د کتاب پېژندنی لړۍ : (خوشال فرهنګ )

زمری محقق

34

د ( خوشال فرهنګ ) ستر اثر وروسته له ډیره انتظاره د کندهار څخه دلته ډنمارک ته زما لاسته راغلۍ .

د اکادمسن علامه رشاد په زیار او زحمت لیکل سوی، دغه ابتکاري اثر ( خوشال فرهنګ )چی د کلونو کلونو راهیسی یې د چاپ په انتظار وو، د یو شمېر دوستانو او په ډنمارک کی د افغانانو د فرهنګي ټولني په مالي لګښت ، په ۱۲۳۴ مخونو کي په ۲۰۲۴ ع کال کی په کندهار کی د علامه رشاد اکاډمی په مرسته چاپ سوی  دئ .

که څه هم د دې پنډ کتاب د لنډي منځپانګي وړاندی کول ډیرسخت  کار دئ خو زه به هڅه وکړمی چی په اصلاح ( سمند ر په کوزه)  کی ځای کړم :

دغه مغتنم کتاب چی په عمومی ډول طب نامه ، بازنامه ، دستار نامه ، فضلنا مه ، غزلیات ، قطعات ، قصائد ، رباعیات په  کی بیان سوی ،  په سریزه یا د پیل خبرو کی یې د علامه رشاد د اکاډمی مشر پوهاند شیر شاه رشاد ، استاد محمد معصوم هوتک او ښاغلی اسد الله ارماني د کتاب په اړوند په زړه پوری علمی او معلوماتي څرګندونی کښل سوی دي .

دا چی دا اثر څرنګه او د چا په مسته تنظیم سوی اوچاپ سوی دئ ، په دغه هکله ښاغلی پوهنوال شیرشاه رشاد لیکی :

 « د علامه رشاد بابا د ناچاپو آثار و چاپ ته د تيارېدو لړی یو څو کلونه د بېلابېلو عللو له اسيته وخندېدله، چي په هغو کي د کرونا د اوبا  راتگ اقتصادي بحران او سياسي تحول هر یو په خپل حد كي اغیزه درلوده .

 د علامه بابا سلمي كاليزي ته هم د ځينو لويو آثارو د چاپ تابيا نيول سوې وه، چې يو په هغو کي د خوشال فرهنگ وو. د علامه بابا په دوهمه تلينه کي په کابل کي د علومو اكاديمي غړي ښاغلي مشواني صاحب ددغه اثر چاپ ته د تيارېدو خكر ټکولی وو.

د خطي نسخې د لومړي ټوک يوه كابي هم ورته وسپارله سوه، خو د کالو په تېرېدو سره هغه موخه سر ته نه ورسېده.

د خوشال فرهنگ و اثر اهمیت او ارزښت ته په کتو سره چي په هېواد او ټولو پښتني ادبي، فرهنگي حوزو کي د خوشال پېژندني يوه لويه تشه په ډکېدله او ډېرو ادبپوهانو ورته د ژر چاپ تلوسه درلوده اووه کاله وړاندي ددې علمي اثر دوه دوه ټوکه د سكن له لاري د هېواد په اوسني عصر کې ډېر خواریکښ او محتاط څېړونکي او اديب استاد معصوم هوتک صاحب ته کاناډا ته استول کېدل او دده د درانه نظر تر وتلو او اړینو مشورو وروسته به په علامه رشاد اکاډیمي کي د هغو ټولو حوالو چي د علامه بابا له خوا به ئې يواځي د اثر او ليکوال نوم د مخو شمېره به کښل سوې وه او کله به لا د مخو شمېره، د چاپ کال او لای هم ليكل سوى نه وو ، د هغو ټولو حوالو پلټنه او گروبر نه گران اسدالله ارماني په ډېره ستړې ورځ تر سره کړه او د خطي نسخې په متن او لمنليک کي ډېر مغشوش او گران کلمات به په وارو، وارو كتل كېدل، چي د هغو څخه ۹۵ سلنه ئې شاوخوا لوستل سوي او لږ كلمات ئې نالوستي پاته سول چي ځاى ئې سپين دئ.

 همدا راز به متن كي سنسكريت او روسي او يا د نورو الفبي كلمات هم په ډېر دقت کتل سوي او رسول سوي دي .

