په دفتری چاپېريال کې له غیبت او اوازو سره څنګه چلند وکړو؟

نصيراحمد څپاند

54

دفترې اوازې د سازماني باور لپاره خطرناک چاپېریال جوړولی شي.
که څوک وايي:
“فلانی به له دندې لرې کېږي.”
پر ځای د دې چې خبره نورو ته انتقال کړو، غوره ده ووایو:
«تر څو چې رسمي معلومات نه وي، ښه ده پر اټکلونو بحث ونه کړو.»
مسلکي کارکوونکی د اوازو د خپرولو پر ځای معلومات له رسمي سرچینې اخلي.
دا موضوع په ځانګړي ډول د نن ورځې په ډیجیټلي چاپېریال کې مهمه ده؛ ځکه یوه ناتایید شوې خبره د پیغامونو، ټولنیزو شبکو او ګروپونو له لارې په ډېر لنډ وخت کې پراخېدای شي.
زموږ په ټولنیز او اداري فرهنګ کې شخصي اړیکې، خپلوي، ملګرتیا او د غیررسمي معلوماتو شریکول د اړیکو یوه مهمه برخه ده. کله ناکله کارکوونکي د “ما له یوه کس څخه اورېدلي”، “ویل کېږي” او “باوري کس راته ویلي” په ډول خبرې کوي او همدا غیررسمي معلومات ورو ورو د “حقیقت” بڼه اخلي.
ستونزه هغه وخت جدي کېږي چې دا ډول خبرې د کارکوونکو پر روحیه، د ادارې پر باور، د همکارانو پر اړیکو او د مدیریت پر اعتبار اغېز وکړي.
د بېلګې په توګه، که یو کارکوونکی واوري چې “د ادارې جوړښت بدلېږي” یا “فلانی تبدیلېږي”، ښايي تر رسمي خبر مخکې اندېښمن شي، له همکارانو سره یې چلند بدل شي او حتی د کار پر کیفیت یې اغېز وکړي.
نو مسلکي چلند څه دی؟
۱. هره خبره حقیقت مه ګڼئ.
د “ویل کېږي” او “رسمي معلومات” ترمنځ توپیر وکړئ.
۲. ناتایید شوي معلومات مه خپروئ.
که تاسو د یوې خبرې سرچینه نه شئ تاییدولی، نورو ته یې مه انتقالوئ.
۳. د شخصي ژوند او حیثیت درناوی وکړئ.
د یوه همکار د دندې، کورنۍ، شخصي ستونزو یا راتلونکي په اړه بې‌ځایه خبرې مه کوئ.
۴. رسمي موضوعات له رسمي سرچینې واخلئ.
د تقرر، ترفیع، تبدیلۍ، معاش، تشکیلاتو او اداري بدلونونو په اړه باید رسمي مکتوب، اعلامیه یا مسؤل مقام د معلوماتو اصلي سرچینه وي.
۵. د اوازې پر ځای د کار موضوع ته راستانه شئ.
که څوک په دفتر کې د بل همکار په اړه غیبت کوي، په درناوي ووایئ:
“راځئ پر دې موضوع له اټکل کولو پرته خپل کار ته تمرکز وکړو.”
د مدیرانو مسؤلیت هم مهم دی
د اوازو د زیاتېدو یو لامل کله ناکله د رسمي معلوماتو نشتوالی وي. کله چې کارکوونکي د یوې مهمې موضوع په اړه معلومات نه لري، تشه یې د اټکلونو او غیررسمي خبرو له لارې ډکېږي.
له همدې امله، اداره باید د مهمو اداري بدلونونو په اړه، تر هغه ځایه چې قانوني او محرمیتي محدودیتونه اجازه ورکوي، پر وخت، روښانه او باوري معلومات شریک کړي.
پايله کې ويلې شو چې مسلکي کارکوونکی هغه څوک نه دی چې په دفتر کې له هرې خبرې خبر وي؛ بلکې هغه څوک دی چې پوهېږي کومه خبره باید واوري، کومه باید تایید کړي، کومه باید ونه خپروي او کومه باید هېڅکله د بل انسان د حیثیت په زیان ونه کاروي.
په سالمه اداره کې معلومات باید له رسمي سرچینې څخه خپاره شي، نه له اوازو څخه؛ او د همکارانو حیثیت باید د خبرو موضوع نه، بلکې د درناوي موضوع وي.

له ځان سره خبرې

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320