د طالبانو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وايي، تر اوسه په ټول هېواد کې ۵۳ زره او ۲۷۰ مسافر وړونکي او باروړونکي موټرونه د «جيپياېس» یا څارونکو وسایلو په سیستم سمبال شوي دي.
دغه وزارت د سهشنبې په ورځ، د تلې پر ۷مه، په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې اوس مهال ۲۳ خصوصي شرکتونه د دغو وسایلو د نصب په برخه کې فعالیت کوي.
د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت د تخنیکي خدمتونو او خوندیتوب رییس، حفیظالله حلیمي، ویلي چې تر اوسه ۵۳ زره او ۲۷۰ باروړونکي او مسافر وړونکي موټرونه په څارونکو وسایلو سمبال شوي دي.
د طالبانو د ترانسپورټ وزارت او ترافیک ادارې تېر کال په لویو لارو کې پر مسافر وړونکو بسونو د څارونکو وسایلو نصب اجباري اعلان کړی و.
دغه وسایل د موټر لوری، موقعیت او سرعت ثبتوي او د نصبولو موخه یې د ترافیکي پېښو کمول او د موټرو، مسافرو او بارونو خوندیتوب بلل شوی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320