ددې کتاب په تاليف او تدوين کي شاوخوا (٤٦٠) مأخذونه علامه بابا كتلي او خپل يادښتونه ئې بشپړ او نيمگړي ځني اخيستي او د خپل کتابتون د شخصي يا داښتو په يوه پاڼه کي ئې کښلي دي….  »

دغه راز استاد معصوم هوتک هم ددې کتاب په هکله د خپل کاراو فعالیت په برخه کی وائي :

« د ۲۰۲۰ ع کال په سر کي کي له کندهاره د علامه رشاد اکادمی مسئولینو خبر راکړ چي په پام کي لري د علامه رشاد سلمه کالیزه په شاندارو مراسمو ونمانځي او د علامه مرحوم یو شمیر آثار هم چاپ ته تيار كاندي ما ددې اقدام د تائید او ستايني ترڅنگ د ارواښاد علامه پر اووه ټوکیز ناچاپ اثر (د خوشال فرهنگ) باندي د کار کولو ژمنه ورسره وکړه او دوی هم ددغه درانه اثر اووه سره ټوکه کاناډا ته راولېږل . »

 په دې ډول ښاغلی استاد هوتک هم سره له دې چی روغتیا یي حالت یې سم نه وو په ډیره مړانه دې شاقه کار ته اوږه ور کړل . لکه چی وائی :

 «علامه رشاد د خوشال فرهنگ د لیکلو کار په اووه ټوکه بېل کړي ول. لومړی ټوک ئې د طب نامې لغتونه دوهم ئې د بازنامې لغتونه دريم ئې د رباعياتو او قطعاتو لغتونه، څلرم ئې د دستارنامې او فضلنامې لغتونه ، پنځم، شپږم اووم ئې د غزلیاتو او قصايدو لغتونه دي.

ما پنځم، شپږم، اووم ټوکونو لغاتونه سره یو ځای کړل او نور مي د هر ټوک دا بېل بېل سره تنظيم او د الفبې پر ترتيب مي سره واوډل. نور تصرف مي پکښې کړی نه دئ ټول فرهنگ مي د ټوک پر ځای پر برخو وېشلی دئ چي ټولي پنځه برخي دي. يو شمېر لغاتونه په دې پنځو برخو کي مکرر راغلي دي، لوستونکي دې د ټولو برخو معناوي ولولي، دا ځکه چي په ځینو برخو کي معنا لنډه او په ځينو کي مفصله وي ..

د سواتنامې او فراقنامې لغتونه په دې اوو ټوکو کي نسته. ما د کار په پيل کي په پام کي ول چي دغه کمبوتي د مسلسل ټایپ او ليکلو له اسيته د لاس او گوتو شدید به زه بشپړه کاندم، خو له بده مرغه د کار په پای کي. دردونه راته پېښ سول چي تر ننه لا هم دوام لري او زه ئې د خپل پلان پوره کېدلو ته پرې نښوولم .»

دغه راز محترم اسدلله ارمانی هم د دې درانه اثر د تنظیم او چاب په کار کی ځان ستړی کړی دي لکه چی  خپله د( خوشحال فرهنگ او یو څو خبري) تر عنوان لاندي لیکي :

« په ۱۳۹۸ کال په کابل کي د علامه بابا د ۱۵ تلین غونده نيول سوي وه. په دغه غونډه کي ما هم گدون کړی وو. له هغې خوا چې راغلو د علامه مرحوم د ۱۰۰ مي کاليزي په اړه مو له دوستانو سره خبره شریکه کړه. دوی هم ومثله او یوه کمیته مو جوړه کړه چې د کاليزي په ترتيب جوړېدنگ او د مرحوم پوهاند علامه رشاد ناچاپ آثار هم چاپ کاندو ..

دغه خبر مو د استاد هوتک صاحب پوري هم ورورساوه چي ډېر په خوشحاله سو او د علامه مرحوم د ناچاپ اثر خوشحال فرهنگ د ورلېږلو خبره ئې وكړه. ما هم ډیر ژر سکن او ور ومي ليږل. …

نور گرده کارونه مي وځنډول او وخت مي يواځي خوشحال فرهنگ ته وقف کړ او پسله ډیره وخته مي ترتيب او ډيزاين کړ »

ښاغلی ارمانی د خوشحال خان د دې اثر د اهمیت په هکله زیاتوی :

