(د مرحوم محمد هاشم د میوندوال سره زما دوې خاطره )

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کلیزي په مناسبت :
لومړی انتخابات :
د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې خاطره :
په ۱۹۶۴ کال کې، د ډاکټر محمد یوسف د انتقالي حکومت پر مهال، میوندوال د مطبوعاتو وزارت مسوولیت په غاړه واخیست. په ۱۹۶۵ کال کې، کله چې د درېیم عقرب د پېښې وروسته ډاکټر محمد یوسف له خپلې دندې استعفا ورکړه، پاچا په بیړه میوندوال د صدراعظم په توګه وټاکه، او هغه د ۱۳۴۴ کال د عقرب په اوومه خپله کابینه اعلان کړه. خو د ۱۹۶۷اکتوبر کې یې د صدارت له دندې څځه استعفا ورکړه او د درملنې لپاره بهر ته ولاړ.
په ۱۹۶۹ کال کې د ملي شورا د دیارلسمې دورې په ټاکنو کې یې ځان له مقر څخه کاندید کړ، خو شورا ته یې لار ونه موندل.
دا نو هغه وخت دئ چی زه د ښونځی د اتم/ نهم ټولګۍ زده کوونکی وم. زما پلار مرحوم محمد علم بڅرکي چی په دغه وخت کی د مساوات (مترقی دیموکرات) د ګوند د لومړي سکرتر دنده په غاړه وه د، ماته یې وویل چی ته به نن مازدیګر مقور ته ولاړ سی او یو څه شیان به د میوندوال صاحب تر انتخاتابي حوضې پوری ور ورسوی .
نو یو څو افغانۍ یې د تشویق په خاطر هم راکړی او د کندهار د کابل دروازی د ترکاری خرڅولو سرای ته په داسی حال کی چی خدای بخښلی عارض صاحب او یو دوه نور د مساوات د مرکزی هستی غړي هم ورسره وه ولاړو .
د ترکاری ، غوښو او نورو د اړتیا وړ توکو په رانیولو (پېرولو) یې پیل وکړ ، څو چی دوی درې بوجۍ یې ډکی کړی . دا نو داسی وخت ؤ چی د مازدیګر لمر مخ پر لویدو ؤ. د خوراکی موادو ډکي بوجیانی یې ټوله یوي غټي لارۍ موټر ته واچوی او پلار مي راته وویل چی موټر ته پورته سه د ا بوجیانی به مقر ته ورسوی او هلته به یې څوک درڅخه واخلی .
زه هم په مخکی د موټروان څنګ ته کښیناستم او د مقر په لور مو حرکت وکړ . زه چی په دغه وخت کی تنکی ځوان وم او تراوسه پوري می دا سی اوږد سفر نه وو کړی ، فکر می کوی چی درې یا څلور ساعته وروسته به مقر ته ورسیږو …. خو د لاري تاریکي، د سړک خرابي او د موتر دروندو والی او زړښت د دې سبب سو چی زما د توقع په خلاف ساعتونو ساعتونه یې دوام وکړ تر څو د شپی پر درو بجو مقر ته ورسیدو .
په داسی حال کی چی دې اوږدې لاري او زاړه موټر ډیر ستړی کړی او د خوبه ځنګیدم ، موټروان ږغ راباندي وکړ چی هلکه تاسه مقر راورسیدئ . زه هم کښته سوم خو زما د هیلي خلاف هلته هیڅوک نه وه چپه چوپتیا وه ، یوازی د سپیانو غپاوی او د چغالانو انګولاوی اوریدل کیدې (په غه وخت کی د مقر پر لویه لاره دکانونه هم نه وه . موبایل ټیلفون خو بیخي چا نه پیژندۍ) . موټروان هغه درې یا څلور بوجۍ مال دسړک پر غاړه راته وغورځوۍ او موتر حرکت وکړ.
