوري پر جوړولو اغېزه لري.
لنډه دا چی دین او سیاست د بشري تاریخ په ډېره برخه کې سره تړلي دئ؛ د عصري دولت له رامنځته کېدو سره د دوی د جلاوالي نظریه پیاوړې شوه، خو اړیکي یې تر اوسه په بشپړه توګه له منځه نه دی تللې.
رېنسانس په حقیقت کی دین ضد، بېد ینه یا کفري بدلون نه، بلکې د بیا ویښتیا پړاو و ..
کلیسا او کشیشانو نږدې زر کاله واک وچلاوه، شاهي حکومتونو هم خپل مشروعیت له کلیسا او کشیشانو څځه واخیست. په ښارونو کې روښانفکري کړۍ له دار، صلیب، سیزلو او کړاوونو سره مخ وې او پرګڼې په کلیو کې له هرڅه بېخبره، یوازې او یوازې د خپلو ایمانونو له زواله ډارېدې. د ایمان ساتنې اختیار له کلیسا او کشیش سره و ..
پرګنې د لوږي، محرومیت، خرافاتو او تحجر لاس او ګریوان وي. کلیسا د جنت کلیانې او د مغفرت اسناد پلورل. پیسې یې څه حکومت او لویه برخه کلیسا اخیستې ..
د غو ناوړه ټولنیزو او اقتصادی ستونزو څخه د نجات په مقصد د رونسانس په داوران کی دغه انسانی او منطقی پیغامونه را منځ ته سول :
ـ ایمان په زړونو کې دی، نه په کلیسا کې. د دین څښتن خدای دی، نه کشیشان .
ـ د خدای کلام او پیغامونه ډېر واضح او راوښانه دي. مؤمنان پخپله هم پرې پوهېدلای شي. کشیشان او کلیسا یې په خپله سیاسي ګټه تحریفوي ..
۔ خدای قادر مطلق ذات دی. د خپلو احکامو د پلي کولو لپاره کلیسا او کشیشانو ته اړ نه دی .
ـ پر فکر، پوهه، هنر او ښکلا بندیز نه شته، دا هرڅه خدای د خپلو بندګانو د ښه ژوند لپاره هست کړي دي او باید ګټه ځني واخستل سی .
ـ د حکومتونو یوازینۍ دنده د خلکو د ایمانونو ساتنه او د عقیدو تفتیش نه دی، بلکې خلکو ته باید خواړه، تولیدي وسایل، هستوګنه، اقتصادي بنسټونه، عدالت، بشري حقونه، خپلواکي او د انساني ژوند ښه شرایط برابر کړل سي .
هوښیار، پوه، ماړه، خوندي، بوخت، ډاډمن او قانونمند وګړي او پرګنې تر هربل چا خپل ایمانونه ښه، کلک، روڼ او پاک ساتلای شي .
ـ خلک باید له خدای او قانون څخه وویریږي، نه د کلیسا له جلادانو څخه .
ـ پر دې دونیا د انسان ژوند مهم دی. دلته د ژوند ښه شرایط انسان له جنایت څخه راګرځوي او له جنایت و ګناه څخه پاک انسانان به خدای وبښي .
ښايي له همدې امله، ځينې پوهان رېنسانس له خدای سره د انسان د اړیکې د پرېکولو په مانا نه، بلکې له خدای سره د انسان د مخامخ اړیکې او تر منځ یې د کلیسا او کشیش له خوا د رامنځته شویو خنډونو د لرې کولو تاریخي پرمختګ ګڼي ..
دعیسویت په لومړیو درېیو پېړیو کې کلیسا او دولت تر ډېره جلا وو، ځکه رومي دولت عیسویان حتا ځورول. په ۳۱۳م کې د قسطنطین له خوا د میلان فرمان عیسویانو ته مذهبي آزادي ورکړه؛ وروسته په ۳۸۰م کې د تئودوسیوس په دوره کې نیکیني عیسویت د روم د امپراتورۍ رسمي دین وګرځېد. له همدې امله د کلیسا او دولت اړیکه ډېره نږدې سوی .
په منځنیو پېړیو کې په لوېدیځه اروپا کې کلیسا دومره ځواکمنه شوه چې له پاچاهانو سره یې د سیاسي واک پر سر هم شخړې لرلې.
