د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله

زمری محقق

27

د شمشیر غار او (لاورې کارونیز) پرتله

دواړه غارونه د نړۍ له مشهورو تاریخي غارونوله جملې څخه دي، خو د جوړېدو، تاریخي ارزښت او کارونې له پلوه ډېر توپیر سره لري.

:Shamsher Ghar د کندهار شمشیر غار

شمشیر غار چی د افغانستان له مهمو لرغونو آثارو څخه ګڼل کېږي ،

د کندهار ښار د لوېدیځ په شاوخوا ۲۴ کیلومترۍ کې، د ارغنداب سیند ته نږدې پروت دی

امریکایي لرغونپوه لوئیس دوپري (Louis Dupree) په دغه برخه کی ۱۹۵۰م کلونو کی پراخې کیندنې ترسره کړې دي .

څېړنو ښودلې چې غار خپله په میلیونونو کاله مخکې د طبیعي جیولوجیکي بهیرونو له امله جوړ شوی، خو انسانانو شاوخوا دوه زره کاله مخکې د استوګنې او کارونې لپاره استعمال کړی دی.

په دغه تاریخي غار کې د انسانانو د ژوند څو تاریخي دورې پېژندل شوې دي:

د کوشاني دورې لومړنی پړاو( مرحله) . د کوشاني دورې دوهم پړاو . د کوشاني دورې درېیم پړاو .

د اسلامي دورې استوګنه، هم د مغولو تر یرغل (۱۲۲۱–۱۲۲۲م) پورې دوام مومي ..

په غار کې لاندې لرغوني توکي موندل شوي دي:

د خټو لوښي ، فلزی وسایل ، سکی ، د اور ځایونه ، د دیوالونو ځینې رنګیني نښې او نور لرغوني توکي .

دا ټول ښيي چې غار یوازې د پناه ځای نه و، بلکې د اوږدې مودې لپاره د انسانانو د ژوند او فعالیت مرکز هم و.

خو د دوپری تر څیړنو وروسته په دغه هکله نوري څیړنی هم سوی دی د بیلګی په توګه په

د شمشیر غار جیولوجیکي جوړښت وڅېړۍ . John M. Zeiglerم کال کی (۱۹۵۸)

د امریکا د ویرجینیا لاورې کاورنز :

Luray Caverns دا د امریکا د ویرجینیا ایالت تر ټولو مشهور طبیعي غار دی.

چی شاوخوا ۴۰۰ میلیونه کاله مخکې د چونې ډبرود حل کېدو له امله جوړ شوی.

د زرګونو او میلیونونو کلونو په اوږدو کې د اوبو څاڅکو دننه خورا ښکلي ډبرین جوړښتونه رامنځته کړي دي ..

دا غار په ۱۸۷۸ میلادي کال کې کشف شو.

له کشف وروسته ډېر ژر د سیلانیانو لپاره پرانیستل شو او اوس د امریکا له مهمو ګرځندویزو ځایونو څخه دی.

ځانګړنې

ډېر ستر سټالاکټایټونه (۱) (له چته ځوړند ډبرین جوړښتونه)

لوی سټالاګمایټونه (له ځمکې راټوکېدلي ډبرین جوړښتونه)

د هندارې په څېر اوبه د نړۍ مشهور ، چې د غار طبیعي ډبرې د موسیقۍ د آلې په توګه کاروي .

د دې غار اصلي ارزښت طبیعي او جیولوجیکي دی، نه د لرغونپوهنې په برخه کی او انسانانو هم پکې د اوږد مهالی استوګنې ، مهم آثار هم نه دي په کی پرې ایښي.

(Stalactite) = له چت څخه راځوړند.

سټالاګمایټ (Stalagmite) = له ځمکې څخه پورته راختلی.

د دې تاریخي غارونو تر منځ مهم توپیرونه

شمشیر غار لاورې کاورنز
د تاریخ او لرغون پوهنی له پلوه ارزښت لري طبیعي او جیولوجیکي ارزښت لري
د انسانانو د استوګنې شواهد لري د طبیعي ښکلا له امله مشهور دی
کوشاني او اسلامي دورې آثار پکې موندل شوي د طبیعي ډبرو جوړښتونه یې مهم دي
په افغانستان کې دی په امریکا کې دی
د تاریخ څېړونکو لپاره مهم دی د طبیعت او ګرځندوی لپاره مشهور دی

په لنډه توګه یو یې د انساني تمدن او لرغونپوهنې استازیتوب کوي، او بل یې د طبیعي جیولوجۍ او ځمکپوهنې له اړخه د اهمیت وړ دئ .

خوکه پر شمشیر غار باندی هم څه کار وسی نو به د امریکا د( لاوری کاورنیز) په څیر د سیلانیانو د پاملرنی او راتګ په نتیجه کی به د افغانستان لپاره یوه غوره عایداتی سرچینه سئ .