« پر خوشحال خان خټک باندي پخوانيو او اوسنيو بهرنيو او داخلي مشهوره ليکوالو او پوهانو مقالې، رسالې او مستقل آثار ليکلي چي د خوشحال پېژندني ډېر تياره اړخونه ئې روښانه کړي دي خو بكر آثار پکښي لږ او يا د نست په حساب دي حضرت خوشحال خان د پښتو ادب پر اسمان هغه خلانده لمر دئ، چي تر څو پښتو او پښتانه وي رويا به ئې خپره وي. خوشحال خان په پښتو ژبه او پښتنو ته ډېر بکر او ارزښتمن آثار په ميراث پرېښول ولي تر خوشحال دمخه هم شاعرانو او لیکوالانو منظوم او منثور آثار پنځولي دي خو خوشحال خان يو نوی او لوی انقلاب راوستی چي په دغه پیمانه نه دده تر مخه او نه هم تر ده څو سوه کاله وروسته بل چا کړی ……

خوشحال خان د خلکو او ټولني په منځ کي پاته سوى، د ژوند نيمايي برخه ئې په سياسي او نظامي ژوند کي تېره سوې، طبيب وو او په هره برخه کي ئې د د هغه وخت مستعمل مروج او متروك لغاتونه په خپل کلام کي راوړي دي. خان په خپل کلام کي داسي لغاتونه راوړي چي يوازي دده او دده د کورنۍ د شاعرانو په آثارو کې ليدل کېږي، چي قاموسونو ته ئې لارکړې او ثبت سوي دي، خو داسي کلمات هم سته، چي تر اوسه ئې لا قاموسونو ته لار نه ده کړې، چي ثبت او ضبط سوي لا نه دي. علامه بابا له دغه خوشحال فرهنگ ” څخه یو شمېر لغاتونه په مفصل او مشرح ډول څېړلې او تشريح کړي سم دي، چي په کابل په مجله کي ئې د مقالو په بڼه خپاره کړي دي .»

د دې دروند اثر او د هغه د تر لاسه کولو په برخه کی زیاتوی :

« په دې مغتنم اثر کي د خوشال بابا (خوشال خان خټک) په طب نامه، بازنامه، دستارنامه، فضل نامه، غزلیاتو، رباعیاتو، قطعاتو او قصایدو کي د شاوخوا ۳۵۰۰ لغاتونو مشرحه شننه او سپړنه ترسره سوې ده، چي د ځینو لغتو شرحه ئې د یوې علمي مقالې په تول تلل کېږي.

د دې لوی مغتنم اثر د چاپ په لګښت کي د علامه رشاد اکاډیمۍ تر څنګ ښاغلي حاجي غلام نبي دوست ، او په ډنمارک کي د افغانستان د فرهنګي ټولني مشر ښاغلي زمري محقق هم خپله پوره ونډه اخیستې ده، چي له علم او ادب سره د دوی دغه بسپنه په ډېرو ستاینو او منندویه الفاظو ارزي، چي موږ ورته قاصر یوو .

نوموړی کتاب په کندهار کي له صداقت کتاب پلورنځي، په کابل کي له سروش او علامه حبيبي کتاب پلورنځيو او کوټه کي له ځلاند کتاب ښور څخه ترلاسه کولاى سئ.

لنډه دا چی د دې مغتنم کتاب منځ پانګه  د سلګونو لرغونو هغه سوچه پښتو لغاتونو په تیره بیا چی د خوشحال خان په شعرونو کی استعمال سوی او د تشریح معنا او په شعرونو کی د استعمال سره یوځای راوړل سوی دی . دغه راز د طبنامی په برخه کی د یونانی طب ډیرې زیاتی بیلګی په ډیره ښه توګه توضیح او د الفبا په سیستم په منظم ډول لیکل سوي  دي .

  د بیلګی په توګه :

malxuzi( ملخوزي ،)malxuji( ملخوځي

که ملخوزي که باديان دي

دا همه راحت د ځان دي

طب نامه : ۲۹ مخ

د لغتنامې په برخه کې ورته کښلي دي: ملخوزي – حلبه ، سابه دي”.

ملخوزي سابه نه دي بلکي يو راز دانې دي، چي لنگو ښخو ته ئې له ورجو سره ورېخوي، تريخ خوند لري”. په اشرف اللغات ۵۹ مخ کې کښلي دي ملخوځي په هندي” ميتهي” په پارسي “شمليت، شنبليت، په عربی ئې “حلبه” او په  انګریزی ئې

بولي .. (Fenugreek)

په باجوړ كي ئې [هم] ملخوزي بولي ..