اصلي جلا کېدل بیا په تدریجي ډول د اصلاح مذهبي غورځنګ (Reformation)، د ۱۶–۱۷ پېړیو مذهبي جګړو، د مذهبي زغم د مفکورې او وروسته د ۱۷–۱۸ پېړیو د روښانتیا (Enlightenment) له لارې رامنځته شول. د ۱۶۴۸ د ویسټفالیا تړونونه هم د دې اوږد بهیر یوه مهمه مرحله ګڼل کېږي.
نو په عیسویت کې ویلای شو چې دین او سیاست ناڅاپه نه، بلکې د څو پېړیو په اوږدو کې سره جلا سوی دئ .
په اسلام کی :
په اسلام کې حالت له عیسویت سره توپیر لري. د اسلام له پیل سره دین یوازې د فردي عبادت موضوع نه وه؛ د حضرت محمد ﷺ په مدینه کې دیني او سیاسي مشرتابه یو ځای وو. له همدې امله د اسلام په لومړني تاریخ کې د «کلیسا او دولت» په څېر جلا بنسټونه نه وو.
خو وروسته، په ځانګړي ډول د خلافت له کمزوري کېدو سره، سیاسي واک د سلاطینو، امیرانو، والیانو او پوځي مشرانو لاس ته ورغی، په داسې حال کې چې علما او فقها د دیني او حقوقي واک نسبتاً مستقل مرکزونه جوړ کړل. ځینې تاریخپوهان دا بهیر د لومړنیو اسلامي پېړیو له وروستیو سره تړي.
نو د اسلام په تاریخ کې باید د «دین او سیاست د بشپړ جلا کېدو» پر ځای د دیني واک او سیاسي واک د تدریجي تفکیک خبره وشي.
په یهودیت کې
یهودیت له پیل څخه د قوم، دین، قانون او ټولنیز ژوند له یو بل سره تړلی نظام و. خو د یهودانو د بېلابېلو دولتونو له ړنګېدو او د اوږدې Diaspora له امله دیني ژوند له دولتي واک څخه په عملي ډول جلا شو. په عصري دوره کې بیا په اروپا او نورو ځایونو کې د سیکولر دولتونو له رامنځته کېدو سره دا تفکیک لا پراخ شو.
په هندویزم او نورو ادیانو کې
دلته هم د اروپا د «کلیسا ـ دولت» نمونه په مستقیم ډول نه شي تطبیقېدای. په هند کې د عصري سیکولریزم مفکوره تر ډېره د استعمار، ملتپالنې او د ۱۹–۲۰ پېړیو د سیاسي بدلونونو په ترڅ کې جوړه شوه. د هند اساسي قانون په ۱۹۵۰م کې د ټولو دینونو لپاره د دولت د بېطرفۍ یو ځانګړی ډول رامنځته کړ.
باید ویل سی چی سیکولریزم د «دین ضد» په معنا نه دی. بلکی معنا او موخه یې دا ده چې دولت د یوه دین د مذهبي واکمنۍ پر ځای د ټولو وګړو لپاره یو ګډ سیاسي نظام ولري؛ خو د سیکولریزم بڼې په بېلابېلو هېوادونو کې ډېرې مختلفې دي.
د مضمون د اوږدولی څځه د مخنیوی له امله په بیلا بیلو هیوادونو کی د دین او سیاست د جلاوالی د تفصیل څخه ډډه کوم .
اسلام د یو جامع دین په توګه، نه یوازې د عباداتو او اخلاقیاتو په برخه کې لارښوونې کوي، بلکې د ټولنې په هر اړخ کې، په ځانګړي ډول په سیاسي چارو کې، هم خپل اصول او احکام وړاندې کوي.
د دې ترڅنګ، سیکولریزم یوه مفکوره ده چې سیاست له دین څخه جلا ګڼي او هر یو خپلواکه بنسټونه لري.
اسلام د یو ټولنیز او سیاسي نظام په توګه، په ټولنه کې د عدالت، مساوات او شفافیت پر اصولو ټینګارکوي ..
خلافت او مشوره (شورا): د اسلام په لومړنیو وختونو کې، خلافت د اسلامي حکومت یوه بڼه وه چې خلیفه د خلکو د شورا له لارې ټاکل کېده او د هغوی په مشوره يې حکومت کاوه .
عدل او انصاف: د اسلام یو مهم اصل عدل دی. قرآنکریم او نبوي سنتونه په ټولنیزو او سیاسي چارو کې د عدالت او انصاف په مراعاتولو ټینګار کوي ..