اوس نو زه چی کابود یدیرلسو یا څورلسو کالو هلک وم په دې نیمه شپه کی یو وار دې بوجیانو ته ګورم بیا دا توره دربه او بیا هم د سپیانو او چغالانو ږغونو ته متوجه سم . هک پک ولاړ یم چی څه وکړم ؟
په پای کی مخامخ یوه ځنګل ته په ځیر ځیر وکتل څو چی د ونو د منځ څخه می لیري یو څه رڼا ولیدل ، فکر می وکړ چی دلته ښایي یو څوک وی چی مرسته راسره وکړی . لنډه یې دا چی لکه څنګه چی وائی (مجبورته مه وایه غښتلی ) سره له دې چی د سپیانو او پیریانیانو ویره راسره وه په دې ځنګله ور ننو تلم ، که څه هم د افاصیله ښایې تر نیم کیلومتر زیاته نه وه خو پر مادومره اوږده سوه لکه د څو کیلومترو مزل .
په پای کی دغه زړې ودانۍ ته ورسیدم ، ښایې زما د بوټو په ټک او ټوک پیره دار د خوبه راکښینستلی وي ، په ډیره وارخطائی یې ږغ راباندی وکړ دریش څوک ئي !
په دی ږغ سره زهم وډاریدم او په عین حال کی خوښ سوم چی دا دئ یو څوک پیداسوچی ښایی مرسته ر اسره وکړي .
ما هم په ریږدیدلی ږغ خپل بیان ورته وکړ . په جواب کی یې راته وویل هو سمه ده دا د مقر د مخابراتو څانګه ده ته پر هغه چوکی کښینه موږ به د میوند وال د انتخاباتی حوضی سره اړیکي ونیسو ، بیا یې نو د هنډ لکي تیلفون ګوشکه را پورته کړل په ډیر مشکل سره یې څوک وموندی او جریان یې ورته وویلی .
بیا یې نو ماته مخ راواړوی چی دا دئ اوس به یو څوک راسي تا به بوزی زه هم په داسی حال کی چی وږی ، تږی ، ستړی اوسترګی می هم د خوبه ډکی دي په بی صبرۍ سره د هغه د راتګ په هیله کښیناستم . څو چی کابو یونیم ساعت وروسته یو تور لوکس موټر راغلی او زه ورسره کښېناستم . مټروان لومړی پوښتنه وکړل چی راوړل سوي مواد او بوجۍ چیرته دی ؟
ما ورته وویل چی هغه د لارۍ موټروان د عمومی سړک پر غاړه راته و غورځول اوس به ورسو که چا نه وه وړی ، راوابه یې خلو .
هلته چی ورغولو مالونه نه ښکاریدل او ماته یې هم ټاکلی ځای په دې توره شپه په دقیقه توګه نه وو را معلوم ، موټر درې څلور وارا کښته او پور ته ولاړی په پای کی یې بوجانی وموندلي . او د تاکنو د مرکز په لور ئې ، چی مرحوم میوند وال هم هلته وو ، حرکت وکړ .
دا نو د سهار کابو پنځه نیمي بجې وې هلته هم ټوله په خواږه خوب بیده وه ما موټر وان ته وویل چی زه هم وږی او هم تږی یم هغه دستی هګی را بخې کړئ . تر چښلو او خوړولو وروسته څو ساعته ویده سوم .
کله چی د خوبه څخه راپورته سوم نو می د لومړی ځل لپاره د مرحوم میوندو ال سره ولیدل او ټوله جریان می ورته بیان کړ خو دا چی ده به څه راته ویلی وی هغه می نه دی پیاد .
په دی سبا د ټاکنو ورځ پیل سول ، په سرای کی د خوړو غټ غټ دیګونه باندی سول او خلک هم ډلی ډلي وتل او ننو تل .
لنډه دا چی که څه هم موږ وایو چی په پاچهی نظام کی د ۱۳۴۳ کال د اساسی قانون د رامنځ ته کیدو سره سم دیموکراسی هم رامنځ ته سول ، خو د دې نیم بنده ډیموکراسی څرګنده نمونه په مقر کی د شهید میوندوال د انتخاباتو روښانه بیلګه ده چی سرکار نه غوښتل چی میوند وال دی شورا ته لاره پیدا کړی نو یو سماورچی یې دده په مقابل کی شوراته کامیابه کړ .
