خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری ) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او په ژوند کی د خورا زیاتو کړاونو او ستونزو سره لاس او ګریوان ؤ ، اوس یې موږ د یو ستر فلکلوري لیکوال په توګه ستاینه کوو او پر قبر باندی ګلان ایږدو .
سره له دې چی محمد ګل نوري د شلمې پېړۍ له هغو مهمو پښتو لیکوالو او څېړونکو څخه دی چې د پښتو ولسي ادب، فولکلور، ژبې، متلونو، نکلونو، محاورو، اصطلاحاتو او قاموس لیکنې په برخه کې یې ډېر ارزښتناک کار کړی دی. خو د ژوند په وروستیو وختونو کی د زیاتو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان وو .
د هغه تر ټولو مشهور اثر «ملي هېنداره» ده ، چې د پښتو ولسي نکلونو د راټولولو په برخه کې یو له بنسټیزو اثارو څخه ګڼل کېږي.
خاطره :
زما ښه پیاد دي چې یوه ورځ له خپل پلار، خدای بخښلي محمد علم بڅرکي، سره د کندهار د دولتي مطبعې پر لور روان وم. (په دغه وخت کی به ښایی چی د۱۳ کالو وم )، پلار می د کندهار په چهارسو کې یو سپین ږیری سړی ولید چې په یوه یوم یې ځان تکیه کړی و. بڅرکي هغه وپېژاند او تروغبړ وروسته یې ورته وویل نوري صاحب ته دلته څه کوی ؟
مرحوم نوري صاحب ورته وویل چې له سهار وختي، د لمر له راختلو سره، د ورځنۍ مزدورۍ لپاره راغلی یم ، خو تر اوسه هېچا د کار غوښتنه نه ده را څځه کړې.
دا صحنه د بڅرکي صاحب لپاره ډېره دردوونکې وه. نو یې، په پټه توګه نوري صاحب ته یو مقدار پیسې ورکړې، که څه هم نوري صاحب په لومړي سر کې نه غوښتل چې هغه پیسې واخلي. وروسته بڅرکي ورته وویل چې سبا به دولتي مطبعې ته د کار لپاره راشي.
، بڅرکي صاحب چې هغه مهال د کندهار د دولتي مطبعې مدیر و، نوري صاحب یې په بله ورځ د مطبعې د تصحیح په څانګه کې د حروف چین په توګه مقرر کړ.
مرحوم بڅرکي د نوري صاحب د مقررۍ مکتوب د یوه اجیر مامور په توګه اړوندو ادارو لته واستاوه او د معاش د حوالې هڅه یې هم وکړه.
خو ستونزه دا وه چې نوري صاحب مخکې تقاعد شوی و. د کابل چارواکو د بڅرکي مقررۍ ونه منله او استدلال یې دا و: «څه وخت چې یو څوک تقاعد شي، بیا اجیر هم نه مقررېږي.»
بڅرکي بیا هم پر خپله هڅه ټینګار وکړ او په مکتوبونو کې یې څرګنده کړه چې د تصحیح په برخه کې سخت ضرورت شته او نوري صاحب د همدې اړتیا له مخې مقرر شوی دی.
خو د مکتوبونو د تګ راتګ په موده کې زما ( زمری محقق ) نور پیاد نه دی چی په پای کی یې معاش حواله شو که نه ؟ ؛ خو کله چی مرحوم بڅرکي له هغه ځایه تبدیل شو. نو مرحوم محمد ګل نوری هم د دندي څخه ګوښه سو .
وروسته یې د کندهار په ښار کې د مستو د خرڅولو کوچنی کاروبار پیل کړ. سرچینه وايي چې هغه به د یوه دوکان مخې ته د کاشین او پیالې په وسیله مستې پلورلې.
د معلوماتو له مخي خدای بخښلی نوري د تقاعد پر مهال یوازې شاوخوا ۱۲ زره افغانۍ ترلاسه کړې وې او وروسته یې اقتصادي حالت ورځ تر بلې خراب شو؛ له همدې امله یې د کندهار په هرات دروازه کې د مستو پلورلو تاغار ایښی و.
تر ټولو دردونکې لا داده چی کله د شوروي اتحاد د ختیځپوهانو یو علمي پلاوی کندهار ته راځي او غواړی چې له محمد ګل نوري سره وویني او د هغه له علمي معلوماتو څخه استفاده وکړي.
نو دوی لومړی د کندهار له چارواکو څخه د نوري پوښتنه وکړه، خو چارواکو هغه نه پېژانده. بالاخره د مطبعې یو کارکوونکي ورته وویل چې نوري صاحب د ملا ګلماد په کوڅه کې د یوه دوکان مخې ته مستې خرڅوي.
نو محمد علم بڅرکي نه یوازې دا چی د نوري له اقتصادي ستونزو خبر شو، بلکې په عملي توګه یې د هغه لاسنیوی وکړ، شخصاً یې مرسته ورسره وکړه او هڅه یې وکړه چې د خپل اداري صلاحیت په چوکاټ کې ورته په دولتي مطبعه کې دنده پیدا کړي.