مسؤلیت او شفافیت: په اسلام کې، رهبران د خپلو اعمالو مسؤلیت لري او باید خلکو ته حساب ورکړي. د شفافیت اهمیت په نبوي احادیثو کې هم څرګند دی ..
که د اسلامي سیاسي نظریو تاریخ ته یوه لنډه کتنه وکړو نو ویلای سو چی سلامي سیاسي نظریې د پېړیو په اوږدو کې پرمختګ کړی دی.
د خلافت نظام، امویانو، عباسیانو او عثمانیانو په وختونو کې بېلابېلې بڼې غوره کړې دي .
د اسلامي حکومت دا بڼې د شریعت او اسلامي اصولو په تطبیقولو سره، خپل سیاسي نظام پرمخ بیولی دئ .
.
چی د دیني بې طرفی په نوم یې هم یادولای سو ، معنا یې داده چی د سیکولریزم
په دې نظام کې حکومت د ټولو دینونو په وړاندې بې طرفه دی او د یو ځانګړي دین پیروانو ته امتیاز نه ورکوي ..
آ سیکولریزم د وګړو د دیني آزادۍ او بشري حقوقو ته احترام کوي او هر چا ته اجازه ورکوي چې د خپل عقیدې مطابق ژوند وکړي .یعني هر څوک حق لری چی د هر دین او مذهب چی زړه یې غواړی پیروی وکړی او هر څوک پر هر دین د انتقاد او نیوکې حق لري ..
خو د قانون او سیاست د جلا والی په هکله باید وویل سي چی سیکولریزم قانون او سیاست له دین څخه جلا ګڼي، او حکومتي چارې د دیني اصولو پر اساس نه، بلکې د عقلاني او علمي اساساتو پر بنسټ ترسره کیږي .
لکه چی وویل سوه ، سیکولریزم په اروپايي تاریخ کې د منځنیو پېړیو وروسته، د رنسانس او روشنګرۍ په دورو کې په پراخه کچه وده وکړل.
د دې دورې مفکرین لکه جان لاک او ژان ژاک روسو، د سیکولر حکومت بنسټونه کېښودل، او په پایله کې یې ډیموکراسي او بشري حقوقو ته لاره هواره کړل ..
د اسلام او سیکولریزم ترمنځ توپیر :
په اسلام کې، حکومت د دیني اصولو پر بنسټ ولاړ وي، حال دا چې په سیکولریزم کې حکومت له دین څخه جلا دی ..
قانون جوړونه: اسلامي حکومت قوانین د شریعت پر بنسټ جوړوي، پداسې حال کې چې سیکولر حکومت قوانین د عقلاني او علمي اساساتو پر بنسټ جوړوي ..
په اسلام کې دین په ټولنیزو او سیاسي چارو کې مهم رول لوبوي، پداسې حال کې چې په سیکولر نظام کې دین شخصي او فردي مسله ګڼل کېږي ..
په معاصر وخت کې، ځینې اسلامي هیوادونه لکه ترکیه او تونس، د سیکولریزم او اسلام د یو ترکیب هڅه کړې ده. ترکیه د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ کې د سیکولر دولت په توګه تاسیس شو، پداسې حال کې چې اسلامي ارزښتونو ته هم زیات اهمیت ورکول کیدۍ .
یو شمیر اسلامی علمآ د لاندنیو دلایلو په بنسټ سیکولر نظام نه خوښوي :
۱ـ دیني واک: په اسلام کې دین د ژوند ټول اړخونه رانغاړي، له شخصي ژوند څخه نیولې تر سیاسي، اقتصادي، او ټولنیزو مسائلو پورې. سیکولرېزم بیا د دین او دولت جلاوالی ته وده ورکوي، چې په اسلامي نظام کې نه منل کیږی ..
۲ـ اخلاقي بنسټونه: اسلام د انسانانو لپاره اخلاقي اصول او ارزښتونه ټاکي چې باید په ټولنه کې پلي شي.
سیکولرېزم بیا اخلاقي اصول د انساني تجربو او علمي څیړنو پر بنسټ ټاکي، نه د دیني احکامو پر بنسټ.
۳ـ قانون او عدالت: اسلامي شریعت د مسلمانانو لپاره یو بشپړ حقوقي او عدالتي سیستم ګڼل کیږی. په داس حال کی چی سیکولرېزم بیا قانون د انساني عقل او تجربو پر بنسټ جوړوي، چې په اسلام کې یې د منلو وړ نه دي ..
