د کتاب پیژندنی د لړې ۲۶ کتاب :
دغه کتاب ( ژوره قوه ) د رونډابرن لیکنه ده چی د انګریزی څځه د طاهر اڅکزی په روانه پښتو ژباړل سوی او د ښاغلی رویال په وسیله دکمپوز او ډیزاین وروسته ، په ۲۰۲۱ م کال کی د علامه رشاد د خپرندوی ټولنی له خوا په۲۲۴ مخونو کی چاپ سوی دئ .
د کتاب لوب لباب او منځ پانګه :
کتاب په عمومي ډول د میني او احساس پر مفاهیمو ژور تحلیلی بحث لری او دغه مینه او احساس د نسانانو د ژوند محرکه قوه ګڼي چی په حقیقت کی د د انسانانو د ژوند مسیر د مثبت ژوند او نېکمرغۍ په لور رهنمائی کوي . لکه د کتاب لیکوال چی لیکي :
« هر څونه چي ته ښه احساس کوې ژوند دي ښه کيږي او چي بد احساس کوې ژوند دي بديږي او دا بد ژوند به دي تر هغه وخت پوري دوام لري چي ستا په بدو احساساتو كي بدلون راځي.
ښه احساسات مینه ، ممنونیت شکر ،کول ستايل، خوشحالي، زغم او هم حوصله، شوق او ذوق لېوالتیا ، امید، باور، اطمینان او داسي نور دي. بد احساسات قهر، غضب نااميدي مايوسي، وارخطايي بد ويل ښکنځل ، خوابدي ، بېزاري کرکه، نفرت، حسد، بېره او داسي نور دي ..
که ته ښه احساس کوې نو په دې وخت کي دي افكار ښه او مثبت وي داسي نه سي کېداى چي ستا احساس دي په داسي حال کي ښه وي چي افكار دي منفي وي. او دا هم نه سي کېداى چي ته دي د بد احساس په وخت کي د ښو افکارو خاوند يې ..
هغه څه چي ته ئې په يوه شېبه کي احساس کوي د هغه څه دقیق انعکاس دئ چي ته ئې صادروې. کله چي ته ښه احساس کوې نو په دې وخت کي ته د هیڅ شی په هکل اندیښنه نه لرې .»
څرنګه چی د کتابونو د لنډي پېژندني به دې تنګ چوکاټ کی د کتاب نور په زړه پوری بحثونه نه ځایږی نو یوازی د هغو علماؤ او اوپوهانو د نظرونه په لنډو یادونوسره بسنه کوو چی دکتاب د اصلی محتوا مینه ، احساس … په باب یې کړی دي :
د معاصر هند مؤسس مهاتما ګاندی ( ۱۹۴۸/۱۹۶۹ م )ویلي دي :
په دې زه نه پوهیږم چی بشریت به د مینی قانون په شعوری توګه تعقیب کړی که نه چی دا زما د اندیښنی وړ ده .
دا قانون به خامخا کار کوی . داسی لکه د جاذبې قانون چی کار کوی که ئې څوک منی او که نه » .
د تیلفون مختر ع الکسندر ګراهام بیل ( ۱۸۴۷ـ ۱۹۲۲ ) وائي :
« دا چی دا قوه څه شی ده زه څه نسم ویلای ، هغه څه چی ره په پوهیږم دادي چی دا قوه موجوده ده »
د امریکا یو سیاسی مشرویلیام جنګز برییان (۱۸۶۰ـ ۱۹۲۵) وایی :
«سر نویشت تصادفی نه دی . هغه اختیاری دئ .»
ویلیم شکسپیر ( ۱۵۶۴ـ۱۶۱۶) :
زموږ شکونه خائین دی موږ د شینانو ګټولو ته نه پریږدي »
د نوبل د جایزی وړونکي جورج برناډ شا ( ۱۸۵۶-۱۹۵۰) :
« تصور د پیدایښت پیل دئ . ته هغه څه تصور کړه چی هیله من ئی یې . په اخیر کی به هغه تر لاسه کړئ .»
لیکوال نیوبل ګدار :
« ستا د احساس بدلون ستاد سر د برخلیک (سرنویشت ) بدلون دئ .»
د امریکا شپاړسم جمهور رئس ابراهیم لینګن (۱۸۰۹-۱۸۶۵ ) :
« که ته په هغه څه چی وینې ئی او لمس کوی ئی ، باور ولرې نو دا دي بریالیتوب او نېکمرغي ده »
دا هم د نوي فکر د ليکوال پرينتيس ملفورد (۱۸۳۴ – ۱۸۹۱) وینا ده:
« يوه زوروره او دايمي قوه چي څوک ئې نه سي پېژندلای موږ ټول مخ ته پوري وهي، خو ځيني پر خپل ځای ولاړ دي او شا ته گوري. هغوی په بې شعوره توگه د دې قوې سره مخالفت ښيي ».
میرمن پيس پیلګرم :
« مینه په دې نړۍ کی تر ټولو ستره قوه ډه او هرڅه فتح کولای سي .»
امريكايي ليکوال او غټ سوداگر كليمينت ستمون (۱۹۰۲ – ۲۰۰۲ ) وايي:
ستا ډېره ارزښتمنه او قيمتي شتمني او ستا ډېري زوروري قواوي پټي دي او دا نه سی کیدای چی څوک هغه ستا څخه واخلي .ته او يوازي ته دا بل چاته ورکولای سې او په دې سره به ډېر مال او ثروت تر لاسه کړې .»
