امام برهانالدین مرغیناني رحمه الله د اسلامي فقهې تلپاتې شتمني او د افغانستان د نړیوال علمي دریځ د پیاوړتیا فرصت
د ملتونو علمي سترتیا د هغوی د پوهانو په فکري میراث، د علمي ښوونځیو په روزنه او د بشري پوهې په پراختیا کې د ونډې له مخې شنل کېږي. اسلامي تمدن د فقهې او حقوقو په برخه کې داسې ستر عالمان روزلي چې علمي آثار یې د پېړیو په تېرېدو سره هم خپل ارزښت ساتلی دی. امام برهانالدین علي بن ابيبکر مرغیناني رحمه الله د همدې علمي بهیر له مخکښو څېرو څخه دی، چې نوم یې په ځانګړي ډول د حنفي فقهې له مشهور اثر «الهداية» سره تړلی دی.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د امام مرغیناني د علمي میراث په اړه د نړیوال علمي کنفرانس د جوړېدو پلان د اسلامي فقهې د څېړنې، د سیمهییز علمي میراث د پېژندنې او په نړیوال علمي ډګر کې د افغانستان د شتون د پیاوړتیا لپاره مهم فرصت ګڼل کېدای شي. د دې نوښت ارزښت هغه مهال بشپړېږي چې د تاریخي ویاړ ترڅنګ د نوې پوهې د تولید او علمي همکاریو دوامداره زمینه هم برابره کړي.
۱. امام مرغیناني څوک و او علمي مقام یې څه و؟
امام برهانالدین علي بن ابيبکر مرغیناني رحمه الله د شپږمې هجري پېړۍ نامتو حنفي فقیه و. نوموړی د ماوراءالنهر د مرغینان سیمې و، چې نن د ازبکستان په جغرافیه کې راځي. د هغه زېږون عموماً په ۵۱۱ هـ ق او مړېنه یې په ۵۹۳ هـ ق، چې له ۱۱۹۷م کال سره سمون لري، یادېږي.
مرغیناني په داسې علمي چاپېریال کې وروزل شو چې د فقهي استنباط، علمي مناظرې، افتاء او د شرعي احکامو د تدوین دود پکې پیاوړی و. د هغه علمي ځانګړنه یوازې د فقهي مسئلو په پراخه پوهه کې نه وه، بلکې د اقوالو په پرتله کولو، د دلایلو په بیان، د فقهي شخړو په شننه او د احکامو په منظم وړاندې کولو کې هم څرګندېده.
د حنفي فقهې په تاریخي پرمختګ کې د مرغیناني ځایګی د پام وړ دی؛ ځکه هغه د پخوانیو فقهاوو علمي میراث په یوه منظم او استدلالي چوکاټ کې وړاندې کړ. د هغه آثار د فقهي تدریس، افتاء او د اسلامي حقوقي تفکر د تاریخ لپاره مهمې سرچینې ګرځېدلې دي.
۲. د مرغیناني مهم آثار او علمي ـ حقوقي ارزښت یې:
۱. الهداية في شرح بداية المبتدي: دا د مرغیناني تر ټولو مشهور اثر دی او د حنفي فقهې له مهمو درسي او استدلالي کتابونو څخه شمېرل کېږي. په دې کتاب کې د عباداتو، مااملاتو، کورني ژوند، قضا او نورو فقهي موضوعاتو بحثونه راغلي دي. لیکوال د حنفي مذهب اقوال بیانوي، د فقهي اختلافونو یادونه کوي او په مناسبو ځایونو کې د نورو مذهبونو آندونه او دلایل هم څېړي. له همدې امله، «الهداية» د حنفي فقهې، مقایسوي فقهې او د اسلامي حقوقو د تاریخ په مطالعې کې ځانګړی مقام لري.
۲. بداية المبتدي: دا د فقهي مسئلو یو منظم لنډیز متن دی چې «الهداية» یې شرح ده. علمي ارزښت یې د فقهي زده کړې لپاره د مسئلو په لنډ او منظم وړاندې کولو کې دی.
۳. كفاية المنتهي: د مرغیناني له یادو شویو آثارو څخه دی. د دې اثر د نسخو، جوړښت او له نورو اثارو سره د اړیکو کره څېړنه د فقهي ادبیاتو د تاریخ لپاره ارزښت لري.
۴. مختارات النوازل: د نوازل فقهي ادبیات له هغو عملي پېښو او مسئلو سره تړاو لري چې د شرعي حکم او افتاء غوښتنه کوي. د دې اثر څېړنه د تاریخي فقهي تطبیق او د عملي مسئلو د حل د لارو د پېژندلو لپاره ګټوره ده.
۵. التجنيس والمزيد: دا هم د مرغیناني په ځینو علمي نوملړونو کې یاد شوی دی. د دې اثر د متن او نسخو کره څېړنه د حنفي فقهي ادبیاتو د پراختیا په اړه د لا زیاتو مالوماتو زمینه برابروي.
د دې آثارو معاصر ارزښت په دې کې دی چې د اسلامي حقوقو تاریخي مفاهیم، د فقهي استنباط اصول او د حقوقي فکر د پرمختګ بهیر پرې څېړل کېدای شي.