د یادولو وړ ده چی :
میوندوال د سوسیال دیموکرات ګوند د تأسیس غونډه زموږ ( محمد علم بڅرکی ) په کور خیر خانه کی کښیښوردله.
د دې ګوند مرامنامه د ۱۹۶۶ کال په اګست میاشت کې د افغانستان له راډیو خپره شوه.
دا مرامنامه د لوېدیځ د سوشیال ډیموکراسۍ په طرز ولاړه وه. د ګوند نوم یې سوسیال دیموکرات ؤ. د دې ګوند اخبار د «مساوات» په نوم خپرېدۍ.
میوندوال غوښتل چې مشروطه پاچاهي، سوسیالیزم، مليپالنه او د خلکو واکمني د شاهی مشروطه حکومت په چوکاټ کې رامنځته کړي.
هغه په دې ټینګار کوی چې هر ډول بدلونونه باید د اسلام د سپېڅلي دین له اصولو او احکامو سره سم ، باید د پرمختللې دیموکرات عقیدې پر بنسټ هم ولاړه وي.
د سزدار داودخان د حاکمیت په دوران کی په زندان کی ووژل سو . روح دې ښاد وی .
دوهم سیاسی مجلس :
دمرحوم محمدهاشم میوندوال سره لیدنه:
کله چي د ویښ ځلمیانو اود خپل وخت د منورینو د مبارزو په نتیجه کي د پاچا محمدظاهر خان په وخت کي د بیان د آزادۍ او د ټولنیزو فعالیتونو له پاره زمینه برابره سوه،نوله موقع څخه په ګټه اخستلو سره په هیواد کي د بېلابېلو ګوندونو د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.
په۱۳۴۳ هـ ش کال کي د خلک دیموکراتیک ګوند لومړۍ کنګره جوړه سوه. د شعله جاوید، افغان ملت، صدای عوام، جوانان مسلمان اوداسي نورو تر څنګ د مترقي ديموکرات یا سوسیال ديموکرات ګوند، د مساوات د جریدی په لرلو سره د میوندوال په مشري رامنځته سو.
مساوات د ګوند لومړۍ کنګره زموږ یعني د مرحوم محمدعلم بڅرکي په کورکي چي د خیرخانې مېني په لومړۍ برخه کي واقع وو، په ۱۳۴۹ کال د سنبلې په میاشت کي د لاندنیو شخصیتونو په ګډون جوړه سوه:
مرحوم محمدهاشم میوندوال، مرحوم محمدعلم بڅرکی، مرحوم عبدالشکور رشاد، مرحوم خواخوږی، ښاغلی عبدالاحد عارض، مرحوم بېنوا، مرحوم محمدهاشم ترکی،مرحوم عبدالحی حبیبي، مرحوم عطایي، مرحوم غلام جیلاني خان الکوزی، مرحوم عبدالصمد ویسا، مرحوم فیض محمد انګار او داسي نور چي زما ئې اوس نومونه نه دي په یاد چي کابو زیاته برخه ئې د ویښ زلمیانو د نهضت مشران او عمده غړي وه.
په ګنکره کي نسبتاً چپ مرام د محکومي طبقی د ګټو پر بنسټ د سوسیال ديموکرات په نوم جوړ سو او په تشکیلاتي برخه کي مرحوم محمدهاشم میوندوال د عمومي منشي اومرحوم محمدعلم بڅرکی د مرستیال او لومړي سکرتر په توګه، د رایو په اتفاق وټاکل سول.
د مترقي ديموکرات ګوند چي وروسته د مساوات د جریدې په چاپولو سره د مساواتیانو په نوم شهرت وموند، د مبارزې تېره څوکه ئې د زاړه فیوډالي نظام ړنګولو او پرځای ئې نوی تولیدي سیستم رامنځته کولو ته وقف سوې وه.