حتا مقاماتو ته یې دا هم ولیکل که نوری صاحب دندي څخه ګوښه کوی نو زه هم دندي پرېښودلو ته چمتو یم .
د محمد ګل نوري لنډه پېژندنه :

نوري د کندهار له فرهنګي چاپېریال سره ژوره اړیکه لرلې.
په ۱۳۰۰ لمریز کال کې، د امان الله خان د واکمنۍ پر مهال، د کندهار په شالمار ښوونځي کې د پښتو ښوونکي په توګه مقرر شو. وروسته چې په کندهار کې پښتو ادبي انجمن جوړ شو، نوموړی یې له لومړنیو غړو څخه و. کله چې دغه انجمن کابل ته ولېږدول شو او د پښتو ټولنې په نوم یې فعالیت پیل کړ، نوري هم کابل ته ولاړ او د تألیف او ژباړې په برخه کې، په ځانګړي ډول د لغاتو او سیمهییزو ژبو د څانګې د مدیر په توګه یې کار وکړ.
هغه یوازې د کتابونو لیکوال نه و؛ بلکې د پښتو د ولسي ادب د راټولولو لپاره یې کلیو او بانډو ته سفرونه کول، د خلکو له خولې به یې نکلونه، متلونه، محاورې، اصطلاحات او ولسي سندرې ثبتولې. له همدې امله د هغه کار د پښتو فولکلور د ثبت په تاریخ کې ځانګړی ارزښت لري.
«ملي هېنداره»؛ د هغه ستر اثر
د نوري صاحب تر ټولو مشهور کتاب «ملي هېنداره» دی. دا اثر د پښتنو د ولسي نکلونو یوه پراخه ټولګه ده او د پښتو فولکلوري نثر له مهمو لومړنیو اثارو څخه ګڼل کېږي. په دې نکلونو کې یوازې کیسې نه دي خوندي شوې، بلکې د پښتنو د پخواني ژوند، دودونو، ټولنیزو اړیکو، فکرونو، عقایدو او فرهنګي ارزښتونو ډېر اړخونه هم انعکاس مومي.
د نوري په مشهورو نکلونو کې د ادم خان او درخانۍ، فتح خان برېڅ، مومن خان او شیرینۍ په څېر ولسي داستانونه یاد شوي دي.
دا کتاب مرحوم نوری په دې شعر سره پای ته رسولی دئ :
ما په ډیر زیار او زحمت را ټولي کړي
چی راغلی می پر مخ باندي خولی دي
که څه زیات اویا کمبود درسی په سترګو
عـفوه غواړم ځکه دا دبل دخولې دي
د نوري نور مهم چاپ شوي آثار :
لیک ښوونکی – دوه ټوکه؛ د انشاء اصول او د لیکونو د لیکلو په اړه.
ملي هېنداره – د ولسي نکلونو ټولګه.
پښتو اصطلاحات او محاورې – د پښتو ژبې د محاورو او اصطلاحاتو مهم اثر.
ملي سندرې او لنډۍ
متلونه
دینیاتونه
مدني اخلاق – دوه ټوکه.
مدني معلومات – دوه ټوکه.
نوراللغات / پښتو قاموس – د پښتو د لغاتو ستره ټولګه.
رحمة للعالمین – له عربي څخه پښتو ته ژباړه.
د محمد ګل نوري یو بل ډېر مهم کار د پښتو قاموس لیکنه ده. د هغه د قاموسي کار اصلي نوم «نوراللغات» یاد شوی دی. د سرچینو له مخې، په دې ستر کار کې شاوخوا ۴۵ زره پښتو لغاتونه شامل وو او نوري د خپلې لور طیبې په مرسته دغه لغاتونه تنظیم او ډلبندي کړي وو. وروسته د پښتو ټولنې له خوا په دوو ټوکو کې د «پښتو قاموس» په نوم خپاره شول.
یوه بله څېړنیزه لیکنه هم نوري د پښتو ټولنې د لغاتو د څانګې له مهمو کارکوونکو څخه ګڼي او وايي چې د لوی پښتو قاموس د ترتیب او تدوین په بشپړولو کې یې د پام وړ ونډه درلوده.
د ولسي سندرو او موسیقۍ برخه
نوري د پښتو ولسي سندرو او موسیقۍ په ثبت کې هم کار کړی و. «پښتو اهنګونه» یې له هغو اثارو څخه دی چې د ده د څو کلونو د کار نتیجه بلل شوې. په یوه سرچینه کې راغلي چې له شلو څخه زیات اهنګونه یې راټول کړي وو او د ده په لارښوونه فرخ افندي دغه اهنګونه په پیانو غږولي او وروسته یې نوټیشن برابر شوی و. همدا راز یو شمیرزیات ناچاپه اثار هم لري .
د محمد ګل نوري د وفات نیټه د محمد ابراهیم عطايي په حواله د «کندهار مجلې» د ۱۳۵۲ل کال د لیندۍ میاشت ښودل سوی ده .
روح یې ښاد .
زمری محقق کوپنهاګن
۱۲/۸/۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.