اسلام اباد ولې پوځي عملیاتو کې قرآني استعارې او ایتونه کاروي؟ 

92

په اسلام اباد کې د پوځي عملیاتو نومونه ډیری وخت یوازې د نظامي تشخص لپاره نه ټاکل کېږي، بلکې پوځ د قرآني ایتونو او استعارو څخه وسله جوړوي او د سیاسي موخو لپاره یې کاروي. 

څنګه چې پاکستان د انګریزانو په لاس د اسلام په نوم جوړ شو او پلازمینه یې هم په اسلام اباد ونومول شوه، دا پروپاګینډه له لومړي سره پیل شوه چې پاکستان د اسلام ټینګه کلا ده او سیمه کې د اسلام ساتنې او ریښتني اسلام د خپراوي دنده په غاړه لري! 

د دیوبند مدرسه چې په ۱۸۶۶ کال په برتانوي هند کې له هند څخه د انګریزانو د شړلو او د یو موټي هند د ازادولو لپاره جوړه شوې وه، په وروستیو کې یې یو شمېر دیني عالمان لکه، مولانا شبیر احمد عثماني، غلام غوث هزاروي، مولانا مفتي محمود( د ملا فصل الرحمان پلار)، مولانا عبدالحق حقاني(د اکوړې خټک د مدرسې موسس) مولانا شمس الحق افغاني او مولانا یوسف بنوري د انګریزانو سره ملګري شول او په ۱۹۴۷ کال یې د هند په ویشلو او د محمد علي جناح په مشرۍ چې د انګریز د لاس اله وه، د پاکستان په جوړولو رایه ورکړه. د پاکستان له جوړېدو وروسته بېله ځنډه یوازې یوه میاشت وروسته همدغه ملایانو د هند د اصلي او هېوادپالې دیوبند مدرسې په مقابله کې یوه مدرسه(دارالعلوم حقانیه) د پېښور په اکوړه خټک او بله یې د وفاق المدارس په نوم په کراچۍ کې جوړه کړه. 

د اکوړه خټک ځای هم دې مدرسې ته ځکه انتخاب شو چې د پښتنو د لوی زعیم او د افغاني هویت د ستر مفسر خوشحال خان خټک پر ټاټوبي او د هغه پر لارښود مکتب، د پیرنګي ډوله اسلام جال او نیټ وغوړوي او هلته داسې شاګردان وروزي چې د اورنګزیب او مغلو او وروسته د پیرنګي او د هغه د پاکستان په خدمت کې وي. 

 اسلام اباد د همغه ملایانو له تربیوي مکتب او د هغو له زامنو، لمسیانو او لارویانو څخه په تېرو ۸۰ کلونو کې د خپلو ټولو شیطاني سیاستونو په تدوین او پرمخبېولو کې ګټه اخیستې او دغه بدل دین یې د رحمان بابا په قول، دین یې دام دی د مخلوق په لار کې ایښي. 

دلته غواړم د دغه شیطاني مکتب یوې څنګځنې برخې ته ورننوځم او یوه لنډه تبصره پرې ولرم: 

اسلام اباد د دغه تربیوی مکتب د ملایانو په مټ ایتونه، قرآني استعارې او تشبهات د خپلو ستراتیژیکو پیغامونو، د خلکو د جذباتو د بسیج او د خپل سیاسي مشروعیت د پیاوړتیا لپاره کاروي. د«بنیان مرصوص» په نوم عملیات د دې ستراتیژۍ یوه څرګنده بېلګه دههغه عملیات چې د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۲ مه د کشمیر په پلګهام کې د جیش محمد او لشکر طیبه لخوا چې د پاکستان ملاتړ ورسره وو، ترسره شول او په هغو کې ۲۶ تنه سیلانیان له تیغه تېرشول او بیا د دې ټولوژنې پر بنسټ د هند او پاکستان ترمنځ جګړه وشوه، اسلام اباد ورته د «بنیان مرصوص» نوم ورکړ. 

«بنیان مرصوص» مطلب د قرآن کریم د صف د سوره په ۴ ایات کې ذکر شوی او دلته د اسلام اباد موخه داوه چې د هند په وړاندې پنجابی لښکر د جګړې له ډګره ونه تښتی، ځکه دوی په خپلو لښکرو باور نه لري او له هر میدان تښتی! 

اسلام اباد په هېواد دننه هم د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ او د پښتونخوا د هېوادپالو خوځښتونو په وړاندې د ضرب غضب، ردالفساد، المرصاد کلمات او مفاهیم کاروي. خندنۍ دا ده چې د سوات او د وزیرستان د خلکو د مدني او سوله یزوغوښتنو په وړاندې هم د «راه نجات» په نوم ټانکونه، شوبلې او درنې وسلې استعمالوي. اسلام اباد د خپلو ټولو وګړو سره په جنګ دی او دې جګړو ته یې ملایان لګیا دي په ایتونو او حدیثونو کې نومونه او استعارې لټوي! 

اسلام اباد له ایتونو تل د توغندیو کار اخیستی! 

اوس به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۹ مه، په پلازمینه کابل، پوځي برید ته هم په ایتونو کې نوم لټوي او کابل به بیا د ۱۹۹۰ لسیزې پشان په اور سوځوي او په پل خشتي کې به بیا د انګریز  Thomas Edward Lawrence په پل د لمانځه اشتها په سر کې ګرځوي!  

د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۱۹ مه 

سرلوڅ مرادزی 

!د افغانانو کمزورې تاریخي حافظه

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.