۳. د د امام مرغیناني رحمه الله اړوند د افغانستان د علومو اکاډمۍ د نړیوال کنفرانس ارزښت:
لومړی: دعلمي هویت پیاوړتیا. د مرغیناني د میراث څېړنه افغانستان ته فرصت ورکوي چې د اسلامي تمدن د ګډ علمي تاریخ په پېژندنه کې خپله ونډه څرګنده کړي.
دویم: د فقهي او حقوقي څېړنو پراختیا. کنفرانس کولای شي د «الهداية» د استدلالي تګلارې، د احکامو د ترجیح، د فقهي اختلافونو او د اسلامي حقوقو د تاریخي پرمختګ په اړه تخصصي بحثونه رامنځته کړي.
درېیم: له منځنۍ اسیا سره علمي همکاري. له ازبکستان او نورو سیمهییزو علمي بنسټونو سره ګډې څېړنې، د خطي نسخو پېژندنه او د استادانو تبادله د ګډ علمي میراث د مطالعې لپاره ارزښت لري.
څلورم: د معاصرو حقوقي مسئلو څېړنه. د مرغیناني آثار د تړونونو، ماملاتو، ملکیت او قضایي موضوعاتو د تاریخي مفاهیمو د پېژندلو زمینه برابروي او د معاصرو حقوقي پوښتنو لپاره د مقایسوي څېړنې چوکاټ وړاندې کوي.
پنځم: د ځوانو څېړونکو روزنه. د عربي متونو، خطي نسخو، علمي لیکنې او د ماخځونو د کره کارونې روزنیز پروګرامونه د افغانستان د علمي کادرونو په پیاوړتیا کې مرسته کوي.
شپږم: د اسلامي میراث نړیواله پېژندنه. د مستندو لیکنو، علمي ارزونې او څو ژبنیو خپرونو له لارې د مرغیناني د میراث په اړه نوې څېړنې نړیوالو علمي کړیو ته رسېدای شي.
اووم: علمي ډیپلوماسي. نړیوال کنفرانسونه د هېوادونو ترمنځ د پوهې د تبادلې او علمي اړیکو د پراختیا وسیله ده. که له کنفرانس څخه ګډې پروژې او دوامدارې همکارۍ رامنځته شي، د افغانستان نړیوال علمي شتون به پیاوړی شي.
۴. داچې د افغانستان علمي حیثیت لوړ شي نو دې علمي کنفرانس ته څو وړاندیزونه لرم:
د نړیوال کنفرانس نوم او د بهرنیو مېلمنو ګډون په یوازې ځان نړیوال علمي اعتبار نه رامنځته کوي. د دې لپاره لاندې وړاندیزونه کولای شي چې موږ دا بهیر پر یوه علمي دریځ بدل کړو او افغانستان د لویو علمي – فرهنګي نوښتونو په بهیر کې د سیمي او اسلامي نړۍ په کچه د علمي ناستو، کنفرانسونو او همکاریو درشل وګرځوو.
۱. د مقالو لپاره د تخصصي ارزونې روښانه او عادلانه نظام جوړول.
۲. د حنفي فقهې، مقایسوي فقهې، اسلامي حقوقو، تاریخ او خطي نسخو د نړیوالو متخصصانو اغېزناک ګډون.
۳. د کنفرانس د مقالو علمي ارزونه او د باوري خپرنیزو معیارونو له مخې خپرول.
۴. د مرغیناني د آثارو د خطي نسخو، چاپونو او مآخذونو د پېژندنې ګډه څېړنیزه پروژه پیلول.
۵. د پښتو، دري، عربي او انګلیسي ژبو له لارې د څېړنو نړیوال لاسرسی پراخول.
۶. له کنفرانس وروسته د استادانو تبادله، ګډې څېړنې او د ځوانو څېړونکو روزنه دوامداره کول.
۷. د علمي خپلواکۍ، د مآخذونو د امانت، د علمي غلا د مخنیوي او د څېړنیزو پایلو د ارزونې معیارونه ساتل.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ لپاره مناسبه ده چې د کنفرانس له پای وروسته د څو کلونو علمي پلان جوړ کړي، د څېړنو پایلې وارزوي او د نړیوالو علمي بنسټونو سره د همکارۍ لپاره دوامداره لارې رامنځته کړي.
د پای خبرې:
امام برهانالدین مرغیناني رحمه الله د اسلامي فقهې او حقوقو په تاریخ کې داسې علمي مقام لري چې اغېز یې له خپل عصره هاخوا غځېدلی دی. د هغه «الهداية» د حنفي فقهې د استدلال، د فقهي اختلافونو او د حقوقي مفاهیمو د مطالعې لپاره مهمه سرچینه ده؛ نور آثار یې هم د فقهي ادبیاتو د تاریخ د څېړنې وړ برخې دي.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ له لوري د هغه د علمي میراث په اړه د نړیوال کنفرانس جوړول د افغانانو د علمي هویت، سیمهییزې همکارۍ او د ګران افغانستان د نړیوال علمي شتون او هڅو د پیاوړتیا فرصت برابروي. نو پکار ده چې له علومو اکاډمۍ منندوینه وکړو او د ورته علمي کنفرانسونو د دوام هیله لرو.
د نوموتي تاریخپوه پوهاند محمد حسن کاکړ د اتم تلین پر یاد ناسته ترسره شوه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
