د حقوقي اصطلاحاتو سیاسي بار
(د دوحې په تړون کې د بارډر اصطلاح )
په عادي خبرو او محاوره کې که یوه اصطلاح د هر چا له خوا په هر ډول وکارول شي ، دومره حساسیت نه راپاروي ، دلته هدف دا وي چې په یو نه يو ډول پیغام ورسول شي ، خو کله چې په حقوقي او سیاسي برخو کې یوه کلمه کارول کېږي ، هلته د یوې کلمې یا اصطلاح معنوي بار ته باید ډېر دقت وشي .
په ورځنی محاوره کې موږ څو مترادفې کلمې د یوه مفهوم لپاره کارولای شو ، لکه احمد غټ سړی شو ، لوی سړی شو ، ستر سړی شو ، دا ټول مترادفات دي ، خو حقیقي مترادفات نه دي ؛ کله چې د کلمو د کارونې دقیق ځای راشي ، هلته بیا هره کلمه خپل ځای ته ځي ، بیا نه شو ویلی چې احمد غټ جنرال شو ، وایو چې احمد ستر جنرال شو او یا هم ( سترې محکمې ) ته د ( غټې محکمې ) ااصطلاح وکارو.
اوس راځو په قطر کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند په تړون کې د بارډر ( سرحد ) د کلمې کارولو معنوي بار ته :
۱- د ورځینۍ محاورې له مخې دلته د ( سرحد ) کلمه هغه خاص مفهوم نه ښندي چې د سرحد کلمه یې په خپل ذات کې لري یا پر ډیورند فرضي کرښې د ځینو له خوا اطلاقېږي ، بلکې په عام ډول دا کلمه کارولېږي ، لکه موږ چې په خپلو پوځي تشکیلاتو کې ( سرحدي قطعات ) لرو . زموږ سرحدي پولیس او سرحدي لواوې او قطعات ډیورند فرضي کرښې سره سوق الجیشونه یا چوڼۍ لري ، دا په دې مانا نه ده چې همدا زموږ وروستی سرحد دی ، دلته ورته هېڅکله چا (کرښه ساتي) ځواکونه ونه ویل ، تر دې دمه ورته ټول سرحدي یا پوله ساتي ځواکونه وايي . دلته سرحدي ځواکونه د ( سرحدپېژندنې ) په مانا نه کارېږي .
۲- د حامد کرزي او اشرف غني د حکومتونو پر مهال د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند لاین د پېښدونکو ستونزو او شخړو د کنترول په باب د ( بارډر منجمنټ) په نوم یو درې اړخیز کمېسیون جوړ شو، چې وخت پر وخت به یې خپلمنځي جلسې لرلې ، هلته یې هم ( کرښه ییز منجمنټ ) اصطلاح نه ده کارولې ، همدا ( بارډر منجمنټ ) اصطلاح یې استعمال کړې ده ، هلته هم د دې اصطلاح کارول په دې مفهوم نه و چې ډیورند کرښه ګنې یو رسمي سرحد دی.اصلاً دا اصطلاح هغه وخت په ترکیه کې د هغه هېواد د حکومت له خوا پر کرښه ، چې دوی ورته د (سرحد ) کلمه کاروي ، د شخړو د حل لپاره وکارول شوه.ما هغه وخت د همدې غونډې یوه برخوال چارواکي ته وویل چې د دې ډول اصطلاحاتو کارول اینده کې افغانستان ته حقوقي ستونزې راولاړوي ، خو هغه وویل : (( پروا نه دارد ، در این جا به معنی شناختن خط دیورند به حیث سرحد رسمی نیست، خیر که (باردر منجمنت )را قبول نمی کردیم بجایش چی را استمعال می کردیم؟ )).
اوس چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند په تړون کې د ( باردر ) کلمه کارول شوې ، تر ټولو زیات هماغه کسان ډېرې چغې وهي او د وطن دوستۍ تېږې پر سینه موښي چې په خپل حاکمیت کې یې ډیورند فرضي کرښې ته په سونو څه چې په زرګونو ځله په شعوري او نا شعوري ډول د ( سرحد ) اصطلاح کارولې ده .