دانو هغه وخت دئ چي زه د فاکولتې په لومړي ټولګي کي په زده کړو لګیا او د مبارزې د الفبا سره نوی اشناسوی او د کیڼ اړخ سیاست ته متمایل احساساتي ځوان یم. په همدې کلونو کي د پوهنتون په انګړ او په اړوندو لیلیو کي د سیاست ډګر دومره تود وو چي د هیواد د ټولو سیاستوالو او او سرکاري چارواکو پاملرنه ئې ځانته را اړولې وه.
پر یوه سټیج به ډاکتر نجیب د پرچمیانو په استازیتوب، پر بل سټیج به ډاکتر زرغون او کاظم ملوان د خلقیانو په استازیتوب، پربل ځای به ګلبدین حکمتیار او نیازی د مسلمانان جوان یا اخوانیانو په نمایندګي، لهیب د شعله جاوید په استازیتوب او همدا رنګه ذبیح الله عصمتي د صدای عوام په استازیتوب او مېړني د افغان ملت په استازیتوب ویناوي کولې.
یعني دغه وخت کي د سیاست ډکر ډېر تود او دپراخو مظاهرو، اعتصابونو او د منورینو تر منځ دسیاسي عقایدو پر سر د سختو جګړو او مبارزو دواران وو چي د سیدال په شان ځوانان پکښي مړه او زخمیان سول.
محمدهاشم میوندوال د خپل صدراعظمۍ په وخت کي په خپله د پوهنتون ډګر ته ورغلی چي د محصلینو له غوښتنو څخه د نژدې ځان خبر کړي. له هغوی سره د خبرو په ترڅ کي یوه محصل دده وکمیس او نکټایي ته لاس ورواچوی. مرحوم میوندوال ورته وویل چي ته خبري وکړه تاسو څه شي غواړی؟
هغه ورته وویل چي ډيموکراسي، نو مرحوم میوندوال جواب ورکړ چي تر دې لاهم ښه ډيموکراسي سته چي تا یو صدراعظم تر غاړه نیولی دئ؟
په داسي یوه وخت کي چي د سیاست پوهانو ټوله پاملرنه د پوهنتون محصلینو او د ښوونځي زده کوونکو ته را اوښتې د جلب او جذب له پاره هم په دغو برخو کي زیاتي هلي ځلي رواني وې.
نو طبعي خبره ده چي زما پلار چي ټوله کورنۍئې د کلونو کلونو په اوږدوکي د سیاست په ډکر کي ولاړه او په دغه لاره کيئې ستونزي او بندونه ګاللي او د ویښ ځلمیانو د سیاست او مبارزې راوروسته ئې د مترقي ديموکرات د سیاسي فعالیت لار غوره کړې وه ، د سټېج پر سر د تبليغاتو تر څنګ ئې د جلب او جذب له پاره هلي ځلي کولې چي په هغه جمله کي ئې زما څخه هم د مرستي غوښتنه کوله خو زه چي د هغه وخت د کیڼ اړخي سیاست تر اغېزې لاندي راغلی وم او د مرحوم ظاهر افق تر څنک مي د نورو کیڼ اړخو یارانو سره اړیکي درلودلې نو مي تل په کورکي د مرحوم بڅرکي سره هم د خپل وخت پر روان سیاست او اړوندو مسایلو خبري او مباحثې کولې خو په ځینو برخو کي موږ واحد نظر او توافق نه درلودی ځکه نو په اغلب ګمان ده دا موضوع له مرحوم میوند وال سره طرحه کړې او دې نتیجې ته سره رسېدلي دي چي زه به د میوندوال سره مخامخ دهغه وخت پر اړوندو سیاسي او ټولنیزو مسایلو خبري وکړم.
څو چي یوه ورځ مرحوم بڅرکي راته وویل چي میوندوال غواړي ستا سره خبري وکړي، نو ئې نېټه، ټاکلی وخت او ځای را وښود.
زه هم له وعدې سره سم د ده کورته چي د کارته پروان د بهارستان سینماته ئې نژدې موقعیت درلودی، پر ټاکلي وخت ورغلم. مرحوم میوندوال زما د ورتګ څخه مخکی په سالون کي منتظر ناست وو .
