پټ راز رسوا سو

زمری محقق

72

د کتاب پېژندني لړۍ ( ۲۹ ) 

پټ راز رسوا سو

 

( یو پټ راز ) دا دهغه کتاب نوم دی چی په دې چی مي مي الفرډ لیکلي او په دې وروستیو وختونو کی ښا غلی طاهر اڅګزی ژباړلی او د علامه رشاد خپرندوی ټولني په ۲۰۲۳ کال په ۲۷۲ مخونو کی چاپ کړي دی .

دا کیسه په ډیره ډراماتیکه بڼه په مفصل ډول بیان سوی ده . خو د کتاب د لنډیز تنګ چوکاټ د زیات بیان اجازه نه راکوی نو به یوازی دومره ووایم :

(مي مي الفرډ ) Mimi Alford« د په نامه یوه ځوانه نجلۍ د سپيني ماڼۍ په مطبوعاتي دفتر كي موقتي کار پيدا کوي چي دايمي کار ته ځان چمتو کړي، خو د پېغلتوب د ښايست له کبله د امریکا د جمهور رئیس جان ايف كيندي له خوا د دسیې په توگه تر جنسي تېري لاندي راځي. دا جنسي تېری لکه چي خپله (مي مي) وايي لومړی ځل هغه وخت پر کېږي چي دا لا ۱۹ کلنه او باکره وه .

له لومړي جنسي تېري څخه وروسته دوهم دريم او ډېر نور هم پر کېږي، تر څو چي هغه د خپل انساني طبيعت له مخي د جمهور رئیس د قدرت او جذابیت تر تأثير لاندي راځي او دا جنسي تېري په جنسي اړيکو بدلېږي او څه د پاسه یو نيم کال تر هغو دوام کوي چي پر جمهور رئيس باندي په ټيکساس کي ډزي کېږي او وژل کېږي ..

خو (مي مي الفرد ) له جمهور رئيس جان ايف کينډې سره دا جنسي اړيکي يا جنسي اعمال د يوه پټ راز په توگه څلوېښت کاله پټ ساتي، څو په پای کي ئې کله چي په عمر ۵۹ کلنه سوې وه د دې کتاب په ليکلو سره دا مسئله افشـــــا کوي. په دې كتاب كي ځيني داسي مسایلو ته هم ځای ورکړه سوی دئ چي لوستونکي ئې په نورو کتابونو کي نه سي تر لاسه کولای .

په دې کتاب کی دامریکا د پخواني ولسمشر کیندي جنسی اړیکی د نورو نجونو سره هم وي ، د بیلګی په توګه د هیلن چېو هیوادری ، فارمینګټن د پوهنځی ځوانه محصیله ، او ماری پنچاټ میر … یادولای سو . »

لنډه دا چی د می می الفرډ او کینډی د عشق کیسه په ډیره خوندوره توګه په خپله د می می په وسیله لیکل سوی ده . د جمهور ریس سره په حوض کی د لامبو ، د کنیدي سره د خوب د خونی بیانونه په تفصیل سره لیکی . او حتی وایی کله چی زه د تحصیل په وخت کی په لیلیه کی اوسیدم هم ولسمشر د میکل په مستعار نامه تیلفون راته کاوه ….

زما ( زمری محقق) تبصره :

 دا کتاب چی د حقوق پوه تکړه ژورنالیست ښاغلی اڅګزی په روانه پښتو ژبه ژباړلی دی په حقیقت کی د هغو رازونو څخه پرده پورته کوی چی د ځواګ څخه په ناوړه ګټه اخیستلو سره څرنګه د معصومو نجونو د پیغلتوب تازه ګلونه رژیږي .

کتاب نه یوازي  دا چی د هغه وخت د ولس مشرجان کینډي د جنسی تیری یوه بیلګه پخپله د جنسی تیری د یوی قربانی پیغلی رښتنی کیسه کوی بلکی د هم هغه وخت د سیاسی ، ټولینزو او وټیزو حالاتو او پیښو حالات هم په ښه ډول منعکسوي .

د بیلګی په توګه د ۱۹۶۲ کال د کیوبا پېښه په دغه هکله می می لیکی :

«… هغه د شوروي اتحاد صدراعظم (خروسچیف) ته لیک استولی و او د هغه نه ئی په سمندر کی د لكول سوي قرنطين د ختمولو پېشنهاد کړی و او دا وعده ئې ورسره کړې  وه چی که شوروی اتحاد له كيوبا څخه خپل توغندي وباسي نو امريکا به پر کيوبا باندي يرغل و نه کړي…..