۳- په حقوقي متنونو کې هغه څوک برلاسی دی چې د متن د لومړۍ مسودې خاکه جوړوي ، هغه کولای شي په متن کې داسې کلمات او اصطلاحات وکاروي چې څو مانیز وي ، که مقابل طرف یې د اصلاح لپاره پوره وخت او صلاحت ولري ، نو بیا پرې خپلې مطلوبې کلمې نه شي تېرولای او کنه نو په دې حالت کې بیا له داسې مهارت څخه کار اخلي چې مقابل لوري ته اینده کې حقوقي ستونزې راولاړولای شي .
په دوحه کې د اوربند د اوسني تړون متن اساساً د قطر او ترکیې هېوادونو د منځګړو له خوا برابر شوی و، هغوی یا نه پوهېږي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دلته د ( سرحد) د اصطلاح پر کارولو حساسیت موجود دی ، نو ځکه یې د معمول په څېر ، چې د دوو هېوادونو تر منځ ورته شخړې رامنځنه کېږي ، نو وايي چې دواړه هېوادونه باید په (سرحد ) کې تاو تریخوالی کم کړي او پرې نږدي چې له (( سرحده)) یو بل لوري ته د هغه حکومت مخالفین واوړي راواوړي . یا هم کېدی شي د پاکستاني حکومت د میرزایانو او بیروکراتانو له خوا ورته دا تفهیم شوی وي او د تړون تر لاسیلک وړاندې په متن کې د هغوی په خوښه ادلون بدلون راوستل شوی وي.
۴-اوس چې په متن کې دا اصطلاح کارېدلې دا په دې مانا نه ده چې بس مسله خلاصه شوه او ډیورند د (( رسمي سرحد )) په توګه ومنل شو. که داسې وي نو بیا خو پاکستان تر دې وړاندې په نا شعوري ډول ګام پورته کړی دی ؛ مخکې به یې د پنجاب تر اشغال لاندې پښتونخوا ته د (( صوبه سرحد)) نوم کاراوه، مانا دا چې یوازې همدا صوبه افغانستان سره سرحد لري ، نورې صوبې یې هېڅ هېواد سره سرحد نه لري ، خو اوس ورته (( خیبر پښتونخوا )) وايي ، په دې مانا چې موږ سره اوس رسمي سرحد نه لري . هدف دا دی که له کلمو سره لوبې کوو ، هر ډول لوبې کېدلای شي ، خو په هر ترتیب د اوسني حکومت چارواکي باید تر دې وروسته دې ته پوره متوجه وي چې اینده کې د حقوقي اصطلاحاتو په رد ، تایید او لاسلیک کې دقیق اوسي.
۵- د کرزي صیب د واکمنۍ پر مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن ګډه جرګه جوړه شوه، ډاکټر عبدالله عبدالله او زه ( یون) د افغانستان او افتاب احمدخان شېرپاو او رستم شاه مومند د پاکستان له خوا د جرګې د رییسانو او منشیانو په توګه غوره شولو، د کابل په سرینا هوټل کې د دواړو هېوادونو د لوړرتبه هیتونو ترمنځ د جرګې د وروستي پرېکړه لبک په باب جلسه شروع شوه ، جلسې له ماښامه تر سهاره دوام پیدا کړ، د جلسې په پیل کې مو د پرېکړه لیک لپاره اصول وټاکل ، لومړی اصل: د پرېکړه لیک متن به په کومه ژبه وي ، پښتو ، اردو ، انګلیسي که اردو؟؟ د هغوی ټینګار دا و چې انګلیسي باید لومړۍ ژبه وي او بیا نورو ژبو ته وژباړل شي . موږ وویل چې دا جرګه اساساً د پښتنو ترمنځ ده که د بل چا تر متځ ؟؟ ټولو وویل د پښتنو تر منځ ، موږ وویل لومړنی متن یې هم باید په پښتو وي ، ټولو د منطق له مخې توافق وکړ. د متن لومړنۍ خاکه به څوک لیکي ؟ موږ مقابل لوري ته صلاحیت ورکړ، هغوی چې یو دوه توافقي مادې ولیکلې ، په املا او انشا کې یې بلا ستونزې وې ، نور یې زړه تنګ شو ، دوام یې ور نه کړای شو ، دې وخت کې مقابل لوري غږ وکړ : (( جي متن تاسو ( اشاره یې ما یون ته وه) ولیکئ ، تاسو د پښتو پروفیسور یاست ، تر تاسو یې څوک ښه لیکلی شي ..)).