تقریباً د درو ساعتونو په جریان کي مو د هیواد د هغه وخت پر ناخوالو او حل لارو باندي خبري او تبصرې وکړې. مرحوم میوندوال صاحب روان حالات په ډېره ساده او فصیح ژبه راته بیان کړل او د ځوانانوپر ونډه او مسئولیتونو بانديئې هم کافي خبري وکړې.
څرنګه چي د سوسیال ديموکراټ مرام چي ما پخوا لا هم مطالعه کړی وو د خلک د ډیموکراتیک ګوند له مرام څخه ئې ډېره فاصله نه درلوده دوی هم د کښتي طبقې پر حاکمیت او د سوسیالیزم پر جوړښت باندي ټینګار کاوه.
نو په واقعیت کي زما د پوښتنو زیاته برخه پکښي حل وه خو یوازينۍ پوښتنه چي ما ته ناحله پاته وه هغه د ګوند بهرنۍ پالیسي وه.
ما مرحوم میوندوال ته دا پوښتنه طرحه کړه چي نن ورځ نړۍ پر درو برخو وېشل سوې ده: امپریالیستي نړۍ، سوسیالیستي اردګاه او د دریمي نړۍ د ودي په حال کي هیوادونه (د اسیا، افریقا او لاتیني امریکا هیوادونه).
ما دا پوښتنه ځني وکړه چي:
تاسو ته معلومه ده چي د دریمي نړۍ هیوادونه په یوازي ډول نه سي کولای چي په تېره بیا په اقتصادي ډکر کي پرته د نړۍ د نورو پرمختللو صناعتي هیوادونو له مرستي څخه، پر خپلو پښو ودریږي ځکه نو د افغانستان په شمول پرمختیایي هيوادونه د پرمختللو صناعتي هیوادو مرستي ته اړ دي. له همدې امله ځيني هیوادونه د شوروي اتحاد سره نژدې اړیکي لري او دهغوی له مرستو څخه ګټه اخلي، ځينوبیا له سرمایه داري هیوادونو سره اړیکي ټنیګي کړي دي نور ئې بیا د چین پر مرستو تکیه دي.
نو یو ګوند هم داخلي پالیسي او هم بهرنۍ پالیسي لري. ستاسو د سوسیال دموکرات په مرام کي دغه خارجي پالیسي له کومو هیوادونو سره پر نژدې اړیکو تکیه ده او یا مو کوم هیوادونه باید د هیواد د عام المنفعه پروژو په تطبيق کي مرسته وکړي ماته واضح معلومه نه سوه؟
مرحوم میوندوال په ډېره ارامه لهجه په دغه هکله زیات تفصیل راکړ خو د خبرو خلاصه ئې داوه چي زموږ خارجی پالیسي آزاده او مستقله ده په هیڅ یوه هیواد پوري ځانونه نه تړو. له ټولو شتمنو او پرمختللوهیوادونو څخه د مرستي غوښتونکي یو….
څرنګه چي زما په اند په هغه وخت کي په تېره بیا د دریمي نړۍ هیوادونو د یوه ستر اقتصادی ځواک د اغېزې پرته، نه سوای کولای چي د اقتصادي پرمختیا پر لور چټک ګامونه واخلي نو د دریمي نړۍ د ودي په حال کي هیوادونه مجبور وه چي بهرنۍ اقتصادي پالیسي یا د سوسیالستي اردوګاه د مرستو اویا هم د لوېدیځو صناعتي هیوادونو سره د اړیکو پر بنسټ رامنځته کړي …. »
باید ووایم چی دا یوه مطبوعاتی مرکه نه وه که څه هم ما د مطبوعاتی مسلکی. ژورنالیست په توګه د هغه وخت د لوړ پوړو چارواکو سره زیاتی مرکی کړی دی خو دا یوه خصوصی مجلس وو چی په ډلیزو رسنیو کی نه دی خپره سوی.
په پای کی د مرحوم محمد هاشم میوندوال ته د دعا لاس لپه کوم .
زمری محقق – ډنمارک ۴/۱۰/۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