فرهنگ جهانگيري په ۱۳۴/۲ مخ کې کښلي دي ملخوزي به يوناني فريفته (3) بولي.

د به برهان قاطع کې کښلي دي چي ملخوځي د سورنجان گل او شگوفه ده او ځيني وايي د سورنجان پاڼه ده خو دا دواړه خبري سمي نه دي ځكه . چي په نفایس اللغات ۵۸۷ مخ کې کښلي دي چې ملخوخي يو ژړ تخم دى او طبي خاصيت ئې په دوهمه درجه کي گرم و خشک دین او په سنسكريت لي بيت بيجا = ژړ تخم بولي او

ميتهكا ئي هم بولي، په انگرېزي ئې ونه يا بوتى (Fenugreek) بولي . تركي نوم لي “بوى” دى. د تحفة المؤمنين په ۸۴ مخ کې کښلي دي چي” خلبه” به اصفهان کي “شنبليله” بولي.

د فرهنگ جهانگيري په ۱۳۴/۲ مخ کې کښلي دي : ملخوزي په يوناني فريفته (؟) بولي.

په برهان قاطع کې کښلي دي چي ملخوځي د سورنجان گل او شگوفه ده او ځيني وايي د سورنجان پاڼه ده” خو دا دواړه خبري سمي نه دي ځکه چي په نفایس اللغات ۵۸۷ مخ کې کښلي دي چي ملخوځي يو ژړ تخم دئ او طبي خاصيت ئې په دوهمه درجه کي گرم و خشک دئ او په سنسكريت ئې پيت بيجا = ژړ تخم بولي او ميتهكا ئې هم بولي. په انگرېزي ئې ونه يا بوټی (Fenugreek) بولي. تركي نوم ئې “بوى” دئ.

د تحفة المؤمنين په ۸۴ مخ کې کښلي دي چي ” حلبه په اصفهان کي “شنبليله” بولي.

منوچهري ويلي دي:

روی تو چون شنبلید نوشگفته با مداد

وان من چون شنبلید پژمریده در چمن

په لغتنامه کې ورته کښلي دي: شنبليد يو ژړ خوشبویه گل دئ. ميده پاڼي لري. بوی ئې تېز وي. ځيني وايي د سورنجان گل او شکوفې ته شنبليد ويل كېږي او ځني وايي پاڼي ئې شنبليد دي.

د شالگرام نگهنټو په ۱۳۰ مخ کې کښلي دي په انگرېزي (Fenugreek)، په لاتيني ( Frigonella Falnum graecum) په عربي “بذر الحلبه” ورته وايي.

د هنر مردم په ۱۳۹ گڼه ۲۴ مخ کې کښلي دي : شنبلیله = حلبه = Trigonella

ابن سينا وايي خورك ئې اينې او معدې ته قوت ورکوي، اشتها زياتوي. دانې ئې ډېري قوي دي.

د تاليف شريفي په ١٦٥مخ کې کښلي دي: موتها (Mothā) “سعد” وايي. خوند ئې تريخ او زمخته دئ. خاصيت ئې سوړ دئ. هاضمه ښه کوي. نس په درېږي. وينه سموي. تبه ، تنده ، ژړ او د نس چينجي ورکوي.

د الفاظ الادويه په ۱۱۲ مخ کي هم “سعد” (بضم اول) په موتها” ترجمه سوی دئ. تر ټولو ښه سعد له کوفې څخه راځي او “كوفي سعد” ئې بولي. د شيراز سعد د هندوستان تر “موتها” ښه دي .

د خزانة اللغات په ۴۰۲/۲ مخ كي موتها كلمه په “سعد” ترجمه سوې ده او سنسكريتي نوم ئې مُستا کښلی ۲۱۳ دئ او زياته کړې ئې د ده چي دا د يوه خوشبويه واښه ريښه ده.

د دغه لغت په برخه کي مي د اصل مسودې پاراگرافونه د مطلب د اړېکو له مخي لاندي باندي کړي دي.

د دې یوې بیلګی څخه تاسو اټکل کولای سۍ چی د دې ۱۲۳۴ مخونو کی د دې دروند او دقیق اثر لیکل به څومره وخت او انرژی وغواړی .

د اکادمسن علامه عبدالشکور رشاد روح دي ښاد نوم دي ژوندي وي ..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.