په تېره برخه کې مو ځینو هغو ټکو ته اشاره وکړه، چې د پاکستان د کرایې پوځ د غلطو پالیسو له امله یې د پاکستان هېواد او په خاص ډول پاکستاني جرنیلان له سترو ګواښونو سره مخ کړی دي.
دلته غواړم د پاکستان په دننه کې د دغه هېواد د توپیریزو سیاستونو، د اتباع د حقونو د عدم مساوت او هغو منفی څلندونو، تشدد او ظالمانه کړنو ته د لوستونکو پاملرنه راواړوم چې د پنجاب او په خاص ډول د دوي د پوځ او ای اس ای له لورې په نورو غیر پنجابي ولسونو تحمیل شوي او دا د دوي د خپلو اعمالو نتیجه ده، چې همدا اوس دغه هېواد په کور دننه له دغو سترو ګواښونو او ننګونو سره مخ دي.
د بلوڅو ازادي غوښتونکی غورزنګ
د غه غورزنګ په اوسني وخت کې په یوه نظامي قوت بدل شوي دی، چې د یویشتمې پیړۍ په پیل کې یې له پوځي رژیم څخه د بلوڅ قوم د حقوقو اخیستلو له پاره فعالیت پیل کړ. د دې نظامي ګروپ فکري تړاو د هغو حرکتونو سره تړاو لري، چې د شلمې پیړۍ اخیري دریو لسیزو کې د بلوڅانو لخوا رامنځته شوي وو.
له هغه وړاندې بلوچستان خپلواک وو، خپل کلتور او فرهنګ یې ساته، د خپلو ټولو زیرمو واک یې په لاس کې و، د سیمې مهم بندر او ترانزیټي لارې همدلته وې. خو د شلمې پیړۍ په اتمه لسیزه کې د پاکستان د پوځي رژیم د ناسمو سیاستونو له امله او د هغه وخت د مشر ذوالفقار علي بوټو د ناسمې پریکړې پر اساس یې بلوچستان د پاکستان د یوې صوبې په توګه اعلان کړ، چې د دغې پریکړې پر اساس بلوڅ قوم او مشرانو یې خپل هویت، اقتصاد، امنیت، زیرمې او سرنوشت په خطر کې ولیدل او د مبارزې فکر ورسره پیدا شو، له دې وروسته بلوڅانو مبارزه پیل کړه، تر یویشتمې پیړۍ پورې د دوی ګڼ شمېر مشران ووژل شول، په خاوره کې یې د پوځي رژیم له لورې نظامي عملیات پیل شول چې ډېر وحشتونه او ظلمونه یې ترسره کړل. سلګونه بلوڅ مشران لادرکه شول، خو پوځ د ستونزې د حل په ځای بهانې کولې، د دغه وحشت له امله په بلوڅانو کې د ازادۍ او خپل حق اخیستو انګیزه ورځ تر بلې قوي کیده، بلاخره د یویشتمې پیړۍ په پیل کې د بلوڅو د ازادي اخیستونکو بنسټ کېښودل شو او په نظامي برخه کې یې فعالیت پیل کړ. د دوي د جوړېدو اصلي علت د پوځي رژیم لخوا پر بلوڅ قوم د ظلم، استبداد ختمول او خپل له لاسه ورکړي حقوق بیرته تر لاسه کول دي.
دغه غورزنګ د جوړیدو نه بیا تر ننه پورې په زرګونه شهیدان د مشرانو تر کچې پورې له لاسه ورکړي، چې دا دی اوس په یو قوی ځواک بدل شوي، چې همدا اوس یې حتا د پاکستان پوځ د کنترول او مهار کولو توان له لاسه ورکړي دی.
