پاکستان کې د پوځ واک: دایمي امنیت که سیاسي انحصار؟

سرلوڅ مرادزی 

99

پاکستان په ۱۹۴۷م کال د خپل تاسیس راهیسې چې د انګریز په یوه دسیسه کې له هند رابېل شو، د پوځ د ژور نفوذ تر اغیز لاندې پاتې شوی هېواد دی. د دې هېواد په سیاسي تاریخ کې درې ځل پوځ په کودتاوو په هېواد واکمن شوی او د ملکي حکومتونو تر شا هم تل د پوځ لاس محسوس دی. دا پوښتنه اوس تر هرڅه مهمه ده چې ایا د پوځ دوامدار واک د پاکستان دایمي امنیت تضمینولی شي او که برعکس، دې هېواد کې یې د ولسواکۍ او ثبات مخه نیولې ده؟ 

په ښکاره، پوځ ځان د نظم او ثبات ساتونکی بولي، خو د پاکستان د تاریخ له تجربې څرګندېږي چې مطلق نظامي واک د اوږدمهاله امنیت پر ځای د سیاسي بې ‌ثباتۍ لامل شوی. د ایوب خان، ضیاءالحق او پروېز مشرف د کودتاوو پر وخت لنډمهال نظم که څه هم شتون درلود، خو د ولسواکۍ بنسټونه کمزوري شول، سیاسي ګوندونه محدود شول او د بیان ازادي زیانمنه شوه. امنیت یوازې د پوځي ځواک له لارې نه؛ بلکې د مشروع سیاست، عدالت او د خلکو د ګډون له لارې ټینګېدای شي. 

د پوځ دوامدار واک د پاکستاني ولس د اوږدمهاله ګټو پر ځای، د واکمنې طبقې او پوځ د اقتصادي امتیازاتو د ساتنې لپاره کارېدلی. پوځ په سوداګرۍ، ځمکو او شرکتونو کې پراخ نفوذ لري چې دا د «پوځي پانګوالۍ»یوه بڼه ده. د دې اقتصادي ځواک له امله پوځ یوازې امنیتي اداره نه، بلکې یو اقتصادي لوبغاړی ګرځېدلی چې د ولسي حساب‌ ورکونې څخه بهر پاتې شوی. 

د پاکستاني پوځ د واک دوام یوازې د کورني جوړښت محصول نه دی، بلکې د نړیوال ملاتړ، په ځانګړي ډول د امریکا او لوېدیځ د ملاتړ پایله ده. د سړې جګړې پر مهال امریکا د پاکستان پوځ ته د میلیاردونو ډالرو نظامي مرستې ورکړې، دغه ملاتړ پوځ ته دا توان ورکړ چې د کورني سیاسي نظام پر وړاندې خپل مطلق تسلط وساتي. 

پاکستان شاوخوا ۷۵۰ زره پوځیان لري چې د هېواد د اقتصادي وضعیت او امنیتي اړتیاوو په پرتله ډېر زیات دي. دا لوی پوځ نه یوازې د کورني امنیت لپاره، بلکې د سیمه ‌ییزو او نړیوالو ستراتیژیکو موخو د پلیتوب وسیله ګڼل کېږي. ډیری څېړونکي په دې اند دي چې دا پوځ د امریکا او لوېدیځ د ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب په موخه هم ساتل کېږي، په ځانګړي ډول د افغانستان او هند په اړه د ځواک د توازن او کنټرول لپاره! 

د پاکستان په بهرني سیاست کې، په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، واک له ملکي حکومت څخه زیات د پوځ او استخباراتو (ISI) په لاس کې دی. د افغانستان په اړه د ستراتیژیک ژوروالی (Strategic Depth)  سیاست له پوځ سره تړاو لري چې هدف یې د کابل په سیاست کې د اسلام‌اباد نفوذ ساتل دي. دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د بې‌اعتمادۍ فضا نوره هم ژوره او سړه کړې ده! 

د پاکستان د پوځ دوامدار سیاسي او ستراتیژیک واک نه یوازې د ولسواکۍ او اقتصادي پرمختګ مخه ډب کړې، بلکې د سیمې د امنیت پر جوړښت یې منفي اغېزه کړې. تر څو چې په پاکستان کې پوځ له سیاست څخه جلا نه شي، نه به پاکستان دایمي ثبات ومومي او نه به د سیمه ‌ییزه سولې په هڅو کې رښتینی رول ولوبوي. د ولسواکۍ بنسټیزه اړتیا دا ده چې پوځ د قانون تر چوکاټ لاندې یوازې د ملي دفاع چارې پرمخ یوسي او د سیاست او بهرني سیاست اداره ملکي منتخب حکومتونو ته وسپاري! 

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۰ مه 

اسلام اباد ولې پوځي عملیاتو کې قرآني استعارې او ایتونه کاروي؟ 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته
NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.