د فارسی ژبي شاعر حافظ شیرازی ( ۱۳۱۵-۱۳۹۰) ویلی دي :
« د دې دونه زیات وخت په تېریدو سره لمر هیڅ وخت مځکي ته ونه ویل چی ته مي پوروړې ئی » .
ډنمارکی فیلسوف سوربی ګریک ګارډ ( ۱۸۱۳-۱۸۵۵) :
« که یو څوک په بشپړه توګه د میني واکمني ته ور داخل سی نو نړۍ به که هر څومره نیمګړې هم وی ، ورته غني ، ښکلې او د نېکمرغیو ځای سي .»
د امریکا د هاروډ د پوهنتون ریس ، اولیو وینډل هومز (۱۸۰۹-۱۸۹۴) :
« مینه داسی کیلي ده چی د خوشحالیو دروازې په خلاصیږی »
فرانسوي نامتو پوه او فیلسوف بلېز پاسکال (۱۶۲۳-۱۶۲۶) :
« د دماغ پاکوالی د مینی او جذبې پاکوالی هعم دئ ، له همدې کبله یو ستر او پاک دماغ له هغه څه سره چی مینه لری ، په لیوالتیا مینه څر ګندوي »
امریکایی د نوی فکر لیکوال والیس والټر بیا وایي :
« ته له منني څرګندولو څخه پرته د ډیري قوې څخه کار نه سې اخیستلای خکه چی دا مننه ده چی تا د زوروری قوی سره مښلوی .»
د اسلام پیغمبر حضرت محمد ص (۵۷۰-۶۳۲م) :
«پر هغي پریمانې باندی چی ستا په برخه سوی ، شکر او مننه څرګندول ، د دې پریمانی د دوام لپاره ښه ذ مه واری ده ».
هنری ډیویډ تاریو (۱۸۱۷-۱۸۶۲) :
که موږ په کافی اندازه آرام او چمتو و اوسو نو د هري مأیوسي جبران کولای سو .»
برتانوی لیکوال جان هنری جوویت (۱۸۶۴-۱۹۲۳) :
«مننه واکسین دئ ، مسمومیت ورکوی او میکروبونه وژني »
جرمنی لیکوال دیتریچ بان هوفر ( ۱۹۰۶-۱۹۴۵) :
« په عادي ژوند کی موږ په سختۍ سره په دې پوهیږو چی موږ تر هغه څه چی صادروو ئی ډیر څه بیرته حاصیلوو دا یوازی مننه ده چی زموږ ژوند غني کوی .»
د هند سیاسی مشر مهاتما ګاندي (۱۸۶۹-۱۹۴۸) :
« موږ د میني قانون په ډیره ښه توګه د کوچنیو ماشومانو له لاری زدکولای او په هغه ځان پوهولای سو .»
ستر ساینس پوه البرت آنشتین (۱۸۷۹-۱۹۵۵) :
« منطق به دي له الف څځه ب ته ورسوی . تصور به دي هر چیری ورسوي .»
امریکایي لیکوال رالف ویلډایمرسن (۱۸۰۳-۱۸۸۲) :
«غربت په احساس پوري تړلي دئ ».
هالینډی ساینس پوه نیکولای جوزوف (۱۷۲۷-۱۸۱۷) :
« هغه رښتیني ناببغه چی زړه ونه لری په هیڅ کی شمېرل کیږي ، ځکه چی یوازی زیاته پوهه ، یوازی زیات معلومات ، پوهه نه جوړوي . مینه ! مینه! مین! دا د نابغه روح دئ .»
امریکایی لیکوال اوجی منډنو (۱۹۲۳-۱۹۶۶) :
له هر چا سره اړیکی او تماس وساته ، هیڅ پروانه لری که دي دا اړیکی او تماس جزئی هم وي . هرڅومره مرسته او مینه چی کولای سی پرته د عوض څځه یې ورسره وکړه »
د لرغونی یو نان ستر فیلسوف ارستو (۳۸۴-۳۲۲ ق م):
«خـــوشحالي خپله په موږ پوری اړه لري » .
د نوبل د جايزې گټونکي آمريکايي كوانتم فزیک پوه ریچارد فین مین ۱۹۸-۱۹۱) ويلي دي:
« تر اوسه پوري به بيولوجي کي داسي څه نه دي كشف سوي چي په ټاکلې موده کي د مرگ حتمی والی وښيي ، زه فکر کوم چي دا حتمي نه ده او دا يوازي د وخت خبره ده چي کله به د بيولوجي پوهان دا كشف كړي چي هغه کوم شيان دي چي زموږ د مرگ سبب کيږي .»
امریکایی رابرت کالییر (۱۸۸۵-۱۹۵۰) :
« د خوشحالۍ ، نېکمرغۍ او ښېګني قوه او هر بل شی قوه چی موږ یې په ژوند کی غواړو په موږ هر یوه کی دننه ده او هغه نامحدوده ده . »
په پای کی جاپانی موریهی یو شیبا (۱۸۸۳-۱۹۶۹) :
« د جنت او مځکی ټول اصول ستا په ځان کی دننه ژوند کوی .»
په پای کی د دې ګټور کتاب د لوستلو د سپارښتني تر څنګ په دې ټینګار کوم که د ا کتاب یو ځل په غور ولولي نو لکه د کتاب ژباړن ښاغلی محمد طاهر اڅګزی چی لیکی هرو مرو به مو د ژوند په طرز او سلوک کی مثبت بدلون راسی . پای
د ایران او پاکستان څخه د افغانانو په زوره ایستلو په هکله: احتجاجیه لیک
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.