د پښتون ژغورنې غورزنګ
په رښتیا هم چیرې چې د ولسونو بنسټېز حقونه تر پښو لاندې کیږي، هلته پر ولس پاڅون یا مقاومت فرض ګڼل کیږي. ولسي پاڅونونه، غورځنګونه تل د مظلومو ولسونو له خوا د تشدد، دیکتاتورۍ او د ظالم دولتي سیستم په پاېله کې سر راپورته کوي. د همدې ظلم استبداد د ختمیدو په خاطر لر او بر افغان وطن کې د ظالم پنجابي يرغلګرو پوځیانو خلاف د ویښو شعوري او د کلکې ارادې پښتنو ځوانانو یو ستر ملي سوله ایز خوځښت د پښتون ژغورنې غورځنګ (پې ټې ایم) په نامه پیل کړ. په دغه سوله پال او د جګړې ضد ولسي غورځنګ کې د افغانستان او پښتونخوا سربیره د ګردۍ نړۍ روڼ اندې پښتانه افغانان پرته له قبیلوي، ګوندي، ايډیالوژیکي توپیرونو او خپلمنځي فکري اختلافاتو په دې توانیدلي دي، څو د پنجابي پوځي استبلیشمنټ ظلمونو په وړاندې د ترسره شویو بېشمرو ظلمونو، بې عدالتیو او بې انصافیو په وړاندې په یو ملي ولسي صف یا یوه پلتفورم کې د خپل پښتنې احساس او مسوولیت له مخې یو ځای اوږه په اوږه سره ودریږې او مبارزه وکړي.
له همدې امله پنجابي پوځي استبلیشمنټ په پښتونخوا کې هر خپلواک ملتپال پښتنې سیاسي خوځښت ته نه یوازې د یو ستر ګواښ په توګه کتلي، بلکې هر پښتون چې کله د خپلو حقونو پوښتنه کړي ده، په هغه باندې یې د غدارۍ ټاپه لګولي ده، دغه ویښ پښتانه یې بندیان کړي او وژلي دي. په همدې پلمو او تکتیکونو یې تل د ویښو ملتپالو پښتنو ملي غورځنګونو د لمنځه وړلو هڅې کړي، تر څو د لوی افغانستان د جوړیدو مخه یې نیولي وي.
د پنجاب پوځي استبلیشمنټ ستراتېژیستانو د پې ټې ایم پاڅون او د پښتنو ملتپالنې شعورې ملي مبارزې ته د چټک پرمختګ په حال کې د پاکستان پاشل کیدو یا ټوټه ـ ټوټه کیدو بهیر کې د یوې بالقوه متحرک پیاوړي ځواک په توګه ګوري. د دې ټولو ظلمونو او بربادیو په پایله کې د پښتون ژغورنې د غورخنګ ځوانان په یوه بیساري زړورتیا کې د پنجابي ظالم یرغلګر پوځیانو په وړاندې په ډګر راپاڅیدل او د پاکستاني تورمخو پوځیانو څخه یې تور اسلامي نقاب لیرې کړ او د پنجابي یرغلګر پوځ، پوځیان، مېجران او جنرالان یې په لومړې ځل سخت وننګول.
د مشر منظور احمد پښتین په مشري کې دغه غیر پارلماني او مزاحمتي ولسي تحریک د لرو او بر پښتنو افغانانو له هر اړخېز ملاتړ څخه برخمن شوي او د پنجابې حاکمانو او جرنیلانو له پاره ستر ګواښ ګرزیدلی دی.
تحریک انصاف
تحریک انصاف همدا اوس په پاکستان کې يو له ځواکمن مطرح سياسي گوند څخه دي چې د عمران خان په مشرۍ جوړشوي او سیاسی فعالیت کوي. دغه گوند په ۱۹۶۶ کال کې جوړ شو، خو تر ۲۰۱۱کال پورې یې په قومی اسامبلې کې هیڅ سیټونه له لرل، مګر د۲۰۱۳ کال په ټاکنو کې یې په ناڅاپي توګه خورا ډېر سیټونه تر لاسه کړل او د پاکستان د دوم ستر سیاسی ګوند په توګه و پیژندل شو.
دغه ګوند د پاکستان په نورو ایالتونو کې لکه پنجاب او سیند په دویمه درجه کې قرار لري، خو په خیبر پښتونخوا او نورو پښتنو سیمو کې هم دې ګوند خپل حکومت جوړ کړی دی، چې همدا اوس د پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان، د پنجابي حاکمانو او د کرایې پوڅ د تګلارو او غلطو پالیسیو په مقابل کې د مخالفت دریځ غوره کړی دی.