د شمشیر غار په اړه تر ټولو مهمه علمي سرچینه د لرغونپوه لوئیس دوپري (Louis Dupree) کتاب دی، چې په ۱۹۵۸ کال کې خپور شوی او تر اوسه د دې غار اساسي علمي مرجع ګڼل کېږي. همدارنګه د جیولوجي په برخه کې د John M. Zeigler څېړنه د غار د طبیعي جوړښت او عمر په اړه ارزښتناک معلومات وړاندې کوي.

که څه هم د دغه تاریخي غار په هکله یو شمیر کورنیو لرغون پوهانو لیکني او څیړنی کړی دی خو د دوی ټولو د څیړنو اساس د دوپری دڅیړنیزو نظریات پر شاوخوا راګرځي .

یوه ډېره مهمه خبره دا ده چې د دوپري د کیندنو له مخې په شمشیر غار کې د پالیولیتیک (زوړ ډبرین عصر) یا نیولیتیک (نوی ډبرین عصر) د انسان د اوسېدنې قطعي شواهد نه دی موندلي.

ځکه نو د ادعاوو چې کله ناکله د غار د لسګونو زرو کلونو لرغونتوب په اړه کېږي ، درستي نه دي .

د هیواد تکړه ژورنالیست حقوق پوه اوشاعر ښاغلي طاهر اڅګزی ( چی د لاوری کاورنیز غار ) یی د نژدی لیدلی دی په دغه هکله په تفصیل سره وائي :

« د امريکا د شمالي ويرجينيا ايالت د غرونو يوه گوښه سيمه ( د شیناندو ويلي) په نامه ياديږي د دې درې په يوه غره کي يو غار دئ چي (لاورې كاورينز) ئې بولي. د دې غار ليدو ته هره ورځ د نړۍ د زياتو هيوادو خلک او خپله امریکایان هم ورځي ..

دا غار په ۱۸۷۸ کال کي دوو کسانو چي يو عکاس او بل يو عادي کارگر و پیدا کړ.

وايي چي کومه نجلۍ د دې غار په خوله کي مړه پرته وه او کله چي دغه دوه تنه پر پېښ سول او وئې غوښتل دغه نجلۍ راوباسي نو وئې ليدل چي غار ډېر پراخ و او په دننه کي تر کومه ځايه چي سترگو ئې کار کاوه يو لړ کوچني ډبرين غوندي غاښي ئې وليدل چي يو په بل پسې لاندي باندي ولاړ وو.

دغه غاښي چي يوازي په داسي غارونو کي دننه وي ما د غره غاښونه بللي دي چي اصلا د اوبو او اهاكو له رسوب څخه جوړيږي او څرنگه چي د مليونونو کلونو په موده کي تشکيل سوي دي نو هر يو ئې داسي ښکاري لکه کلکه ډبره، خو شايد تر کلکي ډبري به لا هم کلک وي. په جیالوجیکي اصطلاح هغو ته سټیلکټايټس او سټیلگمایتس Stalegmites Stalectites وایی. سټیلکټايټس ئې پورتني او سټيل مايتس ئې لاندنی غاښونه دي .

ويل کيږي چي د لورې کاورین د غار د غاښونو په تشکیل او جوړښت کي څلور سوه مليون كلونه تېر سوي دي… هو څلور سوه مليون كلونه! دا غاښونه ځيني ئې لکه د انسان د نېښ غاښونه تېره او ځيني ئې د زامي د غاښونو په شان پڅ دي. خو دونه زيات دي چي سر او پاى ئې نه معلوميږي..

سيلانيان د همدغو غاښونو پر شاوخوا چي ډېر ئې لا نه دي کشف سوي تقریباً دوه کېلومتره لار وهي. او په دې لاره کي د رڼو اوبو طبيعي حوضونه او يخ تالارونه مخي ته ورته راځي او داسي ځاى ته هم رسيږي چي دغه ډبرين غاښونه د موسیقۍ نغمې ږغوي. خو څنگه؟

لاوري كاورينز وايي يوه سړي چي په موسيقي کي ئې زيات مهارت درلود په دې دا غاښونه ئې په غاښونو کی د موسیقۍ پټ راز کشف کړ او هغه داسی چي يو ډول اهتزاز لرونکو مزو سره وتړل او د پيانو خوږی نغمی ئی پکښی وږغولي چي اوس دا نغمې په دایمی توگه اورېدل کیږي

زه تر اوسه څو واره دې غار ته ورغلى يم .

کله چي اول وار ورغلم نو سمدستي مي سترگوته د خپل ښوونځي ښوونکی ودریدئ هغه قدرمن جان محمد خان مشهور په (پلار) و، د کندهار د میرویس نیکه په منځني ښوونځي کي زموږ د تاريخ او جغرافيي ښوونکی و. دا ښوونځی لا په هغه وخت کي لېسې ته نه و جگ سوی.

په جيالوجي هم ښه پوهېدى. يوه ورځ ئې د خپلو خاطرو په اړه موږ زده کوونکو ته يوه په زړه پوري کيسه کوله او ويل ئې چي دی څنگه د څو تنو ملگرو سره د کندهار شمشیر غار ته ننوتلی و.