کله چې د متنلیکنې صلاحیت ماته راکړ شو ، نو د ( سرحد )کلمه مې داسې په کې ورکه کړه چې چا په خیال کې هم نه شوه لیدلی . د سرحد پر ځای مو (دواړه خواوې ، دواړه لوري ، دواړه غاړې ، دواړه طرفه، هر لوری ، یوه او بله خوا ) او داسې نورې مترادفې کلمې مو کارولې چې نه یې د مقابل طرف حساسیت را وپارواه او نه یې د رد لپاره پلمه په لاس ورغله . له دې تبصرې مې هدف دا و چې د لومړني متن لیکنه چې د هر چا په لاس کې وي هغه ډېر څه کولای شي. دا حالت په دوحه کې د اوسني تړون له محتوا سره هم سمون خوري ، خو دا ځل متنلیکنه د بل چا په لاس کې وه .
۶-د وروستي نظر او وړاندیز په توګه وایو : که چېرې د اوربند په تړون کې د ( بارډر) کلمه نه وای راغلی ، نو ډېره به ښه وای ، خو اوس چې راغلې هم د دومره اندېښنې وړ نه ده ، ځکه چې د افغانستان د اوسني حکومت په ګډون یو حکومت هم د ډیورند فرضي کرښه د سرحد په توګه منلې نه ده او په ډاګه یې رد کړې ده، نو په یو متن کې د یوې کلمې ردوبدل کېدل دا مانا نه لري چې مسله پر همدې ځای پایته ورسېدله. د دې (بارډر ) کلمې لیکل کېدل اوسنیو چارواکو ته دا پیغام ورکوي چې افغان ملت په دې برخه کې ډېر حساس دی ، دوی باید هم اینده کې دې ډول مسایلو ته لاپسې حساس او هوښیار اوسي .زموږ مشخص وړاندیز په دې برخه کې دا دی چې که اینده کې بیا هم داسې مسایل مطرح کېږي ، نو افغانستان دې د خپل هیت په ترکیب کې یو حقوقي مشاور هم په پام کې ونیسي چې د حقوقي اصطلاحاتو په کارونه کې له خپل هیت سره مرسته وکړي. که د ډیورند فرضي کرښې په شاوخوا کې د حالاتو د کنترول خبره بیا مطرحه کېدله او دا کار بیا هم د درېبمګړو په وسیله تر سره کېده ، نو ښه به وي چې د (سرحد )پر ځای ( فرضي کرښه ) اصطلاح و کارول شي ، که بیا هم اختلاف دومره ګرم وي چې هر ډول تفاهم ان که د افغانستان په ګټه هم وي ، له منځه وړي ، نو بیا ښه ده (( ډیورند کرښه )) چې افغانستان یې (( فرضي کرښه )) او پاکستان یې (( سرحد)) بولي اصطلاح یا ترکیب وکارول شي. یا هم پرته له دې چې یادې اصطلاحګانې وکارول شي (دواړه خواوې ، دواړه غاړې ، دواړه لوري ) او دېته ورته نورې اصلاحګانې دې وکارول شي ، چې د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي .البته دا حالت د افغانستان د اوسني ظرفیت له مخې د یادونې وړ دی ، کله چې افغانستان له هر پلوه ځواکمن او تر پاکستانه قوي شو، بیا افغانستان حق لري د زور ، منطق او د پلوماسۍ له لارې خپله خاوره راخپله کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.