هرات: د لویدیځ زون هنرمندان خپلو لاسي تولیداتو نړیوال نندارتون جوړ کړ

134

د هرات ښار په اختیار الدین کلا کې د لویدیځ زون د هنرمندانو او متشبثینو هنري او لاسي تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.

دغه آثار او لاسي تولیدات به د ۷ ورځو لپاره په سل غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي وي.
دغه نندارتون د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست او د ترکیې د تیکا دفتر په ګډه جوړ کړی دی.

د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د هنر او فرهنګ امر، حمیدالله غیاثي په دې اړه داسې وايي: «موږ ګورو چې بهرني ګرځندویان په زیاتېدونکي ډول هرات ته راځي او د هرات تاریخي، تمدني او لرغونو ځایونو څخه لیدنه کوي.»

په هرات کې د ترکیې د تیکا دفتر مشر، عرفات دنیز هم وايي: «موږ تل له نندارتونونو ملاتړ کوو، که هغه د ګرځندوی برخه وي، که د هنر او لاسي صنایعو برخه وي، یا د کورنیو تولیداتو برخه وي. موږ لیوال یو چې له دا ډول نندارتونونو ملاتړ کړو، ځکه پوهېږو چې دا نندارتونونه د تولیدوونکو او هنرمندانو د ظرفیت لوړولو زمینه برابروي.»

ځینې بهرني ګرځندویان وایي چې د امنیت تامین، تاریخي ځایونو لیدلو او د افغانانو مېلمه پالنه ورته خورا جالبه وه.

برېټانوي ګرځندوی، سیزار ویلي: «د خلکو د مېلمه پالنې له نظره زه رښتیا هم اغېزمن شوی یم. زه ډېر حیران شوم چې خلک څومره مېلمه‌پاله دي. افغانان واقعاً د خپلو مېلمنو خدمت کوي. ما پام کړی چې تاسو له خپلې کورنۍ، خویندو او وروڼو سره ډېر نږدې اړیکه لرئ. پوهېږئ، تاسو یوه ډېره نږدې اړیکه لرئ.»

یوشمېر غرفه‌ لرونکي د اقتصادي ستونزو او د خپلو تولیداتو او هنري آثارو د بازار نشتوالي له امله اندېښمن دي.
هغوی غوښتنه کوي چې له هېواده بهر هم باید ورته دا ډول نندارتونونه برابر شي.

غرفه‌ لرونکی، محمد ابراهیم حبیبي بیا داسې وايي: «یوازې دې د ګرځندوی د ورځې په مناسبت د نندارتونونو په جوړولو بسنه نه کېږي. باید په بېلابېلو ولایتونو او بېلابېلو وختونو کې دایمي نندارتونونه جوړ شي.»

یو بل غرفه لرونکی، محمد ظاهر درویشي هم وايي:«د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې له نورو هېوادونو، ادارو او سفارت‌خانو لیدونکي دعوت وکړي چې د دې نندارتون لیدنه وکړي. که داسې وشي، نو افغانستان ته د ګرځندویانو راتګ به زیات شي.»

محمد اختر حیدري هم چې هلته غرفه پرانیستې وايي: «دا نندارتون د هنرمندانو آثار نړېوالې ټولنې ته معرفي کوي او ښيي چې زموږ په هېواد کې داسې هنرمندان شته.»

د دغه نندارتون موخه د هنري آثارو، لاسي صنایعو او د لیدو وړ ځایونو پېژندنه ده څو د بهرنیو ګرځندویانو پام راجلب کړي.

خبرگزاری سریع

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.