پلار کیسه کوله چي په موږ کي هر يوه يو هریکین څراغ را اخیستی و چي په غار کي دننه وگورو چي څه شي سته، خو اول گام مو د مړو پر هډوکو کښېښود. دا هډوکي دونه زيات وو چي له هغو څخه تېرېدل سخت کار و. بد بوی خو ئې لا څه کوې! مگر بیا هم لږ پر مخ ولاړو، خو د هوا د نشتوالي له کبله مو ساوي لنډي سوې او څراغونه مړه سول. پلار وويل چي موږ لا د غار د خولې له رڼا څخه دونه استفاده وکړه چي لار ورکه نه کړو او ډېر ژر مو د غار خولې ته بيرته ځانونه ورسول او را ووتلو ..

جان محمد خان پلار شمشېر غار ته د سټیلکټايټس او ستيلگمایټس د ليدو له پاره ورغلى و او فکرئی کاوه چی په دې غار کی به هم د نړۍ د نورو غارونو په شان داسی کوچنی خلی یا د غره غاښونه موجود وي.

خو د دوی د دې کشفياتو وسيله فقط څو کوچنی هریکین څراغونه وو چي داسی څراغونه په پېړیو پېړيو پخوا لا خلكو استعمالول او هغه هم په غار کی د هوا و نشتوالی له کبله مړه سول او دا يوه معجزه وه چی پلار او ملگری ئی له هغه تور غار څخه چي خوله ئی د انسانانو او حيوانانو د مړو په هډوکو ډکه وه او وروست بوی ئی په غار کی دننه خپور سوی و، ژوندي را ووتل .

څه پوهيږي چي د شمشېر غار تاریخ به اوږد وي که د لورې كاورين. مخكي دا خبره ياده سوه چي د لورې كاورين غار هغه وخت كشف سو چي په خوله کي ئې د انسان مړی پیدا سو او د شمشېر غار غوندي د نورو انسانانو او حيوانانو د مړو هډوکي به هم شاید دننه پکښي پراته وو.

که د پلار سره په هغه وخت کي چي ډېر کلونه تېريږي ځيني د واک اختيار لرونکي اشخاص ملگري سوي واى او د هغه د هريکين زاړه څراغونه ئی د برېښنا په څراغونو بدل کړي وای نو اوس به شمشېر غار ته هم د برېښنا مزي غځېدلي واي او لږ تر لږه دا خو به معلومه سوې وای چي شمشېر غار او د نړۍ د نورو دغه ډول غارونو په څېر له هم د ويرجينيا د لورې كاورين او د بې شمېره کوچنيو غاښو او ترسبی رڼو اوبو له حوضونو څخه ډک دئ

څوک څه پوهيږي چي د شمشېر غار تاریخ به اوږد وي که د لورې كاورين. مخكي دا خبره ياده سوه چي د لورې كاورين غار هغه وخت كشف سو چي په خوله کي ئې د انسان مړی پیدا سو او د شمشېر غار غوندي د نورو انسانانو او حيوانانو د مړو هډوکي به هم شاید دننه پکښي پراته وو.

خو د امريکا د هغه وخت حکومت ته د داسي غارونو ارزښت او اهمیت معلوم و . ژر ئې کار پکښي شروع کړ، د برېښنا مزي ئې وروغځول ، د برېښنا څراغونه او د هوا د پاکولو يا تهويې وسايل ئې پکښي نصب کړل او داسي ځاى ئې ځني جوړ کړ چي اوس هر کال په مليونونو داخلي او خارجي سيلانيان ورځي او د ټکيټ بيه ئې هم ورځ په ورځ زياتيږي چي د عايداتو يوه لويه منبع ده، خو شمشېر غار لا هغسي په تور تم کي پاته دئ ….‌».

ښاغلی اڅکزي خپل بیان په دې څلوریزي سره پای ته رسوئ :

څلوریځه

تېر وختو كي جان محمد مشهور په پلار سو

د تنکیو په ښوونکو کي سردار سو

مقدس د پلار لقب دئ پښتنو کي

دی په دې لقب څراغ د کندهار سو

…………………………………….

  1. سټالاکټایټونه :

ستر سټالاکټایټونه” (Large Stalactites) د غار د چت څخه راځوړند طبیعي ډبرین جوړښتونو ته ویل کېږي.

دا جوړښتونه داسې رامنځته کېږي:

د غار د چت له درزونو څخه د چونې (کلسیم کاربونیټ) لرونکې اوبه څاڅي.

هر څاڅکی د کلسیم یوه ډېره نرۍ طبقه پرېږدي ..

سرچینې:

  1. اڅکزی طاهر ، خاطرې او داستانونه .146 مخ .

Louis Dupree, Shamshir Ghar: Historic Cave Site in Kandahar Province, Afghanistan. Anthropological Papers of the American Museum of Natural History, Vol. 46, Part 2, New York, 1958.

  1. Cave Books, 2007. Carl Rathjens
    (د غارپوهنې په برخه کې یو معتبر تخصصي اثر دئ )

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.