ناپېژاندو کسانو په جوزجان او غزني کې دوه کسان وژلي

33

د غزني او جوزجان ولایتونو سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د ناامنۍ په دوام کې ناپېژاندو کسانو په دغو دوو ولایتونو کې دوه کسان وژلي دي.

سرچینو د سه‌شنبې په ورځ، د تلې پر ۷مه، رسنیو ته ویلي چې ناپېژاندو وسله‌والو تېره ورځ د غزني ښار اړوند د روضې په کلي کې سراج احمد نومی یو کس وژلی دی.

د سرچینو په خبره، نوموړی د خپلې ځمکې پر کرنیزو چارو بوخت و چې د وسله‌والو له لوري په ډزو ووژل شو.

همداراز، د جوزجان د آقچې ولسوالۍ سرچینو ویلي چې یو کس د خپلې کور ته نږدې د چاقو په ګوزارونو وژل شوی دی.

تر اوسه د دغو وژنو انګېزه او عاملان نه دي معلوم شوي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په بېلابېلو ولایتونو کې د ناامنۍ او جنایي جرمونو، په ځانګړي ډول د مرموزو وژنو، وسله‌والو غلاوو او تښتونو زیاتېدو د خلکو اندېښنې راپارولې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320