مي مي  زیاتوی چی په هغه ماښام چي زه د جمهور رئیس په هستوگنځي کي وم او اوس چي هغه وخت او هغه حالت راپه يادوم زړه مي په ټکانو سي »

باید وویل سي چی د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو لوړو چارواکو په بیلابیلو وختونو کی د ښځو سره ناروا اړیکی نیولی دي . موږ دلته یوازی دهغو جنسي تیېریو یو څو

 بیلګي وړاندی کوو چی قانونی عدلی څیړنی ورباندی سوی دي نه شایعات :

د بِل کلینټن او مونيکا لوېنسکي قضیه

  • Bill Clintonد امریکا ۴۲م ولسمشر و (له ۱۹۹۳ تر ۲۰۰۱ پورې).
  • )Monica Lewinskyده د سپینې ماڼۍ د یوې ه ځوانی نجلی(وه،
  • چې د ۲۲ کلنه وه او د ولسمشر د دفتر کارګره وه جنسي اړیکی ټینګي کړئ .
  • .خو دا پټي اړیکی رسوا او په میډیا کی په پراخه پیمانه خپرې سوې .

کلینټن وروسته وویل: “زه د دې کار څخه پښېمانه یم. دا یوه شخصي تېروتنه وه.”

:Prince Andrew (د بریتانیې شاهي شهزاده)

  • د شاهي کورنۍ غړی، د ملکې الیزابت زوی.
  • د امریکا یوې ښځې Virginia Giuffre ادعا وکړه چې د بشري قاچاقګر Jeffrey Epstein له شبکې سره د شهزاده اندرو له خوا درې ځله جنسي تېری پرې شوی.

د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې دا قضیه له محکمې بهر د مالي هوکړې له لارې ختمه شوه.

  • شهزاده اندرو رسمي دندې پرېښودې او شاهي مقامونه ترې واخیستل شول.

🇫🇷 فرانسه

Dominique Strauss-Kahn (IMF د ولسمشرۍ پخوانی نوماند)

  • مخکې یې یادونه وشوه — د ۲۰۱۱ د نیویارک قضیه د IMF له مشرۍ څخه د جنسي تیریو له امله  استعفا ته اړ شو.
  • او د محکمې له حکمونو وروسته  یی سیاسي ژوند پای ته ورسېد.

Harvey Weinstein (هالیووډ فلم جوړونکی)

  • له ۸۰ زیاتې ښځې پرې د جنسي تېري او زورونې تورونه لري.
  • په ۲۰۲۰ کال کې د نیویارک محکمه هغه د جنسي تېري په جرم د ۲۳ کلونو بند محکوم کړ.

Jeffrey Epstein (سوداګر او ټولنیز شبکوال)

  • د شتمنو او سیاسي کسانو سره یې نږدې اړیکې لرلې.
  • په ۲۰۱۹ کې د بشر د قاچاق او د نابالغو نجونو د جنسي استثمار په تور ونیول شو.
  • د توقیف په حالت کې مړ شو (رسماً د ځان وژنې په توګه ثبت شو).

 (هنرمند او ټولنیز څېره)Bill Cosby 

  • شاوخوا ۶۰ ښځو پرې د جنسي تېري او بې‌هوشه کولو تورونه ولګول.
  • په ۲۰۱۸ کې محکوم شو، خو په ۲۰۲۱ کې د استیناف له لارې خوشې شو.

د ایتالیا (پخوانی صدراعظم)  Silvio Berlusconi

  • د “Rubygate” په نوم مشهوره قضیه — یوه ۱۷ کلنه رقاصه Karima el-Mahroug (Ruby) د هغه سره د پیسو په بدل کې جنسي اړیکه لرلې.
  • په لومړیو کې محکوم شو، خو وروسته د استیناف محکمې برائت ورکړ.
  • دا د ایټالیا سیاسي او اخلاقي صحنې یو تاریخي رسوایي ګڼل کېږي. 

د جرمني (پخوانی ولسمشر)  Christian Wulff

  • د ۲۰۱۲ په کال کې د یوې ښځې سره د اړیکې او د نفوذ د ناوړه کارونې تور پرې ولګول شو.
  • د محکمې له خوا وروسته تبرئه شو، خو د رسوایۍ له امله له مقامه استعفا ورکړه.

ددې پيښو لړۍ خورا پراخه او د نړۍ په کابو ټولو هیوادونو کی یې په زیاته پیمانه بیلګي موجودی دی .

چی د (یو پټ راز) په کتاب کی د نمونې په توګه ښه ترا توضیح سوی او موږ ته را ښيي چی په نړی کی د ځواک څښتنان څرنګه خپل قدرت څځه په ناوړه ګټي اخیستلو سره د معصومو نجونو د عزت د پایمالو سبب ګرځي .

په درنښت

زمری محقق

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.