د ښځو نړیواله ورځ د مارچ ۸مه

ن . جلیل زاد

53
د ښځو نړیواله ورځ✌🏼🌹
د مارچ ۸مه
ایا تا له ځانه پوښتلي چې ولې؟
ولې باید دا ظلمونه وشي؟
له ځانه دې پوښتلي چې د دې ناورینونو سبب څوک دی؟
د ښځو آزادي یوه نه پوره کېدونکې هیله نه ده، تاریخ دا ثابته کړې ده.
ښځې د اسمان نیمه برخه پر اوږو وړي، او باید هغه فتحه کړي.
ایا د ښځو د ماتیدونکو هډوکو ږغ د استثمار تر څرخونو لاندې، په کروندو، فابریکو، قالین‌اویستونکو کارخانو او د کور په ستومانوونکي کار کې اورې؟
ایا ته د هغې نجلۍ پټ فریادونه احساسولی شې، چې د فابریکې یا کارخونې مالک پرې تېری کوي؟
ایا تا د هغې نجلۍ غمجنې سترګې لیدلي، چې زورېدلې او د نکاح دسترخوان ته کښېنول شوې، څو جهنم ته واستول شي؟
ایا د کلیوالو نجونو د پلورلو، او د هغه تیاره راتلونکې خبر لرې چې دوی ته په کمین کې ناست دی؟
ایا د نهه کلنې ناوې د زړه بوږنونکې چیغې، چې په حجله کې شکنجه کېږي، تا لړزولی دی؟
ایا ته د ښځو د وهلو، ټکولو او سپکولو خبر لرې؟
ایا پوهېږې چې د (هیڅ) شمېرل کېدل څومره دروند وي؟
ایا ته پوهېږې چې د مېړه له خوا د خلکو په مخکې سپکاوی او ټوکې څه ډول درد لري؟
ایا ته له دې جملو سره اشنا یې؟ “ضعیفه! عاجزه! د اولادونو مور! تا ته وایم! چپ شه! ځان پټ کړه! ته هېڅ نه یې!”
ایا تا د هغې مېرمنې زغم شوی غصه احساس کړې، چې د خپل مېړه په خیانت پوهه شوې ده؟
ایا کله چې ته اورې چې یوې ښځې خپل ظالم، زورواکی او خاین مېړه ته سزا ورکړې، د خوشالۍ احساس کوې؟
ایا کله چې ته اورې، چې یوه ځوانه ښځه یوازې د طلاق غوښتلو له امله د خپل مېړه له خوا د سړک په منځ کې وژل شوې، ستا زړه درد کړی دی؟
ایا د هغې نجلۍ بې رنګه څېره ستا ذهن ته راځي، چې د (ناموس) په نوم د خپل ورور له خوا ووژل شوه؟
ایا ته د هغې افغانې ښځې په څېر د بې‌سرپناهۍ، بې‌عدالتۍ او د مظلومو مظلومیت درک کولی شې؟
ایا ته کولای شې ځان د هغې ښځې پر ځای تصور کړې، چې د فقر بلا د مېړه له لاسه د تن‌فروشۍ ته اړ باسي، او مجبورېږي چې خپل عزت او ویاړ تر پښو لاندې کړي، څو ماشومان یې وږي و نه ویده شي؟
ایا له ځانه دې پوښتلي، چې هغې مور ته څه تېرېدل، چې د خلاصون لپاره یې خپل ماشومان زهر ورکړل او خپله یې ځان وسوځاوه؟
ایا ته خبر یې چې هغې ځوانې نجلۍ ته څه تحمیلېدل، چې ځان یې را وځړاوه او له راتلونکې وتښتېده؟
ایا د لومړي کاڼي ږغ چې د محکومې پر سر لګېږي او وینه یې فواره کوي، ته احساسولی شې؟
ایا د کاڼو باران او د ټوټې ټوټې شوو بدنونو انځور، هر ځل ستا ذهن سنګسار کړی دی؟
ایا تصور کولی شې، چې چاړه دې یوازې د دې لپاره د مخ پوستکی څیري، چې (بې‌حجابي) دې کړې؟
ایا له ځانه دې پوښتلي چې ولې؟
ولې باید دا ظلمونه وشي؟
له ځانه دې پوښتلي چې د دې ناورینونو سبب څوک دی؟
https://af.dawatmedia24.com/?p=183715

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.