۴ـ ټولنیزې اړیکې: اسلام ټولنیزې اړیکې او د کورنۍ جوړښت د دیني اصولو پر بنسټ جوړوي. سیکولرېزم بیا ټولنیزې اړیکې د دیني مداخلو پرته تنظیموي، چې په اسلامي ټولنو کې د فرهنګي او ټولنیزو بدلونونو لامل ګرځي ..
۵ـ دیني آزادي: په سیکولر نظام کې دیني ازادي د هر فرد شخصي مسله ګڼل کیږي، خو په اسلام کې دیني فرایض او احکام باید په ټولنه کې تطبیق شي او د ټولو اتباعو لخوا رعایت شي.
د دین او سیاست د بیلتون پلویان، د خپلی ادعا د ثبوت له پاره لاندنی دلایل وړاندی کوی :
۱ـ دیني بې پرېتوب او مذهبي ازادي: سیکولرېزم د دولت او دین جلاوالی تضمینوي، چې د ټولو مذهبونو لپاره یو شان ازادي او بې پرېتوب رامنځته کوي. دا د دې سبب ګرځي چې هیڅ یو دین دولتي ملاتړ ترلاسه نه کړي او ټولې مذهبي ډلې په مساوي ډول خپل دیني مراسم ترسره کړي ..
۲ـ د بشري حقونو ساتنه: سیکولر نظام د ټولو اتباعو د بشري حقونو ساتنه کوي، پرته له دې چې د انسانانو دین یا عقیده په پام کی ونیول سي .
دا ډول نظام په ټولنه کې د مذهبي تبعیض او تعصب مخه نیسي او د اقلیتونو حقوق تضمینوي
۳ـ د تنوع او پلورالیزم ملاتړ: سیکولرېزم د ټولنې تنوع او پلورالیزم ته وده ورکوي، چې په کې مختلف مذهبي، کلتوري، او فکري ډلې په سوله او همغږۍ کې ژوند کولی شي. دا ډول نظام د یووالي او ملي هویت په جوړولو کې مرسته کوي.
۴ـ علمي او تعلیمي پرمختګ: سیکولرېزم علم او تعلیم د دیني مداخلو پرته تنظیموي، چې په پایله کې علمي څیړنې او تعلیمي نظامونه د عقل او تجربو پر بنسټ وده کوي. دا د دې سبب ګرځي چې ټولنه په علمي او تخنیکي برخو کې پرمختګ وکړي .
۵ـ سیاسي ثبات او انصاف: سیکولر نظام سیاسي واک د خلکو ارادې او رایې پر بنسټ تنظیموي، نه د دیني احکامو پر بنسټ. دا د دې سبب ګرځي چې حکومتونه د اتباعو حقوق او ارادې ته درناوی وکړي او د سیاسي واک بدلون په سوله ایزه توګه ترسره شي ..
۶ـ اقتصادي پرمختګ: سیکولرېزم اقتصادي سیاستونه د علمي او عملي تجربو پر بنسټ تنظیموي، چې په پایله کې اقتصادي پرمختګ او سوکالي راولي. دا ډول نظام د خصوصي ملکیت او بازار ازادۍ ته وده ورکوي چې په پایله کې د ټولنې ټول وګړي د اقتصادي فرصتونو څخه ګټه پورته کوي ..
سیکولر پلویان باور لري چې د دولت او دین جلاوالی د ټولنې د پرمختګ، تنوع، او سولې لپاره اړین دی.
دا ځوابونه د دې دلیل وړاندې کوي چې سیکولرېزم د مختلفو مذهبونو او کلتورونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ یو مناسب چوکاټ دی ..
په معاصر وخت کې، ځینې اسلامي هیوادونه هڅه کوي چې د دې دواړو نظریو یو منځلاری ترکیب رامنځته کړي ترڅو هم د دیني ارزښتونو او هم د عصري پرمختګ ترمنځ یو توازن وساتل سي .
زمری محقق کوپن هاګن
( ۲۱/۸/۲۰۲۶ )
……………………………………………………………………………………………..
سر چینې :
ـ New Advent
Cataholic Encyclopedea of the Church ( mhrch 1814 ) .
ـ Wikipedia
Church and stat in medieval Europ .
ـ محقق زمری دیموکراسۍ ، اسلام او سوسیالیزم . ص ۹۹ .
*ـ “The law revealed “ Muhammad Iqbal , reconstruction of Religious thought in Islam ( Oxford UK : OXFORD University press 1930 , 139- 70
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.