(د خیبر لیکنې) د کتاب پېژندني د لړۍ ۲۷ کتاب

زمری محقق

152

 

( د خیبر لیکنې ) هغه کتاب دئ چی په ۲۰۲۵ م کال په برلین کی ۵۶۰ مخونو کی چاپ سوی اود ښاغلی غلام ربانی احمدی له خوا ماته د سوغات په توګه را کړل سوی دئ . کوریې ودان .

کتاب په حقیقت کی د د۱۴۰۲ کال د هغي غونډي د پریکړی په اساس چاب سوی دی چی د مرحوم میر اکبر خیبر د پنځه څلویښتم تلین په مناسبت جوړه سوی وه .

د دې غونډی پریکړی په اساس ټاکلی پنځلس کسیز کمسیون ته دنده وسپارل سول څو د مرحوم چاپ سوی مقالې او اړوند اثار سره راټول او د یوې ټولګي په شکل یی چاپ کړی .

مخکی له دې چی د کتاب منځ پانګه په لنډه توکه در وپېژنو لومړی به د مرحوم میر اګبر خیبر په هکله لنډ معومات درسره شریک کړو :

د مرحوم خیبر لنډه پېژندنه :

میر اکبر خیبر د افغانستان د معاصر تاریخ یو مهم سیاسي شخصیت و، چې د ثور د انقلاب (۱۹۷۸ م) له پيل مخکې یې مرګ د هیواد په سیاسي بدلونونو کې ډېر مهم رول ولوباوه.

میر اکبر خیبر (۱۹۲۳ م کی زیږیدلی او په ۱۷ اپریل ۱۹۷۸ م وژل سوی دئ )،

  • لومړنی او ثانوي تعلیم یې په کابل کې وکړ.
  • وروسته د پوځي اکاډمۍ (حربي پوهنتون) څخه فارغ شو او د پوځ په لیکو کې شامل شو.
  • خیبر د فکر له پلوه چپ‌لارې، وطن‌پال او سوسیالیست تمایلات لرل.
  • د وخت د سیاسي غورځنګونو له مهمو فعالانو څخه و او د خلق او پرچم د ګوند د فکري بنسټ ایښودونکو له ډلې  څخه شمېرل کېږي.

سیاسي فعالیتونه :

  • میر اکبر خیبر د افغانستان د ولس د دموکراتیک ګوند (حزب دموکراتیک خلق افغانستان) له بنسټ‌ګر غړو څخه و.
  • د ګوند په نظریاتي برخه کې یې ډېر نفوذ درلود او د “پرچم” څانګې فکري لارښود ګڼل کېده.
  • د هغه لیکنې، ویناوې او تحلیلونه د سوسیالیستي فکر، ملي خپلواکۍ او د ټولنیز عدالت ملاتړ کاوه.
  • د نظامي افسر په توګه د سیاسي نظرونو له امله څو ځله بندي شو.
  • میر اکبر خیبر په ۱۳۵۷ هـ.ش د حمل په ۲۸مه نېټه په مرموز ډول په کابل کې ووژل شو.
  • د هغه د وژنې عاملین تر اوسه په یقیني توګه نه دي معلوم، خو ګڼل کېږي چې د هغه د سیاسي نفوذ له امله دا یو سیاسي ترور و.
  • د هغه د جنازې په مراسمو کې د زرګونو خلکو ګډون وکړ، چې د دولت لپاره یو لوی اندېښمن کوونکی سیاسي پیغام و.
  • د خیبر تر وژنې وروسته، د محمد داوود خان حکومت د خلق او پرچم د غړو نیول پیل
  • کړل  چی دا کار د ثور د انقلاب د بریالیتوب سبب سو .

په دې کتاب کی برسیره پر دې چی د مرحوم ژوند د وکتوب څخه تر مرګ پوری په تفصیل سره بیان سوی ، د ده لیکل سوی مقالی چی په بیلا بیلو وختونو کی په مختلفو خپرونو کی چاپ سوی دي .

دغه مقالې د نوموړی هیأت له خوا را ټولی او په کتاب کی ځای پر ځآی سوی دی .

د بیلګي په توګه :

ډاروین او اوسنۍ زمانه ، آزاده نړۍ ، دنوی فاشیزم خطر ، د پښتونستان تارخي پس منظر ، جنبش آزادی بخش ملی و راه رشد غیر سرمایداري ،مبارزه عادلانه خلق پشتونستان در راه  تعین سرنوشت ، او یو شمیر هغه لیکونه چی خپلو سیاسی ملګرو او کورنۍ غریو ته یې لیلی دئ ….

زما (ز. محقق ) تبصیره :

ما د دې کتاب لوستلو ته ځکه تلوسه زیاته وه چی فکر می کاوه چی په کتاب کی به خامخا د مرحوم د ترور په هکله هغه پټ رازونه څرګند سوی وی چی تر اوسه نه دی واضیح سوی او د خلکو زیاتی پوښتنی په دغه باب بی ځوابه پاته دي .

۱- د کتاب په هکله دا پوښتنه هم را پیدا سول چی دا کتاب ولی اوس د مرحوم د مړینی کابو ۳۸ کاله وروسته چاپ سو ؟

۲- او بل دا پوښتنه چی یو شمیر زیاتو خلکو ته مطرح ده ولی د ثور د انقلاب د حکمیت په وخت او یا هم وروسته تر هغه د  مرحوم خیبر د وژنی په هکله هیڅ ډول هڅه او تلاښ نه دی کړی او نه یې هم دا پټه او مرموزه دوسیه شنلی ده .؟

۳- د دې کتاب د پوښ په شا  داسی یو لیک ایښودل سوی دی چی څوک یې نه سم لوستلای سی او نه هم په دی پوهیږی چی دا لیک ولی دومره ارزښت لری چی د کتاب پر پوښ راوړل سي ؟

په هر صورت ، څرنګه چی مرحوم خیبر د روښانه اند څښتن او زموږ د معاصر تاریخ یوه پیژندل سوې څیره ده ، نو لیکنی یې په دی خاطر د زیات ارزښت وړ دی .

کتاب لوستونکی ته د هم هغه وخت د عینی سیاسی ، اقتصادي او ټولنیزو شرایطو په هکله یو روښانه انعکاس وړاندی کوی .

سره له دې چی نیمه پیړی مخګی اندونه او د نن ورځ فکرونه به خامخا څه نا څه توپیرونه ولری خو په ټوله کی ویلای سم چی دا کتاب د لوستونکو لپاره، د یو ارزښتمن اثر په توکه ، یې لوستل ګټور ګڼم .

په درنښت . زمری محقق

۷-۱۰-۲۰۲۵

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.