همدا ډول نوموړي گوند د اوسني سياسي نظام او په خاص ډول د پاکستان د کرایې پوځ د کړنو او پالیسیومخالف ليدلوری لري، چې د ګوند مشر عمران خان او یو شمېر نور غړي یې همدا اوس په زندانونو کې ژوند تیروي.
د پاکستاني طالبانو تحریک
د یادولو وړ ده کله چې پاکستان په سیمه کې د غربي استعمار د ستراتیژیکو موخو د عملی کولو په خاطر جوړ شو، له هغه وخت نه انګریزانو او امریکا غوښتل چې پاکستان د سیمې د اسلامي هېوادو د ځپلو او د اسلام دین د بدنامه کولو په خاطر یې د افراطیت د روزلو مرکزونه د زرګونو مدرسو په جوړولو په خاص ډول د پښتنو په سیمو کې فعال کړل.
د پاکستان د طالبانو تحریک هم په دغو مدرسو کې د روزل شو کسانو نه جوړ شوی، چې د پاکستاني جرنیلانو او ای اس ای تر نظر لاندې یې نطامي تمرینات تر سره کړي و.
دغه تحریک په ۲۰۰۷ کال کې د بیت الله محسود په مشرۍ د بېلابېلو اورپکو ډلو د اتحاد په پایله کې د ای اس ای تر نظر لاندې رامنځته شو.ای اس ای او نظامي جرنیلانو غوښتل چې د نورو افراطی ګروپونو په څېر له دغه تحریک نه هم په افغانستان او هند کې د ورانکارو فعالیتونو په برخه کې کار واخلي، ممکن چې په دغو برخو کې یې ځیني فعالیتونه هم کړي وي، خو له څه مودې وروسته دغه تحریک د ۲۰۰۱ کال رادیخوا د امریکا د ترهګرۍ ضد جګړې او په پاکستاني قبایلي سیمو کې د پوځي عملیاتو او د پاکستاني پوځ غیر عادلانه کړنو په ځواب کې د یوې سخت دریځې ایډیالوژۍ پر بنسټ چې موخه یې د پاکستاني حکومت پر ضد وسله واله مبارزه وه ، بیرغ راپورته کړ.
د ۲۰۰۱ کال د افغان طالبانو تر ماتې وروسته، ډېری جنګیالي پاکستاني قبایلي سیمو جنوبي او شمالي وزیرستان ته را واوښتل.
له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۶کلونو پورې د پاکستان پوځ د متحده ایالاتو د ِوښتنو پر اساس په قبایلي سیمو کې عملیات پیل کړل، چې د سیمې د خلکو او وسله والو ترمنځ د سترغبرګون سبب وګرزیدل.
همدا ډول په ۲۰۰۷ کال د اسلام اباد د لعل مسجد د پوځي عملیاتو وروسته، په قبایلي سیمو کې بېلابېلې وسله والې ډلې سره متحدې شوې. چې له دغه وضعیت نه بیت الله محسود د ګڼو ډلو په یوځای کولو سره دغه تحریک لا هم نور پیاوړي کړ.
دغه ډله د پاکستان په خاوره کې د ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او د امنیتي ځواکونو پر ضد د ګڼو بریدونو مسؤله ګڼل کېږي.چې همدا اوس په دننه پاکستان کې د پنجابې حاکمانو او کرایې پوځ له پاره ستر ګواښ جوړ شوی دی.
نن ټولو ته دا ښکاره ده، چې د پاکستان د ناامنۍ لوی لامل د دوی ناسم سیاست دی، چې د مشخصو قومونو او سیمو په اړه یې غوره کړی دی. که چېرې پنجابی حاکمان او کرایه شوی پوځ په خپلو پآلیسیو او تګلارو کې بدلون رانه وړي، نو د تجزیې او ویشلوامکانات یې نور هم لا ډېریږي.
نور بیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.